په دې لیکنه کې د افغان ښځو د انلاين ادبي بهير د څلورمې غوڼدې راپور او د کره کتنې د برخې تفصیل لوستی شئ.
د غونډې ځای: انلاين
وخت: د کابل پر وخت د مازدیګر پینځه نیمې
نېټه: ۱۴۰۲ل/ کال د غبرګولي ۲۸مه، د جون ۱۸مه
د غونډې وړاندې کوونکې: نعيمه غني
راپور: ځلا نور
د افغان ښځو ادبي بهير د تېر په څېر په خپل وخت پيل شو، او د وياندويۍ چارې يې اغلې نعيمه غني پر مخ وړې، په دې غونډه کې لومړی د تېرې غونډې پر راپور خبرې وشوې، راپور وستايل شو او د لا ښه والې لپاره يې ځينې وړانديزونه وشول.
له دې سره يادونه وشوه چې راتلونکې مياشت د چنګاښ پر نولسمه چې د جولای له لسمې نيټې سره سمون خوري، د تکړه کيسه ليکوال ځوانيمرګ نصير احمد احمدي دوهم تلين دی، دې تلين ته د چمتووالې په اړه ځيني مشورتي خبرې وشوې. له دې خبرو وروسته د آغلې ميمونه کامران پر لنډه کيسه کره کتنه پيل شوه.
لومړۍ راسره کیسه ولولئ:
پر وينو سینګار شوې شونډې
د لمر سترګه لوېده؛ په خاوره سپینه شوې برنډه په وچېدو وه او پروړه پرې ځيږه ځيږه برېښېدله. د خاورې بوی یې خوږ لګېده. د کور ښځې په دالان کې راټولې شوې وې. په کلي کې د تېر شوي واده کیسې د دوی تر منځ روانې وې.
ماشومانو چې د درېیو وروڼو اولاده وه، په نیمه وچه برنډه درۍ هواره کړه. ساعتیري یې کوله. د ورېښمین په نوم هلک څخه یې زوم او اوږۍ څخه یې ناوې جوړه کړه، نورو همزولو یې په لګن دایره وهله او ګډېدلې.
د ورېښمین خور وویل: هله زوم مو سر تور سر کېنولی، ړندې شﺉ، که لونګۍ نه وي خولۍ خو ورته راوړﺉ!
د تره لور یې شاوخوا وکتل؛ د برنډې په غاړه له ګړي سره وړه مینځل شوې کټوه ایښي وه، ور چابکه شوه او را یې وړه.
د ورېښمین په سر یې د خولۍ په ځای ور کېښوده. دوی په خپلو منځو کې بوخت وو چې کړپ شو، او ګټوه یې سر ته ور ولوېده. د ماشومانو چیغې شوې؛ هله کټوه! هڅه یې وکړه چې کټوه یې له سر څخه وباسي، خو په سر کې یې نښتې وه.
مور او د تره ښځې یې راورسېدې.غوښتل یی کټوه یې له سر څخه وباسي، خو هڅه یې ناکامه شوه. وریښمین په چیغو سر لالهانده خوځاوو، او داسې ښکارېده چې ساه یې بنده بنده کېږي.
مور یې ونه شو زغملی، زر تیږه یې راواخیسته، کټوه یې په ووهله خو ماته نشوه. وريښمین یوې خوا او بلې خواته لاسونه اچول.
مور یې ورخطا شوه، په دویم وار يې هم سرپه ونه کړه، کټوه ماته شوه، خو سرو وینو لړلې ټوټې یې ځينې د ورښمین په سر کې نښتې او ځینې را تویي شوې.
ورېښمین د مور په غیږ کې ور ولوېد، مور یې خپلو په وینو ککړو لاسونو ته رډې رډې وکتل، وجود یې په لړزه شو، په مخ یې سرې ګوتې را کش کړې او چیغه یې کړه…ناااا….
تره ښځې يې د ورښمین په مور ور غږ کړ: وه بورې ې!!! نه مې درته ویل چې بیړه د شیطان کار ده، دا د څه وکړل؟
های هوی او چیغې شوې…
مور یې د نازولي زوی کوچنیتوب، خوږې خبرې او لویې هیلې له سترګو او ذهنه تېرولې، ناڅاپه يې زنې ته څلور ګوتې ور تېرې شوې، ښکته ځوړند سره یې په را جیګ او سترګې یې راپورته کړې. ورته وې کتل،خړ رنګ جامې یې پرتن وې، ورته ځير شوه، خاوند یې وو.
دې ته یې وویل: بلا ! ته دې خدای قهر یې چې زما په کور را نازله شوې یې. ټول عمر دې څه راته وکړل ها؟ دا یو زوی خدای ج راباندې پیرزو کړی وو، له دې تا خلاص کړم. د خدای لحاظ وکه، نور مې پرېږده. ووځه زما له کوره!
د ورېښمین مور په داسې حال کې په سرو وینو لته پته غیږ کې یې زوی پروت وو، رپېدله.
خاوند یې ورباندې چیغه کړه: پاڅه! چاته وایم؟ ورکه شه! نغواړم یوه دقیقه دې نوره ووینم.
د ورېښمین مور د خپل زوی په وینو ګلګون تندي خوله کېښوده مچؤ یې کړ.
خاوند یې پرې بیا ور غبرګه کړه: پاڅه! شرم نه لري؟
سر یی را پورته کړ، شونډې يې د زوی په وینو سینګار وې. ورېښمین یې له غېږې ترې واخیست، خو لاسونه یې کلک نیولي وو، هغه یې هم په زور ترې لرې کړل، یوازې د مور اوښکې یې د زوی په نازکو لاسو وڅڅېدې.
پاڅېده، په سره لاس یې ټیکری په مخ را کش کړ، دروازې ته یې مخ کړ او روانه شوه. څو قدمه یې نه وو اخستي، چې خاوند یې د ورېښمین په وینو لړلې تیږه پرې وار کړه، سر ته ولګېده، د اخ په کولو یې سر ته لاسونه ونیول او په ځمکه راولوېده.
پای،
پر دې کيسې لومړۍ د غونډې وياندې اغلې نعمې غني لنډې خبرې وکړې، د دې کيسې نثر يې وستايه خو د کيسې د نوم يې تراژديک ياد کړ.
ځلا نور، د کيسې موضوع نوې او ښکلې وبلله، د کيسې د نوم په هکله يې وويل، چې د وريښمين په سر کې بنده کټوه پر تيږه ماتېږي، ښځه سر ته پر تيږه لګېږي او د سړي زړه پر تيږه بدل شوی او ښځه لکه تيږه خاموشه ده، بايد د کيسې نوم هم تيږه ايښودل شوی وای.
شفيقې خپلواک هم د کيسې پر نوم خبرې وکړې، چې د انسان زړه ته تراژدیک تصوير وړاندې کوي او له دې سره يې د کيسې نثر او کليوالي تصويرونو ستاينه وکړه. دې د کيسې پر منطقي اړخ رڼا واچوله او زياته يې کړه که چيرې په کيسه کې يو کريکټر مري، بايد د مرګ قوي دلايل يې موجود وي چې د لوستونکې/ي عقل يې ومني، دې زياته کړه چې موږ په ورځني ژوند کې کله نا کله له نادرو پېښو سره مخ کېږو چې ځينې يې په کيسه کې نه راوړل کېږي، که يې راولو بايد يو منطقي دليل ورته ولرو. آغلې خپلواک ليکوالې ته سپارښتنه وکړه چې بايد د کيسې په برخه کې زياته مطالعه وکړي.
فاطمې اعظم، د دې کيسې نوم يا عنوان ښه او په وينا يې جذاب وباله او زياته يې کړه چې د کيسې عنوان بايد راښکونکی او جذاب وي. لوستونکی راجذب کړي چې دا عنوان همدا ښګڼه لري. د دې تر څنګ يې د کيسې منطقي اړخ ته ګوته ونيوه چې په دې کيسه کې د ماشوم د مرګ علت که د سابندۍ له کبله نه وي او د کټوې د ټوټو له کبله وي دا منطقي نه برېښي. اغلې اعظم، د سړيو تر څنګ د ښځو پر وړاندې، د ښځو ځينو ناوړو کړنو ته هم اشاره وکړه.
لیمې ودان، د داستاني منطق، کلیشه انځورونو او مکالمې په هکله خبرې وکړې. اغلې ودان دا هم وویل: “په کیسه کې زمان او مکان ډېر مهم دي. که دا کیسه کلونه وروسته څوک لولي نو د کوم وخت کیسه به وي؟ که زمان پکې ښکاره شي ډېر به ښه وي. بېلابېل تخنیکونه شته، مثلا کومه مکالمه یا انځور کې یې یادونه وشي. د مکان څرګندونه په دې کیسه کې عالي ده، د کلیوالو کلیمو او انځورنو پر مټ موږ پوهېږو چې کیسه په کلي کې ده.”
هيله پسرلی وويل: موږ په پښتو کېسه کې پنځګونو حواسو ته چندان پاملرنه نه کوو، يوازې د ليدلو حس زيات کاروو. د دې کیسې يو ښه والی دا دی چې بیلابیل حواس پکې یاد شوي دي. په کيسه کې چې څه راځي بايد له کيسې سره تړاو ولري. د ډيالوګ يا مکالمې په هکله اغلې پسرلی، يادونه وکړه چې دا د کيسې يوه مشکله برخه ده چې په دې باندې به بيا ځانکړي بحثونه هم ولرو.
په اخير کې د کيسې ليکوالې ميمونې کامران وويل، چې په کيسه ليکنه کې مې تجربه نوې ده، زيات وخت نه کېږي چې کيسې ليکم، دې د د ټولو خبرې وستايلې او زياته يې کړه چې له دې کره کتنې مې ډېر څه زده کړل.
د غونډې په دریمه برخه کې مشاعره وشوه. زمزمې نیازۍ، ملالې کلیوالې، شفیقې خپلواک، خوږې او نعیمې غني شعرونه ولوستل.
په پای کې د راتلونکې غونډې په اجندا خبرې وشوې.
د کره کتنې د برخې تفصیل:
ځلا نور:
د کیسې موضوع نوې ده. وریښمین په تېږه مري، ښځه په تېږه په سر وهل کېږي، د سړي زړه په تېږه بدلېږي او د ښځې سکوت تېږې ته ورته دی، ښه به و که د کیسې نوم هم تېږه کېښودل شي. دا به یې معنی لا سیمبولیکه کړي. د کیسې یو ځای کې راغلي چې زنې ته یې څلور ګوتې ورتېرې شوې، دلته لوستونکی داسې فکر کوي لکه زاري چې کوي، باید وحشت انځور شوی وای. د هله زوم مو سرتور سر کینولی ښه مکالمه راغلی ده.
شفیقه خپلواک:
نثر یې ډېر ښایسته او روان دی. انځورګري او ژبه یې ډېر ښایسته ده. د لندو خټو بوی، د پورړې ځل، د ښځو راټولیدل او ځینې نور تصویرونه یې ښکلي دي. لیکواله موږ ته شیان وايي نه، بلکې راته ښيي یې.
ښايي رښتوني ژوند کې ډېرې داسې پیښې وشي چې ممکن موږ یې په منطق پوه نشو، خو دا شی په کیسه کې ممکن نه دی. که هره پیښه په کیسه کې کېږي باید دلیل ولري. په دې کیسه کې کله چې مور د ماشوم پر سر کټوه ماتوي ولې یې کوي؟ ایا دا مور رواني مشکل لري؟ مور له کورني تاوتریخوالي سره مخ ده؟ بې حوصلې ده؟ ډار لري؟ د دې پیښې تر شا کیسه څه وه، زه پرې پوه نشوم؟ شونې وه چې دا کیسه اوږده شي.
بله مهمه مسله ماته په دې کیسې د کرکټر د حالت او په عموم کې په کیسه کې بدلون یوه مهمه مسله ده. په دې اړه ارسطو د کتارسس (catharsis) بحث کوي. زما درک د ده له دې بحث نه دا دی چې څه ډول په هنري اثر کې تغیر رامنځته کېږي. دی وايي چې کله د یو اثر د لوستو پای ته رسېږو لوستونکی له دوه ډوله حالت سره مخ کېږي، یو خوشحالي ده. بله تراژیدي ده. مثلا ښايي ځینې کیسې مو لوستې وي چې اخر کې مو ویلي چې شکر زه د دې پر ځای نه یم. میمونې جانې کوښښ کړی چې موږ ته تراژیدي انځور کړي او په حواسو مو تاثیر ولري. په پښتو ادبیاتو کې یوه عمومي ستونزه دا ده چې په یوه مسله بخصوص د تراژیدي په برخه کې دومره ډېر تاکید او ډېرېږي چې شونې ده له چا لار ورکه کړي.
د اجمل پسرلي یوه کیسه ښايي ما اووه کاله مخکې لوستې وي خو تصویرونه یې اوس هم زما ذهن کې شته.فکر کوم د باران په نوم کیسه وه، مرکزي کرکټر یې یو لیونی وي. باران اوري دی یې داسې احساسوي لکه ګاټي. واړه یې په تېږو ولي. دې کیسې دومره تاثیر پر ما کړی و چې اوس هم باران اوري کله، کله ماته رایاده شي او زړه مې وخوږېږي. یانې د تراژیدي لپاره ضرور نه ده حتما یوه لویه پیښه رامنځته شي، د پسرلي صاحب په کیسه کې لیونی نه مري، نه هم بلې لویې پیښې سره مخ کېږي. دې کیسې دا رازده کړل چې اړینه نه ده کومه لویه پیښه وشي، په هغه پسې کومه بله لویه تراژیدي وشي چې زه له کرکټر سره خواخوږي احساس کړم. خو که زه د کرکټر تر شا کیسه ووایم او د ځینو تصویرونو پر مټ یې حواس ولېږدوم ښايي کفایت کوي.
استاد غضنفر نه مې یو وخت اوریدلي و چې یوه کیسه په یوه جمله کې راته ووایه. د ده مطلب دا و چې لیکوال/ې ته باید د خپلې کیسې موخه او معنی دومره واضح وي چې یوه جمله کې وویل شي. موږ لوستونکو ته څه غواړو ووایو؟
نور نو د میمونه جانې نثر ډېر خوندور دی، دا تخنیکي مسایل دي چې ورو، ورو زده کیدلی شي. زما به بل وړاندیز دا وي چې څومره کولی شي دا مطالعه وکړي بخصوص بهرنۍ کیسې ولولي. ممیونه یو عالم ویاړ او ډاډ ده چې سره له دې ټولو محدودو شرایطو خپل قلم پالي.
لیمه ودان:
میمونې ته د کیسې مبارکي وایم، خدای دې وکړي ډېرې نورې کیسې هم ولیکي. ورځني ژوند کې کیدای شي ډېرې داسې پیښې وشي، خو چې کله یې کیسه کوو باید داستاني منطق ته پام وکړو. مثلا د کټوې پر سر کول، ښايي دومره د کیسې له منطق سره جوړ نه شي. مور که هر څومره وارخطا هم شي زه ګومان نکوم هغه دې کټو په تېږه ووهي.
موږ په ډېرو کیسو کې وینو چې تراژیدي بیخي پکې ډېرېږي، مثلا دې کیسې کې د سړي یو زوی دی. ولې یو زوی؟ ولې دومره تراژیدي او د یو زوی مسله ډېره کلیشه شوې هم ده. دا کیسه لا ښه کیدلی شوای. مثلا د مکالمې په برخه کې چې کله دې ښځې ته مېړه وايي چې ، (یوه دقیقه هم نغواړم تا ووینم) فکر کوم دا به د یوه کلیوال سړي خبره نه وي. مکالمه باید د کرکټر له شخصیت سره باید سمون ولري. په کیسه کې زمان او مکان هم ډېر مهم دي. که دا کیسه کلونه وروسته څوک لولي نو د کوم وخت کیسه به وي؟ که زمان پکې ښکاره شي ډېر به ښه وي. بېلابېل تخنیکونه شته، مثلا کومه مکالمه یا انځور کې یې یادونه وشي. د مکان څرګندونه په دې کیسه کې عالي ده، د کلیوالو کلیمو او انځورنو پر مټ موږ پوهېږو چې کیسه په کلي کې ده. بیا دې هم مبارک وي، قلم دې وران وي.
فاطمه اعظم:
کیسه مې خوښه شوه. عنوان یې هم جالب و او زبردسته کیسه وه. سپینه شوې برنډه؟ د ماشوم مرګ له څه دلیل نه و؟ د وریښمن مرګ له ساه بندي و، که د کټوې د ټوټو له امله و؟ د هلک مور هم مري او د تېږدې له امله دی؟ یو شی چې زما ورته پام شو، قبیلوي رسم و رواج و. کله چې د وریښمین خور د ورور په سر خولۍ او لونګۍ یادوي. دلته ماشومان په طبیعي توګه له لویانو زده کړه کوي، په همدې کلي کې واده تېر شوی. او همدا یې خپله زده کړي. بله موضوع د مور ملامتېدل د کور د ښځو لخوا، زموږ د قبیلوي ژوند انځور دی چې ګڼ کور ښکاري. او دوی یې مور ملامتوي. د وریښمن د پلار ناپوهي له ورایه ښکاري چې له خپلې ښخېسره څه ډول برخورد کوي. دې یوې جملې یې ماته ډېر خوند راکړ چې کله دا وځي په سرو لاسونو په پټه خوله روانېږي. د ممیونې نورې کیسې مې هم لوستې دي د لا بریا په هیله یې.
سلما بدري:
کیسه ښایسته ده، کلیوالي دود او انځور تول پکې نغښتی دی. په مور پسې یې دومره کلک وار نه شي کیدلی چې په تېږه ومري. ماشوم هم یو په یو نه شي مړ کېدلی. که لږ انځور شوی وای چې ډېرې وینې ضایع شوی یا یې سلګې وهلې ښايي بیا هم ښه وای. البته دا دې ښځې مرګ نامعلوم دی، چې دا مړه شوه که ژوندۍ ده… لوستونکي ته یې پرې ایښې دی. خو بیا هم که تېږه وړه وي نو دومره تاثیر نکوي، خو که لویه وي دا سړی یې داسې نه شي پورته کولی. دې کیسه کې متاسفانه بیا هم د ښځې ضعف، یا کم عقلي ښودل شوې چې نه باید داسې شوي وای. په تېږه وار کوي، ملامتېږي او له کوره شړل کېږي. خو که موږ داسې کیسې ولیکو چې ښځې پکې نور هم پرمختګ ته وهڅول شي داسې به ډېر ښه شي. او بل دا چې میړه یې ښځه دومره ژر له کوره باسي دا د پښتنو دود او دستور او غیرت اجازه نه ورکوي. ښه او خوندوره کیسه ده، ځینې یې ښایسته تصویرونه دي.
نویده خوشبوه:
ډېره ښه کیسه وه. ما داسې احساس کړه چې لږ نورو جزییاتو ته هم اړتیا وه. لیکوالې هڅه کړې لنډه یې ولیکي خو لږ نورو معلوماتو او جزییاتو ته هم اړتیا وه. د خاورو بوی، خړې جامې او سره لاسونه دا ښه انځورونه و چې ماته یې هغلته حالت مجسم کاوه. کیسه دوه لوی غمونه لري: د مور د ناپوهي او وارخطايي پریکړه. د وارخطايي پریکړه هر چاته ضرر رسوي حتا اولاد ته. بل د غوسې پریکړه چې اخر کې یې سړی کوي چې اخر مې میرمن په تېږه ولي. زه د (خاوند) او د (څخه) د کلیمې طرفداره نه یم. کولی شوای خاوند ته میړه ووايي. او جمله پرته له (څخه) هم بشپړه وه.
هیله پسرلی:
کیسه دې مبارک وي، ښه کیسه ده. په کیسه کې د کلي تصویرونه طبیعي راغلي دي. داسې لکه څوک چې د کلیوال ژوند تجربه لري او بیا کلی انځوروي. ځینې وخت زموږ ښاري لیکوال نوستالجيا کلي ته وړي او ممکن ډېر کله کلیشه شوي تصویرونه انځور کړي. کله چې کیسه د کلي وي کلمات هم باید د کلي وي. ځینې لهجوي کلمات ډېر خوندور راغلي، پرته له ځینو برخو چې لیمې جانې ورته اشاره وکړه.
د پیل د انځور یو کمال دا دی چې بیلابیل حواس پکې یاد شوي دي. د برنډې وچیدا لامسه حس پاروي د خاورو بوي شامه حس.. زموږ په ډېرو کیسو کې یوازې د سترګو دید وي. میمونه جانې دا خلا ډکه کړې ده. ما ترې زده کړل، چې که مې بله کیسه لیکله ،که مختلفو حواسو ته توجه ممکنه وي لا به ښه وي. که یې په پیل کې یاد کړو، له اوله لا لوستونکی له ټولو حواسو سره له کیسې سره وصلوو. البته طبعا که د کیسې له فضا او منطق سره ښه راتلی شي.
کیسه ډېره لنډه ده، په پښتو کې ډېرې لنډې کیسې یو ډول رواج شوې دي. فکر کوم دا ډول کیسې خپله دنیا او اوصول لري. یو شی چې پکې مهم دی هغه دا دی چې هره کلمه، هر انځور باید د کیسې له اصلي موضوع سره ډېر عمیق ارتباط ولري. فکر کوم په ډېرو لنډو کیسو کې د کامیابي یو فورمل دا دی چې له کلمې، کلمې سره یې حساب وکړو. دا کار سخت دی، خو که څوک کامیاب شي نو خوندور دی. څوک نه غواړي چې په لنډو کامل شی ولولي. ټول تصویرونه باید له اصلي پیښې سره ارتباط ولري، مثلا د کیسې په پیل کې واده یاد شوی دی، که د واده پر ځای یو بل شی یاد شوی وای چې د مور د رواني حالت په هکله یې معلومات راکړي وای لا به ښه وو.
په کیسه کې که اصلي غوټه یا موضوع تصادفي پېښه وي ډېره ښه خبره نه ده. تصادف له داستاني منطق نه فرار دی. دا ما هم تجربه کړی، کله چې د کیسه لیکولو پر وخت احساس کړم چې یوه بله پیښه باید ولیکم، یا په پلاټ باید ډېر کار وکړم او نه یې شم کولی نو تصادف ته ځم. هر وخت چې زه داسې حالت سره مخ کېږم، درېږم. او ځان سره وایم چې څه کولی شم چې له تصادف نه ځان بچ کړم.
د مکالمې په برخه کې د لیمه جانې ودان خبره ډېره پخه وه. مکالمه سخته ده خو په حقیقت کې که ښې ولیکل شي ډېره لویه استفاده ترې کېږي. مکالمه په کیسه کې د کرکټر، محیط، زمان … په اړه په یو وخت کې درته خبرې کوي. په کیسو کې که ماته څوک ووايي چې تر ټولو سخته کار کوم دی زه به وایم مکالمه لیکل. خو که په مکالمې کار وشي کیسې ورسره عالي کېږي.
عنوان کې ماته د سینګار کلمه ډېره زیاته کلیواله کلمه نه ښکاري؟ دا کیسه د غم کیسه ده، خو سینګار موږ د خوشحالي لپاره کاروو. ځینې ښايي ووايي چې له تضاد کار اخیستل شوی، خو دلته دا تضاد هم نه دی. که د غم کیسه وي ښه ده چې عنوان کې هم له داسې کلماتو کار واخلو چې له موضوع سره ارتباط ولري.
د ښوونځیو د بندیدو حادثې ډېره وځورولم. په دې هکله مې کیسې ولیکلې خو خوښې مې نه دي او نه مې خپرې کړې. دلیل یې دا دی چې زه په هغو کیسو کې خپل احساسات نشم کنترول کولی.
همدا حالت زه د وطن له ښځو سره لرم، داسې نه ده چې درد یې نه درک کوم. زما ورسره همدردي ده، او کله چې کیسه لیکم دا درد دومره ډيريږي چې زه په کیسه کې د کرکټر پر ځای خپل احساسات بیانوم. په دې کیسه کې هم داسې ښکاري چې لیکواله له دې کرکټرې سره خواخوږي لري.
د افغانو ښځو درد زموږ خپل درد دی نو سخته ده چې د دوی په هکله کیسې ولیکو او خواخوږي ورسره پیدا نکړو. زما کوښښ او ارمان دا دی چې وکولی شم د مظلومیت کیسې ولیکم پرته له دې چې زما احساسات ورګډ شي.
په لنډه کیسه کې کامیابي سخته ده، ممکن یو څوک ووايي چې په پښتو داستاني ادب کې تر ناولونو لنډې کیسې ډېرې دي. زه فکر کوم په پښتو کې د لنډو کیسو ډېر والی د دې ژانر د اسانۍ په مانا نه دی. موږ متاسفانه منظم نقد نلرو چې له خپلو کیسې سره حساب، کتاب وکړو چې څومره یې عالي کیسې دي. میمونې جانې یو سخت کار تجربه کړی بیا دې هم ورته مبارک وي.
نعیمه غني:
هیلې جانې مننه. د سینګار په اړه کلیمه دې چې وویله، ممکن ډېره پخوانۍ کلیواله کلیمه نه وي. زما خپله مور یادېږي چې یو کوچنۍ فرانسوي صندوقچه یې لرله، هغې ته به یې سینګاربکس ویلو. زما له ماشومتوب نه دا کلیمه کلیواله ده.
شفیقه خپلواک:
موږ هم په کلي کې دا اصطلاح لرو چې سینګار کړې یې، زموږ کلي کې ډېره عامه وه. بل د محاورې په اړه غواړم یوه جمله اضافه کړم، ځینې وايي چې محاوره باید کیسه مخته یوسي. مثلا یو څه چې څو جملو کې تشریح کوې ممکن یو یا دوه کې وي.
هیله پسرلی:
د محاورې په اړه مې یو فورمول لوستی و، یوه مکالمه که له یوه کار نه ډېر کارونه نکوي هغه کامایبه مکالمه نه ده. مثلا:
کرکټر ۱: سلام
کرکټر۲: ع سلام
دا مکالمه پرته له همدې دوه کلمو موږ ته نور څه وايي؟ کیسه پر مخ نه وړي. د کرکټر په اړه کومه خبره نه راته کوي. د کیسې د موضوع، فضا، چاپیریال، رواني حالت… په هکله څه نه وړاندې کوي. کامیابه مکالمه څو کارونه پر یو وخت کوي.
نعیمه غني:
میمونې ته غواړم یوه خبره وکړم چې کیسه لیکل لکه تخم شیندل دي چې هر بوټۍ د کیسې یو تیاره اړخ روښانه کوي خو کله چې دا تخم راشین شي نو ارزه بوټي به لیکواله ترې پاکوي او یوازې هغه څه به پرېږدي چې په کیسه پورې تړاو لري او کیسه سمې خواته بیایي.
میمونه کامران:
ډېره زیاته له تاسې ټولو مننه. له تاسې مې ډېر څه زده کړل. زما تجربه کیسو کې دومره ډېره نه ده. له عقرب میاشتې راپه دیخوا لنډې کیسې لیکم، دا به مې لسمه یا دولسمه کیسه وي چې لیکلې مې ده. مور چې کټوه ماتوي له وارخطايي ده. د مور مرګ ما لوستونکي ته پرې ایښی دی. د سلما جانې یادونه چې د پښتنو د غیرت خبره یې کړه وه چې ښځه له کوره باسي. خو ده ورته وویل مګر پرې یې نه ښودله چې ووځي، وار یې پرې وکړ. سینګار کلیمه زموږ کلي ډېره رواج ده، چې شونډې یې په وینو سر دي بله کلیمه ذهن ته رانغله خو کار به پرې وکړم. د هیلې جانې خبره چې غم کې سینګار ښه نه راځي. خو زما موخه دا هم وه چې لوستونکي کیسې ته راجذب شي. زه بیا هم له ټولو مننه کوم.