جمعه, اپریل 26, 2024
Home+صیب، صایب، صائب، سیب، سائب کۀ صاحب؟

صیب، صایب، صائب، سیب، سائب کۀ صاحب؟

ليکوال: سیلانی
پۀ فېسبوک کې د تخنیکي ستونزې لۀ امله دا ليکنه د دویم ځل لۀ پاره خپروم. هیله ده، خپل نظریات، وړانديزونه، نقد او تبصرې راسره شريکې کړئ او لیکنه خپره کړئ.
د ټولنيزو رسنيو ډېری کارونکي «صيب، صایب، صائب، صاحب، سائب، سایب او سیب» پۀ يوه معنا کاروي. خو يادې کلمې بېلابېلې معناوې لري او د کارونې ځانګړي ځايونه لري. ځينې ليکوالان پۀ دې آند دي، چې ژبه څۀ ډول ويل کيږي، يا تلفظ کيږي بايد هماغسې وليکل شي. دا آند تر ډېره د منلو نۀ دی، ژبپوهنه پۀ ځانګړې توګه معياري ژبه او ليکدود دا ډول نظریات او څرګندونې نۀ مني. ځکه هره ژبه او ليکدود ځانته ځانګړي ژبنيز اصول لري، چې د هغۀ پۀ رڼا کې د يوې ژبې ژبپوهان د خپلو او پردیو کلمو پۀ اختصار، بدلون، مستعاریزم او نیولوګیزم په رامنځته کولو کې د کلمو تاریخي شالید ته په کتو سره پرېکړه کوي او يوه کلمه د معیار پۀ توګه مني.
کۀ ځينې لیکوالان پۀ دې آند وي، چې موږ خپلې ژبې ته راغلي وييونه مفغن کو او د خپلې ژبې پۀ طرز و اصولو يې ليکو، نو دا کار پۀ دې معنا نۀ دی چې موږ هره مستعار شوې کلمه پۀ خپله خوښه مفغن کړو. د کلماتو مفغن کول ځانته ځانکړي اصول لري او شرایطو ته پۀ کتو ترسره يې متخصصین ترسره کوي،نۀ عام ولس.
وييز ګړدودونه تر ډېره د ګرامر او معیاري ليکدود متابعت نۀ کوي. موږ پۀ ورځنۍ محاروه کې د سهولت او سلاست پۀ موخه کلمې پۀ ګړدويزه بڼه کاروو، مګر پۀ معياري ليکنو او محاورو کې د کلمو معیاري بڼو ته باید خانګړې پاملرنه وکړو. ځينې لوستي کسان د پوهې او ناپوهۍ لۀ مخې ځينې کلمات د معياري بڼو پرځای پۀ لهجوي بڼه يا هم هغه بڼه ليکي چې څۀ ډول ويل کيږي. لکه : د ځو پر ځای زو. د صحیح پر ځای سیي یا هم سهي، د خوشحال پر ځای خوشال، د صاحب پر ځای صېب او صایب، د زیاتي پر ځای آتي…
پۀ دې ليکنه کې غواړم يوازې د «صیب، صایب، صائب،صاحب او سیب… » پۀ معنا او دکارونې پر ځايونو خبرې وکړم.
لومړی: صیب
صیب عربي کلمه ده چې پۀ بېلابېلو لویو او وړو وېپانګو کې ځانګړې معنا او د کارونې ځايونه لري. پۀ المعاني قاموس کې ياد ويی د باران لرونکې وريځې معنا ورکوي.( المعاني)
پۀ « دهخدا» وېپانګه کې د باران، پرلپسې باران او هغه وريځه چې باراني وي همدارنګه يو څيز ته د چا يا یو کس رسېدل او يو څۀ ته رسېدلو پۀ معنا هم کارو کيږي.( دهخدا)
صیب: دروند ورښت، پرلپسې باران. (فرهنګ واژګان فرآن). دا کلمه د قران کریم پۀ البقرې سوره کې څو ځلې کارول شوې ده، لکه: اوکصیب من السماء فیه ظلمات و رعد و برق. (۲/۱۹). نوموړې کلمه پۀ ځينو نورو وېپانګو (عميد، انی دیک، جدول یاب، اباديس …) کې هم پۀ پورتنۍ معنا کارول شوې ده.
دويم: صایب/ صائب
دا کلمې هم لۀ آره عربي دي، چې پۀ ډېرو وېپانګو کې پۀ يوه معنا کارول شوې ده، چې دلته يې ځينې تاسو ته د بېلګې پۀ توګه راوړم:
صایب: سم او رښتيا ( فرهنګ جامع معین). صائب: سم او رښتيا، رښتينی ( فرهنګ عمید). صائب: درستکار و راست کار
راست و درست، رسا رساننده.
یکی چشم است کو بیند عجایب
شود ز آن دیدنی رای تو صایب
ناصر خسرو پۀ روشنائی نامه کې د «صایب» کلمه د رښتیا، سم، خلاصه لاره پۀ معنا کاروي. پۀ کلیله او دمنه کې ياده کلمه داسې کارول شوې ده: « ودر معرفت کارها و شناخت مناظم آن رأی ثاقب و فکرت صایب روزی کرد…. » ( دهخدا وېپانګه )
همدارنګه پۀ ځينو وېپانګو(عميد، ابادیس،دهخدا…) صايب او صائب پۀ يوه معنا کاروي.
درېیم: صاحب
دا ویی هم لۀ آره عربي ده. چې ډېری وېپانګو کې يې بېلابېلې معناوې وړاندې کوي:
معاشر، هم صحبت، همراه، مرده ، مالک، بدون صاحب، آن کۀ يا ان چه صاحبش مرده باشد. بدون صاحب نوعی نفرین به معنا کاش دارنده اش می مرد. شريعت، هغه چا چې شريعت راوړی وي، يیغمبر او د اسلام پيغمبر. هغه څوک چې د دولتي مقام او رتبې خاوند وي، افسر.( فرهنګ معین، دهخدا، عميد، المعاني….)
د پورته دريېو سپړل شويو کلمو څخه « صاحب» هغه ستاینوم دی چې موږ يې پۀ ليکنو او محاورو کې د خپلو مخاطبینو د درناوي پۀ موخه کارو. لکه: داکتر صاحب، پوهاند صاحب، رئيس صاحب…. پۀ دغۀ ترکیب کې د صاحب ستاینوم د څښتن، درلودونکي، د رتبې او مقام درلودونکي پۀ معنا کارول کيږي. پورته دوه نورې کلمې « صایب/ صائب او صیب » د صاحب معنا نشي وړاندې کولی او باید پۀ ليکنو کې يې لۀ کارولو ډډه وکړو.
يو ډله نور ليکوال د «صاحب» پر ځای «سیب، سایب، سائب هم کاروي. دا کار لۀ دوو اړخونو د کره کتني وړ برېښي او لۀ کارونې يې باید ډډه وشي:
لومړی: صاحب او سیب دوه بېلې کلمې دي، چې حتا تاريخي ريښې او د ژبو کورنۍ يې سره توپیر لري. «سیب» د پهلوي ژبې کلمه ده، چې پۀ پهلوي ژبه کې د «سپ»، اوراماني کې د« سوو» ګیلکی کې د «سب»… پۀ بڼو راغلې ده. مګر برعکس «صاحب» د عربي ژبې ویی دی.
دویم: دا دوه کلمې دوه بېلې معناوې او د کارونې ځانګړي ځایونه لري، چې یو لۀ بله ډېررر توپير لري. د صاحب پر معنا مې پورته خبرې کړي دي، خو «سیب» پۀ وېپانګو ې لاندې معنا ورکوي:
د یو ډول ونې مېوه ده، ګنګس، ګيچ او بې خوده ته هم وايي. ډالۍ، بخشش، د اوبو تلل او د اوبو وړل.(معین، دهخدا، عميد…وېپانګې)

4 COMMENTS

  1. د محترم تمهید صاحب د لیکنی څخه په مننی سره
    رشتیا هم ځینی اصطلاحات باید معیاری او ثابته او منلی سوی او عمومی بڼه ولری، د محلی لهجی او تلفظ پر بنسټ باید سلیقه ای چلند و نه سی ځکه دا دلیکدود د ناښکلا لامل ګرځی
    ښاغلی تمهید په ښه توګه د صاحب او صیب او صیب او ……توضیح ور کړیده خو یوه وړوکی یادونه ئی له پامه لویدلی ده
    د لوی کندهار ( له ژبنی نظره لوی ) خلګ په هر څه کی سپما کوی
    هغوی د تلفظ له نظره نه صاحب وائی او صیب او سیب او نه صائب
    بلکه
    هغوی
    ساب وائی
    معلم ساب، ډاکټر ساب انجنیر ساب، مُلا ساب، والی ساب او حیا دی وی ضابط ساب ( مثلاً )
    په لیکنو کی معمولاً د صاحب یا صیب کلمه نه لیکی بلکه اکثراً ښاغلی لیکی

    اوس که د ښاغلی تمهید پر لیست همدا ساب هم ور اضافه سی نو لښکر تری جوړ سو
    کلونه مخکی د کوم چا سره آشنا سوم، ډیر مؤدب او اخلاقی او ځوان طبیعت او پوه شخص دی چی هیله ده همیشه جوړ او خوښ او سرلوړی واوسی
    عادتاً د هر چا سره ئی د مجلس په ترڅ کی هغه ته د ( صیب ) خطاب کاوه
    د آشنائی په لومړیو کی ئی د مجلس په ترڅ کی ما ته هم وویل چی صیب
    ما ور ته وویل اجازه ده چی یو خواهش در نه وکړم او توقع هم ولرم چی را نه خپه نه سی؟
    ویل ئی مهربانی
    ور ته می وویل
    تر هغه ځایه چی زه خبر یم
    د صیب یا صاحب کلمه د مافوق او مادون تر منځ کارول کیږی
    یعنی
    اصولاً یو مادون خپل مافوق ته وائی چی
    مثلاً
    صاحبه امر کوه
    حال دا چی ما او تا یو د بل رفیقان او انډیوالان یو او نه مادون یو او نه مافوق
    البته معقول شخص دی او زما خبره ئې ومنله
    امّا لږ غوندی اصلی خبره
    زما په ګومان د (صاحب) د کلمی ریښه د تصاحب د ریښی سره د پیوند تر څنګ د مصاحبت یا صحبت د مصدر سره هم اړیکی درلودای سی
    ممکن
    د ( بلی صاحب ) د کلمی څخه مراد دا وی چی مثلاً
    د صحبت یا خطاب د پاملرنی دوه کسه وزیران یا رئیسان یو بل ته د صاحب خطاب کوی ځکه د صحبت او خطاب د ثقل توازن برابر دی
    خو چپراسی یا نرس بیچاره د مکتب مدیر یا سرطبیب ته ځکه صاحب وائی چی د مقابل طرف د صحبت د مرکز ساحه جګه ده یعنی مدیر او سرطبیب ته عرض وړاندی کیږی نه برعکس
    په هر حال
    په غربی ټولنو کی یو ناروغ ډاکټر ته نه وائی چی صاحبه، که ور ته وویل هم سی ډاکټر هم ناروغ ته وائی صاحبه پښی دی سمه وغځوه
    البته زموږ غوندی ټولنو کی دا فرهنګ مرسوم دی چی مثلاً یو څوک باید حتماً د یو مدیر یا ډاکټر یا انجنیر یا معلم د نوم سره د مخاطب پتوګه صاحب ووائی چی بیا هم بد کار نه بلکه ښه کار دی او یو ډول مؤدبانه کړنه ده البته نن سبا یو منل سوی اجتماعی غیر قراردادی اصل هم دی

    دا طنازانه یادونه به هم بده نه وی مثلاً
    که یو څوک د خپلی ناروغی څخه ډیر په تنګ وی یا اصلاً د ژوند څخه په تنګ وی
    نو
    یو طبی ډاکټر ته دی ووائی چی
    ډاکټره نور څنګه ئی؟
    یا که یو شاګرد نه غواړی خپل مکتب او زده کړو ته ادامه ور کړی او د تسپیح سازی کسب ئی خوښ وی
    نو
    خپل معلم صاحب ته دی ووائی
    معلمه څو بجی به وی؟
    وروستی عرض می دا دی:
    د تمهید صاحب وړاندیز د منلو وړ دی او ټول ګران لوستونکی باید پخپلو لیکنو کی د صاحب سمه بڼه وکاروی
    مننه

    • د ښادۍ غلام حضرت صاحب یې کړې، دونې ښه مجلس کوې، چې سړی بیخې ورته حیران شي.

      خو که سړی ورته ووايي:

      ها وروره، صاحب خو خامخا در سره منم، په بل ډول لیکل یې ناسم دي.

      ته دغه دپښتو پنځه کوره یې ګاني (ی، ي، ې، ۍ، ئ) ولي پر یوه (ی) راته کاږې، د هغه نورو خوا بدیږي او پښتو بې معیاره کیږي، یعني ولي یې نه مراعاتوې؟
      نو دی به لا څه پکښېکې وايي؟
      پوښتنه خو ورڅخه کولای شم

      یاچهاریار

  2. ګران ورور محمد خانه
    ستاسی د لطف څخه مننه
    د ی ګانو د نه مراعات کولو په هکله به در ته ووایم چی
    د نن زمانې ځینی پیغلانی نجونی ( البته په عفت او پاکی کی ئی شک نسته خو د خپل قانونی حق د صلاحیت په رُڼا کی ) د انټرنټ له لیاری د ځان په ډول د یو صالح ځوان سره ارتباط لری او غواړی خپل راتلونکی کورنی ژوند تشکیل کاندی
    خو
    کله چی ئی مور او پلار ته د یوی بلی کورنی له خوا په اصطلاح مرکه یا خواستګاری وسی نو دا پیغله د شرم او حیاء پلو پر مخ را وَغوَړوی او مور او پلار ته وائی
    اوس می اراده نه ده چی واده وکړم
    نو محمد جانه وروره
    ستا شریک غلام حضرت هم دی پیغلی غوندی دی
    په بل ځای کی اخته دی او د ی ګانو سره ئی یارانه اچولی ده خو په ( تاند ) کی وائی چی
    اوس می اراده نه ده
    په هر حال
    بیله ( ی ) ګانو پښتو لیکنه به ظاهراً بی ( طبلې ) موزیک غوندی وی ( شاید خوندور نه وی) خو بیا هم موزیک دی
    بس د خلګو خبره ګُذاره به سره کوو یا د ی ګانو سره یا بیله ی ګانو

  3. غلام حضرت وروره ستاسو لۀ پاملرنې او تبصرې نړۍ مننه کوم.
    رښتیا هم پۀ کندهارۍ لهجه کې ساب کاروي، دا لهجوي توپیرونه دي، موږ پۀ خپلو محاورو کې کلمات تر ډېره د لهجو پۀ پام کې نیولو سره کارو، خو پۀ معیاري او اکدمیکو لیکنو کې باید اصل معیار او سمه بڼه ولیکل شي.
    زموږ لوګر وګړي صحیح یا سم د سهي او سیي پۀ بڼه تلفظ کوي، مګر لیکلو کې باید اصل معیار ته توجه وشي….
    زۀ به لیکنه ساب هم ور زیات کړم.
    مننه، مینه او درنښت!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب