چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeکلتورخاطرهد روژې یوه خاطره / دوست

د روژې یوه خاطره / دوست

زموږ پوهنتون جلوزو کیمپ کې و، د جلوزو په بازار کې یو لوی جومات و. دلته به د عربانو په مرسته ډیر ښایسته افطاري تیاریده، اذان نه لږ وړاندې به د وریژو له دیګونو، سرپوښونه لرې شول او بیا به د وریژو او زیرې داسې خوږ وږم راپورته شو چې معدې به افرازات شروع کړل.

یو ماښام ور برابر شوو. په جمع ودرېدو له (والضالین ) نه وروسته په یوه غږ د (امین) کلمه زمزمه شوه او بیا رفع الیدین وشو.موږ له دې طریقې سره نا اشنا وو. له سلام ګرځولو وروسته، یوه ورو وویل: وریژې خورئ او امین بالجهر نه وایئ.

محمد نعمان دوست، جلال اباد‎

3 COMMENTS

  1. دغه ورور هم ښه ویلی خو که وریجی وی او که نه وی باید په جهری لمانځه کی امین بالجهر وویل شی ځکه چی د رسولالله صلی الله علیه وسلم سنت دی

  2. قدرمنه ورور ه ستاسو په لیکنو کی مو یو خاص تاثر پروت دی ستاسی احساس دقدر وړ دی خصوصا ستاسی اسلامی ملی او انسانی احساس ستاسی لیکنی می ډیری ځوښیژی باور وکړه ډیر کم پیش شوی چه ستاسی لیکنی می په کوم مجله اخبار او یا انتر نینتی سایت کی لیدلی وی او تر اخره می نه وی لوستلی الله مو په قلم ژبه کی برکت واچوه او د اسلامپالنی او وطن پالنی احساس مو مړ مشه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب