جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبلنډه کیسه  د شپې پېښي | اکبر بری 

  د شپې پېښي | اکبر بری 

شپه له نیمایي ښه تیره وه چي «ټک!…ټک!…ټک!» د سرای ور وټکول شو. دې کار

ښځه نیغه په ځای کي راکښېنوله. وارخطا یې څنګ ته پروت سړی وڅانډه:

ـ پاڅه…هله پاڅه چي ور ټکیږي.

سړی خوبولی له ځان سره وګوڼید، په بل اړخ شو. خو ښځي لا په زوره پسي وڅانډه:

ـ ویم ژرشه چي ور ټکیږي.

او ژړغونې یې پرې ورزیاته کړه:

ـ وئ  خدایه ، برباد شوم .

دې خبري یې سړی هم جست په ځای کي راکښېناوه.ټکان خوړلي یې له خولې ووتل :

ـ « ور؟!» ټکیږي ؟… څوک ؟

ښځي هماغسي ژړغونې ورجوخته کړه:

ـ بل به نو څوک وي؟…مېړه مي دی.

او بیا خدای ته په زاربو شوه: « وئ خدایه توبه…وه خدایه کوربان دي شم…وئ

خدایه ته مي وزله وکه…»

په دې ترڅ کي ور بیا وټکول شو. ښځي لا وارخطا سړې ته کړه:

ـ هله کالي واغونده چي تباه شوو…وئ  وئ وه خدایه اوس به څه کوم…ولاچي

سر خو مي راپرې کي.

او پړنګ په ژړا شوه. د سړې په هډو هم ساړه ننوتل .په رېږدیدونکو لاسونو یې

خوا کي پراته کمیس-پرتوګ راواخیستل، په داسي حال کي چي په بېړه یې هغه

اغوستل، وچ حلق یې وویل :

ـ تا خو ویل چي سبا ماښام راځي ؟

ښځي چي اوس نورې جامې اغوستي وې، ژر ژر د سر وېښته سره سم کړل، د ټیکري

له پر سر کولو سره یې سرګردانه ورغبرګه کړه :

ـ ماته خو يې دغسي ویلي وو ،خو اوس…اوس ته نوري خبري پریږده هسي په ما

پسي راځه.

او پاڅېده. سړی هم پاڅېد. دغسي نا آرامه په ښځي پسې د کوټې وره ته ورغی.هلته

یې غوښتل چي څنګ ته پراته بوټونه په پښو کړي، خو ښځي پرې وربړچ وهل:

ـ نه  نه دغسي یې په لاس کي درسره راواخله .

او په ګړندیو ګامونو له کوټې ووته.

سړي هم چوپه خوله بوټونه راواخیستل، لوڅي پښې په ښځي پسې رهي شو. چي سرای

ته راووتل، حیران ښځي ته وپسنېده:

ـ او اوس ؟

ښځي هم په پسنهاري ورغبرګه کړه :

ـ ښه غوږونیسه چي څه درته وایم…زه اوس وره ته ورځم، ته هلته…هاغه دوره شاته

په کونج کي پټ شه. چي ور مي خلاص کړ، او دواړه کاله ته ننوتو، ته هم غلی له

کاله ووزه ښه؟…. پام چي ډېر کړپ و کړوپ ونه کې پوه شوې؟

دا وخت ور یو ځل بیا او لږ په زوره وټکول شو. ښځي پاس اسمان ته وکتل، وې ویل:

ـ وه خدایه ته مي په لوري شې

او بی له دې چي دورپسې روان سړي ځواب ته ماتله شي، وره ته ورغله. هلته یې

ورو وویل :

ـ څوک یې ؟

له هغې خوا د یوه نارینه بړزن ږغ اوچت شو :

ـ زه یم…دروازه خلاصه که .

ښځي د خپل مېړه ږغ ويېژانده، وې ویل :

ـ دغه دی  دستي .

خو د وره له خلاصولو مخکي یې په هاغه بل سړي پسې وروکتل چي په ورښودلي

ګوټ کي پټ ؤ .سړی له دې ځایه نه مالومېده .ښځي لاړي تېري کړې وی ویل:

«خیر خدایه» او ور یې پرانیست. د وره شاته یې جګ چارشانه مېړه ولاړ ؤ .

