حالنامه د بایزید روښان او روښانیانو په باب داسي یو کتاب دی چي څوک د دغه تحریک په باره کي تحقیق او زده کړه کوي نو لوستل یې ورته حتمي دي. کتاب علی محمد مخلص کندهاري لیکلی دی چي د ده په قول د روښاني کورنۍ نیژدې سړی، مخلص او مرید وو او پلار یې هم د دې کورنۍ یو مرید او زړه ور جنګیالی وو. دا کتاب په ۱۳۵۴ کال کي، د پیرروښان د بین المللي سیمینار تر جوړېدلو پوري، لا د چا لاسته نه وو ورغلی؛ او پښتو ټولني ایله په ۱۳۶۴ هجري شمسي ۱۹۸۵ میلادي کي د هند د الیګړ د پوهنتون له مایکروفیلم څخه یوه ټایپي نسخه ترتیب کړه، چي وروسته یې ګستتنر هم کړه. دا نسخه، چي تقریبا سمدستي نایابه سوې وه، ماته زیات وکم شل کاله مخکي محترم حمدالله صحاف له کوټي څخه را ولېږله. له ټولو نیمګړتیاوو سره سره، غنیمت کتاب وو او له سره تر پایه مي ولووست او، له مبالغې پرته مي، شل ځله نور سره اړولی او مراجعه مي ورته کړې ده. کتاب که څه هم چي له افسانو او ناممکناتو څخه خالي نه دی او ځای ځای، د پیښو په بیان کي، د لیکوال خپله علاقه او دلچسپي له ورایه ښکاري خو له هره اړخه غنیمت کتاب دی.
د کتاب د ټایپي نسخې له ترتیبولو څخه څه باندي شل کاله وروسته، د افغانستان د علومو اکاډیمي ایله د دې کتاب اهمیت ته متوجه سوه او د چاپي نسخې ترتیبولو ته یې ملا وتړله. که څه هم چي په ټایپي نسخه کي تر سل زیات مخونه د استفادې وړ نه وه خو د چاپي نسخې په ترتیبولو کي یې له دومره بې احتیاطی او بې صلاحیتی څخه کار اخیستل سوی دی چي په ځینو ځایونو کي یې متن مسخ کړی دی. دومره املايي او انشايي غلطی پکښي راغلي دي چي سړی یې یوازي ټایپي بللای نه سي او زه، د کتاب اهمیت ته په کتلو سره، ویلای سم چي یو ځل بیا باید په سمه توګه چاپ سي او په دې ارزي چي د الیګړ پوهنتون ته د صلاحیت لرونکي کسان ورپسي واستول سي.
ما د دې مهم کتاب ټولي املايي او علمي غلطی ځکه نه دي په نښه کړي چي په دغه نیت مي کتاب لوستی نه وو او زه یقین لرم چي په لس هاوو نوري داسي غلطی به هم پکښي موجودي وي چي متن مغشوشوي او په تېره بیا ځوانو محققینو ته د متن پوهېدل ګرانوي او په ځینو ځایونو کي یې ګمراه کوي.
د مثال په توګه د ټایپي نسخې په ۱۶۹ مخ کي بایزید روښان یو مبارک آیته را وړی دی.
فاذا اظماننتم فاقیموالصلواته. کله چي مو زړونه له وسوسو څخه آرام سي نو پر لمانځه ودرېږی. په عربي ژبه کي اظماننتم کلمه له سره نسته. هغه اطماننتم دی چي مطلب یې کله چي مطمین سواست. ټایپی نسخې والا، چي طبعا یې په عربي ژبه کي سواد تر ما هم کم وو، پرته له دې چي یا دي لږ قدر فکر وکړي او یا دي له چا څخه پوښتنه کړي، اظماننتم له مایکروفیلم څخه، چي حتما د کاتب غلطي ده، کټ مټ په ۱۶۶مخ چاپی نسخه کي را نقل کړی دی.
په ۳۱۹ مخ کي د یضلّ من یشاء و یهدی من یشاء پر ځای یفلّ من یشاء لیکي. چي د ایت مبارک په نقلولو کي باید له زیات احتیاط څخه کار واخیستل سي.
په ۲۸۳ مخ کي د ریاضت پر ځای ریاخت لیکي چي هیڅ معنی نه لري. له ۳۹۱ مخ څخه تر ۳۹۲م مخ پوري نهه ځله د جلال الدین پر ځای جلالدین لیکي. په ۳۹۳م مخ کي یې کمال الدین او ولي داد ته دوه ځله رضی الله عنها لیکلي دي چي باید رضی الله عنهما یې لیکلي وای. په ۴۱۱م مخ کي بی بی کمال خاتون ته د رضی الله عنها پر ځای رضی الله عنه لیکي او په ۴۱۵م مخ کي بي بي شمسو ته هم رضی الله عنه لیکي. دا ښايي د متن په لوستلو کي سړي ته تکلیف پېښ نه کړي مګر د ځوانانو لپاره، په تحقیق کي، ستونزه پېښوي. مثلا په ۴۵۷م کي لولو چي« روزی میاداد پسر وحدت علي رحمت الله علیها نقل میکرد» که د رحمت دعا د وحدت علي لپاره وي نو بیا خو باید رحمت الله علیه ولیکل سي او که د دواړو لپاره وي نو بیا رحمت الله علیهما لازم وه. که څه هم چي دغه راز عربي غلطی پر متن باندي خاصه اغېزه نه لري خو ځوانو څېړونکو ته د عربي کلماتو غلط استعمال ورښيي.
په ۴۶۲ مخ کي د فصیل پر ځای چي د قلا په دننه کي دېوال او بُرج ته ویل کیږي، درې ځله پرله پسې صفیل لیکل سوی دی؛ چي هیڅ معنی نه لري.
په ۴۷۳م مخ کي د « عصمت بي بي از بې چادريست» ضرب المثل پر ځای د هغه یو مسخ سوی شکل راغلی دی «عصمت بی چه از بی چادریست» یا مثلا په ۵۷۷م مخ کي د خواجه رام از مردم غلزی پر ځای خواجه را مردم غلزی راوړل سوی دی چي هم د خواجه رام په نوم یو سړی پکښي ورک دی او هم جمله مفهوم نه لري. تر شپږ اووه ځله زیات زکریا په ذال لیکل سوی دی چي باید په ز لیکل سوی وای. دا توری پخپله ځوان محققین ګمراه کوي.
زما هیله او غوښتنه دا ده چي د روښانیانو د تاریخ پر دې مهم متن باندي، چي زه یقین لرم له مایکروفیلم څخه سمه اخیستنه نه ده سوې، له سره دقیق کار وسي او کار یې د صلاحیت لرونکو کسانو ته وسپارل سي.
و ما علینا الّا البلاغ