یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+په دې ورځ انور سادات ووژل شو

په دې ورځ انور سادات ووژل شو

تاند(چهارشنبه، د اکتوبر ۶) دوه څلوېښت کاله پخوا د ۱۹۸۱ م کال د اکتوبر په همدې ورځ د مصر ولسمشر انورسادات په قاهره کې ووژل شو.

سادات د ۱۹۱۸ د دسمبر په ۲۵ په محافظة المنوفیة کې زېږېدلی، له ۱۹۷۰ څخه د وژل کېدو تر ورځې پورې ولسمشر و.

د سادات په اړه ویل کېږي چې ډېر زړه ور سیاستوال و. ده له اسراییل سره څو پړاوه خبرې وکړې تر دې چې په ۱۹۷۹ کې یې د کمپ ډیوید د سولې تړون وکړ چې د ډېرو عربي هیوادونو له لوري له سختو انتقادونو او انزوا سر ه مخامخ شو خو وروسته نورو عربي هیوادونو د ده لاره خپله کړه.

د ۱۹۷۳ کال د شپږ ورځنۍ جګړې بریا د دې سبب شوه چې اسرائیل د مصر له سینا صحرا ووځي او مصر له اسرائیل سره سوله وکړي. مصر لومړنی عربي هېواد و چې اسرائیل یې په رسمیت وپېژانده. له اسرائیل سره سولې انور سادات ته د نوبل د سولې د جایزې لاره هواره کړه، خو د اسلامپالو په ګډون یې د سخت دریځو سخته غوسه وپاروله.

سادات په ۱۹۷۸ کې د اسراییل له صدراعظم میناچین بیګن سره یوځای د نوبل د سولې جایزه وګټله.

سادات په ۱۹۳۸ کې د قاهرې له پوځي اکاډیمۍ څخه فارغ شوی و. د دوهمې نړیوالې جګړې په لړ کې یې له مصر څخه د انګرېزانو د ایستلو لپاره د جرمنیانو په مرسته د کودتا هڅه وکړه خو ونیول شو او بند ته واستول شو.

له بنده تر خلاصېدو وروسته په ۱۹۵۰ کې د جمال عبدالناصر ملګری شو او په ۱۹۵۲ کې یې د مصر د باچا پر ضد په کودتا کې برخه واخیسته چې په نتیجه کې یې د پاچا فاروق پاچهي پای ته ورسېده.

د ۱۹۵۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې د جمال عبدالناصر ملاتړ وکړ. ده له ۱۹۶۴ تر ۱۹۶۹ پورې د ولسمشر تر مرستیالۍ پورې په بېلابېلو چوکیو کار وکړ او د ناصر له مړینې وروسته د هیواد سرپرست ولسمشر شو. د ۱۹۷۰ د سپټمبر په ۲۸ ولسمشر غوره شو.

د ۱۹۸۱ کال د اکتوبر پر شپږمه، محمد انور السادات په یوه پوځي پرېډ کې اسلامپالو پوځیانو په ډزو وویشت او مړ شو.

مصر له افغانستان سره تاریخي اړیکې لري او لومړی پلا غازي امان الله خان له مصر سره رسمي اړیکې پیل کړې.

په ۱۹۵۵ کال جمال عبدالناصر او مرستیال یې محمد انور سادات کابل ته راغلل له پاچا محمد ظاهرشاه او صدراعظم محمد دواد سره یې ولیدل او په کابل پوهنتون کې یې د افغان سید جمال الدین د مقبرې زیارت وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب