پنجشنبه, جولای 10, 2025
Home+په نړۍ کې د ونډو ارزښت ولې لویږي، ایا نړۍ د سوړبازارۍ...

په نړۍ کې د ونډو ارزښت ولې لویږي، ایا نړۍ د سوړبازارۍ لور ته روانه ده؟

تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۲۰ مه) له کله چې د امریکا ولسمشر ډونال‌ ټرمپ د تعرفو جنګ پیل کړی، د ونډو ارزښت پرله‌پسې رالوېږي. اوس پوښتنه دا ده چې ولې د امریکا د ولسمشر پرېکړې، چې پر وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړوي، دومره پراخ اغېز کړی دی؟

ځواب یې د امریکا د اقتصاد ستر حجم ته ورګرځي؛ هغه هېواد چې په یوازې توګه د نړۍ د ناخالص کورني تولید (GDP)  څلورمه برخه جوړوي.

دونالډ ټرمپ د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په شپه (د اپریل ۲ مه) اعلان وکړ چې د نړۍ له تقریباً ټولو هېوادونو څخه پر واردېدونکو توکو به له ۱۰ تر ۴۹ سلنه پورې ګمرکي تعرفې ولګوي.

دا تعرفې به وارداتي توکي او همداراز هغه داخلي محصولات چې ځینې خام مواد یا پُرزې یې له بهره واردېږي، په امریکا کې ګران کړي. له دې سره، نورو هېوادونو لکه چین هم اعلان کړی چې پر امریکایي توکو به ګمرکي تعرفې زیاتوي، چې دا کار به د دوی په کورنیو بازارونو کې د توکو بیې لوړې کړي.

د بیو لوړوالی به احتمالاً په امریکا او نورو هېوادونو کې د انفلاسیون یا ګرانۍ کچه لوړه کړي او د خلکو پېرودوس (د پېرلو وړتیا) به کم شي. پایله دا چې تقاضا راکښته کېږي او ورسره تولید هم کمېږي.

د تقاضا کمېدل او د لګښتونو ډېرېدل د دې لامل کېږي چې د شرکتونو ګټه راټیټه شي، او دا کار د دوی د ونډو (سهمونو) ارزښت کموي — نه یوازې په امریکا، بلکې د نړۍ په نورو بازارونو کې هم.

له تعرفو ورهاخوا

ولسمشر ټرمپ هیله لري چې دا تعرفې به شرکتونه دې ته وهڅوي چې خپلې تولیدي فابریکې امریکا ته انتقال کړي.

خو د فابریکو جوړول او تولید امریکا ته انتقالول — یا آن هغو هېوادونو ته چې تعرفې پکې لږې دي — پانګونې ته اړتیا لري.

دا یو اضافي لګښت دی چې ډېری نړیوال شرکتونه به مجبور شي چې ویې کړي، او لږ تر لږه په لنډ مهال کې به د دوی ګټه کمه کړي.

برسېره پر دې، ډېر شرکتونه — د موبایل ټیلفونونو او نورو برېښنایي محصولاتو له تولیدوونکو رانیولې، د بوټونو او جامو تر جوړونکو پورې — په تېرو لسیزو کې ځکه خپل تولید چین ته انتقال کړی وو چې هلته د تولید لګښتونه ټیټ وو.

په امریکا کې د همدغو محصولاتو تولید ډېر ګرانه تمامیږي. د دې معنا دا ده چې یا خو به د شرکتونو ګټه کمه شي، یا به مجبوره شي چې خپل توکي په لوړه بیه وپلوري، چې دا کار به بیا د دوی د پلور یا تقاضا کچه راټیټه کړي.

د سود د نرخ معما

بله اندېښنه چې بازارونه یې لري، د سود نرخونه او د مالي سرچینو لګښتونه دي.

مرکزي بانکونه اکثره وخت د ګرانۍ د کنټرول لپاره د سود نرخ لوړوي، څو تقاضا کمه شي او د بیو د لوړوالي مخه ونیول شي.
خو دا کار معمولاً د اقتصادي ودې د کمېدو سبب کېږي هم.

د سود د نرخ لوړوالی د اسعارو ارزښت لوړوي. مثلاً، که د امریکا مرکزي بانک سود لوړ کړي، نو د ډالر ارزښت به د نورو اسعارو په پرتله لوړ شي.

د ډالر دا لوړوالی وارداتي توکي نسبتاً ارزانه کوي. په بله وینا، که وغواړو شرکتونه د تولید لپاره امریکا ته راولو، باید د ډالر ارزښت ثابت پاتې شي یا آن کم شي.

شاید همدې ته په کتو، ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې له مرکزي بانک څخه غوښتي و چې سود کم کړي.

خو د انفلاسیون د زیاتوالي وېره او دا احتمال چې شرکتونه به د فابریکو جوړولو لپاره نور پورونه واخلي، ښایي دا احتمال کم کړي چې مرکزي بانک دې سود راټیټ کړي.

ولې په نړۍ کې د تېلو بیې ټیټې شوې؟

تر ټولو ستره اندېښنه دا ده چې د امریکا، چین، او نورو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه جګړه توده شوې، او دا چاره نړیوال اقتصاد سوکه کولی یا حتی رکود ته بیولی شي.

د نړیوال اقتصاد سوړوالی به د اومو موادو تقاضا کمه کړي.
له همدې امله د تېرې اوونۍ پرتله د اومو تېلو او مسو بیې شاوخوا ۱۵ سلنه راټیټې شوې دي.
د برېنټ اومو تېلو بیه هر بیرله له ۷۵ ډالرو څخه تر ۶۴ ډالرو ښکته شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

فکر دې ورغوه کتاب چاپ شو؛| حضرت عثمان نوري

زموږ ذهنونه کله کله ستړي، کله نا کله ګډوډ او ډېری بدمرغه وخت خو لا ناسمې لارې هم وي؛ په دې کې بیا ډېر...