جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهترکمنستان په افغانستان کې د یو نیم میلیارد ډالرو پانګونه کوي

ترکمنستان په افغانستان کې د یو نیم میلیارد ډالرو پانګونه کوي

تاند (جمعه، د سنبلې ۳۰ مه) د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف وايي چې هېواد یې له افغانستان سره په ګډو زیربنایي پروژو کې تر ۱.۵ میلیاردو ډالرو زیاته پانګونه کوي.

هغه زیاته کړه چې دا پانګونه له افغانستان سره د سیاسي، اقتصادي او ترانسپورتي اړیکو د پیاوړتیا لپاره د ترکمنستان د پراخې ستراتیژۍ یوه برخه ده.

مرادوف د طالبانو له استازي سره د “دوه اړخیزو زیربناوو پراختیا” تر سرلیک لاندې په یوه ګډه ناسته کې وویل: “زموږ هدف له افغانستان سره د سوداګرۍ، ترانسپورت او ترانزیت اړیکې پیاوړې کول دي.

ده د هند، پاکستان، نړیوال بانک او اسیایي پراختیایي بانک په ګډون د هیواد په سیمه ییزو شریکانو هم غږ وکړ چې د ترکمنستان- افغانستان- پاکستان- هند د ګازو په پایپ لاین (TAPI) کې پانګونه وکړي چې دا یوه لویه پروژه ده چې د سیمه ییزې انرژۍ د همکاریو د پیاوړتیا لپاره ډیزاین شوې ده.

په دې غونډه کې د چین او هند سفیرانو، د اسیايي پراختیایي بانک او ملګرو ملتونو استازو ګډون کړی وو او د دغو ګډو پروژو د پلي کولو د دوام ملاتړ یې وکړ.

په وروستیو کې د ترکمنستان ولسمشر سردار بیردي محمدوف د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې افغانستان په یوه سوله ییز او ارزښتناک اقتصادي شریک بدل کړي.

ترکمنستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له طالبانو سره نژدې اړیکې لري او په تېرو څه باندې ۲۰ کلونو کې له افغانستان سره ګڼ شمېر اقتصادي او ټرانزیتي موافقې لاسلیک کړي دي. په دې وروستیو کې د ترکمنستان ملي مشر او د طالبانو د حکومت ريیس الوزرا د ټاپي پروژې کار پرانیست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب