شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهافغانستان دوهمه یو ورځنۍ سیالي هم له جنوبي افریقا وګټله

افغانستان دوهمه یو ورځنۍ سیالي هم له جنوبي افریقا وګټله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل جنوبي افریقا ته په یوه لړۍ کې ماته ورکړه.

د افغانستان په کوربه توب، په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان لوبډلې، چې د دې لړۍ لومړۍ سیالي په ۱۴۴ منډو ګټلې وه، نن (جمعه) دوهمه پنځوس اوره سیالي هم په لوی توپیر یعني ۱۷۷ منډو وګټله.

د کریک انفو ویبپاڼې د معلوماتو پر اساس، د ۱۷۷ منډو توپیر په یو ورځینو سیالیو کې تر ټولو لوی توپیر دی چې د افغانستان لوبډله یوې بلې لوبډلې ته ماته ورکوي. تر دې وړاندې د افغانستان ټیم د زیمباوې لوبډلې ته د ۱۵۴ منډو په توپیر ماته ورکړې وه.

د جنوبي افریقا ټول لوبغاړي په ۳۴ اور کې وسوځېدل.

د دې سیالۍ پچه افغانستان وګټله او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۴ لوبغاړو د بایللو په پای کې ۳۱۱ منډې وکړې.

د افغانستان لپاره پیلګر لوبغاړي رحمان الله ګوربز ۱۰۵ منډې وکړې. ورپسې دوه نور لوبغاړي ریاض حسن (۲۹) او رحمت شاه (۵۰) هم ښه بیټنګ وکړ خو عظمت الله عمرزي په کمو توپونو یعني په ۵۰ توپونو ۸۶ منډې وکړې.

عمرزي په باولینګ یا توپ اچونه کې هم د جنوبي افریقا لومړنی لوبغاړی وسوځاوه.

خو راشد خان په ۹ اورونو کې ۵ او ننګیالي خروټي په۶ اورونو کې ۴ لوبغاړي وسوځاوه.

محمد نبي، غضنفر او فاروقي هم له دې نظره چې لږ منډې یې ورکړې، د دې سیالۍ په ګټلو کې ښه ونډه واخیسته.

جنوبي افریقا د دې ماتې له کبله له افغانستان څخه د یو ورځنیو سیالیو لړۍ وبایلله خو لا هم دوه ټیمونه یوه بله سیالي باید وکړي.

په نننۍ سیالي کې ګوربز اوومه سلیزه پوره کړه او په دې توګه یې د محمد شهزاد ریکارډ مات کړ.

د دې مسابقې د غوره لوبغاړي جایزه راشد خان وګټله. خو یقیناً د راشد خان ترڅنګ ګوربز او عمرزی د دې سیالۍ خورا غېزمن لوبغاړي وو.

ګوربز نن ۱۰ څلوریزې او ۳ شپږیزې ووهلې خو عظمت الله عمرزي ۵ څلوریزې او ۶ شپږیزې ووهلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب