دوشنبه, جون 24, 2024
Homeادبشعرد زهرو درمل / عبدالباري جهاني

د زهرو درمل / عبدالباري جهاني

یو موچي په یوه ښار کی هستوګن وو

ګوزاره یی ډیره سخته وه نیستمن وو

په خوارۍ چي به یې څه پیسې ګټلې

نه جامو نه یی ډوډۍ ته بسیدلې

په هفتو به یې ښوروا نه وه میندلې

ځیني شپې به یې لا وږي تیرولې

هغه ښار ته څو زلمي موچیان راغلي

په کمال تر ده څو چنده وه غښتلي

نوي نوي یې راوړي سامانونه

ښکلي ښکلي یې پرانیستي دوکانونه

خلکو نویو دوکانو ته وکړه لاره

زوړ موچي به کرۍ ورځ ناست وو بیکاره

پر موچي سوه مځکه تنګه په ضرور سو

د ټاټوبي پریښودلو ته مجبور سو

مخ یې ونیوی له ښار څخه بهر سو

په مزلونو له خپل ملکه مسافر سو

یوې بلي پاچهی ته سو دننه

د موچي جامې یې وایستې له تنه

زوړ کرباس خړه بګړۍ زړه چپنه

پر سینه باندي خیرنه ږیره پلنه

ورسره وه درې څلور زاړه کتابه

منترونه تعویذونه له هر بابه

ویل زه د شاه مسکین بابا مرید یم

تعویذ ګریمه، طبیب یمه مرشد یم

زه د هر مرض علاج سمه کولای

زهر مار په نوش دارو سم اړولای

ما ته پیر دي را بخښلي کتابونه

د اویا سختو رنځونو درملونه

رنځوران پر زکندن سم رغولای

یو اجل له لاري نه سم ستنولای

مسخر مي پیریانان او لوی دیوان دي

په پردو د کوه قاف کي په فرمان دي

که پر چا باندي اثر وي د دیوانو

یا منتر وي په چا کړی شاپیریانو

په یوه تعویذ یې باسمه له کوره

پاچهي یې ده خبره زما له زوره

ښار وو ډک له بیخبرو جاهلانو

کوڅې ډکي له مظلومو رنځورانو

که په ښار کي څه کوډګر څه طبیبان وه

ټول  د ده په څیر نا اهله جاهلان وه

موچي نوی هغه ښار ته ورغلی

بیخبرو خلکو زړه پوري تړلی

په څو ورځو کي پیدا یې کړل ملګري

د موچي کیسې یې وړلې نیژدې لیري

د لوی پیر دي عجایب کرامتونه

عجایب یې دي تعویذ او درملونه

چي د چا تر خولې یې ورسیږي ناړي

شل او شوټ یې ځی له کوره په ولاړي

چي د چا پر زړګي پروت د میني زنګ وي

چي زخمي یې زړه د میني په خدنګ وي

مسافر بابا ته هر مشکل آسان دی

په فرمان یې هم پیری هم یې شیطان دی

ډلي ډلي به راتلې د رنځورانو

کمی نه وو د پسونو د چرګانو

آوازې د مسافر بابا خپرې سوې

د هر کلي په دیرو کي ډنډورې سوې

په دې ملک کي چي پاچا ووډیر هوښیار وو

 خبردار د مملکت په کارو بار وو

مخبران یې له احواله وه پوښتلي

د موچي کیسې یې ټولي اوریدلي

موچي یووړ تر درباره اردلیانو

کچکولونه ورپسې د ملنګانو

ښي طرف ته ډله ناسته د قاضیانو

کیڼ طرف ته د پوهانو عالمانو

پاچا وویل موچي ته ویل وایه

یو په یو دي کمالونه راته ستایه

اوریدلي مي کیسې له وزیرانو

د پلټن له افسرانو جنرالانو

چي رنځونه د کلو سې رغولای

زهر مار په نوش دارو سې اړولای

دا د زهرو کټوری که پر سر پورته

چي موږ وګورو دا ستا د کمال زور ته

زه پاچا یم زما بې شمیره دښمنان دي

هم دننه هم بهر مي غلیمان دي

که دي وچښل دا زهر او مړ نه سوې

زما قاضیانو او پوهانو ته پړ نه سوې

همیانۍ به درکومه په کلونو

چي بسیا دي کړي نسلونه پر نسلونو

د موچي ژبه ګونګی په ریږدیدو سو

مخ یې ژړ سو وارخطا پر غوزاریدو سو

یو قدم یې پر مخ نه سو اخیستلای

جام د زهرو ته یې لاس نه سو ور وړلای

پاچا خپله هغه جام کړ پر سر پورته

او موسکی سو د موچي د ډلي لورته

چي اوبه له زهرو نه سې پیژندلای

کرامت په خلکو څنګه سې منلای

د الف او ب توپیر چي نه سې کړلای

تعویذونه سې په کوم کمال لیکلای

چي په تا د پښو باور نه سو کیدلای

 موږ سرونه تاته څنګه سو سپارلای

نه ملا یې نه طبیب یې نه مرشد یې

زوړ موچي یې نه ملنګ یې نه مرید یې

په هغه ورځ یې له ملکه وو شړلی

خپل وطن ته یې کړ ستون ږیره خریلی.

د جون د میاشتي یوولسمه  ۲۰۰۳ ویرجینیا

2 COMMENTS

  1. جهاني صاحب ښکلی شعر دی الله مو په قلم ژبی او عمر کی برکت واچوه ستاسی شعرونه د انسانی ټولنی او یو سالمی ټولنی جوړیدو لپاره د دعوت حیثیت لری خیر یوسې ، ستاسې د نورو شعرونو په تمه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب