چهارشنبه, اکتوبر 23, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد پښتونخوا ایالتي جرګه: له افغانستان سره په سوداګرۍ کې دې خنډونه...

د پښتونخوا ایالتي جرګه: له افغانستان سره په سوداګرۍ کې دې خنډونه لیري شي

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۲ مه) د خیبرپښتونخوا ایالتي جرګې (اسمبلۍ) د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو د پاکستان له حکومت څخه په کلکه وغوښتل چې له افغانستان سره د سوداګرۍ په لاره کې خنډونه لیري کړي.

د پښتونخوا ډیری ملتپال سیاستوال وايي چې د پاکستان حکومت له هند سره سوداګري اړیکې، چې د پنحاب ګټې پکې نغښتي دي، هیڅکله له سیاسي مسایلو سره نه ګډوي او هیڅکله یې په لاره کې خنډ نه پېښوي خو له افغانستان سره د سوداګرۍ په لاره کې پر له پسې خنډونه جوړوي.

د عوامي نشنل ګوند د ایالتي اسمبلۍ د غړي ارباب عثمان له لورې پرون (سې شنبې) له افغانستان سره د سوداګرۍ په لاره کې د ټولو خنډونو د پای ته رسیدو په اړه وړاندې شوې طرحه د جرګې غړیو په لوی اکثریت تصویب کړه.

په پرېکړه لیک کې راغلي چې له افغانستان سره سوداګري د دواړو هیوادونو لپاره مهمه ده او په دې برخه کې پر له پسې خنډونو د دواړو خواوو ولسونو ته د میلیاردونو روپیو زیان اړولی دی.

د خیبرپښتونخوا سوداګر وايي چې په ۲۰۱۶ م کال د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزه راکړه ورکړه شاوخوا درې نیم میلیارد ډالرو ته رسیده خو اوس تر یو میلیارد کمه ده.

څرګنده نه ده چې د پاکستان مرکزي حکومت، چې د پوځ اواستخباراتو تر سیوري لاندې دی، د خیبرپښتونخوا د ایالتي جرګې پرېکړه لیک ته به څومره اهمیت ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب