دوشنبه, جون 23, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهازبکستان او پاکستان د ترانس افغان پروژې پر چټکتیا ټینګار وکړ

ازبکستان او پاکستان د ترانس افغان پروژې پر چټکتیا ټینګار وکړ

تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۱۹ مه) د ازبکستان ولسمشر، د پاکستان د مشرانو جرګې له رئیس سره په کتنه کې د ترانس- افغان دهلیز د پروژې د عملي کولو پر چټکتیا ټینګار وکړ.

د ازبکستان ولسمشر «شوکت میرضیایف» د پاکستان د سناجرګې له رئیس «یوسف رضا ګیلاني» سره په خبرو کې د سیمه ییزو همکاريو د پراخېدو لارې چارې وارزولې او د ترانس- افغان دهلیز د پروژې د ژر عملي کېدو اړتیا یې یاده کړه.

په دې لیدنه کې دواړو خواوو د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراخېدو یادونه وکړه او د سوداګرۍ د حجم زیاتوالي، د ګډو پانګونو پراخېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو د ډېرېدو په اړه هم بحث وکړ.

ترانس- افغان د ریللارې هغه پروژه ده چې ازبکستان د افغانستان له لارې له پاکستان سره وصلوي.

همداراز، دواړو خواوو د تجارتي نندارتونونو او منظمو غونډو د جوړېدا په ارزښت هم ټینګار وکړ، څو د دواړو هېوادونو مخکښو شرکتونو ته پکې د ګډون زمینه برابره شي.

د ازبکستان ولسمشر او د پاکستان د مشرانوجرګې رئیس د سوداګرۍ، پانګونې او ترانسپورت په برخو کې د هغو پروژو د چټکې عملي کېدا غوښتنه وکړه چې دواړو خواوو ته لومړیتوب لري. د سیمې د همکاریو پراخېدا او د انساني تبادلو زیاتوالی هم د بحث له مهمو موضوعاتو څخه و.

د افغانستان، ازبکستان او پاکستان حکومتونو د ۲۰۲۱ کال په فبرورۍ میاشت کې د ترانس- افغان ریللارې د جوړولو د لار نقشه‌ لاسلیک کړې وه.

د لومړنیو اټکلونو له مخې، د دې پروژې لګښت شاوخوا پنځه میلیارد ډالرو ته رسېږي، چې هدف یې د ریلګاډي د یوه داسي دهلیز جوړول دي چې د کال ۲۰ میلیون ټُنه مالونو د ترانزیت ظرفیت ولري، څو اروپایي هېوادونه، روسیه، ازبکستان، افغانستان، پاکستان، هند او د جنوب ختیځې آسیا هېوادونه سره ونښلوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

مهاجراباد | غني حسن

د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې...