زموږ زياتره ليکنې د (تر څو، وړاندې کړ، پرانيسته وکړه، د نوم د نه ښودو په شرط، څرنګه چې ، تر هغې وروسته کېږي، چې…، له خوا مرسته وشوه، په واک کې ورکړل شو، برخه واخىسته، تر غرمې وروسته، په ترڅ کې، قانوني چلند وشي، غواړي، چې…، خبردارى ورکړ، ګڼ شمېر، ښه ځنډ، ترسره شوې، په پايله کې، بريالۍ هڅه، شتون لري، وروسته له دې، ټاکل شوي دي، نه شي کولاى، چې…، پرته له شکه او….) په لومه کې ګېرې دي. زموږ ژورنالستي او ادبي ژبه تر دغو څو کلمو او جملو نه اوړي او دا ځکه چې پښتانه ليکوال او ژورنالستان له اصيلي ولسي ژبې سره چندان اشنا نه دي. غم خو دا دى، چې دغه پاس کلمې دقيقي هم نه دي او په هر ځاى ناځاى کې کارېږي. ليکوال او ژورنالستان بس درز ورکوي، په مانا او اغېز يې غوږ نه ګروي. دا محدوده ژبه زياتره ژباړلې ده او دې ناسمې ژباړلې پښتو د اصيلي پښتو ملا ماته کړې ده.
په خبر او رپوټ کې چې موضوعات يې محدود وي، ژبه هم محدوده کارېږي. مطلب دا چې، څوک به وژل شوى وي، کومه غونډه به پرانيستې وي، بريد به شوى وي، لاريون به شوى وي، سيلونه به راغلي وي، ټاکنې به شوې وي، څوک به له دندې ګوښه شوى وي؛ خو د ژورناليزم په نورو ژانرونو او په ادبي او علمي ليکنو کې د دغې دودې محدودې ژبې کارونه د پښتانه ليکوال او ژورنالىست ناپوهي او ناپامي ښيي.
د فکر اظهار په ژبه کېږي. که ژبه مو دقيقه او طبيعي نه وه، د مخاطب له خپلوۍ لاس ووينځئ. د استعمال په وخت مو د کلمو ماناوو او د جملو ترتيب ته ځير شئ، چې د پښتو ژبې له طبيعي دود سره برابر دى، که نه. هره کلمه د خپل قوم د کولتور هينداره ده؛ نو که رمز ته مو يې پام نه و، د ليکوالۍ لوبه نه شئ ګټلاى. لوى ليکوال په ژبه لوى وي، له کلمو او جملو سره احتياط کوي او مصنوعي ژبه نه کاروي.
نو د دې محدودې، مصنوعي او ژباړلې پښتو له انحصاره راووځئ او ولس ته وګورئ، ولسي ژبه وليکئ.
——————————
په تاند کې د لیکوال ځینې نورې لیکنې:
د مطلقو فعلونو املا، د شاعرۍ لوری، د کلمو شاعري، معلومات که فکر، جدي لوستونکی، رغښتواله، استعاري عددونه او قیدونه، حسن تعلیل او مدعا المثل، له شاعرۍ سره مراعت، زموږ د کیسو پېښې، د معلوماتو خرڅول، تلمیح، فرد څه وايي، تجنیس، هېره ژبه ، معما مو اوس ولي نه لګي، ازاد نظمونه