جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبدستارنامه | استاد محمدمعصوم هوتک

دستارنامه | استاد محمدمعصوم هوتک

(د پروفیسر ډاکټر یارمحمد مغموم خټک په زیار ــ ۲۰۰۵ع)

د دستارنامې د دغه چاپ د تحقیق، سموني او حاشیو لیکلو چاري ښاغلي ډاکټر یارمحمد مغموم خټک سرته رسولي دي او” ناشر” ئې هم دی دئ. د کمپوز چاري ئې ارشاد خان بشپړي کړي دي او دده له نامه سره ” پښتو اکېډیمي پېښور یونیورسیټي” لیکل سوی دئ. له دغه نښلول سوي عبارت څخه څوک پوهېدلای نه سي چي کمپوزر د کمپوز چاري د پښتو اکېډیمۍ په اراده  سرته رسولي دي که څرنگه؟ د کتاب پر وقایه باندي ئې ” یونیورسیټي بک ایجنسې خېبر بازار پېښور پختونخوا” کښلی دئ. د “پختونخوا” لیکنه د اردو ژبو غوښتنه ده. پښتنو لره دغه راز لیکنه مناسبه نه ښکاري.

ددغه چاپ په پیل کي د ” خپلې خبرې” تر نامه لاندي په اتلسو مخو کي یوه مفصله سریزه راغلې ده چي په هغې کي ئې د دستارنامې پر اهمیت، مندرجاتو او معلوماتو او دغه راز د خوشحال بابا پر نبوغ او عبقریت ، په دستارنامه کي د کارول سوي ژبي پر روانۍ او نورو ښېگڼو ښې خوندوري خبري کړي دي. دغه راز ئې تر دغه چاپ ترمخه د دستارنامې نور چاپونه  نقدکړي او د هغو نیمگړتیاوي ئې بیان کړي دي. ددې سریزي د وروستي مخ ( ر) له بیانه داسي ښکاري چي مصحح د متن په ایډیټ کي د مرحوم استاد قلندر مومند له همکارۍ څخه برخمن وو.

تر سریزي وروسته د دستارنامې متن پیل کېږي چي ټول مخونه ئې ۲۱۳ ته رسېدلي دي. تر متن وروسته په دوو مخونو کي د” کتابیات” لیست راغلی دئ او په هغه کي ئې هغه شپاړس کتابونه راوړي دي چي مصحح ددغه چاپ په برابرولو کي گټه ترې اخیستې ده. مصحح د حاشیو په لیکلو کي ښه پوره خواري کښلې ده .ددغه چاپ کاغذ اعلی نه دئ خو په ښو کاغذونو کي راځي.

د سریزي په (ق) مخ کي ئې کښلي دي چي ددغه چاپ د برابرولو پر وخت ئې ” … د اصل چاپ دستارنامې نه علاوه د کابل چاپ دستارنامه، د پښتو اکېډیمۍ د دستارنامې قلمي نسخه، د خوشحال بابا تصنیفات ….”  څخه استفاده کړې ده او دا ئې هم پر زیاته کړې ده چي له “اصل چاپ” څخه ئې مطلب ” ادارۀ اشاعت سرحد” له خوا چاپ سوې دستارنامه ده. له دغه چاپ څخه مراد د دستارنامې هغه متن دئ چي د مرحوم محمد عبدالشکور په زیار په ۱۹۵۲ع کال خپور سوي وو او ما (هوتک) پخپل همدې کتاب کي کره کتنه پر کړې ده. ښاغلي ډاکټر یارمحمد مغموم صاحب د خپلو خپرو په ترڅ کي کښلي دي چي ” … د خوشحال بابا ددې دومره لوئې اهمیت لرونکي کتاب تر ممکنه حده په صحیح شکل کښې چاپ کول د وخت اهم ضرورت دے ـ” رشتیا خبره همداده چي د دستارنامې د “صحیح شکل” چاپول یوه اکاډمیکه اړتیا ده، خو د ” صحیح شکل” تعریف او تشریح باید روښانه سي چي له ” صحیح شکل” څخه مرادڅه دئ؟ متنپوهني ددغي پوښتني جواب ورکړی دئ او هغه دا چي صحیح شکل هغه شکل دئ چي د متن د اصلي لیکوال له خوا لیکل سوي بڼې ته تر ممکنه حده نزدې وي.زه په همدې کره کتنه کي د همدغه جواب له مخي پر دوو استقامتونو پر مخ ځم. لومړی ئې تخنیکي ملاحظات دي او دوهم ئې اصولي او تحقیقي.

په تخنیکي برخه کي ئې طباعتي تېروتني او نور دې ته ورته ملاحظات شامل دي . په دې ډول :

ــ  ځای ځای، په تېره بیا د فارسي اشعارو په ټایپولو کي توري نزدې لیکل سوي یا بې ضرورته لیري سوي دي چي پر لیکدودي سرغړونو برسېره ئې د معنا التباسونه هم پېښ کړي. د مثال په توگه :

په (۱مخ) دوهم بیت کي ” عرش آفرید و لوح و قلم راونه فلک” کي (راونه) باید سره بېل سوي وای او ( را و نُه) لیکل سوي وای. دا بیتونه د خوشحال بابا خپل کلام دئ او ددغي مصرع مطلب دادئ چي حق تعالی عرش، لوح ، قلم او نهه افلاک پیدا کړي دي.

په څلرم بیت کي بیا توري بېځایه سره لیري سوي دي. ” گنجینۀ محبت و گنجینۀ  و داد” لیکل سوی دئ. په داسي کي چي (وِداد) یو ویی دئ او د محبت او دوستۍ معنا لري. په لغتنامۀ دهخدا کي ئې ددغه لغت په مثالو کي د مثنوي معنوي دا بیت راوړی دئ :

کارت این بوده ست از وقت وِلاد

صید مــــــردم کردن از  دامِ وِداد

په پنځم بیت کي ( آفریداو) باید سره بېل سوي وای او ( آفرید  او) لیکل سوي وای.

په اووم بیت کي (بوبکر) ته الف ور زیات سوی دئ او (ابوبکر) لیکل سوی دئ چي په بیت کي ئې د یوې هجا په زیاتولو سره وزن وران کړی دئ. خوشحال بابا په دې پوه وو چي د ( بوبکر) سمه لیکنه (ابوبکر) دئ خو دلته ئې د وزن سمېدو له اسیته او د شعري اړتیا په حکم (بوبکر) غوره گڼلی دئ.

په دوهم مخ کي ( یا بر  و همچون زنان) باید (بِرو) لیکل سوی وای چي د(ولاړسه، لاړ سه) معنا لري. د (بر) او (و) ترمنځ فاصله لازمه نه وه.

په دې شعرکي یوه بله نیمگړتیا هم سته او هغه دا چي دا شعر اصلاً یو بیت ( دوه نیم بیتي) دئ خو دلته دوه بیته (څلور نیم بیتي) ترې جوړ سوي دي. دا بیت د حکیم ابوالمجد بن آدم سنایي دئ او د نوموړي په قصایدو کي د یوه بیت په بڼه ثبت دئ. ښاغلي مصحح ته د کابل چاپ او د حاجي پردل خټک چاپونه دواړه پراته ول او په هغو دواړو کي د یوه بیت په بڼه ثبت دئ. زه نه پوهېږم چي د نیم بیتیو د سره بېلولو څخه ئې مراد څه دئ؟

دریم ټکی چي گوته ورته نیول کېږي، هغه په همزه لرونکې یاء (ئ)سره د ( آئ، بوئ، گوئ، مپوئ) لیکنه ده. دا کلمات باید ( آی، بوی، گوی، مپوی) لیکل سوي وای.په اردو کي به دا راز لیکنه روا وي خو په فارسي کلماتو کي کورټ ناروا بدعت دئ. د فارسي په هیڅ قاموس او فرهنگ کي د ( آی، بوی، گوی، مپوی) کلمات په همزه لرونکې یاء سره لیکل سوي نه دي.دغه راز اردو ځپلې لیکنه د حاجي پردل خان خټک په چاپ کي هم راغلې ده چي په فارسي کلماتو کي بېځایه لاسوهنه ده.

د اردو لیکدود تر اغېزې لاندي د زیاترو عربي لغتونو تلفظ الیش سوی دئ. د پښتونخوا لیکوال اوپه هغو کي پروفیسر مغموم خټک صاحب ( غیرت، فیض، حیران، قیضه، غیبت،سیل، عیش، …) د اردو ژبي تر اغېزې لاندي په اوږده ( مجهوله) یاء  ( غېرت، فېض، حېران، قېضه، غېبت، سېل، عېش ، …)لیکي. په داسي حال چي دا ټولي دخیلي کلمې دي او باید په اصلي بڼه ولیکل سي.

(غیرت) عربي لغت دئ او په ټولو مشهورو عربي قاموسونو کي (الغَیْرَة) ثبت دئ . په خیراللغات کي ئې اسم فاعل د (غَیْرَتِي) په بڼه کښلی دئ. د (غېرت) بڼه ئې اوږده سابقه نه لري. د خوشحال بابا په یوه مهم اثر کي ئې دا شان ثبت به دا معنا ولري چي خوشحال بابا هم همداسي تلفظ کاوه؟؟؟ او په دې ډول به په بابا پوري ناحقه تور لگولی وي.

(فیض) هم عربي کلمه ده چي معتبرو قاموسونو د(الفَیْض) په شکل ثبت کړی دئ. که د اردو ژبي په تقلید (فېض) ولیکو نو (فیاض) خو هم باید (فېاض) وکاږو. آیا دا شان لیکنه به ناروا تصرف نه وي؟

(حیران، قیضه، غیبت، عیش) په ټولو معتبرو عربي قاموسو کي په همدې بڼه ثبت سوي دي . د اوږدې یاء لیکنه ئې هیڅ استناد نه لري. د (سیل) کلمه خوشحال بابا د ( تماشه، تماشا) په معنا راوړې ده.” … یوه شپه په سیل د دریاب په بېړۍ کښې کښېناست” ( ۱۶۷مخ). خو زموږ مصحح د اردو ژبي تر اغېزې لاندي ” … سېل د دریاب ….” کښلی دئ چي دلته (سېل) د سېلاب معنا لري او د خوشحال بابا مراد ( سېلاب) نه دئ، بلکي مطلب ئې ( سیل و تماشه) ده.

دغه راز د ( عیب، غیب،بیت،خیر، خیرات،…) کلمې هم ( عېب، غېب، بېت، خېر، خېرات، …) په بڼه راوړل سوي دي چي له خوشحال بابا څخه ددغو عربي کلماتو په تلفظ کي هیڅکله هم دا شان هیله نسي کېدلای.

په اردو ژبه کي ( مَحفِل) د ( مِحفِل) په شکل، (مَحبوب) د (مِحبوب) په شکل، (مَحمود) د (مِحمود) په شکل وایي او لیکي یې. پښتانه ئې هم له بده مرغه کاپي کوي او زما اندېښنه داده چي دا ډول ناسم تلفظونه د ډیورڼد په اغزي لرونکي دېوال نه ایسارېږي او دې بلي غاړي ته هم رااوړي او را اوښتي هم دي. دلته هم اوس (هیواد) ویی د (هېواد) په بڼه رواج موندلی دئ!

په ۴ مخ کي ” … چې بلد (نور) اصحاب (رض) دې هم د جنگ پۀ ورځ دا روش واخلي”. په دغه جمله کي (بلد) په کابل چاپ او د حاجي پردل خان په چاپ (بله) دئ. نه پوهېږم چي مصحح چیرته د (بلد) معنا (نور) موندلې ده؟ زه یقین ته په نزدې گومان ویلای سم چي دا کلمه (بله) د پښتو د لویدیځي لهجې (بالا) ده چي د (نور) په معنا کارېږي او زموږ ځینو ناخبروڅېړونکو ته ئې د ملنډو او ریشخند وسیله گرځېدلې ده. د لویدیځي لهجې (بالا = نور) د دري ـ فارسي ژبي له ( بالا = لوړ) سره تر شکلي ورته والي په هاخوا بله اړېکه نه لري.او خوشحال خان هم په همدې (نور) معنا کار کړې ده. ښاغلي مغموم خټک چي د (نور) ویی ورته کښلی دئ، بالکل دقیق معادل دئ خو د (بلد) پر ځای ئې (بله = بالا) باید ثبت کړی وای.

په ۱۱مخ کي ” … د ټوکي، درخت وقوف ئې نۀ وي ….” په دغه عبارت کي (درخت) باید ( د   رخت) لیکل سوی وای. که (د) او (رخت) نزدې ولیکل سي له (درخت = ونه) سره ئې التباس منځ ته راځي.

په ۱۳مخ  قطعه کي ” ناپوهي ده اهمه” باید ( ناپوهي ده دا همه) وي. په نورو چاپو کي همداسي ده.

په (۱۵مخ) کي ” … فرزند پرور  دوي” کي باید (پرور) او (دوي) یو ځای لیکل سوی وای. (پروردوي) یعني لویوي یې.

په ۱۷مخ فارسي بیت” گربه بندد چنانکه نکشاید” کي باید د سر توري (گر ببندد) لیکل سوي وای. که (گربه) او (بندد) لیري سره وکښل سي، معنا ئې اوړي. (گربه) د ( پیشو) معنا ورکوي.

په ۱۸مخ فارسي مصرع کي ” … بپر هیز” باید د (بپرهیز) په شکل نزدې سره لیکل سوي وای.

په ۳۱مخ کي” شهر هری گذارد و قانع بتون شود” کي که (بتون) کلمه د (به تون) په شکل لیکل سوې وای، ښه به وو. (تون) د حمام د اور د بلېدو ځای ته وایي. دا کلمه په نورو چاپونو کي (بتون) لیکل سوې ده او ما(هوتک) هم پخپل کتاب (په د ستارنامه کي فارسي کلام د چادئ؟) په همدې بڼه اخیستې ده چي باید سمه سي.

په همدې ۳۱مخ ” بهرۀ کاغذ از ورو سیهی است” کي (ورو) هیڅ معنا نه لري. باید د” بهرۀ کاغذ ازو روسیهی است” په شکل لیکل سوی وای.

په ۱۱۳ مخ کي ” خانه وادۀ” باید (خانواده) ولیکل سي. د کورنۍ په معنا.

دغه راز مثالونه نور هم ډېر دي.

د کتابت تېروتني

په ۷مخ کي (خالید) باید (خالد) وي.

په ۸مخ کي (لبسالت) باید (بسالت) وي . بسالت د زړه ورتیا او شجاعت معنا لري.

په ۱۸مخ کي ” … نامرد نسناس” باید (نامرد نشناس) وای. په کابل چاپ کي ئې هم (نسناس) ثبت کړی دئ چي تېروتنه ده. د حاجي پردل خان چاپ بیا سم لیکلی دئ.

په ۲۰مخ کي ” حضر علیه السلام” د کتابت تېروتنه ده. خضر علیه السلام ئې سم شکل دئ.

په ۲۱مخ کي د حاشیې له پاره عدد (۴) لیکل سوی دئ، خو حاشیه نسته.

په ۳۶مخ ” هر که سخن را بسخن صنم کند” کي د (صنم) پرځای (ضم) سهي دئ. دا بیت د عبدی گنابادی دئ.

په ۳۸ مخ ” … نرمه لینده بویه خاک تود  وته دې نزدې ….” کي د (تود) او (وته) ترمنځ لیريوالي ورانی پېښ کړی دئ. باید ( خاک تودو  ته) لیکل سوی وای. (خاک توده)= د خاورو کوَټه . په ۳۹مخ کې بیا سمه لیکلې ده.

په ۳۹ مخ کي ( سفائیدې) د کتابت تېروتنه ده. مراد ئې (فایدې) دي. د همدې مخ په فارسي بیت ” کار هر بافتدۀ حلاج نیست” کي (بافتدۀ) د کاتب سهوه ده. باید (بافندۀ) ولیکل سي.

په ۴۰مخ کي ” … زو   دخوار” باید ( زود خوار)، ” … گهی   د مار” باید (گهی دمار) ولیکل سي.

په ۴۲مخ کي” سور بَه” باید (سور  بِه) ولیکل سي. له (بِه) څخه مراد (ښه) دئ. په ۴۴مخ کي هم (بهتر) د ” بَه تر” يه شکل لیکل سوی دئ چي ناسمه لیکنه ده.

په ۴۵مخ کي ” عزڅۀ” باید ( غرڅۀ) وي. دا تېروتنه په ۴۶مخ او ۴۷ مخ کي درې واره تکرار سوې ده.

په ۴۷مخ کي ” … وزنۀ غلطیږي” باید (ور نه غلطیږي) وي. پ حاجي پردل خان چاپ کي هم همدا تېروتنه سته . په کابل چاپ کي ئې خبره بالکل ورانه کړې ده او “وژنه” ئې کښلی دئ؟

په ۴۹مخ کي ” … شب  بې داري” که ( شب بیداري) ولیکل سي ، ښه به وي.

په ۵۹ مخ کي ” … ورځې پېشې …” باید ( ورځې شپې) وي.

په ۶۵مخ کي ” باد   گری تجربه ….” باید ( با  دگری تجربه ….) سي.

په ۶۶ مخ کي ” …. احوال هم پۀ داو   تیره” باید ( … احوال پۀ دا وتیره) سي.

په ۷۱ مخ کي ” کشن” د کتابت تېروتنه ده. ( کشتن) ئې سم دئ.

په ۷۳ مخ کي ” په عید شمالی دی” هم د کاتب تېروتنه ده . (په عید شمارلی دی) ئې سم دئ.

په ۷۷مخ کي ” ل۳۰، الف ۱” باید سي. په متن کي تر الف وروسته (۱) له ټایپه پاته سوی دئ.

په همدې مخ کي وروستی فارسی بیت هم د کتابت ورانی لري او د (بیست) پر ځای (بیت) لیکل سوی دئ.

په ۸۰مخ کي د (خپل) پر ځای (حپل) او د (غدره) پر ځای (عذره) لیکل سوی دئ چي دا هم د ټایپیسټ تېروتنه ده.

په ۱۱۸ مخ کي ” کورتې” د ټایپیسټ تېروتنه ده. (عورتې) باید وي.

په ۱۲۱ مخ کي ” قدید کا” د ټایپ غلطي ده. باید ( قید کا) وي.

په ۱۲۲ مخ کي ” زمیمه” باید (ذمیمه) ولیکل سي.

په ۱۳۸ مخ کي ” از زوئې طرب” باید ( از روی طرب) ولیکل سي.

د کتابت تېروتني نوري هم زیاتي دي. د ټولو راوړل زما کره کتنه ډېره اوږدوي. کنه، یاداښتونه مي لا په پېخر پاته دي.

اصولي او تحقیقي ملاحظات

په دریم مخ کي ” … دستار د هغه په سر کېږدي”. په کابل چاپ او د حاجي پردل خان خټک په چاپ کي ” … د هغه په سر کښېږدي” ثبت دئ. مصحح ته په کار وه چي ده هم یا ” د هغه په سرکښېږدي” لیکلی وای، یا ئې په حاشیه کي ددغو نورو چاپونو ثبت ته اشاره کړې وای. تر کومه ځایه چي ماته معلومه ده د خټکو په لهجه کي( کېږدي) نسته. عموماً ئې د (کشېږدي) په بڼه تلفظ کوي که مصحح دخټکو تلفظ په پام کي نیولی وي، نو بیا د (ش) حذف ته څه دلیل وړاندي کېدلای سي. له بله طرفه ئې په همدې مخ کي (کښېني) له (ښ) سره یو ځای لیکلی دئ. دغه راز ئې په ۴۴مخ کي (کښېوزي)، په ۴۹ مخ (کښېباسي)، په ۵۱مخ کي (کښېنولی) ټول له (ښ) سره مل کښلي دي. خو (کښې) ئې بیا په ۴۹مخ کي (کشې)، (ښوروي) ئې په ۲۲مخ کي (شوروي)، (ښورېږي) ئې په ۱۵مخ کي (شورېږي)لیکلی دئ.په ۳۲مخ کي ئې په یوه کرښه کي (ښۀ) او په ورپسې کرښه کي ( شۀ) کښلی دئ.د لیکدود دغه شان نامتجانستوب د متن په نیمگړتیا کي راځي.

په ۱۵مخ کي ” بیا یوه قطره مني بې نمازه بدرنگې اوبۀ …”  عبارت کي په ( بې نمازه) لغت باندي مصحح پوه سوی نه دئ او په حاشیه کي ئې ورته کښلي دي ” بې نمازه د محل مطابق معني نۀ ورکوي”. باید عرض کړم چي (بې نمازه) د (ناپاک) په معنا د کندهار په لهجه کي هم سته او په محاوره کي کارېږي. ( جامه مي بې نمازه ده) یعني ناپاکه ده، لمونځ ورسره روا نه دئ. دا لغت په خیراللغات ، لغات افغاني، ظفراللغات، … کي د(بلماز) په بڼه ث��ت دئ چي پر نورو معناوو برسېره ئې ( پلیت، ناپاک، نجس) معناوي هم ورته کښلي دي. په خیراللغات (۳۷مخ)کي ئې د( بیلماز) په بڼه هم په عین معنا راوړی دئ.

په ۵۳مخ کي یو ځای سپېږمې لیکي او سېژمې په قوسینو کي ورسره راوړي.څلور کرښي وروسته بیا سژمو لیکي او سپېږمو په قوسینو کي ورسره راوړي. لوستونکی نه پوهېږي چي د خوشحال بابا وینگ به ئې کوم شکل وو؟

په ۶۴مخ کي (ښاغلی) او (شاغلی) دواړه لیکي. لوستونکی نه پوهېږي چي کوم شکل ئې په خوشحال بابا اړه لري؟

په ۶۶مخ کي ئې” کجیم” ته په حاشیه کي کښلي دي “چاپ دستارنامه کښې کېجم دی”. مصحح ددغه لغت د سم شکل معلومولو تکلیف پر ځان نه دئ منلی. باید تحقیق کړی ئې وای چي کوم شکل ئې سم دئ. (کیجم) هغي نیمڅۍ (کراستي) ته وایي چي د آس تر زین لاندې اچوي. په ۷۱مخ کي ئې سم شکل ” کېجمونو” کښلی دئ . په حاجي پردل خان چاپ کي هم همدا دوه رازه ثبت (کجیم) او (کیجمونو) سته .نامتجانس ثبت پر متنپوه باندي د نه دقت کولو پړه اچوي. په کابل چاپ کي ئې یو شکل (کېجم) لیکلی دئ.

په ۷۴ مخ کي ” ډاډ د مردانگۍ دې ورکا” په نورو چاپونو کي هم ( ډاډ د مردانگۍ) ثبت دئ. خو ماته (داد د مردانگۍ) سم ایسي چي د مېړاني او شجاعت ښوولو په معنا کارېږي. خوشحال بابا د فارسي اصطلاحاتو له کارولو سره ستونزه نه درلوده . په فارسي جنگنامو او د جنگونو په تاریخو کي (داد مردانگی) اصلاح ډېره کار سوې ده. او خوشحال بابا چي ددغو آثارو پراخه مطالعه لرله، ځکه ئې هماغه اصطلاح کار کړې ده.

په ۸۲مخ کي “زخیره” او ” ذخیره” دواړه لیکي چي “ذخیره” ئې سمه بڼه ده.

په ۸۹ مخ کي ” سر په دنیا” ته په حاشیه کي لیکل سوي دي” پۀ معنې ئې پوۀ نۀ شوم”. (سر په دنیا) یعني ( په دنیا کي)، ( دمځکي پر مخ)، (په ټوله دنیا کي)، ( سر پر مځکه) .

په ۹۷ مخ کي ” گستاخه قریبه په شرم شریکه” ته ئې په حاشیه کي کښلي دي ” … څه مطلب نه واضحوي”. دا یوه وراشه یا متل غوندي جمله ده. (قریبه) دلته د ( خپلوانو) په معنا ده. خوشحال بابا وایي چي که دي په هغو صفتونو چي ده بیان کړي دي، عورته ونه موندله، نو بیا په خپلوانو کي وگوره او داسي ښځه پیدا کړه چي خپله دي وي او په شرم درسره شریکه وي.

په ۱۱۲ مخ کي” … دا ځائې د مور کار دی چې دا خلیفه ورته ښئ”. خلیفه ته ئې په حاشیه کي کښلي دي” ددې ټکي دلته پۀ استعمال پوهـ نۀ شوم”. ( خلیفه) رشتیاهم د کتابت تېروتنه ده. خوشحال بابا د نجلۍ تربیه او روزنه ( حُلیه) یعني زېور و گېڼه گڼي . دی وایي چي مور باید خپله لورته دغه کمال (حلیه) په جلوالي (نجلتوب) ور وښیي. تر دغي جملې پنځه کرښي وروسته ئې د دین صلاحیت او زده کړه هم (حلیه) بللې ده. دی لیکي چي لور دي” … د دین د صلاحیت په حلیه متحلي وي و هسې سړي ته دې ورکولې شي”.نو د (خلیفه) کلمه د کاتب غلطي ده او پر ځای ئې باید (حلیه) ولیکل سي.

په ۲۱۳مخ کي د دستارنامې د لیکلو تاریخي ماده ئې ” وایم دا بس دی محنت د بېلتانه” گڼلې ده او په حاشیه کي ئې ۱۰۷۶هـ ورته کښلي دي. که د دستارنامې د لیکلو کال رشتیا هم دغه (۱۰۷۶هـ) وي، نو په تاریخي ماده کي ( وایم دا) شامل نه دي او ” بس دی محنت د بېلتانه” ابجدي قیمت پورتنی عدد پوره کوي. ټوله مصرع باید په قوسینو کي نیول سوې نه وای. حاجي پردل خان خټک تاریخي ماده سمه راښوولې ده او (وایم دا) ئې تر قوسینو دباندي راوړی دئ.

ددې چاپ تر ټولو غټه نیمگړتیا داده چي فرهنگ ( ويي پانگه) نه لري. ښاغلي مصحح له وینا داسي ښکاري چي د دستارنامې د فرهنگ لیکلو اراده ئې کړې ده او ممکن د بېل کتاب په بڼه ئې چاپ کړي. دا کار خو گټور کار دئ، مگر د متنپوهني اصل دادئ چي ویي پانگه باید له متن سره مل وي او لوستونکی باید مجبور نه سي چي د لغاتو د معنا له پاره باید نورو منابعو ته مراجعه وکاندي.

ما(هوتک) ددغه  چاپ له متن څخه نور ډېر یاداښتونه هم اخیستي دي، خو د ټولو راوړل د لوستونکو د ستړیا سبب کېږي او لاس به تر واړوم.

لکه ښاغلي مغموم خټک صاحب چي د خپلو خبرو په (ق) مخ کي هم اشاره ورته کړې ده، د دستارنامې ” تر ممکنه حده په صحیح شکل کښې چاپ کول د وخت اهم ضرورت دی”، او ددغه چاپ په شایع کولو سره دا ضرورت رفع سوی نه دئ او د متنپوهني پر اصولو باندي د دستارنامې د بیا ترتیبولو ذمه واري د محققینو پر اوږو پرته پاته ده.  

6 COMMENTS

  1. له هوتک صاحبه مننه ، چې دلوی خوشحال پردغه مهم اثریې یادو نیمګړتیاوو ته ژوره کتنه کړې ، په دې نژدې وختوکې مې د دستارنامی دیوې نسخې یوه برخه له خدابخش څخه لاس ته راغله ، خو داسې فکرکیږي چې ددې نسخې اوچاپ شویو هغو ترمنځ توپیرونه ترسترګوکیږي ، هیله ده چې په دغه اړه هم لیکوال ، هغوی چې که دغه کمي بشړوی ځیروي ، دخدابخش نسخه که څه هم زما په نظر ډیره بشړه نه ده او په ډیره بیړه کاپي شوې ده ، خو بیاهم دیوه دقیق او بشړ چاپ په برخه کې یې لیدنه اوڅیړنه اړینه ده .
    هوتک صاحب دلا بریو په هیله
    رشید

  2. د دروند استاد هوتک صاحب ادبی حوصله د ستاینی وړ ده. ډېر زحمت ګالی. خدای دی خیر ورکی.
    امّا یوه خوږه غوندی آه
    زموږ اکثره پر فرهنګ او ادب مین کسان ځینو مهمو ژبنیو پراخو جغرافیاوو ته د سیاسی جغرافیا په سترګه ګوری
    څرنګه چي خوشحال خان خټک په یوې پراخی ژبنۍ- ادبی جغرافیا پوری اړه لری( نه سیاسی- موسمی جغرافیا پوری) بناً ډاکټر پروفیسور یار محمد مغموم خټک غوندی فرهنګ دوست کسان باید د خوشحال خان غوندی ستر شاعر د آثارو د چاپولو په هکله د ژبنۍ ستری جغرافیا د نورو مخکښانو او استادانو ذائقه او سلیقه هم د ځان سره شریکه کی او نن سبا د انټرنټ د آسانتیاوو له برکته دا کار هیڅ ستوزمن نه ښکاری
    هغه دوې یا درې بنی به پخپلو منځونو کی اصلاً کومه ستونزه ونلری کومی چي کونډیانی وی خصوصاً چي د مالی میراث مسئله ئې هم حل شوی وی
    نه سوم پوه!( یعنی نه سوې پوه)

  3. دروند استاد هوتک صاحب! سلام او درنښت، د دې مهم کتاب د ارزوني او کتاب‌پېژندني څخه نړۍ مننه، خورا مهم ټکي ول، د متن پیژندني یو مهم کار دا هم دی، چي کره کتونکي د اثر اصلي کلیمې معرفي کړي، لکه تاسي چي کړي وې، ځکه نوي لوستونکو او څېړونکو ته مو اصلي بڼه کښېښول. مننه

  4. محترم هوتک صیب الله مو ژوندی لره
    آيا ددې کتاب pdf خپور سوی که نه ؟
    کچیري نشر سوی نو مهربانې وکړﺉ مونږ سره هم شریک کړﺉ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب