پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ټرانس – افغان ریللارې په اړه د روسیې او ازبکستان موافقه

د ټرانس – افغان ریللارې په اړه د روسیې او ازبکستان موافقه

تاند (سې شنبه، د وري/ حمل ۱۹ مه) ترینډز خبري اژانس راپور ورکړ، ټاکل شوې چې د روسیې د تخصصي ډیزاین اداره سږ کال (۲۰۲۵) خپلو ازبکستاني سیالانو سره په ګډه، د ترانس- افغان ریللارې د پروژې د امکان سنجونې (فزیبلېټي سټډۍ) مهمې برخې چمتو کړي.

د روسیې د ترانسپورت وزارت د معلوماتو له مخې، روسیه او ازبکستان د ترانس- افغان ریللارې په پروژه کې خپلې همکارۍ پراخوي او د عملي پلي کېدو پر لور ګامونه اخلي.

دا پرمختګ وروسته له هغه شوی چې په ۲۰۲۴ کال د روسیې او ازبکستان تر منځ د لوړې کچې په غونډو کې هوکړې وشوې. د روسیې فدراسیون د ترانسپورت وزارت، د ازبکستان د ترانسپورت وزارت، د روسیې ریللارو اداره، او د ازبکستان د ریل پټلۍ اداره په ګډه اسناد لاسلیک کړل چې د پروژې راتلونکی پړاو پیل شي.

د امکان سنجونې په دې مطالعه کې به د مالونو د لېږد حجم، او د ټولې پروژې د اقتصادي ارزښت وړاندوینې او ارزونې شاملې وي. دا مطالعه به د هغو دوو لارو پر بنسټ وي چې دواړو خواوو پرې هوکړه کړې:

  • لومړۍ لاره له مزارشریف څخه د هرات، دلارام، کندهار له لارې تر چمن پورې غځېږي؛
  • دوهمه لاره بیا له ترمز څخه د نایب‌اباد او لوګر له لارې تر خرلاڅۍ پورې رسېږي.

د پروژې د بحث لپاره لومړۍ ګډه ناسته، چې پکې به د پاکستان د ریللارې استازي او د افغانستان یو جګپوړی پلاوی ګډون ولري، د ۲۰۲۵ کال د مې په ۱۵–۱۶مه، د روسیې-اسلامي نړۍ د فورم پر مهال په قازان ښار کې ترسره شي.

له بلې خوا د ازبکستان ولسمشر د پاکستان د سناجرګې له ريیس سره په کتنه کې پر دې پروژې د کار د ژر پیلیدو په اړه خبرې کړي دي. تفصیل لاندې

ازبکستان او پاکستان د ترانس افغان پروژې پر چټکتیا ټینګار وکړ

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...