Home+ له پاکستان سره ستونزي او د حللاره یې|عبدالباري جهاني

 له پاکستان سره ستونزي او د حللاره یې|عبدالباري جهاني

نن، د مې د میاشتي پر لسمه نېټه، مي د افغان جرمن په ویب سایټ کي د محترم عبدالوحید وحید یو مضمون ولوست چي د افغانستان پر خاوره یې د پاکستان د بریدونو په اړه لیکلی وو. زه له ښاغلي وحید څخه مننه کوم چي د هیواد د روانو ستونرو په باره کي یې مضمون لیکلی دی. ځکه زموږ اکثر لیکوالان پرداسي موضوعاتو مضامین لیکي چي د افغانستان له روانو ستونزو سره هیڅ اړه نه لري. ګواکي په هیواد کي هیڅ پېښه نه ده سوې او هر څه په سمه روان دي. البته ځیني لیکوالان چي څه لیکي نو زیاتره د طالبانو د اوسني رژیم کړني اوعملونه، په یوه او بل ډول، توجیه کوي اوپلمې ورته برابروي.

زه ښايي د ښاغلي وحید له ټولو خبرو سره موافقه ونه لرم او زه ګومان کوم چي دا طبیعي هم ده. په اصطلاح «هرکله بیرخیال» مثلاً ښاغلی وحید پر افغانستان باندي د پاکستان د څرګندو تېریو یو عامل د افغانستان پوځي کمزوري بولي. په داسی حال کي چي افغانستان د اعلیحضرت محمدظاهر شاه او شهید داوود خان په وختونو کي هیڅ وخت تر ۸۰ زره زیات پوځي قوت نه درلود. خو پاکستان هیڅ وخت پر افغانستان باندي د تېري کولو جرأت نه سو کولای. نن ورځ په داسي حال کي چي د تېر جمهوري نظام  لږترلږه ۲۰۰ زره سرتېري ورپاته دي او تقریباً ۱۰۰ زره طالباني قوت لری او پر پخوانیو وسلو برسېره د امریکا له وتلو څخه وروسته د څه باندي ۶ بېلیونو ډالرو په اندازه عصري وسلې اومهمات ورته پاته سول؛ او لا د امریکې له لوري هره میاشت څه باندي ۱۵۰ میلیونه ډالره نغدي پیسې ور رواني دي. موږ لاڅرنګه د افغانستان د پوځي کمزورتیا خبري کوو؟ په داسي حال کي چي د ظاهر شاه او داوود خان په وختونو کي افغانستان د ۱ بیلیون ډالرو په ارزښت وسلو درلودلو تصور هم نه سو کولای. د دې ترڅنګ لا له پاکستان سره د لویو قدرتونو بین المللي ملاتړ هم ملګری وو خو نه ایران او نه پاکستان زموږ پر خاوره تېري کولو ته زړونه ښه کړل.

زه سره له هغه هم دا نه وایم چي طالبان دي د پاکستان پوځي یرغل ته په پوځي زورجواب ورکړي. افغانستان په هیڅ صورت د پاکستان د تقریباً یو میلیوني روزل سوي اومجرب پوځي قوت سره مقابله نه سي کولای. پاکستان د خپل پوځي برلاسي ترڅنګ په سلګونو بیلیونو ډالرو عصري وسلې او اټومي طاقت لري. افغانستان به په کوم زور د پاکستان د پوځي یرغلونوجواب وايي؟  موږ وایو چي طالبانو نه یوازي د پاکستان پوځي یرغلونوته جواب نه دی ورکړی بلکه داسي چوپ دي لکه چي هیڅ پېښه سوې نه وي. البته تر هغه ځایه چي زه معلومات لرم ویل کیږي چي د طالبانو غایب مشر هبت الله د طالبانو د دفاع وزیر ملایعقوب او داخله وزیر سراج الدین حقاني ته هدایت ورکړی او امر یې ورته کړی دی چي د ورور هیواد پاکستان په مقابل کي به له ناندریو او توندو الفاظو له کارولو څخه ځانونه ژغوری. او دغه علت دی چي ملایعقوب له ‌څه وخته نه په مطبوعاتوکي ښکاري او نه یې بیا هغه پخوانۍ غوري کړي دي.

په کابل کي د امید پر روغتون باندي د پاکستان د بمبارۍ په اثر زیات و کم ۵۰۰ تنه بې ګناه انسانان شهیدان سول. طالبانو هغوی په ډله ایز قبر کي خاورو ته وسپارل. نه یوازي د پاکستان پر دې څرګند تېري باندي یې اعتراض قدر ونه کړ بلکه د طالبانو داخله وزیر سراج الدین حقاني وویل چي طالبان له پاکستان سره د انتقام جذبه نه پالي او له هغه هیواد سره اُخُوَت نه خرابوي.

له هغې نېټې څخه تر اوسه پوري پاکستان څوڅو ځله پر کونړ او پکتیکا باندي بمبارۍ کړي او توغوندي یې ورباندي اورولي دي. طالبانو اعتراض قدر هم نه دی کړی. په داسي حال کي چي اعتراض کول هیڅ ډول پوځي زور ته اړتیا نه لري.

تقریباً درې میاشتي مخکي د پاکستان پوځي قواوو د نورستان د ولایت درې څلور اولسوالۍ تقریباً یوه نیمه میاشت محاصره کړې. د هغو محاصره سویو اولسوالیو اوسېدونکي د لوږي د مرګ له خطر سره مخامخ سول. بالآخره پاکستاني مقاماتو د هغو اولسوالیو مشران د ډیورنډ د کرښي پوري غاړي ته ور وغوښتل اوله هغوی سره یې یوه موافقه لاسلیک کړه یا یې موافقه ورباندي ومنله. دا د یوه خپلواک هیواد پر ارضي تمامیت باندي څرګند تېری دی. طالبانو بیا هم اعتراض قدر ونه کړ.

د پاکستان حکومت تر هغه وروسته، د ډیورنډ پر پوري غاړه، د کونړ، مومندو، باجوړ، نورستان او چترال د قومي مشرانو سره جرګه جوړه کړه او په هغوی یې یو بل سند لاسیک کړ. د افغانستان پخواني اولسمشر حامدکرزي د پاکستان دا وروستي اقدامات د افغانستان د خاوري پر تمامیت باندي څرګند تېری وباله. خو د طالبانو مشرانو نه د ښاغلي کرزي ادعا رد کړې او نه یې د پاکستان د دې څرګندو تېریو په مقابل کي عکس العمل ښودلی دی.

د طالبانو غایب مشر هبت الله پر افغانستان باندي د پاکستان د څرګندو تېریو له پیل څخه تر اوسه پوري د هغه هیواد په مقابل کي یوه منفي خبره نه ده کړې. مګر کله چي د ملا ادریس په نوم یو اخوند په پاکستان کي ووژل سو نو هم یې د هغه پر مړینه خواشیني وښودله او هم یې په پاکستان کي د طالبانو دایمي حامي او ملاتړي مولنا فضل الرحمن ته د خواشینۍ پېغام ولېږی. یعني غایب مشر نه ګونګی او نه بېخبره دی بلکه د خپل بادار په مقابل کي، چي شل کاله یې په خپله پسته غېږه کي ځای ورکړی وو، بې احترامي نه کوي اوقصداً چوپ دی.

محترم ورور عبدالوحید وحید، خبره د پاکستان سره د پوځي مقابلې نه ده بلکه خبره په څرګنده توګه بندګۍ ته رسېدلې ده. زه حتی د ښاغلي حامدکرزي له دې خبري سره موافقه نه لرم چي وايی پاکستان، په خپله خاوره کي، د افغاني او د پولي د پوري غاړي د قومي مشرانو د جرګو په جوړولو سره د ډیورنډ کرښي ته رسمیت ورکوي. بلکه وایم چي خبره تر ډیورنډ تېره ده. پاکستان اوس پښې تر خپلي کمبلي اوږدې کړي دي او د وروستیو غیر قانوني قومي جرګو په جوړولو سره یې وښودله چي هغوی اوس د افغانستان په خاوره دعوه لري او د ځان یې بولي. زه ځکه پاکستان په دې مسله کي حق په جانب بولم چي په افغانستان کي واکمن طالبان د هغوی غلامان دي. کله چي د یوه هیواد واکمنان د خپلي خاوري د تمامیت دفاع ونه کړي نو دا دفاع به څوک کوي؟

بیا به نو د خاوري څخه د دفاع کولو مسوولیت د اولس غاړي ته لویږي. په داسي حال کي چي له اولس سره نه پوځي طاقت سته او نه د خپلو واکمنانو ملاتړ ورسره دی. زه وېره لرم چي که اولس د پاکستان د پوځ مخي ته ودریږي طالبان به د شا له لوري ډزي ورباندي وکړي او بې دفاع اولس به د دوو غلیمانو په منځ کي ګیر سي.

محترم عبدالوحید وحید، نه پوهېږم چي تاسي به خبر یاست کنه؟ اوس ځینو په اصطلاح سیاست پوهانو او علماوو پر دغه راز لیکنو باندي بندیز لګولی دی. دوی وايي سیاست باید سیاستمدارانو ته پرېښودل سي او د دوی په اصطلاح ترکاڼي د بیزو کار نه دی. یعني ما غوندي خلکو ته هغوی په سیاست کي د خبرو کولو حق نه ورکوي. په داسي حال کي چي پخپله د طالبانو د غیر انساني او غیرمدني وحشیانه واکمنۍ د مشروط ملاتړ په پلمه د هغوی بشپړ ملاتړ کوي او دا ځکه خپل حق بولي چي ځانته د سیاستمدار په سترګه ګوري. په داسي حال کي چي په ژوند کي به یې یو صحیح سیاسي ګام اخیستی نه وي.

طالبان اوس حاضر غواړي د عصري تعلیم او تحصیل د ځپلو، په مقابل کي هر کال له خپلومدرسو څخه د لسګونو او لا ښايی سلګونوزرو طالبانو او ځانمرګو په فارغولو، د مطبوعاتو د آزادۍ د محدودولو او بالآخره په بشپړه توګه له منځه وړلو او د ژورنالیستانو په بندي کولو اوتهدیدولو سره د هیواد د عرفان سترګي ړندې کړي. او بیا نو د خلکو د بندي کولو، وهلو او وژلو او حتی، د ټولو افغاني او بشري ارزښتونو په خلاف، په عام محضر او بازارونو کي د ښځو د ډبولو له لاري په خلکو کي داسي وحشت او رعب قایم کړي چي له هغوی څخه د مقاومت اراده سلب کړي او بالآخره پاکستان ته خپله هغه اندازه خاوره چي هغوی یې غواړي ور وبخښي.

ما څو هفتې مخکي د یوه پاکستانی جنرال دا خبره په ټلوېزیوني مرکه کي واورېده چي ویل یې پاکستان د خپل امنیت لپاره ضرورت لري چي، د ډیورنډ د کرښي په امتداد، د افغانستان په خاوره کي لس کیلومتره دننه حایله سیمه جوړه کړي. دا خبري ښايي په لومړي سر کي د یوه پاکستاني جنرال او یا ځینو جنرالانو پرېشان خوبونه وګڼل سي خو که وضع په دغه شکل دوام وکړي یوه ورځ به ګورو چي خدای مه کړه دا خوبونه ریشتیا سوي وي. اوس حاضر خو هر څه د افغانستان د اولسونو په تاوان او د طالبانو د پاکستاني بادار په ګټه روان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...