د غرمې ډوډۍ وخوړل شوه، زمزمې دسترخوان او لوښي ټولول مور یې ور نارې کړې:
وه نجلۍ چابکه چابکه ښوره سبا اختر دی کارونه دې ژر ژر خلاص کړه، په کور کې څک اوبه هم نه شته چې د کور کارونه دې خلاص کړل له چینې اوبه راوړه، سهار ته زیاتې اوبه په کار کېږي. لالا که دې راغی بیا به درباندې غوسه وي.
ـ سمه ده مورې دا لږ اوبه چې کور شته په دې د غرمې لوښي مینځم، بیا ځم په اوبو پسې…
د کور کارونه یې خلاص کړل، یوه بوشکه او سطل یې له ځان سره واخیستل، روانه شوه د دروازې پر لخک ودرېده او مور ته یې ګیلهمنې سترګې ورواړولې؛
ـ مورې ګوره په تېر اختر کې مو هم لالا دوی ته کالي وکړل، اوس هم پلار جان کالي، بوټ او نوی واسکت ورته واخیست.
موریې وویل؛ خیر دی تاسې نجونې یئ، هغه خوهلک دی بیرون ځي له خپلو ملګرو سره سیالی لري. زمزمه د کلي چینې ته نږدې شوه، له نورو نجونو سره یو ځای شوه، ډله نجونې چینې ته ننوتلې، هرې یوې د خپلو جامو د رنګونو او ډولونو ویل چې ما خو له ستاره داره ټوکره جامې جوړې کړې، بلې یې د خپلو بوټو په هکله ویل، چې ما ته مې پلار له ښاره سره لوړبراق بوټ راوړي…
زمزمه غلې ناسته وه، د هغوی خبرو ته يې غوږ و، د نجونو ور پام شو چې زمزمه خو داسې غلې نه وه، نور کله به یې زیاتې خبرې کولې، نجونو هم له خدایه همدا فرصت غوښت بس ټوکې یې پرې شروع کړې؛
نجلۍ ولې غلې یې؟ څه خبره ده؟ یوې ملګرې یې ور غږ کړ، پرېږدئ ګومان مې کېږي چې نجلۍ چېرته زړه بایللی، زمزمې په کړس کړس وخندل چې د د دوی له ټوکو ځان بچ کړي. دا وخت یې ورور له ملګرو سره د چینې خوا ته را روان و، زمزمه وارخطا شوه؛ وۍ خدایه که مې لالا خندا اورېدلې وي، مړه کوي مې. په بېړه یې خپل سطل او بوشکه ډک کړل د کور پر لور روانه شوه، د کور دراوزې ته چې نږدې کېدله ګبڼۍ واخیسته چې اوس به ورور ته څه وایي؟
کور ته دننه لاړه، دالان ته ورغله بوشکه او سطل درانده وو، کې يې ښودل، د ورور غږ یې راغی. ته دلته راشه بې شرمې بې حیا! زه دې خپلو ملګرو ته په دوې روپۍ کړم، ته چینې ته اوبو ته ځې که خپلې ساتیرۍ او خندا ته؟؟؟
زمزمه په ژړا شوه، مور او پلار یې ورته غلی ولاړ وو، هیڅ یې هم نه ویل، لکه د زمزمې ورور یې چې پلار وي، د هغې له ژړا سره يې ورور لا هم په غوسه شو؛ نخرې او مکر مه کوه، نږدې ورغی او په مخ یې په څپېړه ووهله. د زمزمې ژړا زياته شوه، له دالانه ووتله، له کوټې څخه يې د خونو خوا ته ګامونه واخيستل، ژړا يې ورو ورو لرې کېده…
ډیره په زړه پورې کیسه وه . 🙂
کیسه مې ترپایه ونه لوستله ځکه چې دکیسې له پلاټ یاله طرحې پوه شوم چې کیسه په څه شي باندې راڅرخي.
دغه خالت زموږپه ټولنه کې دځورونې اوتکلیف خالت څرګندوي.