جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهپاکستان څخه راغلو کډوالو ته د روغتیایي مرستې رسولو په پار ناسته...

پاکستان څخه راغلو کډوالو ته د روغتیایي مرستې رسولو په پار ناسته وشوه

تاند【سه شنبه د حمل ـ وري ۱۹مه】‏د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د ملګرو ملتونو له اړوندو روغتیایي ادارو سره یې له پاکستانه راستنېدونکو افغان کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو رسولو لپاره د همغږۍ غونډه وکړه.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د همغږۍ دا ناسته د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، کډوالو نړیوال سازمان او نورو ادارو سره شوې، چې موخه راستنېدونکو ته د روغتیايي خدماتو رسول دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو استازو ژمنه وکړه، چې کډوالو ته د لومړنیو روغتیايي خدماتو ترڅنګ د مور او ماشوم روغتیا او خدمتونو برخه کې به هم مرسته کوي.

له دې وړاندې د پولیو ملي بېړني عملیاتي مرکز هم ټینګار کړی و، چې له پاکستان دې راستنېدونکي ماشومان د ګوزڼ ضد واکسین شي، څو د پېښو مخنیوی وشي.

افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي، چې لا هم پکې د ګوزڼ ناروغي شته.

له پاکستانه په جبر د افغان کډوالو ایستلو سره د یادې ناروغۍ د پېښو زیاتوالي سربېره، د نورو ساري ناروغیو د لېږد اندېښنې هم پيدا شوې دي.

روغتیاپالان تمه لري، چې په دې برخه کې به د طالبانو روغتیا وزارت بېړني ګامونه اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...