Homeخبرونه‏ذ مجاهد: پاکستان سره د نښتو پر مهال ځینو امریکايي استازو اړیکې...

‏ذ مجاهد: پاکستان سره د نښتو پر مهال ځینو امریکايي استازو اړیکې کړې وې

تاند (چهارشنبه د تلې ـ میزان ۳۰مه) د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې پاکستان سره د نښتو پر مهال ورسره ځینو امریکايي استازو اړیکې کړې وې.

هغه ویلي، چې دا تماسونه د اوربند او یا نښتو د درېدو په تړاو وې.

طالبانو که څه هم د دغو اړیکو د کچې په تړاو نور جزییات ورنه کړل، خو وايي پاکستان سره نښتې دومره اوږدې نه شوې، چې له سیمې هېوادونو پرته پکې لوی جهتونه منځګړیتوب وکړي.

د طالبانو ویاند پاکستان سره د اوربند برخه کې د منځګړو هېوادونو له رول هرکلی هم کړی دی.

امریکايي استازو د طالبانو د دغې ادعا په تړاو غبرګون نه دی ښودلای، خو ولسمشر ټرمپ ویلي وو، چې د «افغانستان» او «پاکستان» ترمنځ د نښتو په تړاو خبر دی.

په ورته مهال طالبانو سره د دوحې تړون لاسلیک کوونکي امریکايي ډيپلوماټ، زلمي خلیلزاد دا جګړه څارله او د شوي اوربند د هرکلي ترڅنګ یې یو ځل طالبانو سره د پاکستان په ښه نیت شک هم څرګند کړی و.

کابو تر یوې اوونۍ نښتو وروسته د طالبانو او پاکستان ترمنځ د قطر او ترکیې په منځګړیتوب دوحه کې هوکړه او اوربند وشو، چې تر اوسه یې د هوکړې لاسلیک شوی سند له خلکو پټ ساتل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...