که شعر یا په ټوله کې ادب په ټولنیزه محکمه کې تر برأت اخیستو وروسته عام منښت(مقبولیت) مومي نو بیا خو کیدای شي ووایو چې د ژمن شعر یا ادب په نامه هم یو څه شته، دا چې شعر ته ټولنیز هرکلی څومره ارزښت ورکولای شي یا څومره ونډه په دې اړه پکې لري؟ دا نو بېل بحث دی.
د غزلستوري استاذ پسرلي د شعرونو هنر او ښکلا که یوې خواته کړو، نو داستاذ په شاعرۍ کې له بلې هرې موضوع او پیغامه ډېر انساني نوښتونو او بدلونونو ډکه ټولنه وینو، داسې ټولنه چې له زړو او له کاره لوېدلیو روایتونو څخه په اسانه تېښته کولای شي، داسې ټولنه چې مینه او انسانیت ورته د ارزښتونو په سر کې اهمیت ولري او یوه پر ښکلا سمباله ټولنه چې بدرنګي اصلآ پکې نه وي؛ نو زموږ سربدالې ټولنې ته په کتو خو زه دا وایم چې د استاذ هنر دې یوازې هنرخوښو او هنر دوستو ته ور وپېژندل شي، ټولنې ته دې د استاذ د ایډیالې ټولنې د جوړښت او منځ ته راتګ ارونه ور په ګوته شي او دا کار دې تر دا بل هم اړین او مهم وبلل شي؛ دا چې موږ به کله داسې یوه ټولنه کېږو چې د ادب په اړه مو ارزونه یوازې د ښکلا او هنر له مخې وي او يا په اصطلاح ټولنې د نویو نوضوعاتو د وړاندې کولو لپاره د هنر پر اړینوالي به کله په لویه کچه یوه خوله کېږو؟ دا نو کار او وخت دواړه غواړي، خو د اوس لپاره ښه به دا وي چې د استاذ اندونه چې هر څومره ژر کیدای شي، زموږ ټولنې ته ورسیږي داسې چې راخپل یې هم کړي.
راځئ چې تر هر څه مخکې خلک د استاذ د شعر پر پیغام پوه کړو، پیغام یې ورته روښانه کړو او ورته ویې رسوو، په ژوند او فکري پانګه کې یې دوی ته ګټې بیان کړو، ځکه چې خلک اړتیا ورته لري، ډېر لږ خلک مینه پال او هنرپال وي، نور خو د پسرلي صیب خپله خبره هم ده چې خلک په ګټو پسې ځي، ذوق او هنر څه په سر وهي:
ذوق او غوښتنې هم د ګټو په پلۀ پلونه ږدي نن
د ډم ودونه په زړه اوري د ملا جنازه
زه باوري یم چې له همدې لارې به یې ذوقونه هم د دې جوګه شي چې د استاذ د هنر په جومات کې د تقدس په نیت لومنځونه ادا کړي.
تلمه، تلمه، تلمه؛ د تیارو په ډنډ کې ولوېدم
ولوېدم له پښو، پخپل اېستلي منډ کې ولوېدم
خدایه دا نړۍ څومره بدۍ په سر اخیستې ده
هر پلو چې لاړم، د وژونکو غونډ کې ولوېدم
په استاذ دې ستر الله (ج) خپل ستر رحمت وکړي!