لیکوال: وحیدالله مومند
ارواښاد نصیر احمد احمدي د پښتو داستاني ادبیات را ژوندي کړل، په ناولونو کې په ژوندیو تصویرونو یې د ټولنې هغه حقیقتونه بیان کړل، چې د پښتنو د پرمختګ مخه ډب کړې ده. ناسم باورونه یې د کیسې په بڼه داسې انځور کړل، چې هر څوک یې په لوستلو وپوهېږي. له لیکنو یې ښکاري، چې د ډېرې پراخې مطالعې او لید څښتن و. د احمدي له ناولونو سره پښتو داستاني ادبیات خورا ډېر چټک پرمختګ وکړ او د ادبیاتو له لارویانو سره د کیسې لیکلو مینه پیدا شوه. احمدي د خپل ژوند په دې لنډ بهیر کې څلورویشت کتابونه ولیکل، چې ناولونه، ژباړې، لنډې کیسې او ژوند لیکونه یې برخې جوړوي. د احمدي ناولونو او لنډو کیسو لنډه موده کې خورا ډېر لوستونکي وموندل. بغدادي پير، خونکار، جوجو، بړبوکۍ، اغزن سیم، بوډا او د لیوانو پلونه په څېر يې شهکار ناولونه په بېلابېلو پيغامونو پوښلي. د احمدي صېب هر ناول داسې لیکل شوی، چې څو اړخونه لري، موقعیتونه، ځایونه، نومونه، خبرې، صحنې او پيغامونه یې داسې راوړي، چې هر انسان یې د خپل زړه خبرې، کیسې او تجربې ګڼې. په لیکنو کې یې تر ډېره عام فکر په نظر کې نیولی او خپل ناول یې د مهال، مجال، سیمې او خلکو پورې نه و محدود کړی. احمدي لنډې او یو له بل سره پېیلې جملې کارولې، د کلماتو او جملو تړنه یې منطقي وه او پيغام یې روڼ لېږداوه. په پښتو داستاني ادبیاتو کې مې تر اوسه د احمدي په څېر بل متن نه دی لوستلی. د احمدي ناولونه له لوستلو سره سم یادېږي او پر مټ یې نور لیکوالان هم د کیسو ژبه روانولی او انځورولی شي.
احمدي د پښتنې ټولنې پر ناوړه دودونو د بطلان کرښه راکاږلې او د نجونو د زده کړو مخالفت، ښځو ته د انسان په سترګه نه کتل، په بدو کې یې ورکړه، د خپل خوښې وړ کس سره د واده نه انتخاب، میراث نه ورکول، مهاجرت، بې وسي، لوړ ولور، او نور لسګونه ناوړه خرافاتي مسایل غندلي او د سمون غوښتنه یې کړې. د ارواښاد احمدي ناولونه او کیسې تر ډېره داسې لیکل شوي، چې پایله یې ستاسو د توقع خلاف راوځي. دا په دې مانا چې کله یې ناولونه لولئ، تاسو یې د لوستلو پر مهال د پایلې کوم قضاوت کوئ، ناقص او چورلټ بدل وي. د کتابونو نومونه یې هم په ډېر لوړ ځواک او فکر انتخاب کړي، لکه بوډا او د لیوانو پلونه ناول کې چې کله بوډا په واوره کې وړاندې ځي، نو تر شا یې د لېوانو پلونه وي.
د ملي راډيو ټلوېزیون ویاند ظهور کمال یې په اړه وايي:« یو وخت مې د اروښاد احمدي څو ناولونه لکه « رڼا » او « بوډا او د لیوانو پلونه ولوستل، د ناولونو او کیسو انځوریزې بڼې مې داسې وانګېرلې، چې دا ناولونه یې یوازې ماته لیکلي او دواړه زما د ژوند کیسې بیانوي؛ خو احمدي خپل ناولونه د ټولو پښتنو لپاره لیکلي وو، د هغه په ناولونو کې د پښتنو ناوړه دودونه په انځوریزه بڼه بیان شوي وو. چې په لوستلو یې انسان د ژوند په اړه ډېر څـه زده کولی شي، د هغه په ناولونو او لنډو کیسو کې د پښتنو د ژوند حقیقي کیسې په لاشعوري بڼه بیان شوي. احمدي په ډېرو ناولونو کې کلیوال انځور داسې راپېژندلی، چې په خوله یې هم څوک دومره واضح نشي بیانولی، احمدي به میاشت کې یوه ورځ کلي کې تېروله، خو د انځورکښۍ او کلیوال ژوند په اړه یې روایتونه ډېر کره او له مانا ډک وو، هغه که څه هم کابل کې ژوند کاوه، خو خپل کلی او خلک یې هېر کړي نه ول. هغه د کیسو په ډېرو برخو کې د ښځو مظلومیت ته پام کړی او د هغوی د ژوند تفسیر یې د نارینه تر واکمنۍ لاندې بیان کړی. د احمدي ناولونو هغه خلک راويښ کړل، چې د مطالعې او زده کړو خلک وو، ما د احمدي صېب وروستي ناولونه نه دي لوستي، لامل یې دا دی، چې زه کله د هغه ناول ولولم، یوه اوونۍ بې دلیله خفه یم، ما یوه ورځ افغان ادبي بهیر کې له نږدې ولیده او ورته ومې ویل، چې که زه د اطلاعاتو او کلتور وزیر وای، یوازې مې ناول لیکلو ته ګمارلې او لوړ معاش مې درکاوه، خو هغه وویل چې دا ناولونه زه د شپې له لوري لیکم، ځکه اولادونه را له غاړې دي او مجبور یم د هغوی د نفقې لپاره کار وکړم.
څو وخت وړاندې مې د احمدي یوه لنډه کیسه ولوسته، چې یو پښتون د کور جوړولو د ډیزاین لپاره انجینیر ته ورځي او ورته وايي، چې داسې یو کور راته جوړ کړه، چې کلا یې څلور برجونه او دریڅې ولري، خو بله ورځ یو هزاره ورځي او انجینیر ته وايي چې داسې کلا راته ډیزاین کړه، چې د موټر ګراج ولري. دا په دې مانا چې پښتون د د ښمنۍ د پاللو په بوختیا او هزاره د راتلونکي هوسا ژوند په لټون د استوګنځي غوښتنه کړې، په دې کیسه کې د دوو فکرونو تر منځ په توپير تاکید شوی. دې لنډه کیسه کې ډېر مطلبونه شته، چې زما د تعبیر له مخې هزاره یې راتلونکي ته هیلهمن ښودلی چې لوڼې او زامن به یې زده کړې کوي او یو ښه ژوند به یې جوړوي، دلته « موټر» د نېکمرغۍ سېمبول دی، خو پښتون خپل د تره زوی تربور بولي او پر پرمختګ یې د ژوند زهرو ته لمن وهي.»
د پښتو ژبې بل نوموتی لیکوال عصمت الله صالح یې په اړه وايي:« اصلي داستان هغه دی چې لیکوال پکې د ټولنې پر نبض قلم کېږدي؛ هغه کلتور، خرافات او چټل خیالونه پکې وغندل شي، چې د انسانیت زړي خوري او که همداسې بې رده پرېښول شي، د هغه ټولنې له انسانه زوامبي جوړوي، چې بیا به نو یو پر بل خولې لګوي.
د پښتو هنري نثر سرلاری ارواښاد احمدي د همدغسې اصلي داستان یو تقریباً بشپړ لیکوال و؛ د ده روح له وروستهپاتېوالي څخه د ځورېدلي ملت پر روح ور ګډ و؛ یو رښتینی معلم او په یوه داسې زمانه کې د انسانیت په خپراوي لګیا و، چې د جناب احمدي غوندې عاطفي کېدل پکې بېخي سخت شوي.
دا نه وایو، چې احمدي صاحب ولې ځوانمیرګ شو، ځکه مرګ یو ناځوانه حقیقت دی، مګر سړی خپه دلته شي، چې احمدي یوازې د خپلو زامنو پلار نه و، د دا ډول معاصر داستان ابا هم و».
د خفګان خبره دا ده، چې زموږ ډېر پښتانه د احمدي تلین لمانځي خو کتابونه یې پوره لوستي نه دي. یو لیکوال چې د خپل ژوند نیمه برخه د خپل قوم او خپلو خلکو د فکر جوړونې لپاره کتاب لیکلو ته ځانګړې کوي، او بیا یې هم کتابونه نه اخېستل او لوستل کېږي، له دې ستره دوکه او ناهیلي به د هغه قوم لپاره څه وي؟. د احمدي په اړه یوازې دومره ویلی شم، که تاسو یې ټول کتابونه ولوستل نو روان ژوند کې به مو لوی توپير راشي.
نن د ارواښاد نصیر احمد احمدي دویم تلین دی، لوی رب دې جنتونه ورکړي، ځوانیمرګ له خپلې ټولنې او خلکو ډېر لرې لاړ خو یاد او زیار یې تر اوسه زموږ په روزنې کې ونډه لري.
اروا یې ښاده او یاد یې تلپاتې.