دوشنبه, مې 6, 2024
Homeادبشعرلبيک / بارکوال مياخېل

لبيک / بارکوال مياخېل

لبيک الهم لبيک

حاضر يم خدايه! ستا په در کې حاضر

ما وږي تږي ماشومان پرېيښي

ما د وطن د کونډو رنډو حق خوړلى خدايه!

ما په کاله کې رنځوران پرېيښي

لبيک لاشريک لک لبيک

حاضر يم خدايه! ته شريک نه لرې

خو زه لرمه بېخي ډېر شريکان

اول مي ورور، دويم تربور، دريم شريک مي د قام

تاته راتګ مي هم له دوى سره سيالي وګڼه

ان الحمد و نعمت لک و الملک

ستاينه ستا، ټول نعمتونه ستا،

                                   د ټول جهان باچا هم ته يې

ستا دغې تورې کعبې زه هم د ستاينې کړمه

چي کال پر کال ورته راځمه خدايه!

ترې نوى بخت د ډېرو- ډېرو نعمتونو وړمه

بس همدغه باچهي بس ده زما

چي لوږه ووېشم، مرګ ووېشم او نوم و ګټم

ته خو نو خداى يې، لا شريک لک!

شکر تربور نه لرې، سيال نه لرې

زما په رنګ مه شې د کلي د پېغور او خندا

چي زکاتونو ته څنګلوري کليوال نه لرې

لبيک الهم لبيک

حاضر يم خدايه! ستا په در کې حاضر

زما په در کې به حاضر وي اوس د چا يتيمان

زما د کونډې لور،

                    د مړه ورور

                                 که زما د لومړۍ مړې مېرمنې؟

او د سبا د قربانۍ غوښې به

د دوى په وړاندې وېشل کېږي

د ملا، د خان او زما د سيال تربره پر کاله

ځکه چي نوم لرم، پېغور لرم او شرم لرم

تل حاضرېږم د سيالۍ پر ميدان

لبيک لاشريک لک لبيک

حاضر يم دلته هم حاضر يم خدايه!

خو ته شريک نه لرې

زه چي حاضر يمه لرمه بېخي ډېر شريکان.

***

٠٣ اکتوبر ٢٠١٤م کال

کوټه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب