چهارشنبه, مې 21, 2025
Home+په لنډيو کې فردي نوستالژيا | پوهنمل میوند بختیار

په لنډيو کې فردي نوستالژيا | پوهنمل میوند بختیار

لنډيز

لنډۍ د پښتو ژبې يو فولکلوريک ژانر دی، چې يوه مسره يې نهه او بله يې ديارلس سېلابه وي. د موضوع له مخې رنګارنګ مضامين پکې راتلی شي او په دوه ويشتو سېلابونو کې يو کتاب خبرې لري. ډېری لنډۍ نوستالژيکې ځانګړنې لري. نوستالژيا له آره يوه ارواپوهنيزه اصطلاح ده، چې اوسمهال په ادبياتو کې کارېږي. نوستالژيا په ادب کې په ماضي، په ماشومتوب، په ځواني او په تېر عمر پسې ارمان او افسوس ته وايي، همدارنګه د مساپرو هغه احساس ته وايي، چې په پردېسۍ کې ورته پيدا کېږي چې د غربت درد او کړاو يې بولي. شعر او په ټوله کې هنرونه د انسان د باطني نړۍ انځور وړاندې کوي، د دې پراخې دنيا يوه برخه همدغه د غربت غم، بې وطني او په ماضي پسې ارمانونه دي. دا اروايي حالتونه چې په شعر کې راغبرګ شي، نوستالژيک ادب منځته راوړي. نوستالژيا له لويه سره پر دوو ډولونو وېشلای شو، چې يوه ته يې فردي نوستالژيا او بل ډول ته يې جمعي نوستالژيا ويل کېږي. د هغو خاطراتو بيا را يادونه چې اجتماعي جنبه ولري، جمعي نوستالژيا او د هغو خاطراتو د ياد تازه کول، چې په فرد پورې تړلي وي، فردي نوستالژيا بلل کېږي. په پښتو ژبه کې لنډۍ، چې اکثره د ښځو له خوا ويل شوې دي، نسبت نورو شعرونو ته يې نوستالژيک خصوصيت جوت دی. نه يوازې اوسنی، کلاسيک عرفاني، غنايي او حماسي شعر نوستالژيکې ځانګړنې لري، بلکې په پښتو ولسي ادب کې هم دغه ارواپوهنيزه انتزاعي پديده ليدلی او حس کولای شو. د دې څېړنې موخه دا ده، چې هغه لنډۍ راټولې کړو، چې د فردي نوستالژيا پر بنسټ ويل شوې دي او همدا راز د نوستالژيا او لنډيو د اړيکو په اړه د پښتو ژبې لوستونکيو، محصلانو او د ادبياتو مينه‌والو ته معلومات برابر شي. د دې څېړنې ډول کتابتوني دی او د تشريحي ميتود په مرسته موضوع شنل شوې ده. د نتيجې په توګه ويلای شو، چې لنډۍ تر بل هر شعري فورمه ډېر نوستالژيک خصوصيات لري، چې په مقاله کې يې بېلګې ليدلای شئ.

آر وييونه: لنډۍ، نوستالژيا، فردي نوستالژيا، جمعي نوستالژيا.

سريزه

د تېر شوي عمر د خاطراتو رايادول، د خپل پلرني ټاټوبي څخه د لرې‌والي ياد، د پلار د کور يادون، د خپلوانو د بېلتون خاطرې، د ځوانۍ او ماشومتوب د خاطراتو را ژوندي کول يا په هماغه مهال پسې ارمان کولو ته نوستالژيا وايي. د خپل ولس او قام د تېر برم او روښانه ماضي يادونه او په هماغې تېرې شوې ماضي پسې ارمان کول هم په نوستالژيا کې راځي. نوستالژيا د ادب او ارواپوهنې تر منځ مشترکه مقوله ده. په ټوله کې هنرونه او په ځانګړې توګه شعر د انسان د ځان‌خبري، نيمه ځان‌خبري او ناځان‌خبري ضمير ترجماني کوي. د بنيادم خاطرات د شعور له ساحې د نيمه ځان‌خبري او ناځان‌خبري ضمير ساحې ته پر شا تمبول شوې انتزاعي پديدې دي، چې همدا خاطرات بيا په غير شعوري توګه د شاعر په کلام کې ځان راښکاره کوي، نو د ادب او ارواپوهنې له مخې دغه  حالت ته نوستالژيا وايي. په پښتو ولسي شعر او په تېره بيا په لنډيو کې، چې د پښتانه او پښتنې د رواني او اروايي نړۍ رښتوني انځورونه دي، دا ارواپوهنيزه – ادبي انتزاعي پديده ډېره ليدلی شو. د پښتنو عمومي سايکالوژۍ، دود، دستور، کلتور، اوسني څو څلوېښت کلن ناورين، کډواليو او د دوی تېر تاريخ ته په کتو سره، د دې قام د ډېری شاعرانو شعرونه نوستالژيک خصوصيات لري. د لنډيو هينداره چې د پښتنو د روحياتو، د پښتنو د نن د سبا او د ماضي په اړه تر ګردو روښانه او پاکه آيينه ده، د دې قام د ژوند، د هيلو، د ماتو، د بريو، د ارمانونو، د حسرتونو او د خوښۍ ناخوښۍ رسا انځورونه په لنډيو کې راغبرګ شوي دي. نوستالژيا د هغه احساس، درد او عاطفې نوم دی، چې يو څوک يې له وطن څخه د لرې‌والي، د خپلو خپلوانو د مرګ، د ماشومتوب او نوې ځوانۍ د وختونو د يادولو او د چا د بېلتون له امله په زړه او دماغ کې لري او که شاعر وو، په شعر کې يې راغبرګېږي. په تېر پسې ارمان تقريباً د هر انسان ځانګړنه ده، ماضي ډېری خلکو ته ښه او ښکلې وي، ځکه خاطرې يې ور پورې غوټه وي، په ماشومتوب پسې هر څوک ارمان کوي، ځکه بيا ماشوم کېدلای نه‌شي؛ نو کله چې دغه ارمانونه په هنر و ادب کې تبارز وکړي، د شاعر و ليکوال همدغه اروايي حالت چې په فنپاره کې يې د خپل اندرون رسامي کړې وي، نوستالژيا بلل کېږي، چې د ادب او ارواپوهنې تر منځ شريکه مقوله ورته ويلی شو.

د موضوع اهميت او مخينه

په لنډيو کې د فردي نوستالژيا پر بنسټ د جوړو شويو لنډيو نومېرل، څېړل او د فردي نوستالژيا د بېلابېلو ډولونو بېلګې پکې موندل د پښتو ادب له مبتدي لوستونکي سره مرسته کولای شي، چې د ادبياتو او ارواپوهنې تر منځ پر مشترکې مقولې (نوستالژيا)، د لنډۍ او نوستالژيا پر اړيکو او د نوستالژيک ادب د په زړه‎پوري‌والي پر لاملونو باندې پوه شي. په لنډيو کې د نوستالژيکو خصوصياتو څېړنه به موږ ته دا څرګنده کړي، چې پښتو لنډۍ څومره نوستالژيک خواص لري او د نوستالژيا کوم کوم ډولونه پکې ليدلی شو.  له دې لارې د پښتنو پر روحي او رواني ژوند او ماضي باندې هم پوهېدلی شو، چې د پښتنو د نن د ټولنيز ژوندانه په انځورولو کې  پوره پوره مرسته راسره کولای شي. بل اهميت يې دا هم کېدای شي، چې دا او دې ته ورته ليکنې د ادب او ارواپوهنې تر منځ د مشترکاتو په پېژندنه او په ادبي څېړنو کې له نفسياتو څخه د استفادې د مواردو په هکله هم د څېړونکيو لاسنيوی کولای شي.

په پښتو ژبه او ادب کې دا موضوع نوې ده، ماته تر اوسه پورې کوم تحقيقي اثر مخې ته نه دی راغلی، چې د پښتو لنډيو پر نوستالژيک اړخ باندې يې خبرې کړې وي، خو د دوکتور محمد اکبر کرګر مقاله د يادونې وړ ده، چې د “خوشال او نوستالژيا” تر سرليک لاندې يې کښلې ده. کوم وخت چې مې د دې څېړنې لمن راټولوله، د استاد کرګر کتاب “نوستالژيا او تېر ارمان” هم لاسته راغی، چې استفاده مې هم تر وکړه.

د څېړنې موخې

اصلي موخه

په لنډيو کې د فردي نوستالژيا د بېلابېلو ډولونو د بېلګو موندل او نومېرل.

فرعي موخې

– د نوستالژيا په اړه د پښتو ادب مينه‌والو، مبتدي ليکوالو او محصلانو ته څه مواد برابرول.

– د هغو عواملو پيدا کول، چې پر بنسټ يې نوستالژيک شعر رامنځته شوی يا را منځته کېږي.

د څېړنې پوښتنې

اصلي پوښتنه

– په لنډيو کې په کومه کچه د فردي نوستالژيا د مختلفو ډولونو بېلګې موندلای شو؟

فرعي پوښتنې

– نوستالژيا څه ده؟

– نوستالژيا له ادبياتو سره څه اړيکي لري؟

– کوم ډول شعر ته نوستالژيک شعر ويلی شو؟

– په پښتو لنډيو کې کوم ډول نوستالژيا ډېره ليدلی شو؟

د څېړنې فرضيه

– د فولکلوريکو ژانرونو په ډله کې لنډۍ هغه شعرونه دي، چې ښايي نسبت نورو ژانرونو ته يې نوستالژيک اړخ غښتلی او بارز دی، لنډۍ د پښتنو د عمومي سايکالوژۍ تر ګردو موثق انځور وړاندې کوي، چې نوستالژيا يعنې له وطن څخه د ليرې‏والي غم، د خپلوانو پر مرګ وير، په ماضي پسې ارمان او د بېلتون حسرت پکې په څپو دي.

د څېړنې ډول او ميتود

د دې څېړنې ډول کتابتوني دی او د تشريحي ميتود په مرسته موضوع شنل شوې ده.

لنډۍ او نوستالژيا

لنډۍ د پښتو ګړني ادب يو نامتو او مهم ډول دی، لنډۍ ته ځينې وخت، ټپه او مسره هم ويل کېږي. لنډۍ يوازې يو بيت وي، چې لومړۍ مسره يې نهه څپې” سېلابونه” او دويمه يې ديارلس څپې وي ( وفا،۱۳۹۲: ۳۶-۳۷).

لنډۍ هغه فولکلوريک ژانر دی، چې له دوه ويشتو څپو يا دوو مسرو څخه رغېدلې وي. لومړۍ مسره يې نهه او دويمه هغه يې ديارلس سېلابه وي. د ډېری لنډيو د دويمو مسرو په پای کې د “نه، مه، له، ينه او ونه” ترنمي توکي راغلي وي. د لنډۍ فورم د مختلفو موضوعاتو د بيان لپاره مناسب دی، لنډۍ په دې لنډ و تنګ چوکاټ کې د رنګينو ماناوو او ښکلاوو بار پر اوږو وړلای شي. لنډۍ د خپلې ښکلا، هنريت او د موضوعاتو د رنګارنګۍ له اړخه په پښتو ژبه کې، څه چې په نړۍ‌واله کچه، بې سياله ده.

د پښتو فولکلوري شعرونو په لړ کې د لنډيو برخه واقعاً د ټول بشريت د فولکلوري شعرونو د عظيمې شتمنۍ يوه مهمه برخه ده. د لنډيو يو ستر اهميت دا دی، چې د هغه سندريز خصوصيت او آهنګ‌روزونکی فطرت د نړۍ په ټولو فولکلوري شعرونو او سندرو کې ممتاز دی او ساری نه لري. لنډيو د انسان د احساساتو، عواطفو، دردونو، رنځونو او انګېرونو ډېره عالي او دقيقه درجه‌بندي کړې ده او هغه يې د ډېر خواږه او ظريف بيان په موسيقۍ کې وړاندې کړي دي (لايق،۱۳۶۴: يو – دوه).

لنډۍ د شاعر/ شاعرې د مافي الضمير حقيقي ترجماني او عکاسي ده. په پښتو شعري پانګه کې د مانا، مفهوم، خوند، رنګ او د موضوعي رنګارنګۍ له اړخه داسې شعري ژانر نشته، چې له لنډۍ سره دې د سيالۍ جوګه وي.

نوستالژيا څه ته وايي؟

د ارواپوهنې له اصطلاحاتو څخه يوه اصطلاح چې د ادبياتو حوزې ته داخله شوې ده، د غربت غم يا نوستالژيا ده، که څه هم نوستالژيا د علم و هنر په ساحه کې نوې کارېدونکې اصطلاح ده، خو نوې را پيدا شوې پديده نه ده، نوستالژيا يا د غربت غم د انسانانو په منځ کې يو طبيعي، عمومي او حتی غريزه‎يي احساس دی او په رواني توګه دا احساس هله ډېر پياوړی کېږي، چې فرد له خپلې ماضي څخه فاصله ونيسي، هر کله چې فرد په خپل ذهن کې ماضي ته رجوع وکړي، نو يو خوږ درد احساس کړي، چې دې حالت ته نوستالژيا وايي. نوستالژيا (Nostalgia) فرانسوي کلمه ده، چې له دوو يوناني کلمو (Nostos) يعنې بيا راستنېدنه او (Algos) يعنې درد او کړاو څخه اخيستل شوې ده ( محمديان او رجبي، ۱۳۹۳).

شعر د انسان د غوښتنو، هيلو، سوبو، ناکاميو، احساساتو، عواطفو او غريزو انځور يا عکس العمل دی، چې دا ټولې ارواپوهنيزې انتزاعي پديدې دي. د ادب او ارواپوهنې اړيکي دومره ډېر دي، چې د دغو دواړو برخو څانګه‎وال د يوه بل د کار له حوزې څخه ډېره استفاده کولای شي، چې يوه يې نوستالژيا ده چې د ادب او ارواپوهنې د تقاطع نقطه يې بللی شو. د استاد لېوال په اند چې ارواپوهنه له ادبياتو سره نژدې اړيکي لري، د نړۍ د ادبياتو په تاريخ کې د ارواپوهنې مسألو ډېر پخوا لا ادبياتو ته لار موندلې وه، خو همدا چې علومو د ودې او تکامل په نتيجه کې ارواپوهنه د يوه مستقل علم په توګه رامنځ‌ته شوه؛ نو د دغې پوهنې يو شمېر په زړه‌پورې بحثونه نويو ادبياتو په پراخه پيمانه راواخيستل، تر دې چې کله د يو بل متمم شول. مانا دا چې ارواپوهنې له ادبياتو او ادبياتو له ارواپوهنې څخه ډېر څه زده کړل او يو د بل د پرمختګ، ودې او رنګارنګۍ لامل شول ( لېوال، ۱۳۸۷: ۱۲). د ليوال صاحب د خبرې په تائيد ارواپوهنه او ادبيات نژدې اړيکي سره لري، د فرويد ارواپوهنه پر ادبياتو ولاړه ده، د اوديپ او الکترا غوټې، نرګسيت او نورې اصطلاح‌ګانې يې له ادبياتو راپور کړې دي. فرويد به ويل چې ما د ارواپوهنې په اړه ډېر څه د داستايوفسکي په اثارو کې زده کړي دي.

په نوستالژيا کې شاعر يا ليکوال شېبه يا خپلې تېرې شېبې ترسيموي او پر هغو حسرت کوي، پرته له دې چې نور په دې له افسوس او حسرته ډک حالت او يا غم کې له ځانه سره شريک کړي، ځينې مفاهيم لکه فريادونه، د زشتۍ( ناوړتيا) نه شکايت، سپين وېښتان، په ملا کړوپېدل، د ځوانۍ، ثروت او له لاسه تللي ملکيت په يادولو سره رامنځته کېږي (کرګر، ۲۰۱۵: .(http://www.taand.net

په لنډه توګه ويلی شو چې، د شاعر يا ليکوال د هغو شيانو په اړه خوابدون ته، چې  پخوا يې لرل خو وروسته يې له ګوتو وتلي وي يا يې له کمښت سره مخ شوی وي نوستالژيا يا د غربت غم وايي. له خپلې مېنې لرې‏والي، له خپلې مينې جلاوالي، د ماشومتوب او ځوانۍ له ګوتو وتل، د ارزښتونو له لاسه ورکول، کډوالي او اساطيري ماضي او دې ته ورته موارد په نوستالژيا کې شاملېږي (محمديان و رجبی، ۱۳۹۳).

هغه د غني خان په خبره شاعر هغه حيوان دی چې پر بدن پوستکی نه لري او نسبت نورو وګړو ته حساس وي. نور عادي وګړي هم د غربت له رنځه سر تندی وهي، په ماشومتوب پسې ارمان کوي، د کورنۍ يا دوستانو، چې نور ورسره نه وي، ياد تل تازه کوي، خو د اظهار لپاره يې رسا ژبه نه لري، دا د شاعر و اديب نېکمرغي ده، چې خپل غم له خپل هم‏ډوله سره وېشلی شي. نوستالژيا  د بشر د بې‏پايه تراژيدۍ يوه برخه ده چې شاعر و ليکوال يې په کلمو کې نغاړي او جاويدانه کوي يې.

د غربت غم د بشري اروا صفت دی، چې مخينه يې حضرت آدم (ع) ته رسېږي. د ممنوعه مېوې خوړل او ځمکې ته د انسان هبوط د دې باعث شول، چې له خپل اصل او مبداء څخه د لرې‌والي په نتيجه کې د حسرت او د غربت د غم ادراک پيدا شو (نظری و شاهدی، ۱۳۹۵: ۲۴۰).

د نوستالژيا مفهوم په تاريخي لحاظ څنګه تعريفېږي؟

په اولو وختونو کې نوستالژيا يوه رواني ناروغي بلل کېدله، بيا څه وشول چې د نوستالژيا اصطلاح د ناروغيو له ليسته د ټولنو کولتور ته راغله؟

دوکتور محمد صنعتي دا پوښتنې دا وړ ځوابوي:

“نوستالژيا يوناني کلمه ده چې د”غربت د درد” ، وطن ته د ستنېدو تلوسه او په وطن پسې دوکمن‏کېدو ته وايي. نوستالژيا” هومري” مفهوم دی، چې د لومړي ځل لپاره د” اوديسې” په کتاب کې ورسره مخ کېږو. د اوديسې د اتل” اوليس” د ټرای له جګړې وروسته کور يادېده او له ژوند او جګړې څخه ستړی و. دا هيله او شوق يې درلود چې ژر تر ژره خپل کور، کورنۍ، مېرمنې، زوی او خپلې خاورې ته راوګرځي. وطن يې تر سمندره ور هاخوا وو، ارباب الانواعو به تل هڅه کوله، چې نوی ماموريت او دنده ور ورسپاري او بيا بيا يې له جنګ او مرګ سره مخ کړي.

دوې يا درې پېړۍ مخکې داسې فکر موجود و، چې نوستالژيا يوه ناروغي ده او د لومړي ځل لپاره دا ناروغي په سرتېرو کې تشخيص شوه. دا مسئله چې کولای شو نوستالژيا يوه اروايي ناروغي ومنو، له اوه‏لسمې مېلادي پېړۍ څخه راپدېخوا، هغه مهال چې په سويسي سرتېرو کې يو ډول ملالتوب (افسردګي) را پيدا شوه، مطرح شوه. د امريکا په کورنيو جګړو او همدا راز د اروپا په جنګونو کې، په ځانګړې توګه سويسي سرتېري له يو ډول ملالتوب او افسردګۍ سره مخ شول، چې جنګېدل ورته ستونزمن شول. ماضي ته تلل او وطن ته ستنېدلو ته يې تمايل پيدا کړی و. کله چې به يې په ماضي پسې تړلی څيز وليد يا به يې واورېد، مورال به يې لوړېده. خو اوسمهال نوستالژيا د ناروغۍ په نامه څوک نه پېژني او تر دې پورې چې ” Homesickness” هم، چې څلوېښت کاله مخکې په طبي – ارواپوهنيزو کتابونو او متونو کې د ناروغۍ نوم و، اوس څوک ځانګړې ناروغي نه بولي، بلکې د ژوند د مشکلاتو او بحرانو سره د ناباندې‏والي نخښه يې ګڼي” (صنعتي، ۱۳۹۱: ۱).

د نوستالژي ډولونه

موږ په دې مقاله کې يوازې پر فردي نوستالژيا باندې بحث و خبرې کوو، خو د موضوع جالبيت او اهميت ته په کتو سره د څېړنې لمنه لا پسې غزوو؛ تر څو د موضوع حق څه ناڅه ادا کړو. نن ورځ دغه اصطلاح يعنې نوستالژيا په دوه استقامتونو اويا د دوو لوريو په موجوديت كې تعبير اوتفسير كيږي، چې يو يې فردي اوبل يې ټولنيز استقامت دی. يو لوری يا يو استقامت يې د فردي ځان‏نا‌خبرۍ له لارې اوبل يې دجمعې نا‌خود‌آگاه يا ټولنيزې ځان‌نا‌خبرۍ له لارې پيژندل كېږي.

نوستالژي کېدای شي فردي يا جمعي وي او بيا هر يوه ممکن لنډمهالې، آني يا فوري او دوامداره وي. هغه درد و غم چې فردي اړخ ولري او غم يې جمعي اړخ سره اړه ونه لري؛ لکه د مرګ په اړه د انسان اندېښنه، فردي خاطرې، ځانګړي احوال ـ په ځانګړې توګه عرفاني واردات ـ چې فردي اړخ لري او د دې بر عکس هغې نوستالژيا ته چې جمعي جنبه ولري، لکه ټولنيزې ناخوالې، جګړې او خرابۍ او د ارمان‏ښار له لاسه وتل او داسې نور چې جمعي اړخ لري، جمعي نوستالژي ده. د دغو حالاتو څخه که هر يو په يوه ادبي اثر کې په دوامداره توګه تکرار راغلي وي، دوامداره نوستالژيا او که په يوه اثر کې خال خال ذکر شوي وي او ډېره پاملرنه ورته شوې نه وي، لنډمهالې، فوري يا آني نوستالژيا بلل کېږي (نظری، ۱۳۹۷: ۲۰۶). ښاغلی عباسي د نوستالژيا په اړه کاږي:

“نوستالژيا له پلرني ټاټوبي يا وطن څخه لرې‌والی، زندان، تبعيد، له مېرمنې څخه جلاوالی، د ماشومتوب، ښوونځي يا د نوې ځوانۍ خاطرې، عشق و وصال، د کورنۍ د کوم غړي يا ملګري مړينه او داسې نور، چې په هغه کې شاعر يا ليکوال ماضي ته پناه وړي، د فردي نوستالژيا په حوزه کې راځي؛ خو د يوه قام د تېر برم او عظمت يادول او هغه خاطرې چې د قام په تاريخ، کلتور او په اساطيرو کې ريښه لري، د جمعي نوستالژيا په دايره کې شمېرل کېږي” (عباسی، ۱۳۹۲: ۴۶).

له لويه سره نوستالژيا پر دوو برخو وېشو، د فردي خاطراتو نوستالژيا او د جمعي خاطراتو نوستالژيا چې هرې يوې يې په لنډيو کې انعکاس موندلی دی. زموږ د فوکلور د دې برخې نوستالژيک اړخ تر ګردو قوي او غښتلی دی.

پر فردي خاطراتو سربېره جمعي خاطرات هم وجود لري، چې شخصي نه دي. د دغو خاطراتو او يادونو ځينې برخې سينه په سينه تر موږ پورې را رسېدلې دي او يا مو په ټولنه او کورنۍ کې زده کړې دي. يونګ دا تجربې او مفاهيم، چې له پخوانيو موږ ته په ميراث راپاتې دي او عمومي ريښه و بنسټ لري، آرکي‌ټايپ” Archetype” بللي، اما هغه څه چې  اهميت لري دا دي، چې په جمعي خاطراتو کې د همدردۍ حس بېخي ډېر دی، له دې‌ کبله چې ډېری انسانان په دغه ډول خاطرو کې سره شريک دي (عباسی، ۱۳۹۲: ۶۵).

د بشر دردونه او رنځونه تر ډېره سره مشترک او ورته غوندې دي، خو د پښتني ټولنې د لنډيو نوم‌ورکو شاعرانو پخپلو شعرونو کې هم آفاقي دردونه را اخيستي، هم د خپلې جغرافيې، ولس او دود و دستور په دايرو کې رنځونه، ارمانونه، هيلې او سوې کړيکې. د لنډيو نوم‌ورکو شاعرانو په پوره جرأت سره د زړه خبرې پر ټولنه د مسلط اخلاقي نظام پر وړاندې کړي دي، د تابوګانو د ماتولو هڅه يې کړې ده او د توتم پر وړاندې يې د بغاوت توغ اوچت ساتلی دی. دا په ډاډ سره ويلی شو، چې په لنډيو کې د نوستالژيا د هرې برخې نمونې په پېخر پيدا کېږي.

پښتو لنډۍ د جمعي نوستالژيا ډېرې نمونې او مثالونه لري، دا ځکه چې د هغو ويونکې/ ويونکي او خالق يو مشخص فرد نه، په هغې کې د يوې کتلې درد منعکس کېږي، که يوه مېرمن يې وايي، که يوه نامراده پېغله يې وايي، هغه درد پکې منعکسوي چې نور يې هم لري (کرګر، ۲۰۱۵:  .(http://www.taand.net

ښاغلی محمود عباسي هم نوستالژيا له لويه سره پر دوو ډولونو وېشي:

فردي نوستالژيا او جمعي نوستالژيا. په عمومي توګه فردي نوستالژيا يې بيا پر لاندې څلورو برخو وېشلې ده:

۱- د ماشومتوب او نوې ځوانۍ د دوران نوستالژيا

۲- له وطن او ټاټوبي څخه د لرې‌والي نوستالژيا

۳- د محبوب څخه د بېلتانه نوستالژيا

۴- د ملګريو او د کورنۍ د غړيو د مرګ په تاثر کې نوستالژيا.

په دې ليکنه کې به هڅه وکړو، چې د فردي نوستالژيا د ټولو ډولونو څرک و درک په پښتو لنډيو کې وباسو. په ټوله کې ادب او هنر او بيا ولسي ادب او په ځانګړې توګه د لنډيو، چې د پښتنو د نر و ښځو د روح و روان رسا انځور يې وړاندی کړی دی، نوستالژيک اړخ  تر ديواني شعري اثاثې غښتلی او پياوړی دی. لکه څنګه چې مو پورته يادونه وکړه، چې فردي نوستالژيا پر څلورو برخو وېشل کېږي، نو په هرې برخې پورې تړلې لنډۍ به له لازمو څرګندونو سره راوړو او مخکې به ځو:

۱- د ماشومتوب او نوې ځوانۍ د دوران نوستالژيا

ماشومتوب نيمه پادشاهي ده

ورکه ځواني کړې سړی تل په غم کې وينه

ماشومتوب خوږ وي، پاک او معصوم وي، په داسې خواږه وخت پسې ارمان تقريباً د هر انسان په زړه و ذهن کې غزونې کوي. شاعران نېکمرغه دي، چې د زړه غوښتنې په کلمو کې بيانوي او د زړه درد يې سپکېږي  يا ټنشن يې کمېږي.

د لنډيو پنځګر، چې اکثره يې ښځمنې دي، ماشومتوب او نوې ځواني د پلار کره تېروي، د لنډيو شاعرانې د پلار په کور پسې ارمان کوي، ځکه د ماشومتوب او نوې ځوانۍ خاطرې يې ورپورې غوټه دي. ممکن نور لاملونه هم وي چې د پلار په کور پسې ارمان په لنډيو کې په آب و تاب بيان شوی دی، خو لوی سبب يې هماغه د ماشومتوب او نوې ځوانۍ د خاطرو د غوټه کېدو دی. بنيادم خپلې ډېرې خاطرې د لاشعور ساحې ته شړي، د هېرولو کوښښ يې کوي يا يې ځبي. خاطره ولې ځبل کېږي؟  ښاغلی کالوين يې دوه اصلي دليلونه په لاندې ډول بيانوي:

۱- خاطره خپله دردوونکې ده.

۲- خاطره له يوې بلې دردوونکې پېښې سره تړاو لري ( کالوين، ۱۳۹۸: ۴۹).

همدغه دردوونکې خاطرې چې د تحت الشعور يا لاشعور له ساحې څخه فوران وکړي او د شاعر په ذهن کې راتازه شي، په شعر کې يې په شعوري يا غير شعوري توګه تبارز وکړي، د نوستالژيا په نامه يې يادولی شو.

 لنډيو ته به تم شو:

ارمان ارمان د دادا کوره

له ډکه شکوره به چاپېره تاوېدمه

(پښتو لنډۍ، ۱۳۸۶: ۵)

ولې دلګير ولاړ يې ياره

دلګيره زه يم چې د پلار له کوره ځمه

(پورتنی اخځ: ۴۷۰)

د بابا کور لکه جنت دی

په دې جنت کې مې نصيب نه شوو سيلونه

(پورتنی اخځ: ۱۸۱)

د دادا کور به غلط نه کړم

د سرو يې ستنې د روپو يې دېوالونه

د دادا کور لنډی لاهور دی

ما په لنډي لاهور کې کړي دي سيلونه

پېزوانه ته ولې ژړېږې

دلګيره زه يم چې د پلار له کوره ځمه

(پورتنی اخځ: ۱۹۷)

چې مې د تور زلفو وار و

عالم مې يار و هره خوا به ګرځېدمه

(پورتنی اخځ، ۱۲۹)

چې مې د تورو زلفو وار و

د چا به کار و چا به هسې ږغ کاوونه

چې مې د تورو زلفو وار و

ما د کابل مېوې خوړې په کور دننه

ښه ځلميتوب ښه پېغلتوب دی

ورک ناويتوب شه چې دوه نيمې ورځې وينه

ښه هلکتوب د ځلميتوب دی

ورک ناويتوب شه چې دوه نيمې ورځې وينه

(پورتنی اخځ: ۳۳۷)

له دې نه لا وړوکی ښه وم

له جينکو سره به يو ځای ګرځېدمه

(پورتنی اخځ: ۴۰۹)

ځواني د زرو اميانۍ ده

له مانه توی شوله په چول په بيابانونه

(پورتنی اخځ: ۱۴۱)

۲- له وطن او ټاټوبي څخه د لرې‌والي نوستالژيا

د وطن ترخې مې خوراک وای

خوراک مې نه وای د پردي وطن ګلونه

د افغان انسان ژوند ته که وګورو نو د غريبۍ، د ناسمو رواجونو، د بې ځايه سيالۍ، تربورګلوۍ او جنګ‏جګړو له لاسه يې تل ژوند په منډه، تريخ او په غربت کې دی. ډېری افغانانو د غربت څکه کړې ده، له دغه درده هغه څوک ښه خبر وي، چې له خپل ټاټوبي څخه د بېلتون ترخه تجربه ولري. په لنډيو کې د غربت د درد انځور رسا او روڼ دی، موږ ترې د افغان انسان د ژوند کړاو او له خپل وطن څخه د لرې‌والي دردمنې چيغې اورو او وينو. دلته پر:

بشنو اين نی چون شکايت می‌کند

از جدايی‌ها حکايت می‌کند

کز نيستان تا مرا ببريده اند

در نفيرم مرد و زن ناليده اند

باندې خبره نه کوو، ځکه په لنډيو کې نه عرفاني مسائل شته او نه فلسفي درانه بحثونه. لنډۍ د خوږمن زړه آواز دی او د انساني ژوند، ټولنې، طبيعت او د پښتون/ پښتنې د هيلو، ارمانونو، راز و نياز او مينې رسا، روښانه او روڼ انځور او ترجماني ده.

استاد اکبر کرګر له وطن او ټاټوبي څخه د لرې‌والې نوستالژيا په اړه کاږي:

“هغوی چې له نېکه مرغه په‌خپل چم گاونډ او د خپل هيواد په کلي او ښار کې بهر او دننه کېږي، د دې ډول رنځ، چې موږ يې را سپړو، احساس نه کوي، خو هغوی چې زرگونه ميله د خپلو خاپوړو له کوڅو او له خپلو کليو اوښارونو ليرې دي، په نا خود‌آگاه توگه په خپل تن كې دننه د يو درد احساس کوي او هغه د غربت اوبې‌وطنۍ درد دی. دا هم د غمونو نه يو غم له رنځونو نه يو رنځ له نهيليو نه يوه نهيلۍ اوله ژړاوو نه په يوه ژړا يا په لنډه توگه دانسان په غريو نيولي ستوني او د ژړا نه په ډک ټټر څه ويل دي. پښتو لنډۍ يې څه ښه انځور لري:

باران ورېږي بلۍ لويږي

دمساپرو به يادېږي خپل کورونه” (کرګر، ۲۰۱۵: www.taand.com).

د انسان پر سل و شل دردونو سربېره يو درد و رنځ له وطن، کور او کلي څخه د لرې‌والي درد و رنځ دی، بيا هم شاعران نېکمرغه دي، چې د زړه سپکېدو لپاره يې شعر ته پناه وړې ده. موږ که خپل کلاسيک ادب وګورو، د همدغې نوستالژيا دردمنې نمونې پکې ليدلی شو، چې اشرف خان هجري يې ښه بېلګه ده. هجري له ستر خوشال بابا را وروسته له حبسيه شاعرۍ سره تړلی نوم دی. کاظم خان شيدا هم نوستالژيکه شاعري لري، شيدا وايي:

په زړه مې ګرځي، د غرونو څوکې

حملې د بازو، د زرکو کوکې

ووايه څه کا، د روه نسيمه؟

ګيرا منګولې، زيبا مښوکې

 معاصره شاعرۍ هم له همدې نوستالژيا څخه مالامال ده، د غزلستوري استاد محمد صديق پسرلي شعر دی چې:

هر څه چې دی موږ ته وطن ښکلی دی

کب ته وي خوږې د سمندر اوبه

بيا هم استاد کرګر ته تم کېږو:

“لرې‌والی او د اصلي ټاټوبي نه جلا‌والی دخاپوړو له کوڅې نه ورکېدل يو تلپاتی اوناپايه درد ايجادوي. د زمان په تېرېدو سره کرار کرار دا درد د وجود په ټوله بوده تنسته کې غځيږي. دبدن په ټولو رگونو کې خپرېږي اوپه يوه اوږده اوهميشني درد بدلېږي غوټه كيږي اوپه ستوني کې بندېږي، په ټټر کې پنډېږي او د سترگو د کسو له لارې هم کله ناکله لاره کوي” (کرګر، ۲۰۱۵: www.taand.com).

د دې برخې لنډيو ته پام وکړئ:

ارمان ارمان خپله وطنه

د خپل وطن جامې مې ولوېدې له تنه

(پښتو لنډۍ، ۱۳۸۶: ۹).

پردی وطن دی زړه مې تنګ دی

ماته رخصت راکړه چې خپل وطن ته ځمه

(پورتنی اخځ: ۳۹)

وطن د زېړو ګلو باغ دی

ما کبرجنې ورته شا کړه اوس ترې ځمه

وطن له شاتو نه شېرين دی

ما د نېستۍ له لاسه پرېښو ترېنه ځمه

وطن زما نه پاتې کېږي

لکه مرغۍ په ډکو شپې ورته کومه

(پورتنی اخځ: ۴۶۶)

وطن له مانه پاتې کېږي

په ناکامۍ لکه مرغۍ ترې والوتمه

 (پورتنی اخځ: ۴۶۷)

پر وطن نيمه ډوډۍ ښه ده

نه په پردي وطن کې غوښې پلاوونه

(پورتنی اخځ: ۴۶)

د لويو غرونو سېل مې وکړ

اوس مې يادېږي د شينکي وطن باغونه

(پورتنی اخځ: ۲۲۴)

سر د سادين په لوټه کېږده

پردی وطن دی پکې نشته بالښتونه

(پورتنی اخځ: ۳۲۴)

کاغذه ولاړ شه بېرته راشه

زما د ملک پر خاورو وايه سلامونه

 (پورتنی اخځ: ۳۷۰)

که څوک پاچا د لوی وطن شي

چې مسافر شي يادوي به خپل ملکونه

(پورتنی اخځ: ۳۷۵)

ګل مې په لاس کې مړاوي کېږي

پردی وطن دی زه يې چاته ونيسمه

 (پورتنی اخځ: ۴۰۷)

ما د وطن تر خاورو جار کړې

د چنار څانګو يې لونګ نيولي دينه

(پورتنی اخځ: ۴۱۹)

په زړه مې خپل وطن ورېږي

لکه د زاڼو قلقلې پسې کومه(پورتنی اخځ: ۶۱)

۳- له محبوب څخه د بېلتانه نوستالژيا

ربه دا پورې غر سوری کړې

چې ترې راووزي شنه توتيان خپاره څانګونه

د بېلتانه سندره د ديواني او ولسي شاعرۍ يو جالب موتيف دی، په پښتو لنډيو کې دا برخه هم ښه په آب و تاب بيان شوې او انځور شوې ده. د بېلتانه سندرې د لنډۍ نوستالژيک اړخ لا قوي کړی دی. په پښتني ټولنه کې د بېلتانه له ساسه وير کول، هغه هم د کومې پېغلې يا مېرمنې له خوا، د پلارواکې ټولنې د پرنسيپونو پر وړاندې يو ښکاره او جرأت‎منه چيغه او بغاوت دی.

د بېلتون سندره د لنډيو ډېره مهمه برخه ده، وجه يې دا ده چې پښتنه پېغله تل د خپل مئين څخه جلا ده، زلمي يا لرې وطنو ته غريبۍ پسې تللي او يا په کلي کې دي، خو پېغلې ته يې د ليدو اجازه نشته او د ښځې له خوا د مينې اظهار لويه ګناه او لوى شرم ښکاري. دا پېغله د تل لپاره په بېلتون اخته او په واویلاوو کښېوزي (مجروح، ‍۱۳۹۸: INSAN Magazine).

د دې برخې لنډۍ راسره ولولئ، چې هره يوه يې يو کتاب خبرې په ځان کې لري:

ته يو وار راشه بېنوا شې

دا اووم کال لېونۍ درپسې يمه

( پښتو لنډۍ، ۱۳۸۶: ۹۳)

اشنا مې وږی رانه تللی

چې دسترخوان لره ورځم ژړا راځينه

(پورتنی اخځ: ۶)

پردېسيان ټوله را ايله شوه

لالی رانغی واورې پرېوتې په غرونه

 (پورتنی اخځ: ۱۱۰)

په تور دکن ورکه جانانه

چې نه دې نوم شته نه دې بوی شمال راوړينه

(پورتنی اخځ: ۵۴)

په ما دې تېر د ځوانۍ وار کړ

ستا دې رانه‌شي له دکنه مهرانونه

(پورتنی اخځ: ۷۰)

په هندوستان مې ګل کرلی

پر خراسان ولاړه يم بوی يې راځينه

په هندوستان ورکه جانانه

رنګ مې دې هېر دی تش په نوم دې يادومه

(پورتنی اخځ: ۷۶)

تا تور دکن ته سفر وکړو

زما په تور اوربل کې سپين ولګېدنه

(پورتنی اخځ: ۸۱)

خاونده پلار مې لېونی کړې

د اشنا غېږ پسې ړنده شبکوره شومه

(پورتنی اخځ: ۱۴۶)

زما د زړه پر سر زرغونه

مياشتې کلونه دې ديدن ته تېرومه

(پورتنی اخځ: ۲۶۵)

زه د سپرلي تر ګل تازه وم

ستا په بېلتون کې لکه پاڼه زېړه شومه(پورتنی اخځ: ۲۹۳)

۴- د مين، د کورنۍ د غړيو او خپلوانو د مرګ نوستالژيا

د سترګو تور لالی مې ورک دی

په زرګر ناسته يم څېره يې جوړومه

په پښتو لنډيو کې نه د ديواني شاعرۍ غوندې مدحې شته او نه مرثيې، خو د محبوب، ملګريو، دوستانو او د کورنۍ د غړيو د مرګ په تاثر کې، د هغوی د خاطرو په اړه او د تلليو له يادونو څخه د لنډيو لمنه ډکه ده. په لنډيو کې د نوستالژيا دا برخه هم ډېره غني ده، لاملونه يې ډېر دي؛ خو لوی لامل يې پر پښتنه خاوره له ډېر پخوا څخه تر اوسه پورې جګړه ده، چې بې وخته يې د ځوانيو لو ګډ کړی دی، چې اوښکې، آهونه، نيمګړي ارمانونه او نوستالژيک ادب يې يېبره ده. دې لنډۍ ته وګورئ چې څومره صداقت، مينه، سادګي، درد او غم پکې پروت دی، زه خو يې د نوستالژيک ادب شاهکاره نمونه ګڼم:

توتان پاخه لېونۍ مړه شوه

دې به څنډل ما به خوړل مشغول به وونه

(پښتو لنډۍ، ۱۳۸۶: ۸۷)

ژوند و مرګ د يوې سکې دوه مخونه دي، مرګ يو اټل حقيقت دی، چې آن د ګلګه‌مېش له وخته تر اوسه پورې په ادب کې د دې پديدې په اړه خبرې کېږي، خو دلته د فلسفې له زاويې د مرګ له ماهيت سره کار نه لرو، دلته په لنډيو کې د هغه وير کيسه کوو، چې د شاعر/ شاعرې زړه ته د ورتېرو اشخاصو په مړينه د لنډيو پنځګرو څه ويلي دي. د دې برخې نورو لنډيو ته تم کېږو:

تللی جانان به بيا را نه‌شي

که وچې ونې زرغونې په اوښکو کړمه

(پښتو لنډۍ، ۱۳۸۶: ۸۶)

پر يار مې ترخې زرغونې شوې

زه يې د ژوند تمه لرم چې رابه شينه

(پورتنی اخځ: ۷۷)

د چا چې خپله ابۍ مړه وي

د دادا کور دې په کنډر حسابوينه

(پورتنی اخځ: ۱۹۴)

د سترګو تور لالی مې ورک دی

د سوداګر له رنجو ما لوړلي دينه

(پورتنی اخځ: ۲۰۷)

زما د ګور مړي يادېږي

ما ګورګښۍ کړې چې قبرونه لټومه

(پورتنی اخځ: ۲۶۸)

سر دې له قبر نه راهسک که

زه دې د شناختې خوا کې غلې ناسته يمه

عالمه خپل داجي مې نشته

ځکه ځولۍ د اوښکو ډکه ګرځومه

 (پورتنی اخځ: ۳۴۸)

ګل مې کاره يار راته ناست و

چې ګل را لوی شو جانان تورې خاورې خورينه

(پورتنی اخځ: ۳۹۵)

وروڼه د مرګ په خوب ويده دي

په نيمه شپه مې غمازان ازاروينه

(پورتنی اخځ: ۴۶۴)

پايله

د دې څېړنې په نتيجه کې ويلای شو، چې د لنډيو نوستالژيک اړخ نسبت نورو شعرونو ته غښتلی دی، ځکه لنډۍ د پرګنو شعر دی، نه د خواصو. د ژوند له سړو تودو، غريبۍ، د ارمانونو نه پوره کېدنه، مساپرۍ، بېلتون، له وطن څخه بېلتون، د پلار له کوره جدايي، په جنګ جګړو کې د خپلو نازوليو بايلل او داسې نورو مواردو سره نسبت خواصو ته عوام ډېر مخ وو او دي. پورتنۍ موارد چې د نوستالژيک ادب بنسټ پرې ولاړ دی، په لنډيو کې، چې د ولسي شعر اعلی نمونې دي، ښه پکې منعکس شوي دي.

د ادب او په ټوله کې د هنرونو او ارواپوهنې تر منځ اړيکي غښتلي او جوت دي، د شعر په منځته راتلو کې خاطرات، غريزې، احساساست او عواطف مهم رول لري. د هنر په پنځولو کې پر شعور سربېره لاشعور هم مهم دی، زموږ ډېری شعرونه لاشعور ته پر تمبېدلو غوښتنو او ارمانونو ودان دي. لنډۍ چې د پښتون/ پښتنې د مضطربې اروا چيغه ده، نوستالژيکې ځانګړنې يې تر بل هر ژانر قوي او غښتلې دي.

ادبيات د يوه ولس د عمومي سايکالوژۍ، دود، دستور، عنعناتو، ماتو، بريو او په ټولنيز ژوند کې د شته مناسباتو انځور او هينداره ده؛ نو د لنډيو د نوستالژيک اړخ د غښتلتيا رازونه د پښتون ولس د ژوند په هنګامه کې دي، پر پښتني خاوره د تاريخ په اوږدو کې په تپل شويو جګړو او غويمنډ کې دي، د پښتني پلارواکې ټولنې په اصولو او پرنسيپونو کې دي، د پښتون ولس په کمزوري اقتصاد کې دي او ممکن نور لاملونه هم ولري. په دې څيړنه کې ډېری له فارسي منابعو څخه ګټنه شوې ده، دليل يې دا دی، چې دا موضوع په پښتو ژبه کې لا ښه شاربل شوې نه ده، هيله لرم چې نور څېړونکي به دا موضوع ښه ترا وڅېړي، وځيري او وشني.

اخځليک

  1. بېلابېل شاعران.(۱۳۶۴). پښتو لنډۍ. د شفاهي ادب او فولکلور ديپارتمنت د علمي غړو ګډه پروژه د مجاور احمد مومند په زيار. کابل: د افغانستان د علومو اکاډيمي، پښتو ټولنه.
  2. صنعتي، محمد.(۱۳۹۱). نوستالژی دهه۶۰.http://www.mohammadsanati.net/1391 /t/psychoanalyticalthought/770
  3. عباسی، محمود.(۱۳۹۲). بررسی نوستالژی در شعر منوچهر آتشی. ادبيات پارسی معاصر، سال سوم، شماره دوم، تابستان، صص ۴۶.
  4. کالوين، اس. هال. ( ۱۳۹۸). د فرويد ارواپوهنه. د ډاکټر محب الله زغم ژباړه. جلال‌آباد: زيار خپرندويه ټولنه.
  5. کرګر، محمد اکبر. (۲۰۱۷). خوشال او نوستالژيا. taand.net.
  6. لېوال، عبدالغفور. (۱۳۸۷). اروايي ښامار. samsoor.com.
  7. مجروح، سيد بهاءالدين. ( ۱۳۹۸). په لنډيو کې د پښتني مېرمنې يوه خاصه څېره. انسان مجله. د ميزان مياشتې درېيمه نېټه.
  8. محمديان، عباس و رجبی، مسلم.(۱۳۹۳). بررسی تطبيقی نوستالژی در شعر جبران خليل جبران و شفيعی کدکنی. نشريه ادبيات تطبيقی دانشکده ادبيات و علوم انسانی دانشګاه شهيد باهنر کرمان، سال ۶، شماره (۱۱) پايز و زمستان، صص ۲۵۳.
  9. نظری، سوما. (۱۳۹۷). نوستالژی در رسايل فارسی خواجه عبدالله انصاری. انديشه، فصلنامه علمی- پژوهشی علوم اجتماعی پوهنتون هرات، سال هفدهم نشراتی، شماره ۸۷ صص ۲۰۶.
  10. نظری، نجمه و شاهدی، مريم. (۱۳۹۵). بررسی وجوه نوستالژی در شعر حافظ. فصلنامه ادبيات عرفانی و اسطوره شناختی، شماره ۴۴، صص ۲۴۰.
  11. وفا، محمد داود. ( ۱۳۹۲). د فوکلور پېژندنې لارښود. جلال‌آباد: ختيځ اکاډمي – ننګرهار.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ژوند ۶۶ کاله پوره او اوه شپیتم کال پيل شو

شاه‌محمود میاخېل زما د کلیزې ورځ په روغتون کې وه. یو وړوکۍ د سرعملیات مې درلود او اوس ښه یم. د یوې اوونۍ نه زیاته...