سړی په قار مالومېده. سرای ته له ورننوتو سره یې واردواره وویل:

ـ دا دروازه ولي نه خلاصه یې؟

ښځي په عذرناکه لهجه ورجوخته کړه :

ـ ویده وم…زه څه خبره وم چي په دې نیمه شپه کي راځې.  زاره دي راوچوده .

.میړه یې په اعتراض خبر تکرار کړه :

ـ « ویده وم ! »…هه.. داسي خوب؟

او په غټو ګامونو یې دکوټولار په مخ کي واچوله. ښځه هم پسې رهي شوه. څو ګامه

وروسته یې ترشا ورپسې وویل:

ـ خیر خو ؤ ؟…تا ویلې سبا ماښام راځې ؟

مېړه یې ورلنډه کړه :

ـ کارونه وختي خلاص شول .

او د خوب کوټې ته ننووت. دې هم نورڅه ونه ویل، دغسي چورتي او ځوړند سر کوټې

ته پسې ننوته .

********

دلته په سرای کي پټ سړی څو شېبې نور هم ماتل شو. چي کوټو ته د هغوی له ننوتو

ښه ډاډه شو، غلی له خپل يټنځایه راوووت. د ګوتو په سر د سرای وره ته ورغی ،

ورو یې خلاص کړ، دغسي بوټونه په لاس، بې ږغ و ږوغه له کاله وووت. ور یې

هماغسې په احتیاط په ځان پسې پورې کړ. په داسې حال کي چي بوټونه یې په

پښو کول شاوخوا یې له نظره تیر کړل. لنډه تنګه کوڅه تشه توره وه .سړي بوټونه په

پښوکړل، پاڅید او لکه له کومي بلا چي تښتي ، په بیړه له کوڅې په وتوشو . له کوڅې

دباندي عمومي سړک ته په وروتو یې ایله په آرامه ساه وکښه. هرڅه په خیر تېر شوي

وو.خوشاله یې ځانته وویل: « خدای پاک پزل (فضل) راباندي وکه..بس بلا وه برکت

یې نه ؤ .» او هماغسي په ګړندیو ګامونو ښي لاس ته د خپل کاله پر لور وخوځید .

سړک هم د کوڅې غوندي له خلکو تش ؤ.مازي هر څو ګامه وړاندي څراغونو یې د

کوڅې غوندي په تیاره کي نه و ډوب کړی .سړي غاړه تازه کړه .حلق یې اوس هم وچ

ؤ. ورو يې ژبه پرشونډو راتېره کړه اودغسي په تلوتلو کي تیرو یادونو ته لاړ…

څه باندي یوکال کېده چي له ښځي سره یې «تار» اچولی ؤ.هغه ورځ یې دغه نن

غوندي په یاد وه.ماسپښین قضا مهال دخپلي کباړۍ په دوکان کي ناست ؤ خلق یې یو څه

.تنګ غوندي ؤ. دغه ورځ یې دکاروبارچندان مزه نه وه . دغسي لټ یې شاوخواځوړندو

جامو ته کتل چي ښځه په دوکان راننوته . ښځي ده ته لنډ سلام واچاوه ، مخامخ د ښځینه

جامو برخي ته ورغله .ده هم دسلام ځواب ورکړ ، پاڅید، وروورو دښځینه جامو برخي

ته پسې ورغی .چي ورورسید ، غلی یو دوه ګامه ترې رالري په یو ګوټ کي ودرید .

ښځي بوغره(چادري) له مخې بیرته کړی وه .بیغمه یې له جامو په زیچ ډک دوکان کي

د خپلې خوښي جامې لټولې. چي ده ته یې ورپام شو، شرمندوکي یې وموسل، بیرته د

جامو په سره اړولو را اړولو لګیا شوه، خو مخ یې ترې پټ نه کړ. ده لنډه شیبه

وروسته په ادب وپوښتل :

ـ په څه شي پسي ګرځې خوري ؟…څه کومک درسره کولای شم؟

ښځي مهربانه وموسل ورغبرګه یې کړه :

ـ نه وروره ، خیر یوسې…په څه خاص شي پسي نه ګرځم .

او خپله لټه یې همداسي‎ جاري وساتله . ده هم نورڅه ونه ویل ، هماغسي پرخپل ځای ولاړیې ښځه له نظره تیره کړه: ښائستوکې وه . نه ډېره چاغه نه ډېره ډنګره . قد یې هم په اندازه و، نه ډیره لوړه نه ډیره ټیټه؛ په غنم رنګه ګردي مخ کي یې غوښن غومبوري له حده یو څه ډیرسینګارکړي وو. که یې تندی لږ ووړ اوتیره زنه لږ لنډه نه وای  ضرور

به تردې لا ښه ایسیدای،خوغټو توروسترګو یې داکمی بیرته پوره کاوه؛ او ډکو سروکړو

شونډو خو یې بیا خپل خاص اثر لاره؛ په تیره بیا دې شرمندوکي په څنګ ورکتلو اوحیا

ناکه نرم موسبدلو یې، په خوله کي یومخ لاړي وروچولې .

ښځي ښائسته ډیري جامې سره لاندي باندي کړې . چي کومه جامه به ښه ورته

وایسیده،له کوټ بنده به یې راخلاصه کړه ، مخامخ قدنمایه هینداري ته به ورسره لاړه،

هلته به یې هغه پر خپلوجامو سربیره په دواړو لاسو له ټټره رالاندي پرځان وځړوله ،

لومړی به یې مخامخ په هینداره کي ځان پکي وکوت ، بیا به هماغسي هینداري ته ور

کتونکي یو وار چپ بیا ښي اړخ ته ورسره تاوراتاو شوه ،چي ښه به یې څوځله دا کار

تکرارکړ، بیا به یې څوک بیرته پر خپل ځای وځړول ، او څوک وڅوک به يې دغسي

په لاس کي ورسره واخیستل .

سړي، چي اوس بیرته خپل پخواني ځای ته راغلی ؤ، له همدې ځایه هم هماغسي په

پام ښځه څارله .هم له دې امله چي هسي نه کوم شی ترې غلاکړي  اوهم له دې امله چي

.له خپل دې کاره یې یوډول خوند اخیست. په تیره بیا چي دا تمه هم ورکي پخیده چی

ښځه ښایي ډیره سودا ترې وکړي . خو ښځي په پای کي مازي یوه ژیړه ګلداره لمن

خوښه کړې وه . چي ده یې بیه ورته ویلې وه، ښځي په تعجب وروځي کش کړي وې

ویلي یې و چي په دې بیه خو یې نه اخلي ، چي ده دهغې بیه ترې پوښتلې وه ، هغې هم

داسي بیه ورته ویلې وه چي ده په هیڅ ډول زړه نه شو ورته ښه کولای . په دې ډول د

دوي ترمنځ چنې پیل شوي وې ؛او په همدې چنو چنو کي ښځي ښائسته ډیر ځلي سترګي

ورسره جنګولي وې . هم یې ټوکې ورسره کړي وې، هم یې یو ډول نازونه پرې کړي

وو. ده هم دښځي دې کارته مانجه ورکړې وه. ټوکي یې په ټوکوورځواب کړي وې،

خواږه کاته په خوږو کتو؛ او چي د ښځي چلند نورهم زړه ور کړی و، موسکي شونډي

یې په ماناداره لهجه ورته ویلي وو :

ـ ښه نو چي زه دالمن درکم، ته به ماته څه شی راکې ؟

ښځي په مکیز خندلي وو  ورغبرګه کړې یې وه :

ـ زه ؟ … زه به دي هم ښه ونازوم .

چي ده پوښتلي وو :

ـ په څه شي ؟

ښځي په هماغه انداز ورجوخته کړې وه :

ـ په یوه ښه غوړه شوروا .

ده حیران تکرار کړې وه :

ـ شوروا ؟

ـ هو … یوه ښه خوندوره شوروا به درباندي وخورم ، څنګه ؟…

– څه وخت ؟

ـ نن ماښام .

ـ «نن  ! ؟» ماښام ؟

ـ هو…ولې؟

ـ هیڅ…مازي مي ویل… چیري ؟

ـ چیري؟.. څنګه چیري …زموږ کره .

او چي دده په تعجب له خولې وتلي وو :

-ستاسي کره !؟  نوستا کورنۍ او میړه ؟

ښځي په کټکي خندلي وو، ډاډینه یې ورکړې وه :

-بیغمه راځه ، په کور کي یوازي یم …میړه مي لري په سفر تللی .

له دې سره یې سړي ته خپله پته ورکړې وه اوله ژیړي ګلداري لمني سره یې له دوکانه

وتلې وه . دی هم هماغه ماښام د ښخي کورته ورغلی و، اوهلته نو بیا خبر ، یوازی د

شوروا په خوړلو نه وه تمامه شوې …

له دغې ورځي راوروسته دا مامله همداسي روانه وه . هروخت چي به د ښځي میړه

د خپلي و ظیفې له امله کومي خواته په سفر لاړ، ښځه به دوکان ته ورغله شپې ته به

یې دی کاله ته وروغوښت. ده به هم ډک لاس او له خوښیه په مالامال زړه شپه ددې

کور ته ورورسوله…

دلته په کورکي یې میرمن په اول سر کي لا یو څه غلې وه؛ خو چي دا دده په اصطلاح

د« انډیوالانوبنډار » ته یې دده هر وخت و ناوخته تګ ولید ، هغه هم ورو ورو ورته په

سونګیدو شوې وه .کله به یې ویل چي دشپې یوازي په کاله کي ډاریږي ؛ کله به یې ویل

دا څومره بنډارونه دي چي نه خلاصیږي… کله یو څه کله بل څه . بس په یو نه یو ډول یې خپل ټونګ وررساوه . خو دی هم څه داسي خام مرغه نه ؤ !. هر ډول چي وو ښځه یې بالآخره قانع کړې وه چي له خپلواعتراضونولاس واخلي . ښځي هم دوخت په تیریدو

ورو وروپرخوله لاس ایښی و. په دې وروستیوکي خو یې سُڼ قدر هم نه و وهلی؛ اودا

همداسي ښه وه ؛ خو نن ؟…نن نیږدې په بده بلا اووښتی و. نن یې نیږدې هرڅه وران

شوي وو . دې فکر یې همدااوس هم هډونه ور وریږدول. نا آرامه یې پزه وسغوله، له

ځان سره یې وویل« هسي مي خدای پرده وکړه ….کنی…» اوپه همدې چورتونو کي

ډوب خپلي کوڅې ته ورننووت .

په کوڅه کي چوپه چوپتیا وه . له لري یې ددوي د سرای دیواله خواکي ولاړي وني

ته وروکتل . دشپې په دې تیاره اوچوپتیاکي ډاروونکې مالومېده . سړي غاړه تازه کړه ،

پرمځکه د خراشکي له توکولو وروسته مخامخ پرکوروررهي شو. چي ورورسید ،ورو

یې دسرای وروجړباوه . ور تړلی و. سړی بیرته راپه شا شو. ځوړندسریې پر مځکه

په کومي ډبري پسي وکتل چي ور ورباندي وټکوي .خو لایې ډبره نه وه میندلې ،چي

بیرته له خپل فکره واووښت. غلی پر خپل ځای ودرید ، ددیواله خوا کي ولاړي وني ته

یې پاس وروکتل، له ځان سره یې وویل «…ښه به دا وي چي پرهمدې وني سرای ته ور

واوړم…په دې نیمه شپه کي د وره ټکول؟ نه…بتره به مي ګاونډي راویښ کړي وي.»

او همداسي یې هم وکړل . وني ته ورغی، یوه کلکه څانګه یې ټینګه ونیوله او «هن !»

د پیشو غوندي سیخ وني ته وروخوت . هلته یې له هغه ځایه شاوخوا له نظره تیرکړل .

اوس هم هر لور کراري وه .چي زړه یې له دې امله ډاډه شو، په احتیاط لومړی د

سرای دیوال ؛ او بیا له هغه ځایه سرای ته ور کوز شو. خپل سرای ته له ورکوزیدوسره

یې آرامه اوږده ساه وکښه ؛ ورو یې جامې او لاسونه ټک وهل ، هماغسي په احتیاط

ددوي دکوټو پر لور وخوځید، خو لا د خوب کوټې ته نه و رسیدلی چي له دنني یې د

خپلي ښځي ږغ واورید . دې کار حیران کړ . په تعجب یې ځان ته وویل :«تراوسه لا

ويښه ده ؟…په دې نیمه شپه کي؟.» لا په همدې چورت کي و چي ناببره يې د یوه نارینه

ږغ ورسره ترغوږشو. دې کار یودم د قارلمبه ورپورې کړه . په داسي تاو یې وینو سر

اومخ ته ور«پښ !» وهل چي ده ویل اوس به یې سر او د مخ پوټکی وچوي . څو شیبې

دغسي وچ کرخت پر خپل ځای میخ پاتي و .هیڅ یې پر خپلو غوږونو باور نه راته. دده

ښځه ؟…له یوبل نارینه سره؟… دخوب په کوټه کي؟… خو نه، ګومان یې نه و غلط ؛

دغه اوس یې په کټکي ددواړو خندالاپسې واوریده. زیاتي نودی هم دغضب غونډاری و.

له قاره یومخ پړکیدونکی په بیړه دناستي کوټې ته لاړ ، له هغې خوا تومانچه په لاس

بیرته راوووت ، هماغسي قارجن د خوب کوټې ته ورغی ، په تاو د وره له خلاصولو

سره یې چیغه کړه :

ـ لونډه بازي !!

او څو یې ښځي ځان خوځاوه « ټک!…ټک!…ټک  !» د تومانچې ډزو یې کرخته

په ځای کي وغځوله . بیا یې دهغی څنګ ته پروت سړی په نښه کړ،غوښتل یې دجاغور

پاتی ګولۍ پرده ورتشي کړي ، خوسړي وارترې دمخه کړ؛ ورټوپ یې کړل ، داسي په

تاو یې دی پرخیټه په سروواهه چي «درب!» شا په تخته یې وغورځاوه. له دې سره یې

تومانچه له لاسه ایسته ولویده . سریې هم داسي په کړس په دیوال ولګید چي لنډه شیبه

یې ټوله دنیا سترګو ته تپه تیاره شوه . چي څو ده ځان بیرته سره راسماوه ، سړي ژر

خپلې جامې ورسره واخیستې،لوڅي پښې یې سرای ته منډي کړې.ده هم تومانچه په لاس

پسي منډي کړې . چي سرای ته راوووت ، سړی ان دوره خولې ته رسیدلی ؤ . ده له

همدې ځایه پری ورچیغه کړه :

ـ ودریږه ، دخنزیر بچیه !

او «ټک!» دتومانچې ډز یې پسې وکړ . خوداوخت سړی د وخته لا کوڅې ته ور وتلی

و. دی هم کوڅې ته وروووت. خو هلته يې له تپي تیارې پرته بل شی ونه لیدل. دا وخت

یې ګاونډي هم کوڅې ته راوتلي وو. په داسي حال کي چي هک حیران ترې راتاو وو، په

ګډه یې وپوښتل :

ـ څه پېښه ده ؟ …غله وو که څه بلا ، ډزي مو واوریدې .

ده لکه له ځان سره چي ږغیږي ، په چورتونو کي ډوب وویل :

ـ نه. غله نه وه .

خو مخکي له دې چي ګاونډي یې څه ووایي، خپله یې قارجن پرې ورزیاته کړه:

ـ ګیر مي کړه، لونډه بازه…له لونډه سره.

او دغسې منګ پکرله هیښ پیښ ورته پاتي ګاونډیو سره کاله ته ننووت. د خوب کوټې ته

چي ورغلل، د هغوۍ خولې هم له حیرته وازي پاتي شوې. د ده ترډیره حده لوڅه ښځه په

وینو کي لژنده مخامخ ورته پرته وه. یو ګاونډ وروړاندي شو، ژر یې بړستن پر ښځي

ورواچوله، بیا یې له ده څخه وپوښتل :

ـ چیري دی، سړی؟

ـ وتښتیده، د خنزیر بچی.

ګاونډ بیا وپوښتل :

ـ ودي نه پیژانده چي څوک ؤ؟

ده د سر په څنډلو ورته «نه» کړه، په ګوټ کي پرتو بوټونو ته یې لاس ونیو:

ـ دا یې بوټونه دي .

ټولو په ځیر بوټونو ته وروکتل، خو هیچا څه و نه ویل. لکه هیچا چي یې خاوند نه وي

پیژندلی. څو شیبې ټول ښځي ته دغسي بد بد ورکتونکي چپ پاتي شول. هیچا سُڼ هم

نه واهه. آخر د ښي لاس ګاونډ وروړاندي شو، لاس یې د ده پر اوږه کښیښود، په داسي

حال کي چي نرمه یې اوږه ور کښیکښودله، له ستایني په ډکه  لهجه یې ورته وویل:

ـ شابس دنر بچیه… په دې توره دي هم مسلماني وګټله هم افغانیت.

ده لنډ ورته وموسل څه یې و نه ویل. خو په ذهن کي یې اوس هم د نن شپې پیښي

سترګو ته دېخوا ایخوا کیدې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب