تاند【 سه شنبه د حمل ـ وري ۱۹مه】د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست سبا چهارشنبه د هېواد په ۱۸ولایتونو کې د واورې او شدیدو بارانونو اټکل کړی دی.
سرچینې ویلي، چې دې هممهاله ورسره د سېلابونو راوتلو احتمال هم شته دی.
سرچینې زیاته کړې چې سبا به په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، کندز، بلخ، جوزجان، سرپل، بامیان، میدان وردګ او فاریاب ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د واورې او باران ورېدو احتمال شته دی.
د هوا پېژندنې ریاست، د واورې اندازه له ۱۰ تر ۲۰ ساتني مترو او د باران اندازه له ۱۵ تر ۳۰ساتني مترو پورې ښودلې ده.
دا اټکل داسې مهال اعلانېږي، چې د هېواد په ګرمسیرو ولایتونو کې هوا ډېره ګرمه شوې ده.
روغتیاپالان بیا وایي، د ګرمۍ زیاتوالی نه یوازې د بدن روغتیا ته زیان رسوي، بلکې د ورځني ژوند پر فعالیتونو هم منفي اغېز کوي.
د اوبو څښل، مناسب لباس اغوستل، له لمره ځان ساتل، او د کور یخ ساتل هغه مهمې لارې دي، چې کولی شي خلک د ګرمۍ له خطرونو وژغوري.
خو خلک د برېښنا برخې ته ځکه اندېښمن دي، چې د دوی په وینا په تېر کې په تودو سیمو کې به د برېښنا له نشتون نه ډېر شکایتونه موجود وو.
خلک تمه لري چې سږکال به د برېښنا ستونزې ته حاکم نظام ډېر پام کوي.