تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۱۹ مه) د رویټرز خبري اژانس پر اساس، د ډونالډ ټرمپ اداره هڅه کوي چې افغانستان او یمن ته ټولې بشري مرستې بندې کړي، چې دا کار د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) په وینا، د میلیونونو هغو کسانو لپاره چې د سختې لوږې له ګواښ سره مخامخ دي، ناورینې پایلې لرلی شي.
رویټرز د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) د بشري مرستو د پخوانۍ مشرې «سارا چارلس» او نهه نورو سرچینو — چې شپږ پکې د امریکا اوسني چارواکي دي — له قوله ویلي چې دا پرېکړه د امریکا د بهرنۍ مرستې د پراخ محدودویت برخه ده، چې له دولسو څخه په زیاتو هېوادونو اغېز کوي.
د «Stand Up For Aid» په نوم د مدني فعالانو د یوې ډلې د معلوماتو له مخې، چې دا پرېکړې څاري، د بندېدونکو مرستو ټول ارزښت له ۱.۳ میلیارده ډالرو ډېر دی. په دې مرستو کې افغانستان ته ۵۶۲ میلیون ډالر، یمن ته ۱۰۷ میلیون ډالر، سومالیا ته ۱۷۰ میلیون ډالر، سوریې ته ۲۳۷ میلیون ډالر، او غزې ته ۱۲ میلیون ډالر شامل دي.
د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې «سینډي مککین» ویلي چې د بیړنیو خوراکي مرستو دا کمښت د لوږې له امله د مرګ له سزا سره برابر دی. هغې په ایکس (پخوانی ټویټر) کې لیکلي: “«د مالي مرستو کمېدا به لوږه ژوره کړي، بېثباتي ته به لمن ووهي، او نړۍ به نوره هم ناامنه کړي.» نوموړې زیاته کړې چې دوی د ټرمپ له ادارې سره د موضوع د وضاحت لپاره په تماس کې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له تبصرې ډډه کړې او رویټرز یې سپینه ماڼۍ ته راجع کړې، خو سپینې ماڼۍ سمدستي ځواب نه دی ویلی. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند «ستیفن دوجاریک» ویلي چې ملګري ملتونه د لغوه شویو قراردادونو په اړه معلومات راټولوي.
دا کمښتونه د USAID د کمزوره کولو لپاره د ولسمشر ټرمپ د هڅو برخه ده، چې دا اداره د امریکا د بشري مرستو اصلي بنسټ ګڼل کېږي. ټرمپ د خپلې دوهمې دورې له پیل راهیسې، د میلیاردونو ډالرو بشري مرستې لغوه کړي دي.
له موضوع درو سرچینو رویټرز ته ویلي، هغه پروژې چې اوس پرې اغېز شوی، پخوا د بهرنیو چارو وزیر «مارکو روبیو» له لوري معاف شوې وې، څو د حکومت د مؤثریت ادارې (DOGE) له خوا معرفي شوي کمښتونه پرې ونه لګول شي. دا اداره چې د سپینې ماڼۍ تر څارنې لاندې ده، د میلیاردر ایلن مسک له لوري څارل کېږي.
امریکا له اوږدې مودې راهیسې افغانستان ته تر ټولو ستر مرستندوی هېواد پاتې شوی، حتی د طالبانو تر واک لاندې هم. چارواکو رویټرز ته ویلي چې د بندېدونکو مرستو په لړ کې، په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویې ادارې، د WFP پروګرام، او لږ تر لږه شپږو غیردولتي ادارو ته مرستې هم شاملې دي.
د دغو پروګرامونو لغوه کېدو پراخ غبرګونونه پارولي دي، او بشري بنسټونه یې اندېښمن کړي چې دا پرېکړه به د نړیوال خوراکي کړکېچ د لا ژورېدو لامل شي، په ځانګړي ډول په هغو سیمو کې چې جګړې، بېځایه کېدا او اقتصادي سقوط پکې روان دی.