یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeکالمونهاستاد شپوند ښځو ا َکوک / استاد سعدالدین شپون

د ښځو ا َکوک / استاد سعدالدین شپون

امریکایان، چې له کوم شي وېره لري، وايي چې لس فوټه ډانګی هم که راسره وي ور پورې لګوم یې نه.

زه او د ښځو موضوع مار او ویلنی یو. لار ترې چپوم. خو دا یوه میاشت په تلویزیون کې سیما سمره وینم چې له اوږدو نوکانو یې، ما خو لا څه کوې، د زمري زاره هم چوي، چې منګولې درولګوي نو برابرا دې بژه کوي. لګیا ده په افغانستان کې د ښځو حقوق غواړي، بې چوخسه انګریزي یې د امریکا د مېرمنو د حقوقود ټلوالو په زړونو رباب وهي. بله پوڅکۍ مخې شکریه بارکزۍ ده چې بل قسم جادو کوي. دوی دواړه په غبرګو آوازونو د افغانستان د مېرمنو د حقوقو زړه راښکونکې سندرې بولي. وايي ښځې باید د رای ورکولو، کاندیدېدو او له کوره بهر د کار حق ولري، عمومي، حرفوي او تخصصي تعلیم کې دې د نارینه و سره برابر حقوق ولری.

خو نن د بل ایالت نه یوه منګله بي بي راغلې وه، لکه چې د امریکايي پاسپورټ پسې. مازې په پښتونواله یې شپه په موږ راوړه. زما د کورنۍ سره یې په همدې بحث شو. زه غلی ناست وم، کتاب مې کوت خو د دوی خبرې مې اورېدې. منګلې په افغانستان کې د را روان ژمي او د خلکو د کړاو ژړا کوله، درخانۍ د ښځو بده ورځ رامینځ ته کړه، د امریکايي نجونو په ذهنیت یې وویل، دا به څه کوي، دا خوارانې، په دې سخت ژمي کې؟ مور یې ورغږ کړ، نارینه خوران به څه کوي؟.

نفقه خو د همدوی په غاړه ده، د کور خرڅ، لرګی، بې روزګاري، خدای دې ورحمېږي. درخو په غوسه شوه چې زه د ښځو او ماشومانو په غم کې یم او مورې ته مې د پلار له ډاره نفقه او لرګي یادوې. منګلې بیبی وخندل او ما ته کړه چې ته هم خو څه ووایه. ما ویل چې زه درکې خارجی یم ما به نه کړوﺉ.

منګلې نه پرېښودم،«خو که کوم شعر دې د ښځو په باب ویلی وي، هغه خو را ته تېر کړه» ما وویل یو شعر خو شته چې خدای خبر ور پورې لګېږي که نه:

زه د منګیو، لاندې زګېروی کړم
ته مې نرۍ ملا، خلکو ته ستایې
زه د اهاړ په، غرمو کې لو کړم
ته د لونګو، ترانې وایې.

دا اول ځل و چې کور والا مې ننګه کوي. ویل یې چې رښتیا ده، سیما سمره او شکریه هسې د مړې ګېډې پاړسو وايي، لوږه او نیستي نر او ښځه نه پېژني، د څېلمې یې وژني. په نارینه خو لا سخته ده ځکه چې ځان سره وايي خدای دومره خوار کړم چې آل ایل ته نفقه نشم ور کولی. درخو چې ځان یواځې ولېد لا هم غوسه شوه. په وروستي کوشش یې وویل، تعلیم حتی په اسلام کې په مسلم او مسلمه دواړو فرض دی، خو منګلې نرم ځواب ورکړ چې بچۍ، مکتب او مدرسه هم د مړې ګېډې خبرې دي. چې د لیکلو پنسل نه وي، چې د کتابچې پیسې نه وي، چې حتی څپلۍ او کڼاوې لا نه وي، نجلۍ مکتب په بلا وهي؟ دا لوکسیات به وشي خو اول نس موړ، تن پټ. د سیما سمرې اولاد خو دا ټول لري چې اوس یې ماسټري او ډاکټري پسې را اخیستې. استاده، ته خو هغه د نارنج ګل بیت ورکې راشتۍ کړه.

ما بیا د کوکي نانځکې په شان په شرنګېدلي غږ غړانګه پیل کړه:زما دېګ په شوتلې نه ډکېږي، خو نوره رانه هېره شوه. بس له اوږدې خاموشۍ منګلې خور وویل، په هر صورت، د اوغانستان نفوس خو نیمی نارینه دی، د هغو غم ولې ونه خورو چې د مېرمنو د رای ورکولو غم ژاړو. درخو چې لکه نوې مسلمانه شوې وي، ډېره یې عربۍ ته تادي وه. هن لباس لکم و انتم لباس لکن. ښځې ستاسو کالي دي تاسو د ښځو. خو مور یې ورباندې بړچ وهل چې ورځه، میرات مړی ځانمرګي واسکټ دې واعونده ، د ماسختن وتر واجب دې نه زده ، قل هوالله ورکې وایې او دلته بیا موږ ته ملایڼه شې. ما ورکې مداخله وکړه چې ولې لکه جوګیانې زما په لور ښکر ږدﺉ؟. رښتیا وايی، ښځه هم حقوق لري چې لا خوندي نه دي، سیما سمره رښتیا وايي. ولې یې نه ورکوي؟ وردې کړي کنه، بشري حقوق دي، اسلام هم ورکړي . افغانستان به څنګه ترقي وکا چې د ښځو حقوق نه وي ورکړل شوي، چې نارینه په ډاګه لوڅ سر ګرځي او مېرمنې بې پړوني نشي ګرځېدلی، تر څو به خواره کیانې پخلی کوي او غواوې به لوېشي؟ منګلې په
خندا وویل، زه قسم خورم چې سیما سمره به لا نه پوهېږي چې شودې له غوا راځي ځکه چې یواځې یې په ډبلیو کې لېدلي. یاد مې شي چې ما مې له مور سره پټي کې پنبه ټولوله چې یوه سیما سمر وارو کابلۍ، چې د کوي ستنې یې لګولې راپېښه شوه، له مور نه مې یې په پاړسی پوښتنه وکړه چې اي درختا ازچیست.

ما ورته ترجمه کړه. مور مې له خندا شنه شوه، ویل یې، ورته وایه بچۍ چې دا درخت نه دي د پنبې بوټي دي، درخت پاس د غرو په سر نښترو ته وايي.ورته وایه چې تورې تېږې تورې دي، سپینو ته بکر وايي، کوزې دا ګور ګورې دي، لوړو ته نښتر وايي. همدا بیبي بیا شپه زموږ د خان کره تېره کړې وه، د هغې مېرمنې ویل چې درسته شپه یې د تشناب پوښتنه کوله، چې آپلوځنګله ته مو بوتله، همداسې چرت کې ولاړه وه، آخر کې یې ویل اینجه هم تشناب نېست!

درخانۍ ته هم خندا ورتله هم یې اوښکې روانې وې، ځکه چې افغاني انګېرنې یې د امریکا د ارزښتونو سره نه شوې پخلا کولی، په پښتو کې خو دا خبرې ترجمه کېږي هم نه، یا به هغې ته، چې شل کاله یې دلته تېرکړي دي سخته وه. منګلې وویل، لورې مه خپه کېږه ، هغه شعر دې نه دی اورېدلی چې وايي: چې په وچو شودو لوی شي، هغه زوی به د چا زوی شي؟ د سیما سمر خبرې ښې دي، خو د غرب د پاره، د انجیو د پاره. په افغاني ژبو نه ترجمه کېږي. هلته د ژوند او مرګ مقابله ده، لوږه ده، مرض دی، ورځ تر شپې رسول دي. د سږ ژمي نه ژوندي یا نیم ژواندي راوتل دي.

وروسته چې مو د مېلمنې سره جمه کوله معلومه شوه چې یو وخت وطن کې د کوم
تلویزیون نطاقه وه، شعرونه یې په قلقلې بیانول چې دې ورته دکلمه ویل، په ځان جذبه راولی، پیریانۍ شي، غږ یې د مار د ژبې په شان نری شي، آب ته آوب، آسمان ته آوووسمون وايي.
خو یو ځل منګل، تل منګل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب