دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبژبه او لیکدودچې / لـــــــــیکوال: اســدالله غضنــــفر

چې / لـــــــــیکوال: اســدالله غضنــــفر

(چې) د ربط وییکی Conjunction دی. ځکه، خو، او، چې ، که، په دې ډول چې، ځکه خو، ځکه چې، ورپسې بیا، نو…. د ربط وییکي یا ربطي عبارتونه دي. د ربط وییکي او عبارتونه کلمې، فقرې او جملې سره وصلوي. البته، (چې) یوازې د جملو په پیوستون کې برخه لري.

 احمد او محمود رستوران ته لاړل او ډوډۍ یې وخوړه.  په دې جمله کې لومړي  (او) دوې کلمې  (احمد او محمود) او دوهم ( او)  دوې جملې سره وصل کړي دي. احمد او محمود دواړه فاعل اسمونه او یا په بله ژبه په یوه ګرامري دنده کې سره شریکې کلمې دي. په پاسنۍ جمله کې شاملې دواړه جملې په ګرامري لحاظ سره ورته دي، یعنې یوه فرعي Subordinate Clausesاو بله اصلي  جمله  نه بلکې دواړه اصلي جملې Main Clauses دي. منظور دا چې که سره بېلې شي، د هرې یوې معنا بشپړه ده، بلې ته محتاجه نه ده. د ( او) د ربط وییکی په جملو سربېره کلمې او فقرې( عبارتونه،Phrases)هم سره پېیي او داسې یې سره پېیي چې په یوه ګرامري دنده کې سره شریکې واوسي.

خو (چې) یوازې جملې سره یو ځای کوي او معمولا یې  داسې سره یو ځای کوي چې یوه جمله د بلې تابع او برخه شي.  یعنې ( چې) معمولا په ګرامري لحاظ نابرابرې جملې سره پېییي. نابرابرې په دې معنا چې یوه یې د بلې د یوې کلمې لپاره د قید، صفت یا اسم دنده تر سره کړي. مثلا: انیسه چې د  پلار له کوره وتله، ژړل یې . دلته لومړۍ جمله (د پلار له کوره وتله) د دویمې جملې د فعل څرنګوالی بیانوي او د قید کار ورته کوي. هغه جمله چې د بلې د یوې کلمې غوندې شی او د قید، صفت یا اسم نقش ورته ادا کړي، فرعي جمله بولو. فرعي جملې ته تبعي، نامستقله او نیمګړې جمله هم ویل شوي دي. ډاکتر زیار یې څیرمه غونډله بولي.

احمد بازار ته لاړ چې کتاب واخلي. دلته اوله جمله اصلي او دویمه فرعي ده. د دې مرکبې جملې  منظور دا دی چې احمد د کتاب اخیستلو لپاره بازار ته لاړ. ځکه خو د اصلي خبرې یعنې د بازار د تلو جمله  اصلي ګڼو او دا بله چې د تګ د منظور په اړه توضیح ورکوي، فرعي بولو. فرعي جمله د معنا د رسولو لپاره اصلي جملې ته محتاجه وي خو اصلي جمله ډیر ځله بې فرعي هغې هم بشپړه معنا رسوي. په پاسنۍ جمله کې که یوازې ووایو چې : احمد بازار ته لاړ؛ معنا کامله ده خو ورپسې جمله په یوازې ځان بشپړه معنا نه رسوي.

البته، کله کله داسې وي چې د اصلي جملې مطلب بې فرعي هغې نیمګړی ښکاري اواستدلال کېدای شي چې اصلي خبره خو په فرعي جمله کې راغلې ده نه په اصلي هغې کې. مثلا: که ته راشې ، زه درځم. دلته ممکن وویل شي چې اصلي خبره ستا راتګ دی نه زما درتګ.

د اصلي او فرعي جملې په معنوي توپیر کې دغو مشکلاتو ته په پام سره ژبپوهانو د دغو جملو په ظاهري او جوړښتي (سټرکچرل) توپیر هم غور کړی دی. په پاسني مثال کې د ربط وییکی (که) د فرعي جملې په سر کې راغلی دی. مونږ ډیر ځله وینو چې د ربط وییکی د فرعي جملې په سر یا  په منځ کې راځي، لکه :

 که ته راشې، زه درځم.

 دی که نه راځي ، زه به ورشم.

 هغه خلک چې یو بل زغمي، هوښیار دي.

چې اوسې، په خوی به د هغو سې.

غرڅه چې خلی پرې کوي، عالم څارینه.

د سټرکچر له نظره د فرعي او اصلي جملې د توپیر په اړه هغه وخت په اطمینان سره غږېدلای شو چې پښتو ګرامر  د جوړښتي طریقې او نظریې Structuralism  په اساس په کافی اندازه مطالعه شي.

  په هر حال، د (او) او (چې) توپیر ته مو د دې لپاره اشاره وکړه  چې د ( چې) په تعریف کې یو بل ګام هم په مخ لاړ شو او ووایو چې: (چې) د ربط یو داسې توری دی چې یوازې جملې سره وصلوي او معمولا یې  داسې سره وصلوی چې یوه جمله د بلې په یوې برخې بدله شي او د یوې کلمې نقش یې ادا کړي. د حمزه شینواري په دې بیت کې چې فرمایي:

 ما کوز ورته لېمه کړه زما سر نه ټیټېده

 شاید چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم

(چې) له نورې جملې سره ( شاید ) وصل کړی دی او ( شاید ) د ( ښایي او ممکن ) په معنا کلمه نه بلکې جمله ده، یعنې ممکنه ده چې په الفت کې به… کله کله له ( باید ) څخه وروسته هم (چې) راځي. لکه : باید چې راشي. وجه یې دا ده چې ( باید) د (پکار ده) معنا ښندي او د جملې کار ورکوي. منظور دا چې ( چې) یوازې جملې سره وصلوي.

 په پښتو کې تر بلې هرې کلمې د اضافت ( دال) ډیر تکراریږي، تر هغه راوروسته په پنځو، شپږو ډیرو تکرارېدونکو کلمو کې ( چې) هم شامله ده.

( چې) او هغه عبارتونه چې دغه وییکی یې په ترکیب کې شامل دی ( مثلا: لکه څنګه چې، هر چېرته چې، داسې چې)  د پښتو په هرو زرو کلمو کې شاوخوا شل ځله تکراریږي.

 کله کله چې یو متن لولو یا یې لیکو، د ( چې ) له زیاتوالي ممکن په تنګ شو. ( چې ) چېرته کمېدای شي؟  د ربط د دې وییکي او د هغو عبارتونو چې دغه وییکی پکې شته، د استعمال ناسم یاغیرضروری  موارد کوم دي؟ د پښتو په اوسنو او پخوانیو لیکنو کې د دغه وییکي او د هغه د عبارتونو په استعمال کې څه فرق راغلی دی؟ د ( چې ) په اړه د دغو او نورو پوښتنو مفصل ځواب د پښتو ګرامر له ګڼو ناسپړلو برخو څخه یوه برخه ده. ما پخپله د پښتو د دې وییکي په باره کې بېله او مفصله څیړنه نه ده لوستې.

 د ( چې ) د کمېدا یوه لاره دا ده چې مرکبه جمله په بسیطه ( یو فعلي جمله) واړوو. مثالونه:

ما له هغه وغوښتل چې پیسې راکړي.

بسیطه بڼه یې: ما له هغه پیسې وغوښتې.

 احمد قاسمي چې په پوهنتون کې د جیالوجي استاد دی، د هلمند د کانونو په باره کې ډیر معلومات لري.  

 بسیط ډول یې: په پوهنتون کې د جیالوجي  استاد احمد قاسمي د هلمند د کانونو په باره کې ډیر معلومات لري.

 ده دا نه منله چې په غرونو کې دې ښاپېرۍ وي.

 بسیطه بڼه : ده په غرونو کې د ښاپېریو شتون نه مانه.

  د مرکبو جلمو د ( چې) ځای په بسیطو جملو کې معمولا سربلونه ( prepositions) او اوستربلونه ( postpositios) نیسي:

 هغه پیسې راکړې چې موټر واخلم.

 هغه د موټر د اخیستلو لپاره پیسې راکړې.

دی تر هغو چې احمد راته، دلته و.

دی د احمد تر راتلو پورې دلته و.

د ( چې ) ربطي عبارتونه کله کله په نورو ربطي توریو کې هم معادل لري: له دې سره سره چې = که څه هم.

 په ځینو مرکبوجملو کې چې اصلي او فرعي برخه یې په زماني لحاظ د پرله پسې والي رابطه سره ولري، یا یوه برخه د بلې نتیجه وي، د ( چې ) په ځای ( او) راتلای شي. لکه: ده چې کسب زده کړ، کار یې پیدا کړ= ده کسب زده کړ او کار یې پیدا کړ.

په مرکبو جملو کې ځینې اصلي جملې داسې وي چې که یوازې راشي بشپړه معنا نه رسوي. مثلا: پکار ده چې راشي. دلته  که اصلي جمله (پکار ده) یوازې راوړو، بشپړه معنا نه لېږدوي. په دې بله جمله کې هم که اصلي جمله یوازې راوړو، خبره نیمګړې پاتیږي: رحمان بابا فرمایي چې، اې عبدالرحمانه جهان ټول عبدالرحمن دی. په دا رنګه مرکبو جملو کې د ( چې ) نه راوړلو امکان یو څه زیات دی. مثلا:

 ۱)    بهتره ده، توندي ونه کړو.

  ۲)   خوشحال خټک وایي، جهان شرم ، نام و ننګ دی.

 ۳)   ممکنه ده واوره واوري.

۴ )     هیله ده، سوله راشي.

  ۵)   لازمه ده  پوښتنې ته ورشې.

   ۶)ده غوښتل ټول خلک په دې پوه کړي چې په په یوه ازاد هیواد کې ټول  خلک سره برابر وي.

۷)    غواړم تا ووینم.

۸)    ګومان کوم، نه راځي.

۹)    غواړې وزېر شې.

۱۰)   زه پوه یم،مروردی.

په پاسنیو مثالونو کې د ( چې ) غورځولو د جملو له رواني او سلاست سره مرسته کړې ده. د مخزن الاسلام په دې جمله کې له ( وایي ) وروسته د ( چې ) نشتوالي د کلام رواني زیاته کړې ده🙁 ګاه پېرۍ شي ورحاضرې، وایي حورې دي راغلي، راته ګوري.)

البته، د دې لپاره چې په دې برخه کې قاعده ومومو، مطالعاتو ته اړتیا ده. د پاسني لیست د وروستۍ جملې فعل که ماضي وي، جمله له ( چې ) سره لا طبیعي ښکاري: زه  پوه وم چې مرور دی. خو د اخر له خوا دویمه جمله که ماضي هم شي، بې ( چې ) روانه او طبیعي راځي: غوښتل دې وزیر شې. که پنځمه جمله او ځينې نورې  په ( دا ) پیل کړو، نو وروسته بیا ( چې ) پکار ده: دا لازمه ده چې پوښتنې ته ورشې. او که اتمه جمله هم د  ( داسې) په اشاري قید پیل کړو، د اصلي او فرعي تر منځ ( چې ) غواړي: داسې ګومان کوم چې نه راخې.

 د لیست د لس واړه مرکبو جملو یو مشترک خصوصیت دا دی چې  اصلي جملې یې په یوازې ځان بشپړه معنا نه رسوي او بله ځانګړنه یې دا ده چې فرعي جملې یې اصلي هغو ته د ( اسم ) نقش ترسره کوي. مثلا دریمه جمله وایي چې: د واورې اورېدا ممکنه ده. ( د واورې اورېدا) یو اضافي ترکیب دی. ( واوره) مضاف الیه او ( اورېدا) مضاف ده. ( مضاف) او ( مضاف الیه) له اسمونو جوړېږي.

 په هغو مرکبو جملو کې هم د ( چې) د لرې کولو امکان یو څه زیات دی چې یوه خبره د بلې خبرې علت بیان کړي:

 لږ ورو ځه چې پښه مې درد کوي.

لږ ورو ځه، پښه مې درد کوي.

په دغسې موردونو کې د ( چې ) د لرې کولو لپاره کله کله د جملو د ځای بدلېدا او د علت د جملې مخکې کېدا بهتره وي:

دی چې رانه غی، باران وریده.

 باران وریده، رانه غی.

په پاسنۍ جمله کې ( چې) د ( ځکه ) معنا ورکوي. د مخزن الاسلام په دې جمله کې ( چې )  د ( ځکه نو یا په همدې وجه) نقش لري: ( بنده په خپل کردار کې مخیر دی ، که نیکي کا ، که بدي کا چې عذاب ثواب په ده دی.)

 په دې بله جمله کې د ( په داسې حال کې ) معنا ورنه اخلو:

 باران ورېده چې راغی.

 په ځینو ځایونو کې د ( کله چې ) معنا ورکوي:

سلام، سلام دی درنه لاړم

چې د غوربند سنځلې ګل شي رابه شمه

په دې متل کې ( چې ) د( چیرته چې) معنا ښندي او د مکان د قید استفاده ورنه شوې ده:

چې اوسې په خوی به د هغو شې. د مکان د قید په توګه د ( چې ) استعمال ډیر نه دی. متلونه چې مشهورې جملې دي، د آهنګ په خاطر یا د اختصار په خاطر ممکن رالنډ شي او په دې لړ کې دا امکان هم شته چې د ربط په وییکو کې یې کمی راشي.

 ډاکتر زیار په خپل کتاب ( د خوشال ادبي پښتو ) کې د خوشحال بابا د دې مصرعې په اړه چې فرمایي: زور قوت، حرمت هورې درومی چې زر وي؛ کښلي دي چې دلته ( چې) د ( چېرې ) دنده تر سره کوي.

( چې) په ګڼو جملو کې د مقصد او منظور وییکی دی:

راډیو مې راواخیسته چې خبرونه واورم.

دغه راز په ګڼو مرکبو جملو کې د وصفي جملو په جوړولو کې پکاریږي:

 احمد چې سندرې وایي، د خلکو خدمت کوي. دلته فرعي جمله (سندرې وایي) د احمد د اسم لپاره د صفت نقش لري، یعنې سندرمار احمد.

له ( چې) څخه یو نیم ځای د ( که) استفاده هم کېږي:

چې باران اوري، نه درځم.

 ( چې) په مرکبه جمله کې د توضیح او تشریح وییکی هم دی، لکه:

 رحمان بابا  وایي چې: دا دنیا ده خدای له عشقه پیدا کړې. دلته د ( چې) په ذریعه هغه جمله چې د رحمان بابا خبره پکې راغلې ، له لومړۍ جملې سره وصل شوې ده.

( چې) د ( بلکې ) په ځای هم راځي:

خوشال بابا نه یوازې شاعر و، چې تورزن هم و.( مثال: د ډاکتر زیار، له پښتو پښویې څخه)

په دې وروستي مثال کې ( چې ) دوه نابرابرې ( اصلي او فرعي) جملې نه بلکې دوه سره برابرې ( دوه اصلي ) جملې وصل کړې دي. دغه دواړه جملې که له یوه بله بېلې هم کړو، معنا یې نه نیمګړې کېږي: خوشحال بابا یوازې شاعر نه و. خوشحال بابا تورزن هم و. دغه مثال مونږ ته راښیي چې ( چې ) یو نیم ځای د برابرو او دوو مستقلو جملو په یو ځای کولو کې پکارېږي.

