سه شنبه, جولای 15, 2025
Home+هی هی وطن (ناول) محمدظاهر ارڅک

هی هی وطن (ناول) محمدظاهر ارڅک

د افغانستان د شل کلن ناورين داستان

لومړۍ  برخه

د قومندان له سهاره ماغزه خراب وه، چورتونو اخيستی وو، پرله پسې يې ذهن ته دا يوه خبره راتله چي يعني بيا يو بل انقلاب راته ګوري. دا انقلابونو د ده ژوند وخوړی؛ خو انقلابونه ونه درېدل، خپلو شعاوو او رتبو ته يې وکتل، له ځانه يې کرکه وسوه، له ځان سره يې ويل: موږ د چا له پاره جنګېږو، يو ځل نه سو دوه نه سو، هر ځل چپه سو مرو او موږ بيا پاڅو بيا جنګېږو.

د مېز د سر زنګ يې وواهه، دروازه خلاصه سوه، يو جګ چهار شانه ځوان را ننوتی، د بوټو کړس سو نظامي سلامي يې ووهل او ويې ويل: صاحب! امر کوئ.

قومندان هم هغه سي کړکۍ ته ولاړ وو، بهر يې قواؤ ته کتل، چي په خپلو منځونو کي په خبرو وه او داسي معلومېده چي ټوله يوه مهم آمر ته منتظر دي، قومندان په چورتي انداز مخ راواړوی، قومندويي عسکر ته يې وويل:

  • وروستۍ جګړې ته اماده يو؟

 عسکر يې په سوال پوه نه سو، قومندان ځان ته خپله جواب وکړ:

  • وروستۍ جګړه نه، وروستی تېښته، بيا و غونګېدئ او له ځانه سره يې ويل پر پدره دي د رهبرانو لعنت سي، بله معمله يې کړې ده، بيرته يې خپله خبره ونيول او ويې ويل: د څه شي رهبران د سپي زامن، مزدران، اجنټان، غله. بيا يې کمنډو ته مخ کړی، ويې ويل: ذبيح جانه بچيه! ډلګۍ مشران ټوله راوغواړه، چي يوه وروستۍ ناسته وکړو.

عسکر له سلامۍ سره ووتئ، وروسته څلور تنه ډلګۍ مشران د قومندان مېز ته ناست وه، د قومندان له راننوتلو سره څلورو سره سلامي ووهل، قومندان نن د يوه پلار په څېر برخورد کوی، رسميات او نظاميات يې چندان نه مرعتول. څلور واړو ډلګۍ مشرانو يو بل ته په پوښتنکي نظر وکتل.

قومندان چپ وو، بيا يې يو دم وويل: بچيانو! دا پنځم انقلاب سو، خو موږ لا سړي نه سوو، له مرکزه امر دئ چي د مرکز پر لور حرکت وکړو، پرسونل تيار کړئ! چي ځو.

سهراب چي د نظامي زده کړو څخه تازه له بهره راستون سوی وو او په اخيرو جګړو کي سخت کامياب ثابت سوی وو، يو ناڅاپه په قهر سو او ويې وويل: قومندان صاحب! بې ادبي هم کيږي؛ مګر ريشخند دئ، موږ خو دښمن پر ګونډو کړی دئ ، کيسه يې خلاصه ده، له دې سره زمريالی خان هم زړه ور سو ويې ويل: قومندان صاحب! قوتونه خو په ډېر ښه حالت کي دي، دښمن بيخي له ساحې نور وتلی دئ.

له دې مخکي چي دوه نور ډلګۍ مشران څه ووايي، قومندان په سړه سينه وويل: بچيانو! زه وياړم چي ستاسي دا خبري اورم، مګر موږ د يوه امر تابع يو، چي هغه له مرکزه راځي، زما هم تر تاسو ډېر زړه غواړي چي دا خاوره او ولس د دښمن له شره په امان کړم، همدا د خدای (ج) آمر، د قانون لارښوونه او زموږ تربيه ده، مګر خبره دا ده چي جګړه په مرميو او تسهيلاتو کېږي، مرکز نور هر څه قطعه کړي او امر يې کړی دئ چي د مرکز پر لور حرکت وکړئ، زه تر وروستۍ مرمۍ جنګېږم، مګر د دې خپلو وينه پر ميدان بېله ملاتړه نه سم تويولای، مرکز ته به حرکت وکړو، نور به هلته تصميم ونيسو.

