جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبشعرد صدیق الله بدر درې نظمونه

د صدیق الله بدر درې نظمونه

تا ته شعر

 پوهېږې دومره راته ګرانه يې ته

«««

نن زه له زړه نه غواړم

چې درته شعر ولیکم

غواړم هغسې دې انځور کړم په کې

لکه چې يې ته هسې

لکه چې څومره راته ګرانه ايسې

«««

ډېر کلمات مې راټول کړي هم دي

ها سندریز ها شرنګېدلي

هغه تر ټولو، هغه مهین هغه پاسته کلمات

د کلماتو اوډن څومره سخت دي

«««

اوس ترکیبونه لټومه پسې

بس یو ترکیب پسې يم

چې وي تړاو په کې د شعر او مينې

«««

کلمې اړوم را اړومه

غواړم هغه ترکیب پیدا کړمه چې

چې ستا جذبه چې ستا اغېز څرګند کړي

غواړمه تا ته نن یو شعر ولیکم

غواړمه داسې شعر وي

چې کله ته يې لولې

یو دم له ځانه سره دا و وايې

دا خو نو زه یم

تا ته يم ګرانه دومره؟

«««

هو ما ته يې ګرانه دومره

خو شعر مې نه راځي هيڅ

«««

د ترکیبونو، کلماتو پوروړی ښکارم

چې لا اوډلو کې يې کم یمه کم

رښتيا چې شعر لیکل هم

هغه چا ته

چې وي درته ګرانه ډېره

څومره سخت دي.

۱۳۹۲.۴.۲۷

پور

نن هم ګلونو سره مینه لرم

نن هم ګلونه خوښومه خو زه

ګلونه نه یادوم

او مه ګلونه یادوئ رالره

«««

پرون چې چېرته به هم

زه پېښېدم په ګلو

سره سره ګلان مې ليدل

ته به رایاد شوې راته

«««

ځان مې د ګلو پوروړی ګاڼه

دا مې له ځان سره کرل او ریبل

دا پور به څنګه پرې کړم؟

«««

ما مې د زړه ومنل

چې به مې چېرته کوم یو ګل ولیده

دومره کتل مې ورته

چې په کې ورک به شومه

ما وې چې ټول عمر دې ورک یم داسې

پور د ګلونو پرې کول

دغه شان مینه، ورکېده کې نغښتې

«««

مينې مې نور هم پسې رنګ راوړ

مينې مې نوره ښکلا هم خپله کړه

لا نورې نورې يې جذبې خپلې کړې

زه شومه ورک مينه کې

«««

ځانته ته ميين ښکاره شوم

ګلونو څه ونه کړل

«««

خو نن

له ګلو چپومه لاره

نن مې د ګلو د کتلو

سترګې پټې غواړم

«««

نوره دې خپله حافظه ګرځوم

نوره دې نه هېروم

چې ګل دې ووینم راياده کړي تا

«««

ما ړنګه کړې ده باغچه د خپل کور

چې ګلان ونه وینم

نن د ګلانو په لیدلو سره

زما څه نور یادېږي

چې زړه ته درد ورکوي

«««

 نن چې ګلونه وینم

هغه هم سره ګلونه

ما ته زما د ولس

هره شېبه په وینو لژند وجود

سترګو ته ودرېږي.

«««

هلته د ګل له شونډو

نرۍ شمال خوږې مچکې اخلي

دلته یو ژڼۍ

پخپلو وینو کې شټيږي

ورته کتلای نه شم

۱۳۹۲.۵.۶

زما وېره

والله چې ډېر وېرېږم

زه او زما ورور له مودو راهيسې

د اوږدو شپو مزل نه

نه شو وتی

«««

زه یم د شپې مساپر

په کږلېچونو سر یم

هره خوا توره تیاره

وېره ده مله راسره

«««

یم له مودو راهيسې

په توپانو کې راګېر

بې باوریو دی باور وژلی

«««

ډېر څراغونه وینم

چې لګېدلي ښکاري

ګواکې رڼا خپروي

خو یو يې هم هغه رڼا

نه کوي

چې زه پرې ګورمه لار

«««

ټول څراغونه لګېدلي داسې

چې رڼايي یوازې ځانته کوي

«««

څومره چې زه ورنږدې کېږم ورته

هومره تیاره خپره شي

هومره مې وېره وشي

هسې نه بل ګام کې تورتم کې شم ډوب

د کږلېچونو مزل هم پاتې شي

«««

ما سره خپله ډېوه

د لارې سر کې رانه ورور واخسته

پرې ښه پوهېږم

چې په دې توپان کې

ډېوه به مړه لېږدوي

«««

موږه یو دواړه په تیاره کې روان

په کږلېچونو يو سر

خو هغه سترګې پټې کړې

ځانته دوکه ورکوي:

چې که نو ولوېدمه

خو به نو ووایمه

چې ما وې سترګې پټې

«««

زه یم د شپې مساپر

ورور مې د شپې مساپر

موږه یو دواړه سره

د اوږدو شپو مساپر

«««

موږه د بلو څراغونو

چې رڼايي تر خپل ځان پورې ده

دغه اوږده د کرلېچونو مزل

دغه د شپې مساپرۍ ته وتي

له هر یو ګامه سره

شپې نه بس شپې ته وځو

موږه په شپه کې اوسو

په داسې شپه کې چې سبا يې ورکه

په داسې شپه کې چې رڼا يې ورکه

د رڼا هیله مو ختلې نوره

«««

زه یم په يوه خوا

ورور مې په بله خوا د لارې ستړی

کله تر منځ مو

فاصله شي ورکه

موږه شو ګام په ګام پر لاره روان

زه شمه ورور ته مې ځير

زړه مې ډاډه غوندې شي

ورور مې ځان ونغاړي څه

ورور مې ډېوه کړي داسې پټه رانه

چې زه يې ونه وینم

«««

دغه مزل، دغه د شپې مساپري

سخت وېرولی یمه

زه اوس وېرېږمه ډېر

زما د وېرې مزل

اخر به چېرې وځي؟

۱۳/۱۳۹۲.۵.۱۲

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب