Homeخبرونهایران په داسي حال کې له افغانستانه د اوبو حق غواړي چې...

ایران په داسي حال کې له افغانستانه د اوبو حق غواړي چې وچکالۍ یې ګڼ بندونه ور وچ کړي

تاند (دوشنبه، د تلېږ میزان ۱۴ مه) په داسي حال کې چې ایران پر له پسې له افغانستانه د اوبو د حق غوښتنه کوي، د دغه هیواد هغه بندونه، او ډنډونه، چې له افغانستانه سرچینه نه اخلي، د وچګالۍ له کبله یو په بل پسې وچېږي.

 د ایران د اوبو د سرچینو تازه شمېرې ښيي چې د دغه هېواد درې بندونه په بشپړ ډول وچ شوي او ۱۹ نور بندونه هم د وچېدو په درشل کې دي. دا هغه بندونه دي چې سرچینې یې له افغانستان سره هیڅ راز تړاو نه لري.

ایرنا دولتي خبري آژانس د تلې ۱۳مه / اکتوبر ۵مه راپور ورکړ چې د هُرمُزګان ولایت شمیل او نیان بند، د ګلستان ولایت وشمګیر، ګلستان او بوستان بندونه — چې په ګډه د «ګُرگان‌رود» پر سیند جوړ شوي او یو ګډ ذخیروي حوض لري — او همداراز د فارس ولایت رودبال داراب بند اوس د اوبو اندازه صفر ته رسیدلې ده.

راپور زیاتوي چې د تهران ولایت لار بند، د اردبیل ولایت سبلان بند، د قم ولایت پانزده خرداد بند او د رضوي خراسان رضوي طرق بند د هغو ۱۹ بندونو له ډلې دي چې د وچېدو په پوله ولاړ دي.

ایسنا خبري آژانس هم په همدې ورځ ویلي چې د هیواد د بندونو ۶۵ سلنه ذخیرې خالي دي او د اوبو د ورتګ اندازه د تېر کال پرتله ۵۰ سلنه کمه شوې ده.

ایران اوس له سختې وچکالۍ او د اوبو له کمښت سره مخامخ دی. د تېر دوبي په ترڅ کې، حکومت اړ شو چې د ښارونو د اوسېدونکو لپاره اوبه په ورځ کې څو ځلې پرچاو کړي.

کارپوهان خبرداری ورکوي، که د مني په موسم کې د باران کچه راټیټه پاتې شي، د اوبو بحران به لا نور هم شدید او د ټول هېواد پر ژوند او اقتصاد ژور اغېزه ولري.

وچکالي یوازې په ایران پورې محدوه نه ده بلکې ټوله سیمه، په ځانګړي ډول افغانستان ترې لا زیات کړېږي. د افغانستان په ډېرو سیمو، په تېره بیا جنوب لویدېځو ولایتونو کې، چې د هلمند سین په غاړه پراته دي، د وچکالۍ له کبله ډیر کلي له اوسیدونکو خالي شوي دي خو دا په داسي حال کې ده چې ایران لا هم د ۱۳۰۵۲ لمریز کال د موافقې مطابق د اوبو حق غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...