پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Home+پاڼه ورژېده | اجمل صدیقي

پاڼه ورژېده | اجمل صدیقي

 د ټلیفون له پرېکېدو روسته یې سر پرمېز پرتو پاڼو کېښود،وېښتان یې سم کړل،شا او خوا همکاران یې له سترګو تېر کړل،د چا ور پام نه وه. نه تله خو يوه اونۍ وړاندې را لېږل شوی ليک يې ستر ګوته ودرېد، د لیک د پای جمله یې نه وه هېره”سرطان یم”ماضي يې ستر ګوته کېدله .له دفتره بهر شوه.

يوه ستر ګه يي لار او بله يي ساعت ته وه ،لار يي په بېړه لنډوله ،

په تېزۍ يې له شوره ډک ښار شاته پرېښوده ، دوهم ځل يې ټيليفون  وکړنګېد، یو جېب ته یې لاس کړ بل ته یې لاس کړ ټلیفون یې په بکس کې وه،
دې هلوو… کړل
له هخوا غږ شو” بېړنۍ خونې ته یې داخل کړ،هیله کوم ژر راشئ،ورورمې ښه نه دی،له یوې ونۍ یې پر ژبه ستاسو نوم دی”

دې ورته ویل،خو تيليفون تياره وه.

د بوټونو ټکا يې لا پسې ګړندۍ شوه ،تور وېښتان  يې په سپين مخ خوه رېدل او ټولېدل،
په څنګل کې يې لاسي بکس لکه د بوډۍ ټال،ټال خوړ،

په وارخطا پلونو عمومي واټ کې ژېړرنګې ټکسي کې سوره شوه.په زنګنو ايښی بکس يې په نوکونو ټپه وه ،د څوکيوو له منځه يي سترګې مخامخ په تور پاخه سړک کې په سپينه ليکه خښې کړې وې،
موټر په بېړه لار لنډوله ،تر لږ مزل روسته

د روغتون مخې ته کښته شوه ،د امبولانس له غږ سره د سړک غاړې ونې څخه مرغان د سپينې ورېځ پر لور والوتل، د الوه تو مر غانو له پښو سره ژېړې  پاڼې په هوا کې ورغړېدې، په وار خطا پلونو روغتون ته داخل شوه،د نرس په لار ښونې  عجل خونې خوا په بېړه راهي شوه،ساه نيولې زينو کې پورته شوه، له چاسره یې اوږه ولګېده د اوسپني پتنوس کړنګا شوه . دهلېز ته له رسېدو سره يې شونډې جلا شوې،ستر ګې يې لويې خلاصې پاتې شوې،لکه د ولاړ ساعت دايره رپ يې نه خوړ،دېوال ته ړنګه شوه له اوښکوسره ملو ریملو یې په مخ توره لیکه جوړه کړه

د تذکرې د ټايرونو له غږ سره د چيغو اواز په مستطيل دهلېز  کې انګازې کولې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب