جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبراځئ کیسه ولیکو (د کیسې ژبه) نصیراحمد احمدي

راځئ کیسه ولیکو (د کیسې ژبه) نصیراحمد احمدي

د کيسې ژبه

زما د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه “سړه سيلۍ” نوميږي. دا کتاب اوه_ اته کاله مخکې چاپ شو، ځينو کسانو ولوست، را ياده يې کړه چې کيسې يې بدې نه دي، هدف لري. تصويرونه هم په زړه پوري دي، خو په ځينو ټکو يې نه دي پوهېدلي.

هغه وخت مې دا خبره زړه ته نه لوېده، په ژبه کې مې کوم مشکل نه ليد، هره کرښه او هره کلمه واضح راته ښکارېده، خو وروسته مې پام شو، چې دوی په حقه ول، ما په کيسو کې ځينې داسي کلمات را اخيستي وو چې يواځې زه او د غزني د قره باغ ځينې اوسيدونکي پرې پوهېدل.

که موږ هر څومره زړه راکښونکې موضوع ولرو او د کيسی په ټولو اړخونو پوه يو، خو چې د ويلو چل يې نه وي را معلوم، نه به په خپله له کيسې څخه خوند واخلو او نه به هم لوستونکو ته په زړه پوري وي.

ځکه نو د کيسې ژبه ډېره مهمه ده.

١_ د ژبې ساده والی:

يوه ملګري مې د يوې کيسې موضوع پيداکړې وه، مخکې تر ليکلو يې راته وويله، په ويلو کې يې خوند پروت و، خو کله چې مې په مجله کې د همدې کيسې ليکلې بڼه ولوستله، دومره پيچلي کلمات يې پکې را اخيستې ول چې لوستلو يې د زړه زور غوښت.

تلېفون مې ورته وکړ، دليل يې داو چې ليکل بايد تر ويلو توپير ولري.

ماته هغه د شپون صاحب خبره را په زړه شوه: ” موږ نثر وايو، اورو يې، خو ليکلی يې نه شو.”

ځينې ليکوالان چې څه ليکې، د ليکلو لپاره په پېچلو کلماتو او اصطلاحاتو پسې ګرځي، کتابونه پسې ګورې او له نورو څخه پوښتنې کوي. دوی په دې فکر کې دي چې مغلق او پيچلي کلمات کيسه او يا هم کومه بله ليکنه پياوړی کوي او په دې سره پخپله ليکوال پوه او د ډېرې مطالعې خاوند ښکاري، خوپوښتنه داده چې موږ د چا له پاره کيسه او يا هم کومه بله ليکنه ليکو؟ ايا هغوی په دا ډول پېچلو کلماتو پوهيږي؟ ايا د مغلقو تورو کارول هنر دی؟

زموږ په کلي کې يو سپين ږيری و، ده په ځوانۍ کې ماموريت درلود ، ان د زړښت تر مهاله يې په ژبه ډېر داسې کلمات راوړل چې نورو ته به د پوهاوي وړ نه ول، وروسته د ” مامور لغت پران ” په نوم مشهور شو، خو ده به ويل: ” داخلک ملامت نه دي. مکتب يې نه دی ويلی. “

که موږ د خلکو لپاره ليکل کوو، ژبه موهم بايد د هغوی لپاره وي. هنر هم په ساده ژبه کې دی، اوسني ادبيات ساده ژبه خوښوي، داسي ژبه چې له ساده والي سره سره د ليکوالۍ هنر هم پکې پروت وي، هنر په پېچلو لغاتو او اصطلاحاتو کې نه دی، هنر نور اړخونه لري چې ژبې ته خوند وربخښي او يو عمده لامل يې د ژبې ساده والی دی.

د ژبې ساده والی دا مانا نه لري چې څه وايو، هغه ټول بايد د کاغذ پرمخ هم راوړو، بلکې هدف مو د جملو په بسته بندۍ او د لغاتو او اصطلاحاتو په کارولو کې دی.

شايد زما دا خبره د ځينو لوستونکوخوښه نه شي، خو ډېر پښتنانه د” ټولټاکنو ” کلمه نه پيژني، دوی ِيې انتخابات بولي، د ” ښونځی ” ” ټولګی )” او” ښونکی ” له کلماتو سره هم نا اشنا دي، د ” مکتب ” ” صنف ” او ” معلم ” په نومونو يې يادوي. موږ بايد په هغه ژبه کيسه و ليکو چې خلک خبرې پرې کوي، ورباندې پوهيږي او ورته روښانه وي.

٢_په لنډو فاصلو کې د يورنګه تورو او فعلونو کارول:

تېر کال مې د يوه ليکوال پر يوه کيسه باندې نظر څرګند کړ، د نقد يوه برخه د تورو او کلماتو د کارولو په اړه وه، غواړم چې د موضوع د لا روښانتيا لپاره د هماغه کيسې ځينې برخې را واخلم.

په لومړيو دوو پاراګرافونو کې دوه ځايه ليکل شوي وو: ” قلم يې راواخيست ، کاغذ يې راواخيست “

په دومره لنډه فاصله کې دوه ځايه د ” راواخيست” کلمه ښه نه راځي، که يو ځل ” راواخيست ” ليکو، دوهم ځل بايد په يو ه بل فعل پسې وګرځو، مثلا ” کاغذ ته يې لاس کړ”.

بل ځای داسي ليکل شويدي ” تر ليکلو کرښو لاندې يې هسې ګډې وډې کرښې و ايستلې، د کرښو تر څنګ يې يوه غټه سترګه انځور کړه…”

په لنډه فاصله کې درې ځايه د ” کرښې ” توری راغلی دی.

دلته که يوځای کرښه ليکو، بل ځای ليکه ښه راځي، درېيم ټکي ته هيڅ اړتيانه پيداکيږي.

” د کرښو تر څنګ يې يوه غټه سترګه انځور کړه ” که داسي وليکو( ترڅنګ يې يوه غټه سترګه انځور کړه ” هماغه مانا ورکوي. خپله د “څنګ ” توری، هماغه د “کرښې” ترڅنګ راښيې.

بله جمله:

” کتابچه يې له نورو کتابونو سره په پلاستيکي پاکټ کې کېښوده او په هغه څوکۍ کې يې کېښوده چې څو شيبې مخکې نصير ناست و… “

دلته د لومړي ” په پاکټ کې کېښوده ” پر ځای ” په پاکټ کې واچوله ” ښه راځي، په دې توګه به مو په لنډه فاصله کې دوه ځايه د ” کېښوده” کليمه نه وی کارولې.

بل ځای ليکل شوي دي ” يو ځل بيا د نصير سترګو ته ځيره شوه، دومره ورته ځيره شوه… “

دلته که لومړی ” وکتل ” راشي، له يورنګه والي څخه يې ژغوري.

بل ځای: ” فريبا تر پښو لاندې ځمکې ته کتل، تر ژبه لاندې يې وويل…”

دوه ځله د لاندې کليمه راغلې،” فريبا تر پښو لاندي ځمکې ته کتل “دلته د لاندې ټکی اضافه دی،که ساده وليکو”فريبا ځمکې ته کتل ” هماغه مفهوم لري، که فريبا پر ځمکه پل ايښی وی، بيا څنګه تر پښو لاندې ځمکې ته ګوري!!!

بله جمله: ” ډېره ډېره مننه، د تابلو او کتابچې په خاطر ځانته مننه کوم. “

که يو ځای مننه ليکو، بل ځای د مننې پر ځای کوم بل توری کارولی شو. ” کور ودان ، ژوندی اوسې يا داسي نور”.

بل ځای ” فريبا يې لاس په لاس کې ونيو” که وليکو: ” فريبا يې لاس ونيو” هماغه مانا او هماغه تصوير لري. ځکه نيول د لاس په واسطه تر سره کيږي.

بله جمله ” د مريم ښکليو سترګو ته يې وکتل، هغې هم ورته وکتل… ” که وليکو: ” هغې هم سترګې ور واړولې” نو په لنډه فاصله کې به دوه ځايه د ” وکتل ” ټکی نه وي راغلی.

بل ځای ” نور هم انځور ته نږدې شو، ښه ورته ځير شو”

داسې ليکلی شو ” نور هم انځور ته نږدې شو، په ځير يې ورته وکتل” په دې توګه يو ځای د ” شو ” ټکی کمېدی شي.

په کيسه کې داسي ډېر يو رنګه توري وو چې په لنډو فاصلو کې سره راغلې دي، دا په مفهوم او مانا کې کوم بدلون نه راولي، ټولو ته د پوهاوي وړ دي او د عادي لوستونکو دومره پام هم نه ور اوړي، خو توري او کلمات د خښتو په څېر دي، که په يوه دېوال کې يوه خښته راوتلي وي او ياهم په خپل مناسب ځای نه وي اېښودل شوي، ټول دېوال بد ښکاري،ځکه نو په هره ليکنه کې د تورو او کلماتو ټاکل او مناسب ځای ته دقت په کار دی.

پښتو يوه غني ژبه ده، يوه شي ته ډېر کلمات لرو، په مختلفو نومونو يې يادولی شو، دا نومونه دومره ګنګ هم نه دي، ټول پرې پوهېدای شي، نو ځکه جمله بندۍ او د کلماتو او فعلونوکارولو ته بايد پام وکړو.

که يو ځای ليکو ” راته ويي کتل ” بل ځای ” سترګې يې راواړولې ” ښه راځي، ” مخ يې راواړاوه ” هم همدا مانا ورکوي.

په يوه کيسه کې مې ولوستل: ” انځرګل ځوان و، د پلار يو زوی و او له رنګه ښايسته و. “

درې ځايه په لنډه فاصله کې د ” و ” ټکی راغلی دی. کيدای شي داسي يې وليکو:

انځرګل ځوان و، پلار يې همدا يو زوی درلود، له رنګه ښايسته ښکارېده.

يا نورې جملې، خو شرط يې دا دی چې په لنډو فاصلو کې يورنګه توري او فعلونه را نه وړو،ځکه د ژبې خوند ته زيان رسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب