شنبه, مې 4, 2024
Homeادبشعرد جنګ خبرې / بریال نایاب

د جنګ خبرې / بریال نایاب

په پښتو واړه خلک وایی اوس د جنګ خبرې
مینه کړې هیره پرې کوي د نام او جنګ خبرې
څنګه پښتو شوه چې د جنګ خبره ننګ بولی
فارسیوان نه وایی دري باندې د جنګ خبرې
د دوی هنر دی چې جګړه کوی پښتو وایی
اوس پنجابک هم را اخیستی دی دننګ خبرې
نن د اغیار سبا د یار له لاسه تل کړیږم
غماز مې تل ویاړې پدې چې کړه د جنګ خبرې
چې ترې پرتوګ مولا پخوا په میدان کښلي تللي
اوس راته هغه دښمن ښيي بیا د ننګ خبرې
زما له خپل وروره ګیله ده چې خپل کور ورانوی
چې دلته شیندی د نفرت او پردی جنګ خبرې
ځان مسلمان ګڼي ښوونځی او هم قران سوځوي
د خپل بادار په لمسون تل کوی د جنګ خبرې
هغه عبرت وانخیست تیری یی هیر کړل بیا رادرومی
زما واړه ماشومان روزی ورته ښيي اوس د جنګ خبرې

بریال نایاب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب