جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد بدخشان د سروزرو په یوه کان کې ۳ کارګر مړه شول

د بدخشان د سروزرو په یوه کان کې ۳ کارګر مړه شول

تاند (جمعه، د سنبلې ۳۰ مه) د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس وايي چې په بدخشان کې د سرو زرو د کان د یوط برخې د نړېدو له کبله درېژ کاند کیندونکي مړه شوي دي.

دې اژانس ته په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو اوکلتور امر ویلي چې دا پېښه د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې شوې ده.

ده همداراز ویلي چې کارګر د خم بهار او دو درګي په کليو کې د خاورو په يوه غونډۍ کې، چې ويل کېږي د سرو زرو يو کان هلته شته، د سرو زرو د ترلاسه کولو لپاره د شګو په مينځلو بوخت وو، چې يوه برخه يې ونړېده او درې کارګر په کې وژل شول.

د یادونې وړ ده چې په یاد ولایت کې مخکې له دې هم ورته پېښو کې د سرو زرو په کانونو کې بوخت یو شمېر کارګر مړه شوي دي.

خو ډېر ځلې دا ډول پېښې د سمنګان او بغلان د سکرو په کانونو کې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب