جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeداسې هم شتهخندا دوا ده

خندا دوا ده

تاند – پخوانی متل د ی چې خندا تر ګردو ښه دوا ده. په هند کې د خندا د شاوخوا لس زره کلپونو تجربه هم ښیي چې خندا صحت ته ګټه رسوي. په دغو کلپونو کې خلک راټولېږي او سره خاندي چې ښه روغتیا او ښه روحیه ولري.

په هند کې د خندا د یوه کلپ مشر جلتین کوهي وایي چې د یوګا د ناستو غوندې نېغ او ارام کېناستل او پنځلس ، شل دقیقې خندل، د بنیادم پریشاني کموي او ذهن ته سکون وربخښي.

د هند په ګورګاوَن کې د فورټیس روغتون د روحیاتو متخصص راهول چاندوک وایي چې په هند کې د کار فشار او په لویو ښارونو کې ګڼه ګوڼه او د کار مشکلات زیات دي. اکثره کسان دومره مصروف دي چې د خپلې کورنۍ او ان خپل ځان لپاره وخت نه لري. هر څوک له هر چا سره په سیالۍ بوخت دي. په وړو ښارونو کې که څه هم د تګ راتګ مشکلات کم دي او وخت ډېر سپمېږي خو هورې بیا له یو بل سره سیالي لا زیاته ده، نو د دې وضعیت نتیجه دا ده چې خلک په روحي لحاظ ناکراره ، مضطرب او پرېشانه دي.

1جلتین کوهي د خندا کلپ په لومړي ځل په دوه زرم میلادي کال کې په دې نیت جوړ کړ چې خلک د خندلو لپاره لا زیات فرصت پیدا کړي او صحت یې بهتره شي. اوس په هند کې د خندا لس زره کلپونه فعال دي او د جاپان، جرمني او امریکا په شمول د دنیا په نورو دوه اویا ملکونو کې هم د خندا کلپونو ته خلک ورځي چې په کټ کټ سره وخاندي.

کوهي وایي، وګړي چې لوېېږي خندا هېروي. نن سبا خلک ورزش کوي ، ورزش ضرور دی خو خندا هم ضرور ده. د ده په نظر، په ژوند کې چارو ته ډېر زړه مه خورئ او ذهن کرار ساتئ.

د ګورګاون د کولمبیا ایشیا روغتون یو متخصص راویندا ګوپتا اینډیا ټایمز ته ویلي دي چې له کټ کټ خندا سره په بدن کې داسې کیمیایي مواد ترشح کېږي چې د روحي پریشاني له کمېدو سره مرسته کوي او د ناروغیو په مقابل کې د بدن مقاومت ورسره زیاتوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب