هغوی چې خوښ مې دي، هر يو ېې په ګرانښت نه ارزي
د دوست، اشنا غوندې په يو ذره خوږلښت نه ارزي
د مینې ډکه کيږدۍ ښه وي د سکون له پاره
ماڼۍ چې ډکه وي له غمه په لویېښت نه ارزي
د بې سيرته د ښکلا صفت به څنګه وکړم
که څه هم ښکلي وي، په خپل هغه ښايست نه ارزي
يوه وړه حلقه بهتره ده تر غټو خلکو
دغه غټ نومي ټول په مهر او درنښت نه ارزي
که يو څوک هر څومره کاکه، سخي، غني وي خو نه!
چې لباسي وي، په يوه روپۍ لګښت نه ارزي
ها چې يوه شپه يې له تا، بله له بلې سره
د داسې نيم سړي نيم سر، ستا په بالښت نه ارزي
د هوسونو معتادان مې له نظر پرېوتي
دوی د انسان په نوم، په هيڅ ډول ارزښت نه ارزي
زړو دودونو پیکه کړې ده زموږ ټولنه
زړې کيسې د زمانې په بيا نوښت نه ارزي
مړه احساسات به د ويده وګړو څنګه ويښ کړو
دا ميرات مړي په فکري نوي خوځښت نه ارزي
د محرابي کلام تل سپين دی، خود به سپينې وايي
ځکه دوه مخي نور په ژبه د نرمښت نه ارزي