پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Home+ د تنوع درک او د تفکر بلوغ

 د تنوع درک او د تفکر بلوغ

(یو فلسفی لید په شاعرانه روایت کې)
لیکوال: رفیق ”خاورین”
یو وخت مې فکر کاوه دنیا زموږ کلی ده؛ زما کورنۍ ده چې نوم یې رباندې ایښی؛ چې غیږه کې یې نیولی یم.
یا نهایتاً، دنیا تر پورې غرونو پورې هواره ځمکه ده چې د سترګو نظر ور رسیږي؛ چې زموږ له کلي لکه کړۍ راتاوه ده او چې تر کومه ځایه تخیل غځېدلی شي. له هغې ور ایخوا، له هغې ور ایخوا هیڅ هم نشته. له هغه ور ایخوا ویره ده، تیاره ده او اسمان لکه د زیارت ګنبدې زموږ د کلي او منطقې په شاخوا کې له ځمکې سره پیوند خوړلی او هستي پای ته رسیدلې.
وروسته پوه شوم چې دنیا تر دې خواږه، واړه او زاړه کلي ور ایخوا هم شته. دنیا زموږ هیواد ده، زموږ ویاړلی، تاریخي، ښایسته، غرنی، بډای او دا د مکتب په کتابونو کې په زرګونو نور ښکلو او خوږو کلیمو سینګار هیواد.
فکر مې کاوه ژوند د همدې سپیڅلي هیواد په غیږه کې او بیا ورپسې په دې واړه کلي کې زیږیدل، لویېدل، زړېدل او مړه کېدل دي او بس.
ټوله معنا په همدې لفظونو کې اوسیدل او په همدې باور درلودل دي. همدې خاورې ته خپلې خاورینې جذبې او ولولې ښودل دي.
وروسته خبر شوم چې دنیا لږ څه نوره هم لویه ده. د ښکلي کلي او ویاړلي وطن له غرو او درو، له جګړو او شملو ور ایخوا نور جهان هم شته. ورو ورو پوهېدم چې له دې سترګو په مخ کې خڼډ ډوله غرونو ور ایخوا نورې ځمکې دي، نور هیوادونه دي، د هغوی بیل او نور کتابونه دي او د هغو په پاڼو د نورو هیوادونو ویاړونه، تاریخونه، ارزښتونه او ستاینې راښکل شوي.
خو له دې وروسته ورو ورو خبریدم چې هر څه بل ډول دي؛ هر څه زموږ د واړه ذهن او باور له بریدونو له دایرې د باندې دي. هر څه متفاوت دي او یا حد اقل متفاوت لیدل کیدای شي.
خبر شوم  دنیا کروې ده او همیشه لکه په خپل مسلک مینه نڅاګره ناڅي، اتڼ کوي یا طواف کوي؛ له لمر نه، له ځان نه.
خبر شوم چې خدای همداسې جوړه کړې ده. خبر شوم اصلي دنیا دا نه ده. اصلي دنیا په منبرونو کې ده، په مسجدونو کې ده، د خدای په کورونو کې ده.
خبر شوم چې اصلي دنیا له دې هر څه چې ما فکر کاوه زما دنیا ده، ور ایخوا او ډیره لرې ده. خبر شوم زما ماشومانه لاسونه لا واړه دي چې تر هغه ځایه ور ورسیږي؛ ذهن مې لا خام دی چې دا هر څه درک کړي. راته ویل شوي وو چې باید انتظار وکړم. لږ صبر وکړم. لږ نور هم پوه شم او لږ نور هم لوی شم چې په دې هر څه پوه شم.
خو؛
خو چې هر څومره لوېدمه نو پوهېدمه چې څومره نه پوهیږم.
څومره ناوخته پوه شوم چې اصلي دنیا هم یوازې مسجد او منبر کې نه ده؛ یوازې ملا او ما سره نه ده. له دې بریدونو ور ایخوا نور خلک دي، بل ډول مسجدونه یې دي، نورې صومعې یې دي. خبر شوم چې د هغوی اصلي دنیا په بتکدو کې ده؛ په متفاوتو سجدو کې یې موندلې؛ هغوی ته بیل خدای ورکړې او له بل ځایه یې پیدا کړې.
خبر شوم چې له دې ټولو وګړو نه متفاوت نور خلک هم شته چاته چې اصلي دنیا نه کعبه ده نه بتکده، بلکې میخانه ده. د هغوی جنت یوه پیاله نشه او د یو چا غیږه کې یوه شپه ده. د هغوی لټون ورکه ده او د هغوی دنیا سوالیه ده.
خو چې څومره لوېدم لا ډیر خبریدم.
چې لویدم لا ډیر خاموشېدم، لا حیرانېدم.
او
اوس فکر کوم دلته ذرې د کهکشانونو غوندې دي. دلته یوه دنیا نه ده چې انسان پکې دیره شي؛ یو اسمان نه دی چې انسان ورته په سجده شي.
کور، کورنۍ، کلی، د مکتب کتابونه، مسجدونه، کلیساوې، کنیساوې، بتکدې، میکدې، فاحشه خانې، جغرافیې، هیوادنونه، سیارې، کهکشانونه ټول ځان-ځان ته لفظونه او دا هر لفظ ځان ځان ته جهان دی. دلته سلګونه، زرګونه، بیلیونونه او نه شمیرل کیدونکي جهانونه دي. او ټول د ژوند کوربانه دي.
نو اوس فکر کوم:
هر یو نوم یو بیل کتاب دی، هر انسان ځانته جهان دی
هر اتوم بیله نړۍ ده، کهکشان ځانته جهان دی
دا مسجد یو بیل جنت دی، دا پیاله بیل عبادت دی
دلته کفر بیله لار ده او ایمان ځانته جهان دی
ستا له غیږې نه بغییر، تنهایي هم ځانته ژوند دی
ستا په غیږه کې د مینې هر داستان ځانته جهان دی
دغه ژوند ځانته بهیر دی، دغه مرګ ځانته هستي ده
دا ولاړ ځانته جهان دی، دا روان ځانته جهان دی
دې وحدت کې یو کثرت او دې پوچتیا کې سل معناوې
دې یوه جهان کې ځیر شه، هر شی ځان ځانته جهان دی
ددې شاوخوا له خلکو دا “خاورین” لږ څه بدل دی
د دې وران بیله دنیا ده، د دې ځوان ځانته جهان دی
“رفیق خاورین”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب