چهارشنبه, اکتوبر 23, 2024
Home+همینګوې او دوولس کیسې یې | حفیظ الله بشارت

همینګوې او دوولس کیسې یې | حفیظ الله بشارت

د مینمالېزم سبک له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته ظهور کوي. کره کتونکي د دې سبک په سرلارو کې ارنست همینګوې او نور امریکایي لیکوالان راوړي.
کله چې موږ د همینګوې په اړه خبرې کوو، راسن مو داسې یو څوک چې په داستاني ادب کې یې، له وسلې سره مخه ښه، بوډا او سیند او… په څېر شاهکارونه پنځولي، سترګو ته درېږي.
همینګوې د خپلو ناولونو او لنډو کيسو په پنځولو کې له ځانګړي سبک او دقت څخه کار اخیستی دی.
نوموړی دومره دقیق لیکوال و چې خپلو لنډو کيسو ته يې په سلګونو سرلیکونه تیارول. په دې باب خپله دی لیکي: زه د هرې کیسې له ليکلو وروسته د سرليکونو یو فهرست تیاروم. کله ناکله دا سرليکونه تر سلو اوړي، بیا نو يو یو سرلیک ګورم او کوم چې راته مناسب ښکاره شي، هغه ټاکم.
مخکې مو وويل چې د همینګوې اکثره لیکنې د مینمالیستي سبک لرونکې دي، خو له دې سره سره د همینګوې په هره لنډه کیسه کې د دوه درې سمبولونو څرک خامخا وي.
د ارنسټ د لنډو کيسو بل خصوصيت د پیغام پټوالی دی او په دې راز د پوهېدو لپاره لوستونکی اړ دی چې د نوموړي ټوله بایوګرافي او د هغه وخت پېښې او د ده له ژوند سره یې تړاو ضرور مطالعه کړي.
کره کتونکي د همینګوې د ليکوالۍ يوه بله مهمه خوبي ایسبرګ یادوي. نوموړی خپله په دې اړه یو ځای لیکي: د لیکوالۍ په ایجادي پروسه کې د کلمو کارول باید په لویو سيندونو کې د يخ د سترو ټوټو په شان وي. په سترو سيندونو کې د يخ لویې ټوټې جوړېږي. تل د دې ټوټو درېیمه برخه د اوبو پر سر او دوې نورې برخې يې لاندې وي. لیکوال هم باید دا ډول لیکنې وکړي چې د پېښو یوه برخه لوستونکی ولولي او دوې نورې برخې يې د فکر او سوچ په نتیجه کې پیدا کړي.
“همینګوې څه وایي؟” کتاب کې د نوموړي هغه دوولس لنډې کیسې راټولې دي، چې تکړه ژباړن عصمت څاروان پښتو کړې او شنلې دي.
په دې کتاب کې د همینګوې پر دوولس لنډو کيسو سربېره د نوموړي لنډه بایوګرافي او د نثر او لیکوالي پر سبک یې هم لنډ مالومات لوستلی شئ.
کتاب د قاتلان پر کیسه او شننه پیل او د سمندر بدلون تر عنوان لاندې کیسې او د هغې پر شننه پای مومي.
د قاتلان په کیسه کې د همینګوې د مینمالېسټیک سبک د نوموړي تر نورو لیکنو ښه جوتېږي.
د ارنسټ په اکثره کيسو کې د تلوسې شدت کمزوری وي، خو ښه والی یې بیا دا دی چې د ياد پاتې کېدو هنر پکې هېڅکله نه دی مړ شوی.
کره کتونکي په دې نظر دي چې د همینګوې کومې کیسې چې د لومړي راوي له لیدلوري بیان شوې، هغه د نوموړي خپل ریالېست ژوند بیانوونکې یا که ووایو تر ډېره د نوموړي ډایرۍ دي.
د پله د سر بوډا د دې کتاب يوه بله لنډه کیسه ده. دا کیسه د پیغام له اړخه ګونګه ده او د مبهم والي لامل یې په دې کیسه کې تقریباً له دریو څخه د زیاتو سمبولونو راتګ دی.
ډاکتر او د ډاکتر ماندینه کیسه بیا کره کتونکو له دې امله په زړه پورې کیسه ياده کړې ده چې اصلي کرکټر یې لوستونکي ته د هغوی د عمر او کړو وړو له لارې نه دي ورپېژندل شوي، بلکې په غیر مستقیم او د عمل او خبرو په وسیله انځور شوي دي.
لس سورپوستي د ارنسټ يوه داسې جالبه کیسه ده چې سر سري لوستونکی تر پایه لسم سورپوستی نه شي پکې پيدا کولی. دا کیسه یې د نورو په پرتله عمیق او ځير لوستل غواړي.
نقادان په دې اند دي، چې یوه ورځ انتظار کیسه د همینګوې خپله خاطره ده، ځکه د نوموړي په دريو زامنو کې یې مشر زوی چې نهه کلن و، په انفلونزا اخته شوی و.
همینګوې دا کیسه د زوی له ناروغۍ څخه په الهام اخیستو، څو میاشتې وروسته ليکلې وه.
همینګوې څه وايي کتاب په 2021 کال سروش خپرندويه ټولنې په 150 مخونو کې چاپ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب