عربان داسې نکل کوي چې فلسطینی شاعر محمود درویش د خپل ملګري میلمه و، هلته یې یوه نجلۍ ولیده، خوښه یې شوه نو د میلمستیا په ترڅ کې یې ګردو راغلیو ته بلنه ورکړه چې بله ورځ د ده میلمانه دي.
د درویش میلمستیا ته ټول ورغلل ما سوا هاغه نجلۍ چې ده غوښته هغه پکې نه وه. څو وخته وروسته ده د بلې میلمستیا تابیا وکړه او د ملګري د کور د میلمستیا د ورځې ټول میلمانه یې وروغوښتل دا پلا هم هاغه نجلۍ نه وه ورغلې.
عشق که حتی د یوه څرک څیړکه وي له رواني پلوه د انسان پر روحیاتو اغیز کوي، دغه تاثیر بیا په مختلفو ډولونو په هنر کې منعکسیږي؛ مینه کله په یوازې او کله له نورو موضوعاتو سره یوځای په شعر کې سر راپورته کوي، لکه د محمود درویش په دې شعر کې چې د ده د ژوند هاغه عشقي انتظار له نورو روحي تصویرونو سره یوځای شوی دی:
د لاجوردو د غمیو جام په لاس کې… هغې ته منتظر شه
له چینې سره ماښام کې، د ګلانو عطر خپور وي*… هغې ته منتظر شه
لکه اس چې له هسکو را شیوه دی، خو تم شوی… هغې ته منتظر شه
په ذوق د شهزاده چې هم بدیع دی هم رفیع دی… هغې ته منتظر شه
له سرویږدو سره، ډک له سپکو وریځو په شمار اووه دي… هغې ته منتظر شه
له اور سره د عودو چې یې عطر ښځینه، نیولې یې فضا… هغې ته منتظر شه
چې اسونه راښکاره شي عطر خپور شي د چنډنو نارینه… هغې ته منتظر شه
بیړه مه کړه، خیر که دا شوله ناوخته له وعدې نه … هغې ته منتظر شه
که ژر راغله له وعدې نه… هغې ته منتظر شه
مرغه یې له کوڅیو ترهوه مه … هغې ته منتظر شه
چې کښینې اسوده، لکه بڼ چې غوړیدلی… هغې ته منتظر شه
چې کش کړي هوا کش کړي په زړګي… هغې ته منتظر شه
چې لمنه ورو کړي پورته له ورانه… هغې ته منتظر شه
بالکون ته یې په مخه کړه، ښکاره ورته سپوږمۍ کړه چې ډوبیږي په شودو کې… هغې ته منتظر شه
تر شرابو مخکې اوبه ورکړه، نظر ټیټ کړه پر ټټر یې ویده شوي زرکې پریږده … هغې ته منتظر شه
سوکه لاس د دې پر لاسو تیر کړه لکه ته چې جام ږدې پر مرمرو پرخه څنډې
… هغې ته منتظر شه
خبرې د شپیلۍ په شانې پيل کړه چې اخیستې د وایلن له تاره ویرې… هغې ته منتظر شه
داسې هڅه وکړه لکه ته چې له سبا نه ښه خبر یې، څه به کیږي… هغې ته منتظر شه
ترڅو شپه درته ښکاره خبره وکړي: تاسو دوو نه پرته هیڅوک ژوندي نه دي
بیا یې بیایه تر مرګي په مینه مینه او هغې ته منتظر شه *
د دې شعر موسیقي د محمود درویش د نورو شعرونو په څیر په غوږونو پسته، خوږه، اهنګینه لګیږي، خو په ژباړه کې زه هیڅ ونه توانیدم چې دا موسیقي انتقال کړم. حتی هغه کلمات چې په پښتو او عربي دواړو کې راځي موسیقي یې سره ورته نه ده، مثلا د دې شعر په اخره کې په عربي کې لیکل شوې دي( انتظرها) دا کلمه له یوه فعل او یوه نښتي ضمیر څخه ترکیب شوې ده، خو دا د « ها» په ضمیر کې یوازې د « هغې» مفهوم نه دی نغښتل شوی، په دې کې د داخلي موسیقي په مرسته هاغه د یاس معنا هم ځای شوې ده؛ کله چې د یو څه ارمان کوو « اه» یا « ها» مو له خولې وځي.
په دې شعر کې د ( انتظار) لفظ دومره تکرار شوی دی چې یوځای یې خپله اصلي معنا له لاسه ورکړې ده، شاعر وایي:
بیړه مه کړه، خیر که دا شوله ناوخته له وعدې نه… هغې ته منتظر شه
که ژر راغله له وعدې نه… هغې ته منتظر شه
انتظار له وصال سره ختمیږي خو دلته ادامه پيدا کوي. نامتو معاصر عرب-فرانسوی شاعر او فیلسوف علي احمد اسبر ادونیس وایي چې ښه شاعر خپل کلمات لري او په ښه شعر کې الفاظ هغه معناوې بدلوي چې په ډیکشنریو کې پرتې وي.
د محمود درویش په شعر کې د انتظار مفهوم له معنوي پلوه هم بدل شوی دی. عادتا په عشق کې منتظر د شان او شوکت څښتن نه دی او جلال د هغه کس وي چې راځي خو د انتظار په شعر کې ګورو چې راوي له پيله له داسې جام سره ولاړ دی چې ډير ګران بییه دی:
دلاجوردو د غمیو جام په لاس کې… هغې ته منتظر شه
دغه لاجورد دا مفهوم شیندي چې راتلونکې څومره قیمتي ده چې تا داسې پياله ورته په لاس کې نیولې ده او منتظر یې.
د انتظار کوونکي یوازې پياله شاهانه نه ده، د ده ذوق هم د شهزاده دی چې شاوخوا یې بالښتونه پراته دي:
په ذوق د شهزاده چې هم بدیع دی هم رفیع دی… هغې ته منتظر شه
له سرویږدو سره، ډک له سپکو وریځو، په شمار اووه دي… هغې ته منتظر شه
ګومان کوم کله چې په نوي شعر کې شاعر د لوستونکي ذهن زړې زمانې ته بیایي ژر نوې زمانې ته سمدستي ستنیدل شعري تاثر ټکنی کوي چې د همدې لپاره محمود درویش له شهزاده سره بالښتونه یادوي بیا د عودو عطر یادوي او اس ته اشاره کوي چې د تیرې زمانې یو ډیر مهم شی دی او لکه یو پهلوان چې پر اس سپور وي له لوړو رادرومي:
چې اسونه راښکاره شي، عطر خپور شي د چنډنو نارینه… هغې ته منتظر شه
په دې شعر کې تر راتګ مخکې ښځیه عطر یاد شوې دي بیا د نارینه عطرو ذکر شوی دی چې د وصال زمینه په دې ډول برابره شوې ده.
سره له دې چې شاعر غواړي چې معشوقه دستي وویني خو دی په ورته وخت کې صبرناکه دی چې مرغان یې له کوڅیو نه الوزوي:
مرغه یې له کوڅیو ترهوه مه … هغې ته منتظر شه
چې کښینې اسوده، لکه بڼ چې غوړیدلی … هغې ته منتظر شه
چې کش کړي هوا کش کړي په زړګي… هغې ته منتظر شه
د لاجوردو له غمیو ډک جام په لاس کې د شهزاد ذوق کرکټر بیا معشوقه بالکون ته بیايي، تر شرابو مخکې اوبه ورکوي او مرمرو ته اشاره کوي یعني شاهي خیال لا په خپل ځای دی. تر دې وروسته شعري کرکټر بدلیږي او عشق یې بدلوي، په ویره له معشوقې سره غږیږي:
سوکه لاس د دې پر لاسو تیر کړه لکه ته چې پر مرمرو جام ږدې پرخه څنډې
… هغې ته منتظر شه
خبرې د شپیلۍ په شانې پيل کړه چې اخیستې د وایلن له تاره ویرې… هغې ته منتظر شه
تر خبرو وروسته ښکاره ده چې ډاډ پيدا کیږي او هغه مخکنی کرکټر چې پورته یې د معشوقې ټټر ته نه شوای کتلی د اطمینان لپاره داسې خبرې پيلوي لکه دی چې له سبا هم خبر دی او تر دې وروسته شعري کرکټر ابدیت ته مخه کوي؛ مرګ ته، ځکه چې د وصال وروستۍ شیبه داسې لحظه ده چې بل هدف بیا خپل مفهوم له لاسه ورکوي نو:
ترڅو شپه درته ښکاره خبره وکړي: تاسو دوو نه پرته هیڅوک ژوندي نه دي
بیا یې بیایه تر مرګي په مینه مینه او هغې ته منتظر شه
د رومانتیکې مینې نظریه د افلاطون له دې وینا سرچینه اخلي چې وایي، مینه د ښکلا هیله ده.
له رواني پلوه مینه د چلند او احساس ټولګه ده چې د اشتیاق، صمیمیت او ژمنې په واسطه څرګندیږي. په دې کې خوښیدل، بل لورې ته پام کول، ورته نژدې کیدل، ورجذبیدل او یو ډول اعتماد شامل دي. دغه احساسات او دغه چلند د انتظار په شعر کې واضح دي.
د شعر په پای کې مرګ یاد شوی دی. مرګ پیژندنه یا Thanatology څرګندوي چې ټول موجودات مري خو ښایي انسان یوازینی موجود وي چې پوهیږي چې دی مړ کیږي او د دغې پوهې له امله انسان په ژوند کې له مرګه ویریږي او له هغه سره د یوه ناپيژانده دښمن په څير چلند کوي. ۱
بل لور ته انسان د دیني باورونو له مخې او له مرګه د ډيرې ویرې له مخې فنا ته د یوه تلپاتې ژوندي حقیقت په سترګه ګوري نو غواړي چې په ژوند کې خپل ډير ګران شیان له لاسه ورنه کړي او ابدي یې کړي. ښایي همدا رواني اغیز به وي چې د انتظار د شعر مینه د ابدیت په لور درومي.
د محمود درویش عشق په وصال بدل شوی دی. ده په اتیایمو میلادي کلونو کې له هاغه نجلۍ سره چې د ملګري په کور کې یې لیدلې وه واده وکړ. دا نجلۍ « حیات الهیني» نومیږي، د مصر ده. حیات الهیني کیسه کوي چې له واده وروسته به نژدې هره ورځ د ګلانو یوه ګیډۍ دې ته په تخت باندې پرته وه خو له داسې مینې سره سره دې واده څو میاشتې دوام وکړ بیا دوی له کوم جنجال پرته سره بیل شول.
د درویش په باور کله چې مینه مخته ځي، سړی او ښځه یو بل کشفوي اسرار له منځه ځي نو بیا د خبرو خوند کمیږي.
درویش وایي، زه د مینې ډيرې پيلامې لرم خو د مینې ډيرې کیسې نه لرم. دی د لیلا او مجنون مثال راوړي چې حرمان دا عشق عظیم کړ که وصال وای دې کچې ته دا مینه نه رسیده. د ده په باور حرمان عشقي شعر ته ډیر څه ورکوي.
درویش د فلسطین یوه تلویزیون ته په مرکه کې وویل، له یوه فرانسوي ژباړونکي سره مې په دې جنجال شو چې ده زما په شعر کې د (مینې پيلامه) پر ځای په فرانسوي لیکلي و لومړۍ مینه. دی وایي چې د مینې اول هغه وخت دی چې شاعر یوه مجهول حال ته مخه کوي، حواس بیداروي دا فکر او احساس د مینې کمال دی خو کله چې نارینه ښځه یا ښځه نارینه کشفوي او اسرار له منځه ځي، هاغه د حواسو بیداري کمیږي. هغه مینه چې اغیزې شیندي همهغه ده چې ته یې په لټه کې یې نو د مینې محرومیت عشقي شعر ته جوړه شوې فضا په ګوتو درکوي.
د انتظار په شعر کې یو ډول تیر یاد دی. دا شعر هاغه د انتظار په وخت نه دی لیکل شوی چې محمود درویش د خپلې معشوقې لپاره ایسته، دا شعر وروسته لیکل شوی دی یعني یو ډول نستالجیا(Nostalgia) ده چې شاعر یې په ذهن کې راګرځوي. په خپله محمود درویش په دې نظر دی چې ښه شعر له پيښو سره همزمانه نه لیکل کیږي، له پیښو سره تر فاصلو وروسته لیکل کیږي چې احساسات کښینستي وي.
ارواپوهان په دې باور دي چې عشق د شدت له مخې متفاوت دی کیدای شي چې د وخت له تیریدو سره یې شدت کم شي خو اغیزې یې نه ورکیږي.
محمود درویش د یوه شعر په یوه برخه کې وایي:
ټولې لارې ستا په لورې تللي
حتی
هغه لارې چې ستا د هیرولو په پار
بیا ورباندې تللی یم
د ژورو عشقي پيښو اغیزې په شعر کې کله ناکله څنګزنې هم احساسیږي.
ممکن د « هیریږي» په نوم د محمود درویش په دې شعر کې د اصلي موضوع ترڅنګ د عشقي تجربو هیریدل هم خپل اغیز شیندلی وي:
لکه ته چې کله نه وې، ته هیریږې
لکه مړه شوې مرغۍ، ته هیریږې
ته متروکه کلیسا،
لکه مینه د لاروي
لکه په واوره کې ګل…ته هیریږې
زه په لاره…هلته مخکې تر ما مخکې پلونه تللي
نظرونو یې زما نظر نیولی. هلته څوک دی
په خپل زړه یې څه ویلي
چې ورننوځي کیسې ته
لار رڼه کړې هغه یوه ته چې په ده پسې به راشي
او،
سندریز اثر پرې خپور کړي… ورپریږدي توهم
ته هیریږې، لکه ته چې کله نه وې
نه کوم څوک، نه کوم اثر..ته هیریږې
لار مې څارمه او درومم
چې کیسې نه ژوندلیک سازم کړم، خو الفاظو
مخکي کړی، مخکې کوم یې
زه یمه د دوی څيره
دوی ازاد دي
لیکن هغه څه چې وایم وار له مخه یې ویلي
سبا له مانه تیره، زه پژواک یم
بې اسمانه، حاشیې نه شته. لاره
دغه لاره. ښایي پخوانیو څه ستاینه هیره کړې
چې تحریکه حافظه کړم، راویښ کړمه احساس
هیریږې لکه ته چې نه اثر، نه کوم خبر وې، ته هیریږې
زه پر لاره…هلته مخکې پلونه غځیدلي
زما په پلونو پسې درومي، زما په خیال پسې روان دی.
څوک به ستایي د پردي وطن باغونه،
د کور مخکې به ازاد وي د پرون له عبادته
زما له کنایو، زما له ژبې
نو، شهادت ورکوم زه،
ژوندی یمه
ازاد یمه
چې کله شمه هیر
ساینسي تجربې په عقل برابرې وي هنري تجربې نیمې په عقل برابرې دي او نیمې یې له لاشعور څخه داسې سر راپورته کوي چې بیا د هنري منطق له مخې د منلو کیږي.
په لاشعور کې شته مواد هم یو وخت په عقل ترلاسه شوي څه دي چې بیا د لاشعور تل ته کوز شوي او ممکن وړ یې بدل کړی وي.
د « هیریږې» د شعر په پيل کې خبره د معشوقې د هیریدو ده، وروسته یو ګونګ حالت، بیا د کډوالۍ ژوند ته اشاره ده چې هغه یو ډول محرومیت دی. دغه تجربې د هنر په مټ سره یوځای شوې دي او داسې څه ترې جوړ شوې دي چې هم یو دی هم یو نه دی؛ داسې چې د ساینس په څیر واحده نتیجه نه لري. که څوک د عشق په درد اخته وي ممکن د دې شعر د لوستو په وخت د مینې د درد احساس پکې حس کړي، که څوک د هجرت ژوند اغیزمن کړی وي ممکن دغه احساس پکې ډير حس کړي، کله چې څوک له واقعیتونو تیښته کوي بیا یې ښایي دا ګونګ حالت جذب کړي او په خیال کې یوه نتیجه واخلي. په دې حساب څو خبرې شوې:
عشق، هجرت، ګونګ حالت، د لوستونکي خپله نتیجه او د شاعر ژوند هم په دې شعر کې احساسولی شو چې کورنۍ یې په ۱۹۴۸ کال کې د فلسطین له الجلیل سیمې څخه لبنان ته مهاجره شوه او بیا تر دې وروسته درویش ستر شوی او د کډوال په توګه یې کله په اسراییل کې، کله په لبنان، کله په مصر، کله په سوریه، کله په فرانسه او نوره نړۍ کې شپې سبا کړې او ورځې تیرې کړې دي.
د سوریایي معاصرې شاعرې غاده السمان په وینا « ادراک او حافظه په خوب کې تر ویښې ښه کار کوي او په خوب کې شعور پرته له دې چې ژوند ته ارزښت ورکړي کار کوي اما په ویښه کې د ژوند لپاره ځیني شیان حذفوو او ځیني پرې ورزیاتوو…خوب یو رښتونی تعبیر دی د همدې لپاره زما په لیکنو کې خوبونه ډيره برخه لري…دا حقیقت دی چې ویښه تر خوب پیچلې او دقیقه وي اما خوب پر ویښې داسې وړانګې یاسیوری غوړوي چې ویښې ته داخلي صدق ورپه برخه کوي»۲
په ساینس کې وایو چې دوه جمع دوه څلور شول او په الجبر کې بیا (….+A, +B, -C) هم له عددونو سره یوځای کوي خو داسې بیلابیل شیان پکې نه یوځای کیږي لکه په پورتني شعر کې سندریز اثر- د واورو ګل، بې اسمانه لارې- بې اثره بې خبره یاد او لکه هیر شوی ازاد.
په شعر کې دا ډول هڅې لومړی د کلماتو په مټ کیږي، ځکه چې د علم په ژبه کې یو څه وایو او د شعر په ژبه کې هم څه وایو او هم څه غواړو، یعني احساس لیږدو، په عاطفه کې بل شریکوو.
د الفاظو په مرسته شاعر خپله یوه تجربه له بلې سره او نورو شیانو سره یوځای کړي یا یوه تجربه ده ته بل شی تداعي کړي لکه خوب چې ممکن د ورځې یو څوک په پراګ کې ووینم چې د ننګرهار وي او ما کلونه مخکې د ننګرهار یو څوک په لندن کې لیدلی وي نو په خوب کې لندن ته ولاړ شم هلته د ننګرهار په څیر دیره وي په دیره کې بیا د ننګرهارۍ موسیقي په ځای لوګري وي ځکه چې ممکن د ورځې دې لیدلي کس داسې جامې اغوستې وي چې هغه مې کوم وخت د یوه لوګري په تن کې لیدلي وي. دغسې بیلابیل شیان، مختلفې تجربې او له تجربو زیږنده شیان هنر پنځوي. محمود درویش د خپل عشق کیسه زما په باور د ( هیریږي) په نوم شعر ته لاشعوري راپور کړې ده.
ښایي د شعر دغه ډول عناصر بیا وروسته د شاعر هیر شي کټ مټ لکه خوب چې کله بیداره شو د ویښې د وخت هغه اسباب چې د خوب باعث شوي وي ممکن راپه زړه نه شي. په شعر کې بیا دا عناصر داسې سره واوبدل شي چې بیخي بل څه ترې جوړ شي. دلته که د ځینو په څير خوبونه په رحماني او شیطاني وویشو نو ښایي هغه په لاشعور کې ورک شیان لکه اساطیر د رحماني خوبونو په څير وي چې ژور اغیز پرې باسي او په ورته وخت کې یو ډول ګونګ وي.
کله چې څوک چا ته خوب تیروي ممکن یو یې یو ډول تعبیر کړي او بل بل ډول. ښه شعرونه هم په مختلفو ډولونو تعبیریږي. د تصویر له پلوه هم شعر داسې دی لکه یوه منظره د چا یې ونو ته ډير پام کیږي، د چا یې د اوبو رنګ په ذهن کې پاتیږي. دقیق خلک د منظرې سیوریو ته هم ځير شوي وي، د سیوریو او بوټو رابطې ته یې هم پام شوي وي او ښه ناظر بیا د همدې منظرې هاغه کلي اصلي تصویر چې یو تاثیر یې ګڼلی شو له نورو سره شریکولی شي.
محمود درویش په یوه مرکه کې ویلي دي، که شعر یو ډول تعبیریږي اهمیت یې کمیږي دی دا هم وایي چې د شعر تر لوستو مخکې د لوستونکي په ذهن کې جوړ شوی تصویر د شعر اصلي خوند ته څوک نه شي رسولی. نو د هیریږي شعر که د محمود درویش د کډوالي ژوند په رڼا کې لولو هغه تاثیر به ونه شیندي چې د همدې شعر له کلماتو او الفاظو څخه یې اخلو.
د هیریږي له پورتني شعره که چا خپله نتیجه اخیستې وي ممکن څه موده وروسته بیا دا شعر راواخلي یا یې خپله نتیجه هیره وي یا پکې د ترلاسه کړې تجربې د اثبات هڅه وکړي بیا یې ولولي. د عشقي نتیجې لوستونکی ښایي د دوهم ځل لوستو پرمهال دا شعر هغسې درک نه کړي لکه اوله پلا. د هجرت د نتیجې لومړی اخیستونکی ممکن دا شعر دوهم ځل بل ډول درک کړي. ما چې اول ځل دا شعر ولوست په پيل کې مې د یوه عشق د هیریدو احساس وکړ بیا یو ګونګ حالت چې پرې پوه نه شوم خو خوند یې کاوه لکه ټي ایس الیوت*چې وایي، ښه شعر تر پوهیدو مخکې هم له تاسره غږیږي. د درویش د شعر په اخره کې چې مې کله د کډوالي ژوند ته پام شو بیرته مې ذهن بدل شو.
نو زما برداشت له دې شعره داسې دی:
د شعر په پيل کې شاعر کل یادوي بیا جزییاتو ته اشاره کوي، یعني لومړی عادتا په شعر کې دا یادیږي چې ته لکه مړه مرغۍ، لکه متروکه کلیسا، لکه د لاروي مینه او لکه د واورې ګل یې بیا پکار ده چې د اثبات لپاره ولیکل شي ( لکه ته چې کله نه وې) خو محمود درویش دلته نوښت کړی دی له کل نه جز ته راغلی بل کمال یې دا دی چې په دې لومړۍ برخه کې یې داسې تشبیهات رااخیستې دي، که یې سره یوځای کړو د ټول طبعیت استازیتوب کولی شي ( مرغان، حیوانات، نباتات، معایات+ تر ټولو مهم ( انسان، د هغه پلاس جوړه شوې ودانۍ او د هغه مینه). د دې ترڅنګ د شعر د دې برخې د مشبه به ګانو کمال دا دی چې هره یوه یې تر شا داسې معنا لیږدوي چې د ټول شعر له معنا سره یو ډول ارتباط لري، مرغه هغه شی چې لوړ تللی شي یعني ته د لوړ تګ نه یې، د متروکې کلیسا شاته داسې معنا پرته ده چې هغه اعتقاد دې هم ارزښت نه لرې چې ته یې لرې، عشق دې نظرونه نه دي یو نظر دی او په واوره کې ګل دا معنا هم لرې چې ښایست مرګ ( واوره) احاطه کړی دی. د ګل بل کمال دا دی چې بوی لري او بوی الوځي چې دلته لکه مړ مرغه دا الوت ممکن نه دی.
کره کتونکي په دې باور دي چې شعر د فکر، احساس او رواني حالت د لیږدیدو وسیله ده چې په الفاظو پوښل شوی دی او ډيری وختونه څنګزنې، مبهمې او له اسرارو ډکې معناوې په یوه وخت رانغاړي یعني د شعر حقیقت غالبا یو ډول پټ وي ځکه ډیر کله شعر په اسرارو کې نغښتی ښکارې.
د هیریږې د شعر په بله برخه کې کرکټر بدل شوی دی:
زه په لاره…هلته مخکې تر ما مخکې پلونه تللي
نظرونو یې زما نظر نیولی. هلته څوک دی
دلته تر شاعر مخکې بل څوک وړاندې روان دی چې دی د هغه په پله درومي. دی بل څاري، خو دی شک کوي چې دی د هاغه بل په څیر نه دی چې په ده پسې به څوک راځي، د همدې لپاره وایي چې نه د اثر د پریښودو یې نه هم په کوم خبر بدلیږې او نه د نورو په څير کوم سیوری ( اسمان) پر سر لرې نو که نور د ده پر پله رهي نه شي، د پردیو هیوادو ستاینې وکړي هاغه شعري تسلسل چې ده په میراث اخیستی دی هغه به وشکیږي بل به بیا د ده ژبه هم نه کاروي چې په دې ډول به دی هیر شي. دا هغه په کډوالۍ کې د شاعر ویره ده چې بل نسل یې په ورکیدو دی. د شعر په پیل کې چې له کل څخه جزییاتو ته راغلی دی هغه تاثیر د شعر په نتیجه کې هم شته چې کډوال تجزییه کیږي او پسې ورکیږي.
ښایي بل لوستونکی زما په څير له ( هیریږي) شعر څخه داسې مفهوم وانخلي، خو بیلابیلې نتیجې په هنر کې دا خوند پیدا کوي چې لوستونکی ساینسي، تاریخي، معلوماتي…کتابونه ممکن یوازې یو ځل ولولي او د خوښي د شاعر کتاب په بکس کې ورسره وګرځوي.
د محمود درویش په پورتني شعر کې له پيله یو مغشوش غوندې حالت دی خو دا حالت ورک نه دی، محسوس دی ځکه چې همدغه حال پر هغې تجربې ولاړ دی چې شاعر عملا حس کړې ده او هغه د هیریدو احساس دی چې ده د عشقي تجربې له مخې عمیق خپل کړی دی. په دې ډول ویلی شو چې په هنر کې ګونګ حالت هم له یوه واقعیته سرچینه اخلي چې په لاشعور کې وروسته له یوې مودې یا هو بهو راپورته شوی، یا یې وړ څه بدل کړی یا له بلې واقعي پیښې سره اوبدل شوی دی. فرانسوی شاعر ژان کوکتو* وایي، شاعر هغه درواغځن دی چې تل رښتیا وایي.
دلته هاغه د هنر د صدق موضوع ده، صادق هرمند خپلې تجربې راسره شریکوي که صادق نه وي یوازې په سطحي تخیل تکیه کوي چې په دې حالت کې لکه زموږ د یوه نیم شاعر هنري ابهام یې په عادي ابهام بدل شي چې د غموض مترادف دی او د شعري ابهام په څیر نه دی چې شعر ته بیلابیلې معناوې ورپه برخه کوي.
له ځینو وطندارو شاعرانو ما اوریدلي دي چې دوی ته همدا ګونګ حالت الهامي راغلی دی. دوی کله ناکله د منل شویو شاعرانو ځیني تت تصویرونه هم د مثال په ډول د خپلې ادعا د ثبوت لپاره راوړي خو دوی نه پوهیږي چې د امریکایی شاعر کارل ساندبرګ (۱۸۷۸-۱۹۶۷ ) دا خبره چې «شعر پژواک دی سیوري ته وایي وناڅه» هم یو ډول د لاشعور له چینې راوتلی تصویر دی که داسې نه وي نه به یې اثر وي نه به هغه غامضه وینا وي چې لوستونکی تر پوهیدو مخکې هم اغیزمنوي.
محمود درویش له یوه تلویزیون سره په مرکه کې د الهام په اړه وویل:« شاعر د شعر لیکلو لپاره معین وخت نه لري او دا هم شاعر نه شي ویلی چې دی به بیا بل شعر لیکي یعني د بل شعر د خامخا لیکلو تضمین نه شته، ځکه نه پوهیږم شعر څه شی دی لکه په مینه چې نه پوهیږم لیکن هم شعر شته هم مینه شته. کله ناکله یو حالت په وجود کې پيدا شي لکه تن چې له دننه میږی میږی شي نو یو ډول مې پوهوي چې ولیکه. په داسې وخت کې عادتا د یوه فکر یا موضوع یا یوه حالت د حاضریدو وخت دی چې پر ما فشار راولي، دا لومړۍ هڅه ده چې یوه موضوع، یا یوه عاطفه یا یو غیاب، یا یو شی یا یوشعور داسې راځي لکه ماته چې راغږ کوي. دا هڅه تر هغو په شعر نه بدلیږي چې په تصویر بدله نه شي دغه شعري تصویر هم لیکلو ته تر هغو نه چمتو کیږي چې ایقاع( تال) نه وي ترلاسه شوې چې رتیم پيدا شو نو پوهیږم چې د لیکلو امکانات برابر شوې دي».
د درویش په باور د شعر لیکل بیا مرحلې لري. دی دا پړاونه داسې توضیح کوي:
«شعوري او غیرشعوري لیکل کوم یا دا دواړه سره یوځای کیږي.
دوهم ځل دغه خامه لیکنه له نظره تیروم چې تکرار خو نه ده؟
څه پکې سمیدلی شي؟
یعني د نقد په سترګه ورته ګورم او کله ناکله یو شعر درې یا څلور ځله لیکم».
درویش وایي: « شعر د زړه ویني دي…. د سترګو اوبه دي چې په نوکانو، کلنګونو او خنجرونو لیکل کیږي»۳
په ورته وخت کې درویش وایي چې شاعري یوه خدایي ورکړه ده ځکه یو شعر لیکي بل یې نه شي لیکلی البته داسې شاعران هم د ده په وینا کم نه دي چې خدای شعر نه دی پرې پیزو کړی خو ده په خپلو هڅو شعر لیکلی دی. درویش وایي، شعر صنعت دی، حرفه ده د شعر په ځانګړتیاو به شاعر ځان پوهوي او په ژبه به حاکم وي همداراز د شعر دننه د بیلابیلو عناصرو ترمنځ باید په رابطو پوه شي لکه تصویر، استعاره، فکر، تال او دا هرڅه باید اداره کړای شي، خو په ورته وخت کې باید تجربه پر موهبه برلاسه نه شي. داسې چې لوستونکي ته داسې وبریښي چې دا شعر خو په خپله همداسې روان راغلی دی یعني کومې هڅې چې موږ د دې صنعت تر شا ترسره کړې دي هغه باید پټې پاتې شي او د شعر کوم مصادر چې له موږ سره شته هغه هم باید ښکاره نه کړو. داسې چې د صنعت او هوایت(Hobby )ترمنځ توازن وساتو.
د درویش په باور کله یو څه په ذهن کې وي خو د لیکلو په وخت شاعر شعر ته لارښوونه نه شي کولی چې لیکه یې، شعر خپل استقلالیت لري، مثلا یو فکر راسره وي چې په شعر کې یې ځای کړم هغه ممکن د شعر په ترڅ کې یو ځای خپل مکان پیدا کړي. هر شعر د حرکت حریت لري چې په خپلې معنا پسې د لیکلو په وخت ګرځي. درویش وایي زما تجربه دا ده چې هرځل چې یو شعر زما په ذهن کې بشپړ شوی دی هغه چې مې لیکلی دی ښه شعر نه دی ترې جوړ شوی او کله چې د لیکلو په وخت حالت ګډوډ وي چې اوس په کومه روان شم هغه شعر ښه راغلی. درویش وایي کله چې دغسې شعر ولیکم وروسته داسې څه په فکر کې راګرځي لکه بل چا چې دا شعر بشپړ کړی وي نو د راحت احساس کوم چې نوی شی مې ولیکه.
دی وایي، زه چې کوم شعر لیکم په اوسط حساب کله دریمه برخه او کله نیم بیرته لرې کوم. کله ناکله مې ځيني لیکلي شعرونه خوښ شي بیا چې کله بل شعر لیکم؛ سره له دې چې بد نه وي راته ښکاره شوی خو له ځان سره وایم چې د هاغه شعر کچې ته نه دی رسیدلی نو دا غورځوم. دی وایي، هر شعر لږ ترلږه درې ځله لیکم، لومړی ځل چې څرنګه شعر راځي هغسې یې لیکم، دوهم ځل شعري صنعت ته پام کوم، دریم ځل بیا نقد شعر ته ورننباسم. البته محمود درویش یو وخت ویلي و چې تر چاپ مخته بیا بیا او بیا خپل شعرونه لولي چې قناعت یې ترلاسه کړ بیا یې چاپ ته سپاري.
د شعر د موضوع په برخه کې درویش خپله تجربه له خپلو لوستونکو سره داسې شریکوي چې وایي، کله چې یو اوږد شعر لیکم او په ذهن کې مې موضوع بشپړه شوې وي د لیکلو په وخت شعر په همهغه لاره نه ځي.
په کډوالي کې د تنهایي احساس چې د (هیریږې) په شعر کې محسوس دی د محمود درویش په یو شمیر نورو شعرونو کې هم حس کیږي. دی وایي« ډير خلک له تنهایي شکایت کوي، خو زه په یوازیتوب روږدی شوی یم، ځان مې عادت کړی او اوس سخته انډیوالي ورسره لرم…. داسې احساس کوم که مې یوازیتوب ولاړ زه به تللی یم».
محمود درویش دا خبره هم کوي چې شعر د غیاب یو ډول مستندول دي. دغه غیاب د ده په یوه بل شعر کې چې له نوم څخه یې لا موضوع څرګنده ده، داسې بیان شوی دی:
ته یوازې
کافي شاپ دی له ورځپاڼې سره ناست یې
نه یې.. ته یوازې نه یې.
پیاله دې نیمه تشه
نیمه لمر ده ډکه کړې
له اینې پورې خوا ګورې خلک ګرده ژر ژر درومي
او ته، نه ور ښکاره کیږې
د غیاب له صفتو څخه یو دا دی ته یې وینې نور دې نه.
اې په کافي شاپ کې فراموشه، څومره ته ازاد یې
ته د نورو له نظره بې اغیزې بې اثره
د چا سترګې دې جامو ته نه دراوړي
که دې واوښتلې سترګې یوې نجلۍ ته او ورمات شوې…
لړې د نظر ته دې څوک، تش هم نه ګوري،
څومره ته ازاد یې
څه چې ته کوې هغه کوی شې
دغه بیروبار کې دې سیال نه شته، د ویلو دې څوک نه شته،
نو څه چې دې زړه غواړي ها کوه
و باسه کمیس، ایسته کړه بوټونه کې دې نیت وي
ته هیر شوی، ته ازاد یې په خپل خیال کې
دلته، ضروري څه پکار نه دي، نه د نوم او نه د ځان په خاطر
څه چې یې هغسې اوسه
نه ملګری، نه دښمن دې په کیسه کې
فکر وکړه چې ها یوې ته عذر وکړې چې پرې ایښې یې ته دلته
ځکه، ته یې د ویښتو د نوي سټایل کیسه کې نه شوې
د غمبرو د ژورو شاوخوا یې، پروانې وې، وې نڅاوې، پام دې نه و
چا چې یوه ورځې وژلې، ورشه، ننواتې ته یې ورشه
بې سببه…
ځکه، هاغه ورځ خو ته مړ نه شوې ستارې سره ټکر شوې… بیا دې
سازه کړه سندره له ها رنګه…
کافي شاپ دی..
او ورځپاڼې سره ناست یې.
په یوه کونج کې او هیر شوی،
هلته هیڅوک نه شته چې دا نیت، دغه سپيڅلی درتحقیر کړي
او څوک دې د وژلو سوچ کې نه دي
څومره یې هیر شوی او څومره یې ازاد ته په خپل خیال کې
محمود درویش له ۱۹۶۱ م کال وروسته د اسراییل پرضد د هڅو په خاطر څو ځله زنداني شوی دی. دی څرګندوي چې په بند کې به یې هر وخت سهارنۍ کافي ته زړه سولیده. دی دا اعتراف هم کوي چې ښه یې نه و کړي چې یوه ورځ یې له یوه بل بندي څخه نیم ګیلاس کافي چپه کړه بیا یې په زندان کې سزا ورکړه او یوه اونۍ وروسته یې مور یوه چایجوش قهوه ورته راوړې وه خو د زندان ساتونکي پر چمن توی کړه.۴
د کافي دغه تنده په پورتني شعر کې محسوسه ده. خو کله چې د یوازیتوب لفظ اورو، دستي مو په ذهن کې درد او رنځ راګرځي. درویش په دې شعر کې یوازیتوب ازادي ګڼي، که کمیس باسي کمیس ایستلی شي، که بوټونه له پښو باسي بوټونه ایستلی شي که چاته ګوري کتلی شي خو د شعر په اخره کې د پیل خبرې تکراروي چې دی یوازی دی او له دې ازادۍ سره سره دومره هیر شوی دی چې د بل په نظر د مرګ لا نه دی.
په دې شعر کې له نړۍ څخه د پټیدلو هڅه شوې، تر دې مخکې د (هیریدل) په شعر کې شاعر غوښتل چې ځان محوه کړي او دا هم یو ډول تیښته ده او د دې مقالې په پيل کې د (انتظار) په شعر کې درویش تیر یاد یاد کړی و چې دا هم یو ډول له حاضرو پیښو تیښه ده. ګڼ کره کتونکي په دې باور دي چې د نقد لپاره پکار ده چې د شاعر په یوه شعر استناد ونه شي په ګڼو شعرونو کې شاعر وپلټل شي او د سم تحلیل لپاره د شاعر ژوند ته هم ناقد ځیر شي چې ژوند یې په خپله د شعر د ګونګو برخو د پوهیدو لپاره مرسته کوي.
محمود درویش تر( حیات الهیني) مخکې له (رنا قباني) سره واده کړی و. رنا قباني د امریکا په متحد ایالتونو کې د سوریې د سفیر لور په جورج ټاون پوهنتون کې محصله وه. دا کیسه کوي چې یوې ملګري راته وویل چې محمود درویش پوهنتون ته راځي، هلته شعر وایي ته هم راشه او ژباړې ته ضرورت شته، ورغلم، ملګرې مې درویش ته وروپيژندلم چې زه د ده د خواږه ملګري معروف شاعر نزار قباني وریره یم، دغه مو پيژندل و، درویش د څلرویشت ساعتونو په مخه واشنګتن ډي سي ته راغلی و په دې لنډ وخت کې مو سره ومنله چې واده وکړو بیا بیروت ته د پاریس له لارې رهي شو، دوې اونۍ په پاریس کې انتظار و چې د بیروت هوایي ډګر د جګړو له امله بند و، چې پرانیستل شو، بیروت ته ورغلو. رنا قباني چې خپله هم په انګلیسي ژبه شعر لیکي او لیکواله ده وایي چې د سفیر له ښکلي کوره په بیروت کې د درویش درویشي کورته ولاړمه، دا کور هم له اقتصادي پلوه هم هغه مهال د جګړو له امله ډير خوار و خو له درویش سره مې ژوند داسې و چې چیرته به کوم هیواد ته تلم د مهاجر له سترګو به مې ورته کتل چې دا احساس نه شم بیانولی.
رنا قباني او محمود درویش له کوم جنجال پرته څو کاله وروسته طلاق سره واخیست، رنا بریتانیا ته ولاړه هلته یې په کامبریج پوهنتون کې دوکتورا واخیسته او له یوه انګریز سره یې واده وکړ.
له محمود درویش څخه یوه عربي تلویزیون پوښتنه وکړه چې له میرمنو سره دې ژوند دوام ونه کړ، ده په خندا ځواب ورکړ چې واده راته عجیب ښکاره نه شو.
درویش دریم واده نه دی کړی، ماشومان یې هم نه و، دغه یوازیتوب د هجرت یوازیتوب ته غیږ ورکړې ده او د دې شاعر په بیلابیلو شعرونو کې ځلیدلی دی. درویش ته د (که خوشاله شوې) په نوم شعر کې ځان داسې یو وزری ښکارې:
چې څرنګه خوشاله شومه، ستون شومه
زنګ د کور مې بیا بیا ټینګ کړ، منتظر شوم…..
لکه چې ناوخته شوې. څوک ور نه خلاصوي
پلې لاره تشه ده، بنده باندې ویده نه دی
یاد مې شو کلیانې راسره دي
بخښنه مې له ځانه پسې وغوښته: هیرې مې وئ، ننوځه
ورمخته شوو…زه میلمه وم هم کوربه په خپل کاله کې.
ټول خالي ځایونه مې له خپل نظره تیر کړو
خپل اثر مې پيدا نه کړ، ښایي…هلته به زه نه یم
په هندارو کې مې ورته ځانته څه ونه موند، شوم په سوچ کې:
چیرته یمه زه، ناره مې کړه چې ویښ له لیونتوبه شم،
نه کیده…مات شوم لکه مات چې په کاشیو کې غږونه شي
دا پوښتنه مې بیا وکړه: ولې بیرته راغلې؟
وبخښه: هیر مې شوې، بیرته ووځه
نه کیده، د خوب خونې ته ولاړم
خوب کړه منډه خوا یې راکړه، راته وې ویل:
ته بدل شوې؟ ورته کړه مې زه بدل شوم، نو بیا مرګ
کور کې ښه دی، دې نه ښه دی چې له لارې موټر کوږ شي
او په تشه باندې ورشي
د محمود درویش په شعرونو کې مرګ ډير یاد شوی دی. علي احمد اسبر ادونیس په دې باور دی چې تر څو مرګ شته او ترڅو مینه شته تر هغو شعر شته. خو درویش چې کله دا لفظ یادوي په همدې کې هم د ده چلند صادقانه دی. درویش په ۱۹۸۴ او بیا په ۱۹۹۸ کې د زړه پرانیستی عملیات وکړ چې د ځینو راپورونو له مخې یې زړه د څو شیبو په مخه ودرید چې بیا د defibrillator په واسطه بیرته راژوندی شو. تر دې وروسته ده په یوه شعر کې ویلي دي چې هرڅه سپین ښکارې. داسې شعر هم لرې چې دی په بستر کې پروت دی، مرګ ورته په چوکۍ ناست دی خواله ورسره کوي.
محمود درویش په یوه بل شعر کې مرګ داسې انځوروي:
اشنا نه دی، نه یې پيژنم کمال نه یې خبر نه یم
جنازه مې وکتله، په مړي پسې روان شوم
درناوي نه مې سر ټیټ کړ د دې نورو په څیر
څه دلیل راسره نه و، چې څوک وپوښتم دا څوک دی؟
چیرته اوسي، ولې مړ شو او دا ځکه
علل د مړیني ډیر دي یو یې درد د دې ژوندون دی
ځان مې وپوښت: دی موږ ویني که عدم ده ته ورښکارې
له انجامه دی خواشینی؟
پوهیدم هغه به خلاص نه کړي تابوت، او پراته باندې ګلان ارغواني
څو دی وکړي مخه ښه، مننه له موږ وکړي راته ووایي په غوږ کې حقیقت
څه شی حقیقت دی؟ ښایي دی به لکه موږ، دغه شیبه، دا خپل سیوری ورپسې نغاړي
دی یوازی هغه څوک دی چې سهار یې اوښکي نه دې څڅولي،
لیدلی یې مرګ نه دی چې روان زموږ پر سر لکه د باز دی
دا ژوندي د دغو مړیو تربوران دي
او مړي خو ویده دي، غلي غلي
علت مې پيدا نه کړ چې زه وپوښتم دا څوک دی، نوم یې څه دی؟
نوم یې چیرته د بریښنا غوندې ځلیږي
ورپسې کسان ټول شل دي له ما پرته
وره د کلیسا سره زه ګیچ شوم:
ښایي دی وي یو لیکوال، یا کارګر وي، یا کډوال، یا وي غل او یا قاتل…توپیر څه دی
مرګ ته ټول سره یوشان دي
نه غږیږي، ښایي خوب به هم نه ویني
ممکن دا جنازه زما وي
ځنډولې کوم فرمان وي، الهي
علتونه یې هم ډير وي
یو یې هم وي لویه تیروتنه د دې شعر
په دې خیال کې هم د شاعر ژوند جوت دی چې وایي، ښایي لیکوال وي یا کډوال وي. د محمود درویش په شعرونو کې د دې جنازې په څير د ژوند نورې تجربې هم محسوسې دي او ترخه حقایق یې بیان کړې دي. د ( خوښ مې نه دی) په نوم په یوه شعر کې وایي:
هیڅ مې نه خوښیږي
سورلۍ وویل په بس کې، نه راډیو
نه ورځپاڼه، نه قصرونه پر غونډیو.
غواړم اوښکې توی کړم
غږ د موټروان شو: صبر وکړئ تر تمځي،
بیا که ژاړئ پسې ژاړئ
یوې وویل: زه همداسې
هیڅ مې نه خوښیږي، زوی مې کیښود په لحد کې
ځای یې خوښ شو، غرق ویده شو، خدای پامان یې راته نه ویل
محصل وویل: زما هم کوم شی خوښ نه دی. ارکیالوجي مې لوستلې
د ډبرې په اصلیت پوه شوی نه یم. زه رښتیا هم دغه زه یم؟
پوځي وویل: زه همداسې، هیڅ مې نه خوښیږي. همیشه محاصره یم، ارواوې رانه تاو وي
قهرجن موټروان وویل: تمځي ته رانژدي یوو، دا وروستی دی
چمتو شئ کوزیدو ته…
چیغي شوې، بغارې شوې: تمځي نه ها خوا غواړو،
کوز شئ!
زه له ځانه سره وایم: کوز مې کړه همدلته. زه یمه د دوی په څیر
هیڅ مې نه خوښیږي، خو سفر یم ستړی کړی
سفر ستومانه کړی.
محمود درویش په یوه تلویزیوني مرکه کې خپل شعر په څلورو فصلونو وویشه:
«پسرلی هغه وخت و چې ساده شعر مې لیکه چې پکې مې د مور، پلار، نیکه او خاورې په اړه شعرونه وویل، همداراز مې د مېنې د پيلامې کیسې کولې. دوهمه مرحله مې هغه وه چې بیروت او قاهرې ته ولاړم او له نورو عربي لیکوالو سره یوځای شوم دا هغه پړاو دی چې د عربي شعر د نوښت په بحثونو کې راګیر وم. خو کله چې په بیروت کې کورنۍ جګړه شوه شعر مې بیرته شاته ستون شو او د وینې د بهیدو د مخنیوي موضوع ترهرڅه راته مهمه شوه. تر دې وروسته د اوړي فصل دی او دا هغه مرحله ده چې پاریس ته ولاړم. درویش وایي، دا مې د شعري تجربې تر ټولو غني مرحله ده ځکه چې په پاریس کې مې دا فرصت ترلاسه کړ چې خپل ذات ته فکر وکړم، له خپل شعر سره مې خپلو اړیکو ته، خپلې ژبې ته او خپلې موضوع ته ځير شم. دغه ځان ته فکر زما د هر شعر ریتم مشخص کړ، حماسي احساس یې چې تر دې دمه زما پر ډيرو شعرونو غلبه کړې وه راکم کړ. د وجود په اړه، د ژوند او کایناتو په اړه سوالونو ته مې پاملرنه زیاته شوه. د مني فصل مې بیا هغه دی چې د مرګ تر تجربې وروسته پړاو دی. دی څرګندوي چې په دې مرحله کې یې شعر په حواسو ویلی دی او دا اعتراف هم کوي چې دا ډیره سخته ده چې حواس دې خالص فکر بیان کړي. درویش زیاتوي چې د ژمې فصل ته لا نه دی رسیدلی، غواړي چې د مني عمر ښه اوږد شي او دا تر ټولو عالي فصل دی چې پکې ځواني حکمت ته غیږ ورکوي. درویش د مثال لپاره په یوه مرکه کې یو وخت ویلي و چې د مني په مرحله کې یې د ( اس مې یوازې پریښود) په څير شعرونه ولیکل چې په دې کې مې خپل ژوند لیک بیان کړی دی:
اس مې یوازې پریښود
پلاره چیرته دې په مخه یم؟
زویه د شمال په لور…
له هوارې دوی روان دی او پر لوړه…
پوځیان د بوناپارت* په ترصد دي
د عکا* پر دیوال سیوری غوړیدلی.
پلار یې زوی ته وایي: مه ویریږه
مه ویریږه د مرمیو له کړسارو
خاورې ته غېږ ورکړه، ژغورل کیږو، پورته کیږو
د شمال د لورې غره ته
هالته لرې چې پوځیان خپلو کورونو ستانه شي، بیا راګرځو
پلاره! موږ چې ولاړ شو، زموږ کور کې به څوک اوسي؟
زویه کور به په خپل حال وي لکه څرنګه چې و
کلیانو یې احساس وکړ، همداسې
لکه غړیو د وجود یې، نو ډاډه شو.
تیریدل دوی د ازغیو له دیواله:
زویه درپه یاد کړه
پلار دې دلته انګریزانو دوه شپې ورځې
په ذقومو صلیب کړی
اعتراف یې نه و کړی. زویه ته به لوی شې
او هغوی ته چې ټوپک یې په میراث ورسره وړی
دا کیسې کوي چې اوسپنه وه، وینې بهیدلې…
اس دې ولې دی یوازې ایله کړی؟
زویه چې له کور سره شي روږدی،
کور کورونه مري، چې یې خلک شي غایب…
له واټن، ډيره واټنه ابدیت ورونه پرانیږي،
هغه یوه ته چې په شپه کې وي روان.
لیوان دي، د دامان دي او کولې دي
سپوږمۍ ته چې په خپله ویریدلې
او زوی ته یې پلار وایي: تکړه لکه نیکه شه
ښه راپورته د څیړۍ د غونډۍ سر ته، دا وروستۍ ده
زویه در په زړه کړه،
عسکر دلته په ګونډو شول له جګړې نه، پښه کړه ټینګه راسره
چې راګرځو
پلاره کله؟
سبا، ښایي وروسته له دوو ورځو
سبا وږې وه، خوله یې پر شمال وه لګولې
ورپسې د ژمې اوږدې شپې وې
پوځیان و د یهوشع ابن نون*
دوی کلا ابادوله
خښتې یې د دوی د کور. او دوی د قانا* په خوله کې ژبه راایستلې:
مسیح یوه ورځ دلته و تیر شوی
دلته یې اوبه دي شراب کړې، بیا یې وکړې کیسې د مینې ډيرې
درپه یاد کړه سبا دې درپه یاد کړه، کلا د صلیبیانو در په زړه کړه
چې وي څوړمنی، وښو خوله ورباندې ایښې
د پوځیانو تر تګ وروسته…
محمود درویش شپږ کلن و چې کورنۍ یې لبنان ته مهاجره شوه. دی لیکي« د لبنان لومړی کلی چې هاغه وخت راپه زړه کیږي هغه د (رمش) په نوم کلی و، وروسته (جزین) ته ولیږدیدو او تر هغو هلته و چې د ژمي واورې اووریدې…بیا (دامور) ته نژدې د (الناعمه) سیمې ته ورغلو، دا سیمه مې ښه یادیږي، هلته سمندر و او د کیلې باغونه… تر اوسه مې هغه زمانه ترسترګو سترګو کیږي…موږ انتظار و چې جګړه به دریږي او خپل کلي ته به ستنیږو».
دغه انتظار د محمود درویش په پورتني شعر کې څرګند دی خو د ده په باور دې ته اړتیا نه شته چې څوک د شعر د پوهیدو لپاره د شاعر له ژونده ځان خبر کړي د ده په اند هر شعر په خپله یوه اټوبیوګرافي ده.
د ( اس مې یوازې پریښود) په شعر کې داستان بیان شوی دی چې پلار او زوي له خپله کوره په تیښته دي او په اخره کې هیله ښکاره کوي چې بیرته به هغه وخت خپل کلي کور ته ځي چې پوځیان ستانه شوي وي.
په نوي شعر کې ناقدان له منظم زماني تسلسل سره، لکه په پخوانیو نکلونو کې چې یې وینو یا یې په اوسنیو کیسو کې وینو مخالفت کوي. په پورتني شعر کې دغه یو ډول مغشوشه فضا د نکل تسلسل ټکنی کوي او کله چې شاعر وایي:
عسکر دلته په ګونډو شول له جګړې نه، پښه کړه ټینګه راسره
چې راګرځو
پلاره کله؟
سبا، ښایي وروسته له دوو ورځو
په اخره کې بیا وایي:
کلا د صلیبیانو در په زړه کړه
چې وي څوړمنی، وښو خوله ورباندې ایښې
د پوځیانو تر تګ وروسته…
په دغو ځایونو کې او د شعر په نورو برخو کې هم که ځیر شو زمان اصلا نظم نه لري او یو ډول بینظمه زمانه ده.
بل لور ته هنرونه که په ظاهر کې هرڅومره سره بیل وي له یوه بله تاثر اخلي. محمود درویش وایي، کافکا* مې تر پوست لاندې موندلی چې غلی پروت دی او د خپسکې لپاره غزونې کوي. دی د کیسه لیکوال نجیب محفوظ* ملګری و، له یوسف ادریس* سره یې راشه درشه لرله او ګارسیا مارکز* یې انډیوال و.
داستان ښایي د شاعر ذهن پراخ کړي خو دا په خپله شعر دی چې شاعر ته ډير څه ورکولی شي. درویش وایي چې د عربانو د جاهلي زماني* له شعرونو اغیزمن شوی او ډير اغیز پرې متنبي* کړی دی. په اروپایي شاعرانو کې لومړی کس اسپانوی لورکا* دی چې د ده په وینا د شعر په تصویرونو کې یې د ده د حواسو دنده وربدله کړه او د هغه د شعرونو ګونګ حالت اغیز ورباندې وکړ. دی وایي چې یوه موده یې د نرودا* شعرونه خوښیدل، مایاکوفسکي* ته به زنګیده او د ناظم حکمت * د شعرونو په برخه کې وایي چې داسې شاعر راته ښکاره شوی چې د اوږدې مودې په مخه مې نه شي بوختولی. د داغستان شاعر رسول حمزاتوف* هم د ده ملګری و. د درویش په نظر په شعر کې تاثیر او تاثر طبیعي خبره ده او په حقیقت کې ټوله شاعري داسې ده لکه یوه پاڼه چې پرته وي هر شاعر راځي یو څه پرې ورزیاتوي خو مهمه دا ده چې په دې بیروبار کې شاعر خپل غږ پيدا کړي حتی که یې شاعري نوې پيل کړې وي.
په عربانو کې په ځانګړي ډول فلسطینیانو کې ګڼو ځوانانو د محمود درویش په څیر شاعري ته مخه کړې ده خو دی وایي چې دا شعرونه یې نه خوښیږي او شعر داسې نه دی چې یو بام لري بل به هم هلته ورپورته کیږي، د ده په باور شعر فضا لري یا فضاوې لري هر شاعر خپل ځای پکې موندلی شي.
ځینو کره کتونکو د محمود درویش پر شعر دا انتقاد کړی دی چې موضوعات یې سیمه ییز دي لکه د ( اس مې یوازې پریښود) په شعر کې؛ خو محمود درویش دې نیوکې ته په خواب کې په یوه مرکه کې وویل:« که چیرته په شعر کې فلسطین یاد شي دا سیمه ییز شو، نه او برعکس که چیرته په شعر کې فلسطین یاد نه شي دا نړیوال شو بیا هم نه. درویش زیاتوي، موضوع شعر نه محدودوي د شعر حدود د شعر تخیلي کیفیت ټاکي. شعر د کلتورونو، تمدونونو، ژبو، زمانونو او مکانونو ترمنځ سفر دی.»
دی له خپلې لومړۍ شاعري راضي نه دي:« کله چې اړ شم چې خپلې تیرې لیکنې د چاپي غلطیو لپاره بیا وګورم زړه مې سخت ورته په تنګ شي له تیرې شاعرۍ راضي نه یم له ځان سره وایم کاشکي مې ټولې لیکنې نه وای خپرې کړې او یا لږ تر لږه ډيره برخه یې ما نه وای چاپ کړې بیا په دې زړه تکیه کړم چې زما د شعر وده د همدې کارونو نتیجه ده دغه وسواس مجبوه کړم چې د ځواني د وخت یوه ټولګه ضایع کړم خو په دې کار پیښیمانه غوندې یم ځکه چې لوستونکی هم نظر لري»
محمود درویش د خپلې شاعرۍ په لومړیو وختونو کې تقریبا ټول شعرونه فلسطین او فلسطنیانو ته وویل چې ده دا شعرونه له احساساتو ډک بللې دي خو کله چې درویش بهر ته تللی دی بیا یې هم د خپل کور کلي له شعرونو لاس نه دی اخیستی دی وایي: « له کور سره زما رابطه په تبعید او جلاوطني کې زیاته شوه. کله چې په کور کې یې کور نه ستایې او په اهمیت او صمیمیت یې نه پوهیږې، کله چې له کوره منع شې دا احساس دې ځوانیږي او دا هیلې دې زرغونیږي چې وروستی سفر او هدف کور دی. جلاوطني د کور او وطن مفهوم ژوروي».
درویش د یوه شعر په یوه برخه کې خپل وطني کور داسې یادوي:
تاته وایم، نا اشنا… په کور مو سلام وایه
د قهوې پيالې مو لا هم په خپل حال دي
پر پیالو؛
زموږ د ګوتو د خاپونو بوی درځي..!!
لور ته دې ته وایې
هاغه د چوټۍ نجلۍ
ها د پنډو وریځو واله یادوم
د دې کور دی، یو څښتن دی، دی غایب دی هیله یې لیدل دي
هسې یې زړه غواړي..
چې ورننوځي د کور هاغه هندارې ته او سِر نه یې خبر شي
چې وروسته یې بیا څرنګه ژوند کړی چی دی نه و
وایه پرې سلام
که دې وخت و
د محمود درویش په باور « کور هغه ځای چې له خپل نفس، له کتابونو، له موسیقي او له سپینې پاڼې سره کښینم. کور هغه خونې ته ورته دی چې د ځان داخل ته غوږ ږدم او هڅه کوم چې وخت ضایع نه کړم. په شپيته کلني کې انسان داسې احساس کوي چې ډير څه نور نه دې پاتې، زه اعتراف کوم چې ډير وخت مې په سفر، له نورو سره په راشه درشه او داسې شیانو ضایع کړی دی. اوس دې ته سخت لیواله یم چې له وخته سمه استفاده وکړم، ولیکم او ولولم».۸
درویش په داسې حال کې د خپل عمر د ضایعه کیدو ارمان کوي چې په اووه شپیته کلن عمر کې یي شپږ ویشت شعري ټولګې چاپ شوې، یولس د نثر کتابونه، په لسګونو ژبو یې کتابونه وژباړل شول، د هند، ایتالیا، چیلي، فرانسې، د امریکا د متحد ایالتونو، د پخواني شوروي اتحاد، مسدونیا، بوسنیا، ترکیې، هالنډ او عربي هیوادو څخه یې په لسګونو جایزې ترلاسه کړې.
دی په عبري، انګلیسي او فرانسوي ژبو هم پوهیده او ابتدایي روسیي یې زده وه.
د درویش په باور په نړۍ کې د شعر تخیلي کیفیت د شلمې پيړۍ په لومړۍ نیمایي کې اوج ته ورسید د ده په اند د شعر تر ټولو غني وخت همدا دی سره له دې چې په دې وخت کې نه شکسپیر* شته، نه دانتې* شته او نه هم هومیروس* خو بیا هم دا پيړۍ د نړیوال شعر لپاره د سرو زرو پيړۍ ده. دی اعتراف کوي چې ډير څه یې د دغې زمانې له شاعرانو زده کړې دي.
د محمود درویش لومړۍ شعري ټولګه ( بې وزرو مرغۍ) په ۱۹۶۰ کال کې چې دی نولس کلن و چاپ شوه. درویش وایي چې کتاب مې ولید چې زما نوم پرې لیکل شوی دی، وزرې مې وکړې خو په ورته وخت کې وویریدم. خوښي مې دا وه چې توانیدلی یم چې یو اثر پریږدم او ځان راسپړم خو ویره مې بیا دا وه:
دا څه چې مې خپاره کړې دي دا په حقیقت کې شعر دی؟
دا شعرونه دا ارزښت لري چې همدا ډول ادامه ورکړم؟
دا وړتیا لري چې پرمختګ پکې وکړم؟
دا ممکنه ده چې نوی شي؟
محمود درویش له دوه زره میلادي کال وروسته هم په یوه مرکه کې وویل چې دا سوالونه یې تل په ذهن کې وي.
په دې پوښتنو کې دا یوه نه ده شوې چې دا کلام داسې اهنګین دی چې شعر یې وبولي؟ ښایي علت به یې دا وي چې دی له اوله پوهیده چې شعرونه یې بې سارې موسیقي لري.
دا داسې موسیقي ده لکه استادان چې کله سندرې غږوي یو دم یو نیم ځای ټول ساز غلی شي؛ دی څو عادي جملې ووایي یعني په مات ترنم دې بیرته د موزونې موسیقي اوج ته داخل کړي. د درویش په باور شاعر له موسیقي څخه د ډک کلام ترڅنګ یوې نثري جملې یا نثر ته ورته جملې ته محتاجه دی څو شعر له خپل کلاسیکي برم څخه راولویږي یا له خپل لوړمقام څخه چې ادراک یې سخته دی؛ راښکته شي.
د ده په اند ښایي همدا نثري ډوله جملې په راتلونکې کې په شعر کې زیاتې شي: « شعر یوازې یو ژبني جوړښت او یوه قاعده نه ده، شعر یو شعري حالت دی. د شعري حالت د بیان لپاره الفاظ تر تفعیلاتو غوره وسیلې دي، ښایي د یوې شعري جملې لکه چې رواج دی او یوې نثري جملې یوځای کول یوه ورځ بیخي تفعیلات له منځه یوسي. زه په خپله دې ته خپه یم چې په راتلونکې کې به شعر له تفعیلاتو تش وي خو زما په دې خپګان به راتلونکي نسلونه خاندي» ۷
درویش له هغو کسانو څخه و چې د موسیقي ډير کسټونه یې لرل او د موسیقي د سترو استادانو موزیک یې اوریده، لکه د بیتهوفن* او چایکوفسکي* او دی وایي چې ډير کله د لیکلو په وخت موسیقي ورته چالانه وي.
مشهور عرب استاد سندرغاړی مارسل خلیفه اعتراف کوي چې د محمود درویش شعرونو تل نوې موسیقي ورکړې ده. د مارسل په وینا کله چې یې د درویش شعرونه لوستې دي د موسیقي نوټونو یې تر لاسه کړې دي او بیا یې دا شعرونه سندرې کړې دي.
مارسل خلیفه وایي چې له محمود درویش څخه مې وغوښتل چې د انتظار شعر به سندره کړم، دا هغه شعر دی چې د دې مقالې په پيل کې خپور شو. مارسیل څرګندوي چې درویش راته ویل مه یې سندره کوه دا شعر د یوه شخصي هدف لپاره ویل شوی دی. خلیفه په یوې مرکې کې وویل چې له محمود درویش څخه مې دا غوښتنه څو ځله وکړه خو ده ردوله بیا یې په ۲۰۰۸کال کې چې دی د امریکا د متحد ایالتونو په تکساس کې په روغتون کې بستر و زنګ راته وواهه او راته ویې ویل چې هاغه شعر سندره کړه.
محمود درویش لاهم په همدې بستر کې و چې د ۲۰۰۸ م کال د اګست په نهمه یې د میین اووه شپیته کلن زړه د ګراف کرښي غلې شوې، د اسراییل (هارټز) ورځپاڼې ولیکل د سولې شاعر مړ شو او هالته لرې په رام الله کې فلسطینیانو شمې بلې کړې او د پيړۍ د دې ستر شاعر ویر ته یې د غم ټغر ویړ کړ.
توضیحات او مراجع
- په اصلي شعر کې د کولونیا په نوم د یوې ونې عطر یاد شوي دي. کله چې مې په انټرنټ کې د دې ونې پلټه وکړه دا داسې ونه ده چې نژدې دوه متره لوړه وي. دا ونه ښایي په ټوله ورځ کې یو ساعت له لمره مستقیم نور واخلي او که ډیره لمر ته مخامخ وي وچیږي. کولونیا ونه هره ورځ اوبه غواړي که هوا ګرمه وي حتی د ورځې دوځله اوبه ورته پکار دي.
- د« انتظار» شعر دوه ډوله خپور شوی دی. یوه بڼه یې همداسې ده لکه دلته چې ژباړل شوې ده بله بڼه یې لږ اوږده ده.
۱-پسرلی اجمل، ص ۲۳ یو تیریاد- علمي خپرندویه ټولنه- ګردیز، ۱۳۹۴
۲-پسرلی اجمل، ص، ۷۸ نوی عربي شعر-کره کتنه، مومند خپرندویه ټولنه- جلال اباد-۱۳۹۱ لمریز
۶-۳–ص ۹۳ نوی عربي شعر
۴-
۵-أنظر . صدى لبنان . حوار منشور مع الشاعر . بيروت . 29-2-1972.ص6.
۶-
۷- د. عبد السلام المساوي، قراءة في جدارية محمود درويش، عالم الفكر، ع35، أبريل -يونيو- ص ۱۰۵
۸- محمود درويش في حوار شامل حول الشعر والحداثة – جريدة الحياة اللندنية 14/12/2005
- توماس ستیرنس الیوت( ټي ایس الیوت) د امریکا په متحد ایالتونو کې زیږیدلی شاعر او نقاد (۱۸۸۸-۱۹۶۵) د نوبل د جایزې ګټونکی چې تر پنځه ویشت کلنۍ وروسته عمر یې په بریتانیا کې تیر کړ او د دغه هیواد تابعت یې واخیست.
- ژان موریس اوژن کوکتو فرانسوی شاعر، ناولست او انځور ګړ (۱۸۸۹-۱۹۶۳م )
- ناپيلیون بوناپرت ( ۱۷۶۹- ۱۸۲۱) فرانسوی ایتالیایی پوځي سیاسي مشر چې تر ۱۸۱۵ م کال پورې یې د اروپا په اکثر نیمې وچې پاچاهي وکړه.
- عکا د اسراییل په شمال کې موقعیت لري. ویل کیږي چې دا ښار تر میلاد څه باندې زر کاله مخکې ودان شوی و. مسلمانان تر میلاد ۶۳۶ کاله وروسته ونیو او په ۱۸۴۸ کال کې د عربانو او اسراییلیانو د ویش له مخې د اسراییل برخه شو.
- یهوشع بن نون د موسی ع له ملاتړیو څخه و چې د ده په قومانده بني اسراییلو کنعان نیولی دی. د دې کس په اړه بیلابیل روایات شته، ویل کیږي چې دی د یوسف ع له اولادونو څخه و ځیني روایتونه بیا څرګندوي چې دا نوم پرې موسی ع ایښی دی او دی له هغو دولس کسانو څخه و چې موسی ع د څیړنې لپاره موعود سیمې ته واستاوه.
- قانا د لبنان یو کلی دی چې د بیروت جنوب ته په ۹۵ کیلومترۍ کې پروت دی.
- کافکا: فرانتس کافکا( ۱۸۸۳-۱۹۲۴م ) جرمني ژبی چکی کیسه لیکوال.
- نجیب محفوظ ( ۱۹۱۱-۲۰۰۶) د نوبل د جایزې ګټونکی مصری کیسه لیکوال.
- یوسف ادریس ( ۱۹۲۷-۱۹۹۱ م) مصری کیسه لیکوال.
- ماکز: ګابریل ګارسیا مارکز ( ۱۹۲۷-۲۰۱۴ م) کلمبیایی کیسه لیکوال چې په ۱۹۸۲ کې د نوبل جایزه واخیسته.
- جاهلي زمانه: د ځینو سرچینو په باور تر اسلام مخکې یو نیم سل کاله موده رانغاړي په دې وخت کې شاعرانو اووه اوږده مشهور شعرونه لیکلي دي چې معلقات به یې ورته ویل، دا هغه شعرونه و چې عربانو عالي بلل او د همدې لپاره یې پر کعبې شریفې راځوړند کړي وو.
- المتنبي: ابو الطیب المتنبي الکندي الکوفي( ۹۱۵-۹۶۵م) دی په کلاسیک عربي شعر کې داسې مقام لري لکه خوشال خان خټک چې یې په پښتو کې لري، هم یې غزل لیکلی هم یې حماسه پنځولې.
- لورکا: فدریکو خسوس ګارسیا لورکا ( ۱۸۹۸-۱۹۳۶ م ) اسپانیایی شاعر چې په اته دیرش کلنۍ کې د اسپانیا د کورنۍ جګړې پرمهال یاغیانو وواژه.
- نرودا: پابلو نرودا(۱۹۰۴-۱۹۷۳م) د چلي نامتو شاعر چې د نوبل جایزه یې ګټلې ده.
- مایاکوفسکي: ولادیمیر مایاکوفسکي(۱۸۹۳-۱۹۳۰ م) روسی شاعر چې د محمود درویش ترڅنګ یوشمیر نور معاصر عرب شاعران ترې ډير متاثر دي.
- حمزاتوف: رسول حمزاتوف(۱۹۲۳-۲۰۰۳ م) د روسي ژبي دا شاعر د محمود درویش نژدې ملګری و. درویش په یوه مرکه کې ویل حمزاتوف په داغستان کې زیږیدل چې تر دې وړوکی جمهوریت د حمزاتوف نوم په روسیه کې خلک ډير پيژني.
- شکسپیر: ویلیم شکسپیر( ۱۵۶۴-۱۶۱۶م) د انګلیسي ژبي شاعر چې د ډیرو په باور د نړۍ په تاریخ کې بیجوړې شاعر دی.
- دانتې الي ګېرې(۱۲۲۵-۱۳۲۱م ) ایتالیایی شاعر. محمود درویش په یوه شعر کې چې ویل کیږي د ده د ژوند وروستی شعر دی او په هغه کې مرګ تصویروي او وایي که په دې پوه شم چې تر ماښام پورې مرم نو څه به کوم، دی په دې شعر کې په همدې لنډه موده کې جامې بدلوي، له ښو ملګرو سره ګوري او د دانتې د ( الهي کمیډي) اثر لولي.
- هومیروس: یوناني شاعر چې داسې باور کیږي چې ده تر میلاد ۸۵۰ کاله مخکې ژوند کړی دی. داسې باور دی چې د لرغوني یونان خورا مهم اثار د ایلیاد او ادویسه حماسې ده لیکلي دي.
- لودویګ فان بیتهوفن(۱۷۷۰-۱۸۲۷م) د جرمنی هنرمند دی چې په په ټوله نړۍ کې ده ته د پيانو د بیسارې استاد په سترګه کتل کیږي.
- پیتر ایلیچ چایکوفسکي (۱۸۴۰-۱۸۹۳م) د روسیې او نړۍ د موسیقي نامتو استاد
https://www.youtube.com/watch?v=GesEMAZmfqc&list=PLD9CE7C336EE66281&index=5
- https://www.youtube.com/watch?v=Zo7oINDaU2M
- https://www.youtube.com/watch?v=3HgwxoPnSDQ
- https://www.youtube.com/watch?v=Ij6juc7bnVg
- https://www.youtube.com/watch?v=a1JA3Uxo2PM
کوم وخت می د محمود درویش د شخصیت په هکله په یوه لیکنه کی دا جمله تر سترګو سوه:
” د محمود درویش ټول هنر او شعر او شعور او احساسات پدې لنډو ټکو کی منعکس سویدی” :
امریکا = طاعون
طاعون = امریکا