جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ایران د باندنیو چارو وزارت په تهران کې د طالبانو استازی...

د ایران د باندنیو چارو وزارت په تهران کې د طالبانو استازی احضار کړ

تاند (جمعه، د سنبلې ۳۰ مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست، چې په طالبانو پورې تړاو لري، نن جمعه دغه ته احضار کړ.

د ایران مهر خبري اژانس وايي چې په تهران کې د افغانستان د سفارت استازی په تهران کې د اسلامي یووالي په نوم په کنفرانس کې د ایران د اسلامي جمهوریت ملي سرود ته د سپکاوي په خاطر احضار شو او د هغه عمل د دود خلاف او د نه منلو وړ عمل وبلل شو.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د افغانستان د استازي عمل د ایران ملي سرود ته بې احترامي وبلله او په دې خاطر یې هغه ته سخت اعتراض څرګند کړ.

ایراني ډیپلومات وویل، د مېلمنو له لوري د کوربه هیواد ملي سرود او نورو ملي سمبولونو ته درناوی په نړیواله کچه پیژندل شوی چلند دی.

مهر وايي، په تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست د اسلامی جمهوري دولت ته د خپل هېواد پر ځانګړی درناوی ټینګار وکړ.

تر دې مخکې پاکستان هم په یوه غونډه کې د دغه هیواد ملي سرود ته د طالب استازو پر نه درېدو اعتراض وکړ.

د ایران یوه پخواني دیپلومات نن پر خپله ایکسپاڼه د خپل هیواد چارواکو ته وړاندیز کړی چې نور د طالبانو استازي رسمي غونډو ته ونه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب