جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeادبډمه او خبریال; که سيکسي پکېج| نوراحمد نور

ډمه او خبریال; که سيکسي پکېج| نوراحمد نور

” جمعه مې ځان خیرن پرېښود خو دغه ناول مې ولوست. لیکوال یې زموږ خوږ استاد محبوب شاه محبوب دی. له ټولیګوالو مې کله کله د لالا او نثارخان خبرې اورېدي، خو په کیسه مې سر سم، نه و خلاص. دلته د څېرو تر شاه لویې لویې خبرې پرتې وي، په ناول کې هر څوک له خپلې څيرې برعکس کړنې کوي. په ښکاره ملایکې، خو شاته یې لوی کوفر نغښتی وي او بل اړخ ته بیا د فاحشو او مردارو په منځ کې یوه پرښته د ژوند تر پایه ځان پاک وساتي. حال دا چې تر مخ یې د ورځې په وارو وارو سيکس(غوول) کېږي. دغه ناول خورا د زړه دردونه راسپړي او په کرار کرار لوستونکی له ځان سره بیایي چې دا د یوه ښه ناول ځانګړنه ده. په لومړي ځل مې په یوه ناول کې دومره بربنډې او رڼې خبرې واورېدي. خبریال ته چې ډمه د ژوند کومه کیسه کوي، بېخې یو واقیعت غوندې هر څه وایي. دغه ډمه د خپل ځان، مور، پلار، خور او ملګرې ټولې هغه کیسې کوي چې دا په ژوند کې ورسره مخ شوې، حال دا چې یو انسان یې هېڅ د ویلو توان نه لري. ډمه وای کله چې مې پلار مړ شو، نو نثار خان چې د دې د پلار ملګری و د دوی کور ته راتلی دا وایې: “یوه ورځ له ښوونځي راغلم چې کور کې هیڅوک نه و، د مور د کوټې په طرف لاړم دروازې ته مې زور ورکړ خو دروازه بنده وه، فکر مې وکړ لکه چې مور مې بنده کړې د کړکۍ خوا ته تاوه شوم، زور مې ورکړ کړکۍ خلاصه شوه خو چې څنګه په کړکۍ ور دننه شوم ما هغه څه ولیدل چې هېڅ کله یې یوه لور نه شي لیدی او که یې وګوري په هماغه ځای یا له ډېرو احساساتو مړه شي او یا ځان ووژني خو په ما هېڅ ونه شول. ما خپله او نثار خان په داسې حال کې ولیدل چې په غاړه یې تار جامې هم نه وي دوی دواړه غېږ په غېږ پراته وو. دا زما لپاره کومه نوې خبره نه وه خو نوې یوازې همدومره وه چې مخکې ناجیه او عثمان وو؛ مګر اوس زما مور او هغه څوک چې مونږ پرښته ګڼه لوڅ د جنسي خواهشاتو په نشه کې ډوب پراته وو.” ناول خان ناوړه معرفي کوي، ځکه هغه همداسې کړنې کوي چې انسانیت او اسلامیت ورته عاجز دی. خان د یو نږدې ملګري له باور څخه دومره ناوړه استفاده کوي چې د هغه د ښځې او لور له عزت سره په ډېرې بې رحمۍ لوبي کوي؛ مطلب خان د خپل ملګري د لستوڼي مار راووت. مخکې مې وویل چې ډمه د ټولو اړوند خبرې وایي. د ځان په اړه وايي، ” خان په تخت اوږد غځېدلی و، ما دروازه بنده کړه د کړکیو جالي پردي مې کش کړي، هغه خپل واسکټ ته اشاره وکړه. واسکټ مې ورکړ، په جېب کې یې لاس ننویست یوه د سرو زرو ګوتمه یې راوویسته او زما په ګوته یې کړه ، بیا یې په خندا وویل: ځه نو اوس ما په شراب شباب ښه نیشه کړه! دا ډېره موده کېږي چې مې سر سم نه دی ګرم شوی او نن مې له سر او وجود دواړه ګرم شي. په دوو ګیلاسونو کې مې شراب او پیپسي واچوله، یو ګیلاس مې هغه ته ورکړ، هغه یو پنځه زریزلوټ زما د ګریوان په درز کې را کېښود، بیا نو هر څه د خوندونو لړو له ځانه سره یوړل.” خان تر دې هم په وارو وارو ناوړه کړنې کړې چې په لوستو به یې ښه وپېژنئ. لالا بیا دلال دی، خلک ورته راځي او ده ځای ورته نیولی. دی خپله شیرینې ترې اخلې او نجونې له شرابیانو او نورو زناکاروو سره پرېږدې چې له ګډا وروسته ورسره په نشه حالت کې خپل جنسي خواهش پوره او ترې ولاړ شي. خبره داده چې په پښتنې ټولنه کې هغه څه چې خلک یې په اړه فکر کوي خو تر ډېره یې لیدلي نه وي چې ایا دغه ډمې او بدکاري ښځې، دې څوک؟ دا هم زموږ د ټولنې محصول دی او که د بل ځای؟ دا زموږ د ټولنې دي، دا ډول خانانو او بې وجدانه انسانانو دې کار ته مجبورې کړې دي. هسې ځانو ته لویې ډبرې ږدوو. لیکوال کرکټرونه په ډېر ښه تسلسل سره صحنې ته راوستي دي او همدا ډول یې هر یو په خپل ځای غږولی دی. یوه خبره چې ځینې غوټې باید پرانیستل شوې وای، نه دې شوې. د ډمې د پلار قاتل معلوم نه شو؛ د ډمې د خور شایستې او خبریال واده معلوم نه شو او… پیل، منځ یې ښه وه، مطلب څومره چې له یوه ناول څخه تمه کېږي بېخې پر ځای و، خو پای ژر او په یوې وړې صحنې یې ځان راونغښتی چې دومره ژر لنډون ته یې اړتیا نه وه. نثارخان، دلال او نور ټول حرامیان پکې تر پایه ژوندي پاتې شول، مګر بل لوری په بشپړ ډول له منځه لاړ چې دا ډول یو لوری نیول بېخې نورې پوښتنې راولاړه وي چې یا خو خان د دې سیمې چارواکی هم و یا یې همدا ظلم په وس پوره و. که د ناول بل لور ته ځیر سو، سمه ده نثارخان به یو بد عمله کس و، نو ښځې ته خو اړتیا نه وه چې د هغه د شتمني په مقابل کې، خپل عزت، د لور عزت او ان چې د ټول عمر لپاره یې د ځان عزت پایمال کړ. شاید د ډمې د مور په خوښه د هغې پلار له منځه وړل شوی وي څو د ډمې مور او نثار خان په ازادنه ډول خپل خواهشات پوره کړي او له یو بله د خوند اخیستو فضا ځانته عیاره کړي. عظیمه خبره پکې داده چې لوستونکی نه پرېږدې، ما په یو ځل ولوست. زه به یې هم د ځواني او خواهشاتو په سوچونو کې ډوب کړم مګر بل لور ته چې به مې خیانت ته وکتل، توبیت به مې خټه شو. یو ځای ته زما فکر شو، هغه دا و چې خبریال ته څو ځایه بېخې د جنسي تندې د ماتولو موکه برابره شوه؛ خو هغه ځان وساتی. دا ډول حالت کې هیڅوک ځان نه شي ساتلی یا خو به یې دا ډول نه ورسره یو ځای کاوو یا به یې ورباندې یو ځل له مسکان سره د جنسي تندې د ماتولو خبره کړې وای. ویې لولئ د یوې پښتنې ټولنې هغه ناویلي پکې راغلې چې تر ډېره په نورو ناولونو کې نه شته، استاد دې خیر یوسې چې له دا ډول ناوړه کړنو یې پرده پورته کړې ده.

1 COMMENT

  1. کیدای شې چې د برازیلی لیکوال پاولو کوئلو اثر یولوس دقیقی
    eleven minutes
    کې همدا ‌‌‌‌‌‌ډول کیسه ده چې یو جینې ماریا خپله ورځينۍ کتابچه لولې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب