Homeخبرونهمتحدو ایالتونو افغانانو ته د وېزو او پناه په ورکولو بندیز...

متحدو ایالتونو افغانانو ته د وېزو او پناه په ورکولو بندیز ولګاوه

تاند (شنبه، د لیندۍ/ قوس ۸ مه) متحده ایالاتو د مهاجرت پر ضد د پراخ کمپاین په ترڅ کې افغانانو ته د وېزو ورکړه، او آن د افغان اتیاعو د پناه‌ غوښتنې د دوسيو ارزول هم درولي دي.

دا اعلان د هغې پېښې له ځواب سره تړاو لري چې د سپینې ماڼۍ تر څنګ رامنځته شوه، او په نتیجه کې یې د امریکا د ملي ګارډ دوه سرتېري سخت ټپیان شول چې یوې یې وروسته سا ورکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی و چې امریکا ته به د «درېیمې نړۍ د ټولو هېوادونو» د اتباعو مهاجرت «په دایمي ډول وځنډوي».

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پرون ټینګار سره وویل: «د ولسمشر ټرمپ د باندنیو چارو  وزارت ټولو افغان پاسپورټ لرونکو ته د ویزو ورکړه درولې ده. د امریکا تر ټولو لوړ لومړیتوب زموږ د هېواد او خلکو ساتنه ده.»

دا پیغام لږ وروسته له هغه خپور شو چې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د امریکا د ملي امنیت او عامه خوندیتوب لپاره «ټول ضروري ګامونه» اخلي. وزارت څرګنده کړه چې د افغانانو لپاره د ویزو صادرول له هماغې شېبې بند شوي دي.

د ټرمپ اداره وایي چې د ټولو هېوادونو لپاره د پناه‌ غوښتنې ارزونې هم ځنډول شوې دي او ژمنه یې کړې چې لا سختې امنیتي ارزونې او د کډوالۍ تفتیشي تګلارې به معرفي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...