 د ( چې ) ځينې عبارتونه هم د مستقلو جملو په وصلولو کې پکاروو. مثالونه:احمد د کار سړی نه دی، بله دا چې په دې تنخواه یې ګوزاره نه کېږي.

احمد د کار سړی نه دی، حال دا چې کارونه ډیر دي.

د ( چې ) وییکي د بېلو بېلو نقشونومعلومول او سپړل د پښتو ګرامر یو جالب او ناسپړلی  بحث دی.

 د پښتو د ربطي عبارتونو په یوه لویه برخه کې د ( چې) وییکی شامل دی. په دغو ربطي عبارتونو کې کله ( چې) لرې کېدای شي، کله یوازې ( چې ) کافي وي، او یو نیم وخت دغسې عبارت په پښتو کې سم نه ښکاري. مثالونه:

  اکثره خلک نالوستي دي، ځکه چې ښوونځي کم دي.

 په دې جمله کې د ( ځکه چې) عبارت په ځای یوازې ( ځکه ) بهتره دی.

 کله چې واوره اوري، یخني وي.

 دلته د ( کله چې) عبارت په ځای یوازې ( چې ) هم راتلای شي.

 په لاندې مثال کې  تر لومړۍ جملې دویمه جمله لنډه ، روانه او د پښتو ژبې له طبیعي حالت سره برابره ښکاري:

د دې لپاره بازار ته لاړم چې لباس واخلم.

بازار ته لاړم چې لباس واخلم.

ایا په هغو ځایونو کې چې هم د ( چې ) ربطي عبارتونه او هم یوازې ( چې ) راتلای شي، خامخا ( چې ) ته ترجیح ورکړو؟

 ځواب منفي دی. ځکه کله کله د کافي وضوح او تاکید په خاطر ربطي عبارت بهتره وي او یو نیم ځای له ربطي عبارت سره د کلام آهنګ بهتره کېږي. مثال:

 (… د هرمز تري له قوم سره یې په داسې وخت کې جګړه پیل کړه چې هرمز په خپله خیمه کې له مطربې سره د شرابو پیالې په سر اړولې.) د پوهاند تږي له ( پښتانه ) څخه، یوسلو پنځم مخ

 په دې جمله کې د ( په داسې وخت کې … چې ) په ځای یوازې ( چې ) هم راتلای شوی:

 ( …هرمز تري په خپله خیمه کې له مطربې سره د شرابو پیالې په سر اړولې چې د هغه له قوم سره یې جګړه پیل کړه.)

 خو پوهاند تږي ځکه داسې نه دی کړي چې ده غوښتل چې د جګړې د پیل په وخت کې د هرمز تري په حالت باندې تاکید وشي. د کلام د موسیقي په لحاظ هم د پوهاند تږي جمله بهتره ده.

 د ( چې) د ربطي عبارتونو کلمې کله په جمله کې سره پاشلې او کله سره یو ځای راځي. مثالونه:

۱) بازار ته د دې لپاره لاړم چې مېوه واخلم.

۲) د دې لپاره چې مېوه  واخلم ، بازار ته لاړم.

۳) دی ځکه رانه غی چې امتحان یې و.

۴) دی رانه غی ځکه چې امتحان یې و.

۵) لکه څنګه چې تاسې وویل، نن یخني ده.

۶) لکه تاسې چې څنګه وویل، نن یخني ده.

 په دې مثالونو کې په لومړۍ او دریمه جمله  کې د ربطي عبارتونو کلمې ( د دې لپاره چې، ځکه چې) سره پاشلې دي خو په دویمه اوڅلورمه کې سره یو ځای دي. په لومړۍ جمله کې بازار ته په تګ تاکید شوی دی او په دویمه کې په مېوه اخیستلو. په دریمه جمله کې د نه راتلو د علت توضیح مهمه بلل شوې ده او په څلورمه کې پخپله نه راتګ ته اهمیت ورکړ شوی دی. د پنځمې جملې ربطي عبارت ( لکه څنګه چې) په څنګه ویلو تاکید کوي خو د شپږمې جملې په پاشلی ربطي عبارت کې د هغه چا په څنګه ویلو تاکید کیږي چې د یخنۍ خبره یې کړې ده.

 په اوسنۍ زمانه کې پښتو ته له نورو ژبو نوي ربطي ترکیبونه راغلل چې ځينې یې نه د پښتو له روح سره لګیږي او نه ورته اړتیا شته. په دغو کې یو ( له هغه ځایه چې ) عبارت دی. مونږ د دې عبارت په ځای ، څنګه چې، ،ځکه چې او نور عبارتونه لرو. ځینې لیکونکي د ( دا چې) عبارت د علت د ربطي عبارت په توګه استعمالوي، چې سم نه ښکاري. مثلا لیکي او وایي: دا چې واوره ورېدلې ده، نو لاره بنده ده. موږ د دې جملې په ځای ویلای شو: څنګه چې واوره ورېدلې ده، نو لاره بنده ده. که مو خاص تاکید په نظر کې نه وي، یا وضوح ته صدمه نه رسېږي، نو لا بهتره خو دا ده چې بې وییکو یې ولیکو: واوره ورېدلې ده، لاره بنده ده.  ( دا چې ) په اصل کې تاکیدي نقش لري. مثالونه:

 دا چې باران اوري او نه راځې، دا خو دلیل نه دی.

یا راشه یا دا چې زه درځم. په لومړي مثال کې ( دا) راوړل شوي دلیل ته د لا زیات پام اړولو لپاره پکار شوی دی او  په دوهم مثال کې ( دا چې) په دې تاکید کوي چې صرف دوه حالته موجود دي. په دې بل مثال کې هم د ( مګر ) په ځای ( مګر دا چې) یوازې تاکیدي نقش لري:  زه خامخا درځم، مګر دا چې لاره بنده وي.

د افغانستان په راډیوګانو او تلویزیونونو کې ( دا چې) ته د ( په دې باره کې ) نقش هم سپارل شوی دی چې سم یې نشو بللای. مثال: ( دا چې ځینې خلک ولې  د ښار پاکۍ ته پام نه کوي، احمد راته وایي …)

( دا چې) ته په ځینو اوسنو لیکنو کې د ( او) نقش هم سپارل شوی دی چې سم نه دی. د کابل د ۱۹۹۰ کال د یوې ورځپاڼې په سرمقاله کې لولو: ( دوی وایي والي د بیا رغونې کارونه نه کوي او دا چې په اداره کې یې د اهل کار او مسلکي کسانو په ځای خپل خپلوان راټول کړي دي.)  

 که د ( دا چې ) په سر کې ( نه ) راشي، په سره برابرو جملو کې  د متضاد حالت د بیان لپاره د ربطي عبارت استفاده ورنه کیږي:

 قاتل او جګړه مار ته باید په سپکه سترګه وګورو، نه دا چې ویې وستایو او امتیاز ورکړو.

  ما یوه مقاله لیکلې وه چې نوم یې و( په داسې حال کې). هورې مې د ( په داسې حال – چې )ربطي عبارت له بې ځایه استعماله شکایت کړی دی. اوس دې نتېجې ته رسېدلی یم چې  ذکر شوی عبارت په ځینو ځایونو کې ځکه بد لګېږي چې د ( حال دا چې ) په ځای راځي او د دغو دوو فرق دا دی چې لومړی عبارت ( په داسې حال کې ) د نابرابرو جملو په یوځای کولو کې پکاریږي او دویم د برابرو جملو په وصلولو کې.

 احمد د دیندارۍ دعوه کوي، حال دا چې د قاتلانو ملګری دی.

 احمد په داسې حال کې د دیندارۍ دعوه کوي چې د قاتلانو ملګری دی.

دلته په لومړي مثال کې دوې سره برابرې جملې یو ځای شوې دي خو په دویم مثال کې د احمد دینداري د ملګري کېدلو د فعل لپاره د قید نقش ترسره کوي. که منظور دا وي چې د دوو حالتونو توپیر و تضاد ته پام واوړي، ( حال دا چې ) پکار دی خو که مطلب د فعل د څرنګوالي په اړه یوه توضیح وي، ( په داسې حال کې ) پکارېږي.

 ( له دې چې ) یو بل هغه ترجمه شوی عبارت دی چې د افغانستان په رسنیو کې یې ډېر وینو خو سم نه ښکاري او په پښتو کې یې مناسب معادلونه نور دي.

د کابل د خلکو په ګړنۍ پښتو کې ( له بسه چې) ربطي عبارت اورو چې ژبه ورسره بې خونده کیږي او ذکر مې یې  ځکه وکړ چې په لیکنو کې یې مخه ډب شي. ځينې کسان همدا عبارت په پښتو ژباړي او خبره لا خرابوي. دوی لیکي یا وایي : له ډیره چې… په تاریخ مرصع کې لولو: از بس چې ډیر متکبر و

 پوهاند ډاکتر زیار په خپلو اثارو کې د ( چې ) د ربطي عبارتونو په ځینو ناسمو ډولونو مهمې خبرې کړې دي. دوی په خپل کتاب لیکلارښود کې لیکي: ( څو) ، ( څو چې) یا ( تر څو چې) یوازې د زماني کړول [ قید] په توګه ، هغه هم د لومړۍ راوړل شوې څېرمه [ فرعي] غونډلې په سر کې راځي او یوازې په همدې کارونګ د پارسي د ( تا) انډول کېدای شي. لکه:

 تر څو چې کوشنی ونه ژاړي، مور تی نه ورکوي.

 څو چې بنسټپال پر هېواد واکمن وي، د سولې او سوکالۍ هیله نشته.

پوهاند ډاکتر زیار لیکي چې ( څو) او ( تر څو) که بې ( چې ) هم ولیکو، ناکره نه بریښي.

 ښاغلي زیار په پښتو پښویه کې لیکي چې پښتو د اروپایي ژبو غوندې ارتباطي ضمیرونه Relative Pronounces ( مثلاwhose ,whom) نه لري خو ځينې کسان یې ټکي په ټکي پېښې کوي چې ژبه ورسره مصنوعي کیږي. دوی مثالونه ورکړي دي .ځینې مثالونه یې دلته رانقلوو:

غرزی کندهار ته ولاړ، څوک چې هلته خپلوان وګوري.

غرزی کندهار ته ولاړ، چیرې چې هوا توده ده.

غرزی کندهار ته ولاړ، کله چې پر کابل واوره وشوه.

ما یو لیکانی وخیست، کوم چې ښه کار کوي.

ما یو لیکانی وخیست، په کوم چې لیکل کوم.

ما دومره غنم وپېرل ، څومره چې مې پیرلای شول.

ما هله غنم وپېرل ، کله چې مې ورته اړتیا پیدا شوه.

پوهاند زیار د دغو جملو سمې بڼې داسې ښیي:

غرزی کندهار ته ولاړچې خپلوان وګوري.

غرزی  ځکه کندهار ته ولاړ چې هلته هوا توده ده.

غرزی هله کندهار ته ولاړ چې پر کابل واوره وشوه.

ما یو لیکانی واخیست چې ښه کار کوي.

ما یو لیکانی د دې لپاره واخیست چې پې لیکل وکړم.

ما دومره غنم وپېرل چې پیرلای مې شول.

ما غنم هله وپېرل چې مې ورته اړتیا وه.

استاد زیار په پښو پښویه او یو نیم بل  ځای کې د اجمل خټک په دې  بیت کې چې وایي:

ځئ هغه خوارو له جنت وګټو

څوک چې له موره دوزخیان پیدا دي

د ( څوک چې ) عبارت ناسم ګڼلی  او د انګریزي- اردو منفي اغیز یې  بللی دی. لکه څنګه چې استاد مثالونه ورکړي دي، د ( چې ) په څنګ کې ( څوک ) اضافي ښکاري، خو ګومان کوم د اجمل خټک په دې بیت کې  اضافي نه دی؛دلته تاکیدي نقش لري او شعر ته قوت ورکوي. موږ وایو: راځئ هغو خلکو ته، هغوی ته چې د ماښام ډوډۍ نه لري، خدمت وکړو. که په دې جمله کې د مخاطب د پارولو مقصد نه لرو، ( هغوی ته ) اضافي دی، مګر په پاروونکي سبک کې یې اضافي نه شو بللای. په ژبنیو بحثونو کې د لا مناسب قضاوت لپاره پکار ده د  ژبې سبک ( شاعرانه و غیر شاعرانه، لیکنی و ګړنی…) په نظر کې ونیسو.

استاد زیار د خپل یوه کتاب ( د خوشال ادبي پښتو) په دریم فصل کې د خوشحال بابا په دې مصرعه کې (: چې په چېرته ښه صورت هورې یې زړه دی) د ( چې – په چېرته ) ربطي عبارت ( په ) ناسم بولي او لیکي چې:  : خوشال کله کله له ( چېرته ) او ( څو… سره ) [ په ] هسې بې ځایه ملګری کوي.)

 خو زما په نظر، که موږ په مختلفو زمانو کې د ربطي وییکو او عبارتونو تحول په نظر کې ولرو، هاله ممکن د خوشحال په کلام کې ذکر شوی ( په) بې ځایه ونه بولو. د څو سوه کاله پخوا په متنونو کې ډیر ځایه لولو چې مثلا: هغوی په هندوستان اوسېدل .مګر اوس په شرقي لهجه کې تمایل دا دی چې ( په ) وغورځوي او ( کې ) ورزیات کړي: هغوی هندوستان کې اوسېدل. پخوانو د ( هرچې) او ( دا په دا چې ) ربطي عبارتونه لرل خو مونږ هېر کړي او بدل کړي دي. عبدالقادر خټک وایي:

په دا دوه حرفه ادا مسلماني ده

هر چې نه پسندې په ځان په چا مه پسنده

او: خوب به یې بدل په بیدارۍ، خوښي په غم شي

 هر چې یې په زړه کې د دلبرو مینه وینه

مونږ اوس د لومړي بیت د ( هرچې ) په ځای معمولا ( هغه څه چې ) یا ( هر څه چې) او د دویم ( هر چې ) په ځای ( هر څوک چې) یا ( هغه څوک چې ) وایو.

 نن سبا په افغانستان کې اکثره وخت ( په دې سبب چې) لیکو خو پخوا ( په دا سبب چې ) زیات وینو. اشرف خان هجري په دکن کې د بند په موده کې د خپلې یوې قصیدې په اړه لیکلي دي: ( دا قصیده چې مې د پادشاه استاد لره استولې وه، ډېره یې پسند کړه، ولې تر نظر یې د اورنګ شاه تېره نه کړه، په دا سبب چې خوشامند یې پکې نشته، ګوره چې څه وایي.) له ( پښتو نثر اته سوه کاله) څخه

 موږ اوس د ( دا په دا چې ) په ځای ( په دې وجه، په دې علت، ځکه چې ) او نور عبارتونه راوړو، خو عبدالحمید مومند ویلي وو:

که یار غواړې هومره ژاړه څو درځي عبدالحمیده

دا په دا چې در مونده شي په دریاب نه په ناله کې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب