خړ پکول يې له سره راایسته کړ. په خپله راټوله کړې نرۍ او وچه ګونډه يې کېښود. له څنګ سره ناست سپين ږيري ته يې وکتل.
په سترګو یې ورته د مخامخ کتلو اشاره وکړه.
سپین ږیري په مخامخ ولاړ ځوان کې چې د بلوڅي پرتوګ پايڅې يې يوه له بلې ازاده او ګونځې، په لاس کې د اچولو شنو تسبو او په غاړه کې له تاو کړي سور رنګ دسمال سره ولاړ و، سترګې خښې کړې.
د خړ پکول څښتن خوله د سپین ږیري غوږ ته ورنيږدې کړه. ورو يې وویل:
– یره، اوسنۍ زمانه او نسل یې د پسې ورک شي.
سپین ږیری لکه یو دمي حيرت وړی انسان، لا هم په ولاړ ځوان کې ورک و.
مخ يې راتاو کړ. په پساري يې وویل:
– دا ځوان خو ما لیدلی. درې ورځې مخکې مې ستړي مشي ورسره وکړل. وېل، د بر کلي د رحمت زوی یم، خو قیافې يې عجب تغیر خوړلی، که ماته به دسې ښکاري.
د خړ پکول واله خبرې ته خوله جوړوله، چې د میرداد کاکا ستړی مشې! غږ پرې وشو.
پورته يې وکتل:
– آوووو ډېر وبښه. پښه مې لږ خوږ ده. درته لټېدی نه شم. ته ستړی مشې!…….
له جوړ پخير وروسته ځوان بېرون ته لاړ.
میرداد خپل پکول راواخيست. په ګوتو يې څنډې ورسمې کړې. په سر کې يې شا طرف ته ښه تخته کړ.
– دا دې رحمت زوی خو له ما بېخي هېر و. مخکې خو ښه و، سم صوفي و. اوس بېخي خارجی تې جوړ شوی. هغه رحمت او دا يې زوی…
– اوسني زمن پلار او مور ته بېخي ګوري نه. ابله ورځ مولي صاب مسلې کولې. وېل، اوسني ځوانان بېخي بې سلیقې دي.
– ته ام په لغاتو غږېګې!
– نور خو زه ام نه پویېګم. خو مطلب يې دا و چې د خپلو نیکونو جامې يې هېرې کړې دي. ږيرې له کېیه کٙلٙوي، په سرو کې دوه درې رکمه خطونه وباسي…. هغه زموږ بابا به، خدای د وبښي، لمڅی اغوست. اوس راشه! نران ام د ښځې کالي اغوندي.
– خدای مو د پردې کا. اوسني ځوانان رښتيا ام د مولي صاب خبره بې سلیقې دي…
سپین ږیري خپله توره لونګۍ چې ځای ځای پکې سپینې لیکې تېرې وې، له خپل سره را لرې کړه. شمله يې ترې ورتاو کړه. په تاخچه کې یې کونج ته ورو ورکېښوده. شاوخوا يې وکتل.
– یره، میرداده! دا ځل چې غزني ته لاړم، یوه توف داني حتماً اخلم. جومات دی، ولْمه، مړی او ژوندی پېښېږي. شرم دی په خدای…
میرداد خپل سر پر ګونډو اېښی و، لکه د باړې پير چې له رب سره په راز و نیاز بوخت وي، چوپ و غړپ و.
سپین ږیري خپل ښی لاس پر ځمکه او چپه لاس خپلې کیڼې ګونډې ته تمبه کړ. په ډېر زحمت او زګېرویو پاڅېد. لکه ښه بېخوابه سړی چې له خوبه تازه راپاڅي، د بسم الله له ویلو سره یې ځان ښه سره کش کړ.
د مخامخ درڅې ډوله وړې ورسۍ په لور ور روان شو. په تاخچه کې ور وخوت. وړه اينه يې کش کړه. خپل پک تندی یې چې دوه درې سپین وېښته يې هم خولو پرې ور کلک کړي وو، د شهادت په ګوته سره وڅنډلو.
د اخ توف په ويلو سره یې شنه نصوار له ورسۍ بېرون ته توف کړل. پاتې نور یې په غچه ګوته له کوزنۍ شونډې راوښکل او کښته يې وڅنډل.
له کوز طرفه د خندا اواز راغی. سپین ږیری لکه وارخطا شوی چې وي. د درڅې په کوزه څنډه یې زور راوړ. لاندې يې لکه له دوښمنه وېرېدلی سرتېری چې پټ د دوښمن ښکالو څاري، ور وکتل.
که ګوري د رحمت له زوی ځوانان راتاو دي، په زوره زوره ورته خاندي. نوی راغلی ځوان له سور دسماله د اېق اېق په ويلو شنه نصوار پاکوي.
له پاسه د يو هلک تېزه چیغه راغله. آووووو! هغه دی! خان ګل ده ده درباندې راتوف کړل.
خان ګل په موسکو شونډو چې د شنو نصوارو ټوتې یې په سپینه ږیره کې بندې وې، له تاخچې راکوز شو.