دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهد ښار لاره/ لیکونکي : خان محمد سیند

د ښار لاره/ لیکونکي : خان محمد سیند

د کوټې پر برنډه له خپلې کونډې سپین سرې مور، ځوانې میرمنې او یوازینۍ وړې لور مجلې سره ناست و.

د څلور واړو مخې ته د چای پیالې او ډک نالبکی ګوړه ایښې وه.

ګلاب د چاې له ګوټلو سره، میرمن، مور او لور ته وکتل خو څه یې ونه ویل.

د پیالې نیمې وروسته یې مور وویل:  ګلابه زویه، نن څنګه په چرتونو کې یې، غږ غوږ دې نه خېژي؟

ګلاب: مورې په دې چرت کې یم چې اوس شکر ښه یم، د ملا دردونه مې ښه شوي، ښارته به لاړشم څو ورځې به مزدوري وکړم.

مور: څو ورځې نورې هم تیرې کړه چې ښه، ښه شې بیا به لاړشې.

ګلاب : نه مورې، بيخي ښه یم، په کورکې هم څه نه دي پاتې، لاس و پښې چې ونه ښوروې، د کورخرڅ به له کومه شي، نس خو ډوډۍ غواړي.

موريې د ګلاب توږلي مخ، پیکه رنګ او وچو وچو اندامونو ته وکاته او هیڅ یې ونه ویل.

شیبه غلې وه ، بیا یې سوړ اوسیلی وکړ، پورته یې وکتل وېې ویل، خدایه پر موږ خوارانو مهربانه شې.

ښځې يې وویل، بیا درانه کارونه ونه کړې خیردی که مزدوري لږه وي بلا ورپسې، ګوزاره به کوو، خو چې بیا ځان خوږ نه کړې.

ګلاب ورو وویل، مزدوري مزدوري وي، د خپلې خوښې خو نه پیدا کیږي.

په همدې کې  دکلي له جوماته د مازیګر د لمانځه  د اذان غږ شو، ګلاب د نمانځه په نیت ور ووت .

په جومات کې یې له لمانځه وروسته خپل یو کلیوال اسد اکا ته وویل،

 تره ، په لاس مزدورۍ کې مې د ملا دردونه اخیستي وو، کابو دوه میاشتې په کټ  پروت وم، ښارته نه یم تللی، ته خو ښار ډیر ځې راځې، د ښارلاره څنګه ده؟

اسد اکا: موټرموټر خو نه شته، خلک پرې پلي ځي راځي.

ګلاب کورته راغی او موراو میرمن ته یې وویل، سهار وختي ښارته ځم، کیدای شي میاشت هلته پاتې شم .

څرنګه چې یوه میاشت مساپر کیده، میرمنې یې د شپې ترنورو شپو ډیر عزت وکړاو ښه یې ونازاوه.

               سهاروختي مجله لا ویده وه ، درې واړه له خوبه پورته شول.

میرمن یې  چې مخکې له مخکې یوه جوړه مینځلې جامې په دستماله کې تاوې کړې وې، ګلاب ته یې ورکړې.

ګلاب، مجله په ویدو کې مچې کړه .

مور:  زویه لاره اوږده ده ، ډیر به ستومانه شي.

ګلاب: مسکۍ شو وېې ویل، نه مورې له پښو چابک یم، داسې ډیر اوږده اوږده  مزلونه مې کړي دي، پر پښو مې باورلرم.  له همدې سره یې له مور او میرمنې سره خدای په اماني وکړه، له کوره ووت او د ښارلار يې ونیوه.

د ښار پر لاره په لسګونو کسان چې ښځې، ماشومان، سپین ږیري او ځوانان په کې وو، روان وو.

لکه څنګه یې چې مورته ویلي وو ” له پښو چابک یم ” همداسې وه.

له شا وخوا یوه ساعت مزل وروسته،  له ټولو پلیو مخکې شو.

په تګ تګ کې  یې په ځیر مخامخ لارې ته وکتل، خوهیڅوک یې ترسترګو نه شول چې، ترده دې مخکې وي.

بیایې وروسته وکتل، ګوري چې، لاریان ترې ډیر شاته پاتې دي.

داسمان ختیځې لمنې ته یې وکتل، د لمرسترګه لا نه وه ښکاره شوې، پورته فضا روښانه وه، خو د ځمکې لا تته وه.

مخ  ته یې لا نه و کتلي چې، ترپل لاندې یې یو زور ور درز شو، ګلاب یې څو متره پورته او خور ور یې پرځمکه راپرې ایست.

دلارې لویه برخه دوړو، تورو لوخړو او د باروتو ترخه وږم ونیوه .

شاته پاتې پلیو چیغې کړې پښې واخلئ، چابک شئ لکه چې په هغه سړي ماین وچاودید.

پلیو په منډه منډه ځانونه ور ورسول ګوري چې ګلاب په وینو لیت پېت او چیغې وهي ….  وای پښې مې …….

ور رسیدلو پلیو ژر ژر پورته کړ، د ده ټول اندامونه یې وکتل خو دواړه پښې یې تر زنګانه پرې شوې وې.

                              پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب