جمعه, اکتوبر 18, 2024
Home+د فلسطین د وېش پرېکړه لیک

د فلسطین د وېش پرېکړه لیک

تاند- له نن څخه ۷۶ کاله پخوا د ۱۹۴۷ د نوومبر په ۲۹ مه ملګروملتو یو پرېکړه لیک (۱۸۱ نمبر) تصویب کړ چې پر اساس یې فلسطین په دوو هیوادونو یو عبري او بل فلسطیني وېشل کېږي.

دا پرېکړه لیک، چې د فلسطین د وېش په پرېکړه لیک هم مشهور شوی، د ۱۳ مخالفو رایو په وړاندې په ۳۳ موافقو، یوې غایبې او ۱۰ سپینو رایو تصویب شو.

د پرېکړه لیک له مخې د فلسطین د خاورې په سلو کې ۵۵ برخه اسراییلو ته او ۴۵ فلسطینیانو ته ورکول کېده او وټاکل شوه چې بیت المقدس ښار د نړیوالو له لوري اداره شي.

د ملګروملتو ۱۸۱ نمبر پرېکړه لیک ته دغو هیوادونو رایې ورکړې وې: استرالیا، بلجیم، کاناډا، چکسلواکیا، برازیل، کاناډا، بولویا، وینزویلا، یوروګوای، شوروي اتحاد، امریکا، پولنډ، جنوبي افریقا، سویډن، پیرو، فلیپین، پاناما، پاراګوای، ډنمارک، دومینیکن جمهوریت، ایکوادور، فرانسې، ګواتمالا، هیټي، لایبریا، آیسلنډ، لوګزامبورګ، هالنډ، نیوزیلنډ، نیکاراګوا او ناروې.

هغه هیوادونه چې مخالفې رایې یې ورکړې دا دي:

افغانستان، سعودي عربستان، سوریه، ترکیه، یمن، کیوبا، مصر، یونان، هند، ایران، عراق، لبنان او پاکستان.

اسراییلي مشرانو د دغه پرېکړه لیک هرکلی وکړ، خو فلسطینیانو او عربي هیوادونو رد کړ.

د ۱۹۴۷ کال دا پرېکړه لیک ډیرو څارونکو او کتونکو د فلطسینیانو لپاره خورا ښه چانس وباله خو اوس یې تصور ګرانه دی چې داسې یو بل چانس دې فلسطینیانو ته په لاس ورشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب