یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+هنرستان | عبدالله بشرمل

هنرستان | عبدالله بشرمل

زما د هنر په اړه لیکني زیاتي خوښیږي نو ځکه یو دا سبب وو چې ما دا کتاب ولوست. هنرونه د انساني تخییلاتو په لا عالي کولو کې پوره پوره مرسته کوي. هنرونه د انسان هغه زیږ او بې رحمه اړخ په یو نرم او موم ته ورته څیز ور بدلوي. یو سروې کې ویل شوي چې هنر کولای شي په یو ټولنه کې د انساني همدردۍ سبب وګرځي او دا چاره په ټولنه کې زغم او سولي ته لار هواره وي. نیچه وایې: هنر یوازینی ځواک دی چې د هري هغې ارادې په وړاندي دریږي کوم چې ژوند نفي کوي او د پوچوالي او ابسورډیزم په وړاندي تر ټولو سخت مخالف دی.

کوم انسانان چې د هنرونو درلودونکي وي(ادیبان، شاعران، فلیسوفان، هنرمندان …) هغوی د انسان کرامت او د هغه په اړه د احساس هره شېبه درک کولای سي خو د هنرونو څخه لیري انسانان تر ډېره پوري د احساس له کمۍ سره مخ وي. هنر د یوې نړۍ د سرور او خوښۍ یو بشپړه سرچینه ده. زیات لیکوالان د خپلو نهیلیو له کبله رسامۍ، شاعرۍ، موسیقۍ او یا داسې نورو هنرونو ته لاس اچوي او په دې ډول د خپلو دردمنو افکارو دردونو ته د اپینو په ډول تر یوڅه وخته نشه ورکوي. د هنر په باره کې د عبدالوهاب مومند لیکل سوی دا کوچنی (هنرستان) کتاب بیخي له ښکلو موضوعاتو ډک دی. زموږ په ټولنه کې ددې موضوع (هنر) اړوند بیخي کتابونه پر نشت حساب دي او دا کتاب شاید د نورو لیکوالانو لپاره د یو الهام منبع وګرځي او لا نور هم لیکل ورباندي وکړي. ما یوخت فکر کاوه چې دا د پیکاسو اثار ولي دومره په ګرانبیه خرڅیږي؟ حال دا چې دا ډول کرښي او رنګونه یو ساده رسام هم کښلای سي خو ددې هنرستان کتاب په یو موضوع (هنریت) کې مې ولوستل چې هغه هنر ډېر اغېزناک وي چې هنریت یې له نااشنا سمبولونو جوړ سوی وي، ځکه انسان کنجکاوه موجود دی او د نااشنا سمبولونو څېړل او ځان پرې پوه کول زیات خوښوي.

الفت صاحب ویلي: د انساني ټولني د رهبرۍ لپاره باید احساسات ښه ورزول شي او د احساساتو مزی د هنر په لاس کې دی، عقل د انسان احساسات نشې را پارولای. عاطفي او رحم دله حاکمان د خپلو لاس لاندي طایفو په عواطفو پړهیږو او هیڅکله داسي څه نه امر کوي چې د هغوی د ځور او درد سبب وګرځي. دا کتاب یوازي دا نه چې د ادبیاتو د محصل لپاره مهم دی بلکه د هر کس لپاره یې لوستل بې ګټي نه بولم. کتاب په ډېرو ساده الفاظو لیکل شوی او هغه ملګري چې له سختو او اوږدو جملو سره څه ناڅه مشقت احساسوې؛ دا کتاب بیخي ترې استثناء دی. دلته د هنر د موضوع له تعریفه نیولې بیا تر ارزښت، ډولونو، ښکلا، لمن، رسالت، ګټه او ابتذال پوري هره برخه باندي ښکلې لیکنه شوې. د هنر په تعریف کې لیکي: هنر د ټولنیز شعور او بشري فعالیت یو ټاکلی شکل دی، چې واقیعت په هنري ایماژونو کې منعکسوي او په استیتک ډول سره د نړۍ د پېژندنې او انځورونې وسیله ده. تر دې وروسته راته د هنر عالي ډولونه راښیې چې عبارت دي له: تیاتر، ادبیات، معماري، مجسمه جوړونه، نڅا، موسیقي او سینما څخه.

بل ځای د هنرونو د عمومي ډلبندۍ څخه بحث کوي او لیکي چې هنرونه په صورت العموم کې پر دوه ډول دي:

آزاد هنرونه
ښکلي هنرونه

د هنرونو د ډلبندۍ اساس همدا دی چې هر هنر باید په خپل مکان کې وپېژندل شي او درک کړل شي. آزاد هنرونه لکه بیان، استدلال او منطق خو ښکلاییز هنرونه بیا لکه: ادبیات، نڅا، موسیقي او تیاتر.

د هنر د زېږون د تاریخ په اړه وایې راته: هنر د انسان همزولی دی او پخواني انسان هنرونه پر طبیعت د ځواکمنېدو یو سبب ګاڼه خو د اوسنۍ نړۍ هنرونه د ټولنیز ژوند د ضرورت سره سره د معیشت یو وسیله هم ګرځيدلي.

په اوسني دور کې تر هر څه زموږ د ټولني لپاره د همدې هنرونو پراختیا ښه ثابتېدای شي ځکه هره ټولنه چې ښکلي هنرونه ولري هغومره لطیف احساسات هم ورسره لري. خوشال بابا وایې:

که طالع او هنر دواړه سره کېږدې
زه خوشحال به پکي ونیسم هنر

بدبختي زموږ په ټولنه کې داده چې زموږ لپاره د هنر د عمومي صورتونو څخه د یوه سره د تضاد په سبب موږ په عموم کې هنر نفي کړئ او په یو ښه سترګه ورته نه ګورو. زما په اند د ټولني د هر ډول مسلک لرونکي که داکتر دی که انجنیر او که ژورنالیست؛ د ادب او هنر لوستنه ورته حتمي ده. ځکه هیګل وایې: هیګل وایې: لوړ هنر د بشري طبیعت هغه اصالت ته ژمنتیا ښيي چې د انسانانو په وینو کې نغښتی وي.

دا کتاب که څه هم پر دې موضوع (هنر) ډېر او بیخي کوچنی دی خو د لیکوال یې کور ودان چې ډېر څه یې تر موږه په دا یو ۱۲۵ صفحو کې رارسولي. د شوپنهاور وینا ده چې وایې ښه کتاب باید دوه ځلي ولوستل شي او ما ددې کتاب د دویم ځل لوستلو بیا تکل کړئ دا یوازي دا نه چې کتاب کوچنی دی؛ بلکه ددې کتاب د هري موضوع سره هممهاله د خپل فکر څرګندول هم ددې سبب کیږي چې د هنر په موضوع کې لا ښه عمیق ولاړ شئ او په دویم ځل مطالعې یې بل ډول احساس وکړئ.

1 COMMENT

  1. سلامونه ،
    بشرمل صیب د هنر او هنرستان په اړه ډیره ښه لیکنه موکړې ده،
    ما اوریدلي و چې سطرنج؛طبابت ، حتی سیاست هم هنر دی!!! په اولو دوو خو چندان نپوهیږم؛
    د طب او طبابت خو زما د تجربې له مخې تر څو یو ډاکټر د علم او پوهې (مډیکل)سره د ناروغانو سره له هنر کار وانخلي ،سم تشخیص ته نشي رسیدلای ؛ نړیوال صحي سازمان هم د صحت په تعریف کې ویلي:
    د جسمی ، روحي ،ټولنیز او رواني علم او هنر نه عبارت دی!.
    ا.د.ن…له توجه مو مڼنه
    بروکسل/۳۰سنبله ۱۴۰۳=۱۷ربیع الاول ۱۴۴۶=۲۰ د سپټمبر ۲۰۲۴م

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب