پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeمقالېاقتصادد ځان بسیانې لپاره ښځو غالۍ اوبدلو ته مخه کړې

د ځان بسیانې لپاره ښځو غالۍ اوبدلو ته مخه کړې

احسان الله مهجور

په بادغیس کې یوې مېرمنې د دوه سوه زره افغانیو په پانګونې د غالۍ اوبدلو یو روزنځای جوړ کړی، چې دولس نورو مېرمنو ته د غالۍ اوبدلو مسلک ور زده کړي.

دغه ميرمن چې عزیزه محمود نومیږي وايي چې دغه روزنځای یې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې پیل کړی، او موخه يې ترې د بې وزلو مېرمنو لاسنیوی دی چې هغوی ته د غالۍاوبدل ور زده کړي او په خپلو پښو ودریږي.

میرمن محمود وايي: (( کابو ۱۵ کاله وړاندې مې دغه مسلک زده کړی او غواړم د دغه روزنځای له لارې له نورو ښځو سره  مرسته وکړم او دوی د ځان بسیاینې لورته را وبولم.))

نوموړې پر دې کارځای څه د پاسه دوه سوه زره افغانۍ پانګونه کړې او دا مهال دولسو ښځو ته په وړيا ډول د غالۍ اوبدلو زده کړه ورکوي. او له دې لارې د غالۍ اوبدلو مسلک ته وده ورکوي.

هغه زياتوي: (( چې دا کار مې د ښځو د کسب زده کړې، د بادغيسي ښځو تر منځ د غالۍ اوبدلو د هنر ودې او د بېوزلو مېرمنو د ځان بسياينې په موخه پیل کړى دى.))

آغلې محمود وړاندې وايي، ښځو ته دا هنر په دې ډول ور زده کوي، چې له فراغت وروسته خپل د غالۍ اوبدلو مرکزونه جوړ کړي او یا هم د غالۍ اوبدلو په نورو مرکزونوکې کار وکړي او پیسې وګټي.

په همدې حال کې دغه روزنځای ته راغلې يو شمېر زده کوونکي وايي، چې غواړي د قالینو اوبدل زده کړې او په همدې ډول د کار بازار ته ور ووځي.

د دغو زده کوونکو له ډلې يوه ګډونواله شریفه وايي، وروسته له هغه چې د نجونو ښوونځي تړل شوي، د غالۍ اوبدلو په زده کړه يې پيل کړی، چې له دې لارې د خپلې کورنۍ سره مرسته وکړي.

هغه وړاندې وايي: (( ما به تل غوښتل چې زده کړې وکړم او په راتلوونکي کې ډاکټره شم، خو هغه مهال مې دې کار ته مخه کړه، چې د زده کړو دروازې وتړل شوې او په کور کې لاس تر زنې ناسته وم.))

آغلې شریفه د حکومت له مسولو چارواکو غواړي چې د دوی ملاتړ دې وکړي، چې دوی دغه مسلک په ښه ډول زده کړي او په راتلوونکي کې خپل هيواد ته د خدمت جوګه شي.

شریفې زياته کړه: ((کله چې ښوونځي زموږ پر مخ وتړل شول، زه هم په کور کې اوزګاره کینناستم. راغلم چې یو کار زده کړم او خپلې کورنۍ ته څه ګټه وکړم.))

په دغه کارځای کې يوه بله زده کوونکې خاطره وايي چې غواړي غالۍ اوبدل زده کړي او له دې لارې د خپلې کورنۍ مالي ستونزې هوارې کړي.

خاطرې زياته کړه: ((زه ډېره خوشحاله يم چې يو مسلک زده کړم او له خپل خاوند سره مرسته وکړای شم. اوس ډېرى نارينه اوزګار شوي دي، نو موږ ښځې هم بايد له هغوى سره کار وکړو.))

هغه هيله لري چې یوه ورځ به دا هم د آغلې عزیزې محمود په څېر د غالئ اوبدل زده کړي او خپل د غالۍ اوبدلو کار ځای به ولري.

حاجي مسعود چې په باغیس کې د قالینو تجار دی وايي دا ښه خبره ده چې په کور ناستې اوزګارې نجونې او ښځې د غالۍ اوبدلو کسب زده کړي او له دې لارې یو مثبت فعالیت ولري.

هغه وايي په دې وروستیو کې د قالینو بازار تر پخوا شپیته سلنه راغوروځیدلی او لامل يې هم دا بولي چې پخوا د غالۍ جوړولو سم مواد پیدا کيدل اوس يې کیفیت تر پخوا ډیر خراب شوی.

مسعود وړاندې وايي: ((د تجارت لپاره يې لارې بندې دي، محصول يې هم زیات شوی، که حکومت پر غالیو محصول کم کړي او له خلکو سره همکاري وکړي نو بیرته به د غالیو بازار وغوړيږي او خلک به تشویق شي چې دغه کار ته لاس واچوي.))

د بادغیس سیمه ییز چارواکي دا مني چې د غالیو د خرڅ بازار تر پخوا یو څه خراب شوی خو وايي هڅه کوي چې له خلکو سره د غالۍ پلورلو د بازار په غوړيدا کې مرسته وکړي.

جلال الدين حقاني چې د بادغیس ولايت د صنعت او سوداګرۍ د برخې مسول دی وايي چې د سوداګرو ستونزو ته په کتو يې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د یادو ستونزو د حل په موخه وړانديز کړی خو تر اوسه يې څرګند حل نه دی موندلی­.

دی وايي: ((ریښتیا هم د غاليو د پلور بازار لويدلی دی، چې دا ستونزه په نورو ولایتونو کې هم رامنځته شوې، خو وزارت اوس یو کمیسیون جوړ کړی چې په اړوند برخه کې د ستونزو د حل لپاره له سوداګرو سره خبرې وکړې او د قالینو د بازار غوړیدا ته لاره هواره کړي.))

په افغانستان کې د تیر جمهموري دولت تر سقوط وروسته د اکثرو سوداګرو شکایت دا دی چې پرکورنیو او بهرنیو توکو د محصولاتو د ډیروالي له امله نه شي کولای خپلو سوداګریزو چارو ته دوام ورکړي، نو ځکه هم ورسره د ځینو تولیداتو بازارونه مخ په تړل کیدو دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب