Homeخبرونهاقتصادي خبرونهامریکا پر چین ۸۴٪ نوره تعرفه لګوي، چین متقابل اقدام کوي

امریکا پر چین ۸۴٪ نوره تعرفه لګوي، چین متقابل اقدام کوي

تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۲۰مه) د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ له چین څخه پر وارداتو ۸۴ سلنه نوره تعرفه ولګوله، په مقابل کې یې چین د ورته اقداماتو ژمنه وکړه.

چین ژمنه کړې چې «تر پایه به وجنګېږي»، او وروسته له دې چې د ونډو بازارونو په شدید ډول راولوېدل، ویې ویل چې د خپلو ونډو د بازار د ثبات لپاره به اقدامات پیل کړي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې اعلان کړی چې د چین پر ټولو وارداتو به د چهارشنبې په ورځ ۸۴ سلنه اضافي تعرفې ولګوي. د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لیویت، خبریالانو ته وویل:
«له دې سره به د چین پر ټولو توکو لږ تر لږه ۱۰۴ سلنه تعرفه ولګول شي.»

لیویت زیاته کړه: «هغه هېوادونه لکه چین، چې د امریکایي کارکوونکو پر وړاندې یې د ظلم او تېري تګلاره غوره کړې او اوس هڅه کوي چې غبرګون وښيي، لویه تېروتنه کوي.»

هغې وویل: «چینایان غواړي هوکړه وکړي، خو نه پوهېږي چې دا کار څنګه وکړي.»
تر دې وړاندې، د سې شنبې په ورځ، بیجینګ خبرداری ورکړی و که چیرې ټرمپ د چین پر ټولو وارداتو ۵۰ سلنه اضافي تعرفه ولګوي، «تر پای به وجنګېږي.»

د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو ترمنځ سوداګریز جنجال نور هم ژور شوی، او دواړو خواوو تر اوسه خبرو اترو ته لږه نښه ښکاره کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...