جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد پاکستان له زندانونو ۱۰۰ تنه زنداني افغانان ازاد او هېواد ته...

د پاکستان له زندانونو ۱۰۰ تنه زنداني افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شول

تاند【سه شنبه د حمل ـ وري ۱۹مه】د طالبانو د حکومت ‏د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان له زندانونو کابو ۱۰۰ تنه افغانان خوشې او پرون دوشنبه هېواد ته راستانه شول.

د سرچینې په وینا، دغو افغانانو له دوو تر څلورو میاشتو موده په بند کې تېره کړې وه.

دا زندانیان داسې مهال ازادېږي، چې په یاد هېواد کې هره ورځ سلګونه افغان کډوال د پاکستاني پولیسو له لوري نیول کېږي، ځورول کېږي او په جبري ډول افغانستان ته رالېږدول کېږي.

له پاکستانه په جبري توګه را ایستل شوې کورنۍ د پاکستاني پولیسو له ناسم چلنده شکایت کوي او وايي د کورنۍ ځینې غړي او شمتنۍ یې ترې پاتې شوې دي.

دغه راز د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست مولوي عبدالکبیر د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او ښه مدیریت په موخه د همغږۍ غونډه کې ویلي،چې د هغوی ستونزو ته رسېدنه او له ټولنې سره یې اغېزناک ادغام له لومړیتوبونو څخه دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د ټولو اړوندو ادارو او همکارو موسسو سره په همکارۍ به د راستنېدونکو د ستونزو حل لپاره عملي، ګډ او همغږي ګامونه پورته شي.

دې وزارت یوه پلاوي ته دنده سپارلې، چې په تورخم کې د کډوالو له مېشت غالي څخه لیدنه وکړي او د شته اسانتیاوو او اړتیاوو په اړه خپل راپور له دوی سره شریک کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...