ستونى يې ډک سو او نور پرته له دې چي څه ووايي او واوري ولاړ سو او د شا پر دروازه ووتی.

د سهراب موبايل ته پرله پسې زنګونه راتلل، هغه په ډېر قهر موبايل اوکې کړی چي اوس به يې ويل: څه وايې د واټساف تصويري زنګ وو، د موبايل پر سکرين يې زوی ابوذر په معصومه څېره، چي تازه يې خبري زده کړي وې، په ماته ګوډه ژبه ورته وويل: بابا! کله لاژې؟ سهراب په هم هغه قهر وخندل او بېله مقدمې او سلامه يې وويل: لاجم لاجم بچيه! وروسته يې مېرمني زحل تليفون واخيستی، چي دا دوه کاله مخکي له ده سره واده سوې وه او زوی يې تازه پر خبرو راغلی وو. زحل سهراب ته وويل: زما ډېر تشويش دئ، په فيسبوکونو کي ډيري بدي اوازې دي، څوک وايي طالبان راځي، څوک وايي فوجونه له منځه ځي،  جنګونو هم زور اخيستی دئ.

سهراب لږ په جدي لهجه وويل: زحل جان! ګوره سر تېری يم، يوه ورځ به مرمۍ خورم او مړ به کور ته درځم، زما پر خولۍ دا الله اکبر وينې، هغه به مي ساتي زما جکړه شخصي نه ده، د دې وطن ده، دا تور، سور او زرغون بيرغ وينه غواړي چي جګ پاته سي، دا ټوکي نه دي.

زحل له جبره وخندل، ويې ويل: جنګره! بيا احساساتي سوې، زه په دې وياړم چي مېړه ميد  مور (وطن) سرتېری او د خپل هيواد ساتونکی دئ، ابوذر ته موږ له همدې وجي په کور کي کوچنی سرتېری وايو، چي د پلار غوندي پر وطن ننګ وکړي، تشويش مه کوه، پر ځان پام کوه ليونيه! موږ به بيا بل دانه تا له کومه کړو.

د سهراب سترګي له خوښۍ وځليدې او بيا يې په ټوکه وويل: اوه! تا ادبيات همدې ته ويل چي ماته غوړي خبري په وکړې. له همدې سره نيټ قطعه سو.

سهراب بل ډلګۍ مشر رامين ته مخ کړی او ويې وويل: آمر صاحب! موږ به تر کله د دې سياسونو معملو ته ناست يو، دا خو به موږ بيا در بدره کړي، زما مي له پلاره دا کيسې يادي دي، چي سرونه نظاميان نذرانه کوي، و‌طنونه او سياستونه سياسون معمله کوي، دابه تر کله دا کيسه وي؟

رامين وويل: تر څو چي ملت ويښ نه سي او سياسون تر ستوني ونه نيسي دا د پيشي او موږک لوبه به روانه وي.

له دې سره قطعات وتړل سو، ټول کمندويي سرتيري يو سلو څلوېښت تنه وه، دوی ته امر سوی وو چي يوازي ضروري شيان ورسره واخلي او نور هر څه پرېږدي.

قومندان چي راووتی، رامين او سهراب ته يې مخ کړی او ويې ويل: ډېر بد خبرونه راځي ډېر زيات تلفات لرو، زه نه پوهېږم چي څه کيسه روانه ده، که سوله ده که معمله ده موږ ولي په وژني، دښمن له امريکا سره جنګېدی؛ خو تر ننه زموږ سره اخته وو، اوس يې له امريکا سره سوله او اور بند کړی دئ، مګر زموږ سره په جګړه بوخت دئ، جالبه دا ده چي ناڅاپه يې اسلحې هم زياتي او هم ښې سوې او هم يې د غړو شمېر زيات سو، د کفر دي کور خراب سي، موږ يې ټول يو رقم غولولي يو، کله يو ورته کمزوری کړي او کله بل.

داسي به وکړو چي پر سيده لاره به نه ځو پر بادغيس به ووځو او په لار کي به کرار او دمه هم کوو.

وروسته له دې سوق وسو او کاروان روان سو. غرمې ته نږدې ډېر تږي او وږي بادغيس ته ورسېدل، کاروان د غرمې لمانځه ته ودرېدی. قاري منير، چي ديني زده کړي يې کړي وې، او خدای (ج) ښه اواز هم ورکړی وو، پر يوه لوړه ډبره ودرېدئ، اذان يې وکړئ، ټولو د سړک د غاړي پر وياله په نوبت اودسونه تازه کړل، بيا د غرمې لمونځ وسو، کاروان چي روان سو سل متره به لا مخ ته نه وو تللی چي د مخ موټر په هوا سو او په يو درنې چادوني سره له شاوخوا غونډيو او باغونو څخه د کوچنيو او لويو وسلو باران سو.

قومندان په مخابره کي ږغ وکړ چي له موټرونو څخه کښته سئ، مګر پام کوئ درنې وسلې استفاده نه کړئ! چي د کلي منځ دئ.

له دې سره ټول راووتل، قومندان چي د موټر دروازه خلاصه کړه، د دې پر ځای چي سنګر ونيسي کومندويانو ته يې د پټېدلو ځايونه ښودل، په دې وخت کي سیو سو، پرله پسې يې دوې مرمۍ وخوړې او ولوېدی. سهراب په منډه ځان ور ورسوی، قومندان ورته وخندل ويې ويل: بچيه! زه پوهېدم چي دا مي وروستۍ جګړه ده. ساه يې بنده سوه، سهراب ورته وويل: جوړ او تيار يې دومره خبره نه ده. جنرال وخندل او ويې ويل: بچيه! زه پوهېږم زما د تګ وخت دئ، فقط دومره ځواني وکړه چي پر ميدان مي مړ پرېنږدې. رامين سهراب ته په منډه راغلی ويې ويل: له ټولو خواو محاصره يو او دې خلګو سنايپر او ډيري قوي وسلې پيدا کړي، دا عادي خبره نه ده. سهراب وخندل ويې ويل: ورځ چي دي بده سي دا به دي حال وي، هغوی چي تر پرونه له موږ سره وه، نن له دوی سره دي لوبه بدله سوه.

په دې وخت کي رامين د قومندان نفس وکتی، سترګي يې په لاس ورپټي کړې او انا لله وانا اليه راجعون يې وويل، بيا يې سهراب ته وکتل ويې ويل: څلوېښت کاله يې وطن ته خدمت وکړی، تر آخره يې حتی خپل کور هم پيدا نه کړی، تر اوسه په کرايه کور کي اوسېږي. د سهراب سترګي سرې سوې، په قهر سره يې وويل: ځه دا دئ اوس ابدي کور ته ځي، دا بې قدره خلګو د ده قدر او ارزښت نه درلودی.

حملي زياتېدې، نږدې کېدې او دوی يوازي دفاعي ډزي کولې، غرمه ماپښېن سوه، ماپښين ماځېګر سو او ماځيګر ماښام سو، سهراب له قومندان وروسته مشرتوب پر غاړه درلودلی، له ماښام وروسته چي يې سرتيري شمار کړل له يو سلو شلو فقط دو اتيا تنه پاته وه، له زمريالي خان او رامين سره تر مشورې وروسته يې موټرونه پرېښودل او په پښو روان سول، يوه يوه دفاعي ډز يې کوله او لاره يې ايستله، شپه کرار کرار پخېدل او دوی همداسي روان وه.

د شپې درې بجې وې چي دوی د کلي منځ ته ورسېدل، د يوه کور دروازه يې وټکول يو سپين ږيری راووتی، سهراب په ډېر احترام ورته وويل: کاکا! سرتيري يو، لږ اوبه او ډوډۍ که راکړئ!

بوډا ورته وويل: ميلمه خو پر موږ افغانانو نه غميږي؛ خو دې جنګو موږ سخت بې فرهنګه کړو، اوس به له تاسي څخه وروسته بل بيرغ والا سرتيري راځي، بيا به مو هغه په عذابوي، تاسي کښېنی زه چاره درکوم. وروسته يې ږغ کړه: ګلميره! منډه کړه، اوبه او ډوډۍ راوړه. په دې وخت کي څو زلميان راغله اوبه او له شاوخوا کورونو څخه يې ډوډۍ او شلومبې راټولي کړې.

بوډا سهراب ته وکتل ويې ويل: ياره! ښه ځوان يې، مګر دې جګړو څه د مرګ ککرۍ وخوړې، دغه زما د څنګ همسايه په عسکرو کي مړ سو او د د مخامخ کور والا بيا په طالبانو کي وو، هلته مړ سو، مګر دواړه کوره د يو او بل فاتحې ته ورغلي وه. سهراب بابا ته وکتل او ويې ويل: بابا! ته څه فکر کوې چي څوک پر حق دي؟

بابا سوړ اسوېلی ويستی ويې ويل: حق خو نوم د خدای (ج) دئ، هغه ته به ورمعلوم وي چي څوک پر حق دئ، دولس کاله مي مکتب و وايه پوهنتون مي خلاص کړى مګر زه چي وينم دلته همېشه زور او توپک پر حق دى هغه چي له هر چا سره وي، زما اويا کاله عمر دئ، په دې اويا کاله کي مي ملامت سړی ونه ليدئ، ټوله ښه خلګ دي، مګر بيا مو هم ژوند د سپو دئ. پردي توپکونه دي خپل سرونه په نيستي کوو، ځوانان سره وژنو.

سهراب ورته وويل: نو ستا مطلب دا دئ چي موږ هم پر ناحقه يو، چي قانون، حکومت او هر څه سته؟

بابا ورته وکتل ويې ويل: يا! زما مطلب دا دئ چي هره ډله ځان ته دليل لري، مګر مخامخ نه سره کښېني او د نورو په زور غورځي.

سهراب يې بيا خبره ونيول: نو ته وايې چي موږ هم د بل په زور غورځو؟

بابا وخندل او ويې ويل: تاسي دا محال په کلي کي څه کوئ؟

سهراب وويل: د مرکز خوا ته ځو.

بابا وويل: ولي؟

سهراب وويل: د مرکز امر دئ.

بابا وويل: د مرکز امر خپل دئ؟

سهراب چورت يووړی او د قومندان خبري ور يادي سوې، چي د مرکز امر دئ، دليل يې نه دئ معلوم. سهراب دفعتًا پوښتنه وکړه: بابا! نو تا خو دا دى ژوند پر کلي تېر کړى او له مکتب او پوهنتون وروسته بيا هم په کلي کي پاته سوى يې، مګر په دې شيانو څه خبر يې؟

بابا ورته وويل: بچيه! يو ويشتمه پېړۍ ده، راديوګانو او تلويزونو د خلګو په جېبونو کي دي، هيڅ شی له چا څخه نه دئ پټ، ستاسي د پرون ورځي ويديو لا ما نن سهار وليده، چي د جګړې د صحنې څخه يې مستقيم اخيستې وه.

سهراب وپوښتل: ستا په فکر چي هر څوک خبر دي نو مشکل چيري دئ، ولي نه سره جوړيږي؟

بابا وويل: ګوره ځوانه! روسان راغلل، امريکا په پاکستان کي خلګ ورته کښېنول، مات يې کړه، بيا بله ډله راغله وطن يې وپاشئ، بيا طالبان راغلل، آخر پاکستان په ګډ سو، بيا امريکا له داغه پاکستان سره لاس يو کړ، بيرته يې پخواني راوستل، بيا طالبان په پاکستان کي ورته پټ سول، امريکا افغانستان ته راغلل او بيا روسانو امريکا ته د سر په کاسه کي اوبه ورکړې، دا خو ټوله زموږ د سترګو لاندي تيريږي، مګر موږ ټوله په دې اخته يو چي د لږ لوی د وخت غلامان سو، تر اوسه خپله سره کښېنو.

په دې وخت کي په مخابرو کي ږغ وسو چي دښمن دوی ته نږدې سوی دئ. سهراب د بابا لاسونه مچ کړل ويل يې: خدای (ج) دي امن کړي. بابا پر ملا وټکاوه ويې ويل: امن د خدای (ج) په مرسته خلګ راوستلای سي، مګر که خلګ امن نه غواړي خدای (ج) يې خپله نه راولي.

له دې سره ډزي شروع سوې او دوی د کلي په منځ کي محاصره سول، سرتيري ستړي وه، پرون ټوله ورځ جګړه او نن ټوله شپه حرکت مخ ته نه سوای تللای، همدلته سره خزه سول، جګړه ساعت په ساعت تېزېدله، د سهار لسو بجو ته چي سهراب وکتل، يوازي څوارلس پنځلس کسه ژوندي او زخميان پاته وه، دوی يې همداسي په دفاعي جګړه کي بوخت وساتل، سهراب څو ځله مرکز ته مخابره وکړه، مګر يوازي يو جواب هغه يې هم کله کله ترلاسه کوی چي جګړه مه کوئ، مخ د مرکز پر خوا راسئ.

سهراب لکه زخمي زمری وغورېدی، مګر هيڅ يې نه سوای کولای، شپه پخه سوه، د کلي په منځ کي، چيري چي دوی سنګر نيولی وو، د دوو کوڅو څلور لاري وې، سهراب د دکان مخ ته سنګر نيولی وو، چي د جنګ له زوره د پرون راهيسي تړلی وو. رامين يوه کوڅه نيولې وه او زمريالي خان بله، نور سرتيري هم شاوخوا پراته وه او خال خال ډزي يې کولې.

رامين سهراب ته په زوره ورږغ کړه: قومندانه! ژوندی يې؟

سهراب وويل: هو! دومره اسانه چيري ځان په وژنم. بيا يې په زوره وخندل.

رامين وويل: ګوره! مړ نه سې چي په بله مياشت کي مي واده دئ، که ته نه يې اتڼ به څوک کوي.

سهراب په زوره زوره وخندل ويې ويل: اتڼ نه اتڼونه وغواړه. خو د دوی له خبرو څخه معلومېده چي خندا او خبري يې د مايوسۍ او د زړه له زوره دي، کنې په کوڅه کي پراته ويشتل سوي ملګري، بايللې نه؛ بلکي معمله سوې جګړه او نا معلومه سرنوشت دوی چيري مستۍ ته پرېښودل.

په دې وخت کي زمريالي خان وويل: سهراب خانه! له کندهاره کومک نه غواړو؟

رامين خان د سهراب پر ځای ږغ کړه: ولاکه دي بده کړې وي.

سهراب په مخابره کي ږغ کړه: ميوند يو، ميوند دوه، ميوند يو ميوند دوه. په مخابره کي يوازي بې مانا خبري کښته پورته کېدې، خو مطلب نه حاصلېدى.

سهراب وويل: زمريالی خانه! مخابره جواب نه وايي يو شخصي چا ته زنګ ووهه.

زمريالي خان ډګروال نقيب الله کرزي ته ډېر زنګونه ووهل، خو تليفون ته يې جواب نه ورکوی، بيا يې يوه بل ملګري ته زنګ وواهه، هغه له اوکې کولو سره سم وويل: کارونه خراب دي، زمريالي خان ږغ کړه: ګلاليه! دا ډګروال ولي تليفون نه پورته کوي، چيري ورک ياست؟

ګلالي وسونګېدی ويې ويل: ډګروال پرون په بولدک کي شهيد سو، يو هندی ژورناليست هم ورسره وو، عامو خلګو چي وليدل چي موټر يې ويشتل سوی، د موتر اشترينګ يې لا غلا کړی او دوی دا دوې ورځي پر سړک پراته وه، چا يو پټو هم نه پر واچوی، دا ملت په هيڅ شي هم نه ارزي. له دې سره درز سو د زمريالي خان او د هغه د تليفون اواز دواړه ورک سول، يوې درنې د راکټ ګولۍ زمريالی خان ټوټه ټوټه کړی.

رامين چغه کړه ويې ويل: کيسه بيخي لاس په لستوڼي سوه، زه به دوی مصروف کړم تاسي ووځئ.

سهراب وويل: رامينه! ستا بله مياشت واده دئ، ځان وباسه زه دوی مصروف ساتم.

رامين وويل: ګوره! زما لا واده نه دئ سوی ستا هغه نازدانه زوی مه يتيموه، ځان وباسه.

سهراب وويل: زما زوی د وطن تر نورو زامنو زيات نه دئ.

له دې سره ډزي تيزي سوې، د شپې تر څلورو بجو پوري يوه دقيقه هم ډزي نه دي درېدلي، سهار تر لمر ختو مخکي ډزي ارامي سوې.

لمر تازه راختلی وو، يو ډنګر وچ طالب له قهره ډکي سترګي د تيري شپې پر مړو ګرځېدی، ټول سرتيري شهيدان وه او شاوخوا پراته د ټولو عمرونه له دوويشتو څخه تر څلوېښتو کلونو پوري وه.

يو ساعت وروسته يو بل هم راورسېدی، چي قومندان او نور ملګري يې هم ورسره وه، په ډله کي يو نوراني مخی د پاخه عمر سړی هم ورسره وو، هغه په وارخطايي او خفګان سره وويل: پها دا خو مو ټول وژلي دي، فضل دي وسه خدايه! دا څه حال دئ. قومندان وويل: ملا حبيب الله خانه! جنګ دئ، حلوا نه وېشل کيږي. قومندان د خپلي خبري په توندۍ پوه سو، بيرته يې خبره نرمه کړه او ويې ويل: بله چاره مو نه درلوده ملا صاحب!

هغه لږ په قهر سره وويل: خو تسليمولای به مو، ټول محاصره وه.

له دې خبري څخه معلومېده چي د ملا رتبه تر قومندان لوړه وه. ملا ورمخ ته سو، هر څه ته يې حيران کتل، ويې ويل: څه ښې ځوانۍ يې دي. له ځان سره به يې چوک چوک وکړی.

ځوانانو طالبانو ملا ته بد بد کتل او سترګي يې له قهره ډکي وې. وروسته قومندان وويل: دغه څلور يې تر نورو هم سخت مرګي وه. ملا هغه څلورو ته ودرېدی، يوه ځوان طالب ته يې وويل: ته د دغه ځوان جيبونه وګوره! هغه په ډار ورمخ ته سو، قومندان په قهر ورته وويل: نه دي خوري مړ دئ. له جېب څخه يې څو کاغذه او يو عکس راوکښل، په عکس کي يو ښائسته ځوان په هرتۍ غاړه کي د يوې ښائستې ښځي څنګ ته ولاړ وو او يو ښائسته کوچنی يې په غېږ کي وو، ملا يې تذکره په زوره وويل: سهراب، ولايت هرات، قوم تاجک، ژبه فارسي، دنده د کماندو افسر. ملا چي تذکره ايسته کړه يو کوچنی ياسين شريف وو، د ملا صاحب سترګي راډکي سوې، کوچني طالب ته يې وويل: د ټولو په خوليو او لاسونو الله (ج) او پر اوږو يې کلمه ده احتياط ورسره وکړئ.

دوهم کس ته ودرېدی، چي په راکټ ويشتل سوی وو، پر منځ دوه ځايه سوی وو، د سينې لوړ جېب چي يې ورخلاص کړی، ياسين شريف اول پروت وو نيم سوځلی وو، بيا يې تذکره وه: نوم مزيالی خان، ولايت کندهار، قوم پښتون، ژبه پښتو.

بيا مخ ته راغلی يو د لويي ږيري سرتيري ته ودرېدی، ويې ويل: سبحان الله د دې څه پر سنتو برابره ږيره ده، له جېب څخه يې شيان راوايستل، کوچنی جيبي قرآن شريف، چي مرمۍ وهلی وو، د ږيري ږمونځ او هنداره، په تذکره کي يې ليکلي وه: حافظ منير، ولايت شبرغان، قوم ازبک، ژبه ازبکي.

د ملا نوره حوصله ختمه سوه سم په ژړا سو، ويې ويل: خدايه! موږ دي په کوم امتحان اخته کړي يو، دا چي دوی وايي چي کفار ورسره دي، دا خو ټول درواغ دي، دا به موږ تر کومه يو وبل وژنو، همداسي په ژړا کي د سهراب څنګ ته کښېنستی، سهراب همداسي وانګي ځانګي ژړ پروت وو، تليفون ته يې پرله پسې زنګونه راروان وه، ملا چي ورته وکتل له درې سرو زړونه سره (زي جانم) ليکل سوي وه او د تليفون پر سکرين د درو تنو عکسونه ځوان هلک، ځوانه انجلۍ او کوچني هلک د تور، سور او زرغون بيرغ مخ ته تلل او راتلل.

ځوان طالب ږغ کړه: قومندان صاحب! ټول مي شمار کړل، له پرون او نن سره ټول يو سلو شل کسه مردار سوي دي.

ملا په قهر چغه کړه: اې د سپي زويه! مردار مه وايه، دا ټول کلمه ګويه دي. کوچني طالبانو يو وبل ته کتل او ټولو فکر کوی چي ملا لېونی سوی دئ. قومندان په مخابره کي ږغ کړه: ابو دوجانه! سقوط روان دئ، موږ دا ځای پاک کړی، ټولو ناره يې تکبير الله اکبر ووايه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

په کابل کې د کتاب دوه ورځینی فیستوال پرانیستل شو

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطالعې ارزښت ته د پاملرنې او په ټول هېواد کې د...