پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهملاحسن اخوند: له کډوالو سره د پاکستان چلند عیراسلامي او غیرانساني دی

ملاحسن اخوند: له کډوالو سره د پاکستان چلند عیراسلامي او غیرانساني دی

تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۱۹مه) د طالبانو د حکومت ريیس الوزرا «محمد حسن آخوند» له افغان کډوالو سره د «ناوړه چلند او په زور ایستلو» په تړاو ځانګړې غونډه جوړه کړه.

په دې غونډه کې له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند «غیراسلامي او غیرانساني» بلل شوی او ټینګار شوی چې د افغان کډوالو جبري ایستل د ټولو منل شويو اصولو خلاف دي.

له «ارګ» څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې روښانه شوې چې دا ډول چلندونه د ټولو اسلامي لارښوونو، نړیوالو اصولو او د ګاونډیتوب د حقونو خلاف دي.

ملاحسن اخوند د پاکستان له خلکو، سیاسي ګوندونو، علماوو او با نفوذه شخصیتونو غوښتنه وکړه چې د افغان کډوالو په تړاو دې خپله «اسلامي او د ګاونډیتوب مسوولیت» ادا کړي.

د طالبانو کابینې همداراز له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سازمانونو غوښتنه کړې چې د دې بشري ناورین د مخنیوي او د افغان کډوالو د باعزته ستنېدو لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.

د طالبانو د حکومت ريیس الوزرا هغه کمېسیون ته، چې د افغان کډوالو ستونزو د جل کولو لپاره جوړ شوی، لارښوونه کړې چې له ټولو امکاناتو څخه کار واخلي څو راستنېدونکو ته لازمې آسانتیاوې، لنډمهال استوګنځي، او اړین خدمات برابر شي.

تر دې وړاندې، د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند «عبدالمطلب حقاني» ټینګار کړی و چې باید د افغان کډوالو د تدریجي راستنولو لپاره یو مشخص میکانیزم جوړ شي، او ویلي یې و: جبري ایستل نه د پاکستان په ګټه دي او نه د افغانستان.

ښاغلي حقاني څرګنده کړې وه: کډوال د افغانستان د رسمي پالیسي یوه برخه ده، خو دا بهیر باید له پاکستان سره په ګډه د یو ګډ میکانیزم له لارې تنظیم شي، څو کډوال په تدریجي ډول او په عزتمن ډول بېرته راوستل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...